چينايي اقتصادي اصلاح (سمون)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چينايي اقتصادي اصلاحات يا چينايي اقتصادي معجزه، چې په سيمه ييز ډول د اصلاح او پرانيستنې په نوم هم پېژندل کېږي، د چين خلکو جمهوريت (PRC) کې يو لړ اقتصادي اصلاحاتو ته اشاره کوي، چې "د چينايی ځانګړتياوو سوسياليزم" او "سوسيال بازار اقتصاد" بلل کېږي، کوم چې د شلمې پېړۍ په وروستيو کې پيل شوي وو. دا اصلاات د «ډينګ ژياوپنګ» په لارښونه تر سره شول، چاته چې عموماً د "عمومي معمار" امتياز ورکول کېږي، دا اصلاحات د واکمن چينايي کمونست ګوند (CCP) په داخل کې د 1978ز کال د ديسمبر په اتلسمه نېټه، د "بولوان فان ژينګ"  پړاو پر مهال پر لار اچول شوي وو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

ټولکتنه[سمول]

دا اصلاحات په 1989ز کال کې د «تيانان مين» څلور لارې کې د لاريون او ټولوژنې وروسته د لنډې مودې لپاره د رکود (جمود/بندښت) ښکار شول، خو په 1992ز کال کې د «ډينګ ژياوپنګ» د سويل څخه د ليدنې وروسته بيا لپاره پيل شول. په راتلونکو لسيزو کې دا اصلاحات په چين کې د پام وړ اقتصادي ودې لامل وګرځېدل، په 2010ز کال کې، چين د داخلي ناخالص اسمي تولید له پلوه جاپان تر شا پرېښود، چې د نړۍ دويم ستر اقتصاد و، په 2010ز لسيزه کې، چين د نړۍ د ناخالص کورني توليد (PPP) له اړخه تر ټر ټولو ستر اقتصاد وګرځېد.[۷][۸][۹]

CCP په دوه پړاونو کې د بازار اصلاحات تر سره کړل. لومړی پړاو د 1970ز لسيزې په وروستيو او په 1980ز لسيزه کې و، چې د کرنې غېر اشتراکي کول، هېواد د بهرني پانګونې لپاره پرانيستل، او د سوداګرۍ لپاره متشبثينو ته د اجازې ورکول پکې شامل وو. په هر حال، بيا هم د صنعتونو ډېره سلنه د دولت په واک کې پاتې شوه. د دويم پړاو اصلاحات د 1980ز لسیزې په وروستيو او 1990ز لسيزه کې تر سره شول، چې د ډېرو دولتي صنعتونو خصوصي کول او په قرارداد ورکول پکې شامل وو. د 1985ز کال د نرخونو کنترول  لغوه کول، يو ستر سمون و، چې له هغې وروسته ډېر ژر محافظه کارانه تګلارې او مقررات ختم کړای شول، په داسې حال کې چې د بانکوالۍ او پيټروليمو په څېر اقتصاد لوړې رهبرۍ په دولتي انحصارات کې پاتې شوې.[۱۰]

په 2001ز کال کې، چين د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) سره يوځای شو. لږه موده وروسته، خصوصي سکتور د پام وړ وده وکړه، چې تر 2005ز کال پورې، د چين د کورني ناخالص توليد (GDP) اويا سلنه وه. له 1978 څخه تر 2013ز کال پورې، بې مخينې وده منځ ته راغله، په داسې حال کې چې په يو کال کې اقتصاد 9.5٪ وده وکړه. د «هوجن تاو» او «وين جياباو» ادارې د اصلاحاتو په وړاندې ډېر محافظه کارانه ليدلوری خپل کړ، له 2005ز کال وروسته يې اقتصاد ډېر منظم او کنترول کړ، او ځينې اصلاحات يې بدل کړل. له بلې خوا، په 1980ز کال کې د «ډينګ» له خوا د سياسي اصلاحاتو يوه متوازي ټولګه پيل کړاې شوې وه، کومې چې د هغه مهال د شوروي اتحاد پر «ګلاسنوسټ» او «پيريسټرويکا» هم اغېز وکړ، خو بالاخره په 1989ز کال کې د «تيانان مين» څلور لارې د لاريون د ځپلو له امله پای ته ورسول شول، او نوره سياسي ازادي هم ودرېده.[۱۱][۱۲]

د اصلاحاتو جريان[سمول]

اصل[سمول]

د «ډينګ ژياوپنګ» له اصلاحاتو مخکې، د مخکې تګ لوړ ګام او کلتوري اوښتون په څېر په مرکزي ډول د طرحه شويو تګلارو له امله د چين اقتصاد ته زيان ورسېد، چې د دې په پايله کې رکود، کموالی او بې وزلي پيدا شوه. له اصلاحاتو مخکې د چين  پر اقتصاد د دولت واکمني او مرکزي طرحه کول غالب و. له 1950 څخه تر 1973ز کال پورې، د چين د حقيقي کورني ناخالص توليد د سړي سر په متوسط ډول په يو کال کې د 2.9٪ په کچه وده وکړه، په داسې حال کې چې زياتې لوړې ژورې (نوسانات) پکې وې. دې حالت چين د همدې پړاو په اوږدو کې د اسيايي هېوادونو نږدې نيمايي منځ ته راوست، په داسې حال کې چې د جاپان، سويلي کوريا، سينګاپور او د هغه مهال   سيال چيانګ کايي شيک چين جمهوريت (ROC) په څېر ګاونډيو هېوادونو د چين د مرکزي سيمې د ودې کچه تر شا پرېښوده. په 1970ز کال کې په پيل کېدو سره، د چين اقتصاد رکود ته داخل شو، او د «ماوزي ډنګ» له مړينې وروسته، د CCP مشرتابه پرېکړه وکړه چې ماويزم پرېږدي او د رکود ښکار شوي اقتصاد د ژغورلو لپاره د بازار پر بنسټ اصلاحاتو لور ته رجوع وکړي. د 1976ز کال د سپتمبر په مياشت کې، «ماوزي ډنګ» ومړ، او د اکتوبر په مياشت کې، «هوا ګوفينګ» له «يي جيان ينګ» او «وانګ ډونګ سينګ» سره په شريکه، د څلورو ډله (دا په چين کې د څلورو کمونستي ماموستو ګوندونو يوه ډله وه) ونيوله، او په دې سره يې  کلتوري انقلاب ته د پای ټکی کېښود. د کلتوري انقلاب د پړاو  د اقتصادي تګلارو  سره د «هوا» پرېکون د «ډينګ ژياوپنګ» د 1975ز کال د اصلاحاتي تګلارې سره په يو مهال کې و. «هوا» ملي اقتصادي پرمختګ د تر ټولو لوړ لومړيتوب موضوع وګرځوله، او د توليدونکو ځواکونو د ازادۍ تر لاسه کولو پر اړتيا يې ټينګار وکړ. نوموړي د شوروي په سبک ستر صنعتي کول د پانګوالې نړۍ لپاره د پرانيستلو سره يوځای کړ" او د هغه تر مشرتابه لاندې، چین خپل لومړی ځانګړی اقتصادي زون پرانيست، او لويې هڅې يې پر لار واچولې، تر څو نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د "هولوان فان ژينګ" په پړاو کې اقتصادي اصلاحات په جديت سره پيل شول، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې «ډنګ» او د هغه سمونپال ايتلافيان واک ته ورسېدل، کله چې «ډينګ» د 1978ز کال د ديسمبر په مياشت کې د «هوا ګوفينګ» پر ځای د تر ټولو مشر لارښود په توګه واک په لاس کې واخيست. کله چې «ډينګ» واک ته ورسېد، د مخورو (غوره کسانو يا ارستوکراتانو) په منځ کې د اقتصادي اصلاحاتو پراخه ملاتړ موجود و. له 1978 څخه تر 1992ز کال پورې، «ډينګ» اصلاحات او پرانيستل د يوې "پراخې کچې تجربې" په توګه تشریح کړل، په کومه کې چې د نصابي کتاب د پوهې پر ځای د بشپړې عملي تجربې اړتيا  وي. د بالفعل رهبر په توګه، د «ډينګ» تګلارې (پاليسۍ) د ګوند د محافظه کارانو له مخالفت سره مخ شوې، خو دا تګلارې د هېواد د شتمنۍ په زياتولو کې ډېرې بريالۍ وې.[۲۰][۲۱]

ستر اصلاحات (د کليوالي غېر اشتراکي کولو، SOE اصلاحاتو، او کلیوالي روغتيايي پاملرنې د اصلاح په ګډون)، نږدې د تل لپاره لومړی د غېر متمرکزو سيمه ييزو تجربو په توګه پيل شول، کوم چې په پراخه کچه له خپلولو مخکې، د کمونست ګوند د لوړ پوړو مسئولينو تر مداخلې پورې مشروط وو.[۲۲]

1979-1984[سمول]

په 1979ز کال کې، «ډينګ ژياوبنګ» د څلورو نويتوبونو په موخه ټينګار وکړ، او پر دې سربېره د "xiaokang" يا "معتدلې نېکمرغه ټولنې" نظر يې وړاندې کړ. په سینګاپور کې د اقتصادي برياليتوب لپاره د «لي کوان يو» برياوو په چین کې د CCP پر مشرتابه ژور اغېر درلود. په چين کې مشرانو سترې هڅې وکړې، په ځانګړي ډول د «ډينګ ژياوپنګ» په واکمنۍ کې، تر څو د هغه د اقتصادي ودې، تشبث، او په ځيرکتيا سره د مخالف د ځپلو لپاره د هغه د تګلارو تقليد وکړي. د کلونو په تېرېدو سره، له 22000 څخه زيات چينايي چارواکي سنګاپور ته واستول شول، تر څو د هغه (لي کوان يو) لارې چارې مطالعه کړي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

عموماً په دې پړاو کې اصلاحات له سيمه ييزو تجربو سره پيل شول، او کله چې يې برياليتوبونه وليدل شول، نو له هغې وروسته په نورو سيمو کې پلې او پراخه کړای شول. چارواکي عموماً د تجربې د کولو او ناکامېدو له امله له يو لړ سزاګانو سره مخ شول، او کومو چې بريالي پروګرامونه چمتو کړي وو، هغوی په ټول هېواد کې وستايل شول او منښت يې وشو.په شوروي اتحاد کې د «پيريسټروکا» له ښکته څخه پورته لور ته ليدلوري په خلاف، د «ډينګ» له خوا دود کړای شوي اصلاحات له پورته څخه ښکته لور ته ليدلوري، د چين د اقتصادي لېږد په برياليتوب کې مهم عنصر بلل کېږي.[۲۷][۲۸]

لومړي اصلاحات په کرنه کې پيل شول. د 1970ز لسيزې تر پای پورې، د خوراکي توکو چمتوالي او توليد کې دومره کمښت شوی و، چې دولتي مسئولينو خبرداری ورکولو چې چين به د 1959ز کال د ناورين له تکرار سره مخ شي، کوم قحط چې د مخکې لور ته ستر قدم پر مهال لسګونه ميليونه ووژل. «ډينک» د کرنې په په غېر اشتراکي کولو او کورني مسئوليت پر سيستم ټينګار کولو سره ځواب ووايه، کوم سيستم چې د خلکو د اتحاديو ځمکې په خصوصي قطعاتو ووېشلې. د نوې تګلارې تر مخې، بزګرانو تر هغه وخته د خپلې ځمکې د رسمي واک استعمالولو وړتيا درلوده، تر څو هغوی د يو تړون تر مخې د خپلو فصلونو يوه برخه په حکومت وپلوري. دې اقدام د 1975 او 1985ز کلونو تر منځ موده کې په کرنيز توليد کې پنځه ويشت سلنه زياتوالی راوست، او په دې ډول يې د اقتصاد د نورو برخو خصوصي کولو لپاره يوه بېلګه جوړه کړه.[۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. Ray, Alok (2002). "The Chinese Economic Miracle: Lessons to Be Learnt". Economic and Political Weekly. 37 (37): 3835–3848. ISSN 0012-9976. JSTOR 4412606. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Harrison, Virginia; Palumbo, Daniele (30 September 2019). "China anniversary: How the country became the world's 'economic miracle'". BBC News. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 1997-02-20 باندې). DENG XIAOPING IS DEAD AT 92; ARCHITECT OF MODERN CHINA (Published 1997). The New York Times.
  4. . Analysis | What we really know about China's Reform and Opening Up.
  5. Ezra F. Vogel, Deng Xiaoping and the Transformation of China (2011).
  6. "关于"总设计师"称谓提法的来龙去脉--邓小平纪念网". Renmin Wang (په چينايي ژبه کي). 2016-06-30. مؤرشف من الأصل في ۱۲ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 2010-08-15 باندې). China Passes Japan as Second-Largest Economy. The New York Times.
  8. (په 2010-08-16 باندې). China overtakes Japan as world's second-largest economy. The Guardian.
  9. Bergsten, C. Fred (2022). The United States vs. China : the quest for global economic leadership. Cambridge. د کتاب پاڼې 86. OCLC 1255691875. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5095-4735-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Longworth, John William; Brown, Colin G.; Waldron, Scott A. (2001). Beef in China: Agribusiness Opportunities and Challenges. University of Queensland Press. د کتاب پاڼې 248. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780702232312. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 21 August 2005 باندې). China Is a Private-Sector Economy. Bloomberg Businessweek.
  12. Scissors, Derek (May–June 2009). "Deng Undone: The Costs of Halting Market Reform in China". Foreign Affairs. 88 (3). مؤرشف من الأصل في ۲۱ اپرېل ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Политика реформ и открытости в Китае". Свои в Китае (په روسي ژبه کي). 12 July 2023. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Naughton, Barry (2007). The Chinese economy : transitions and growth. Cambridge, Mass.: MIT Press. د کتاب پاڼي 3–5. OCLC 70839809. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0262640640. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Weber, Isabella (2021). How China escaped shock therapy : the market reform debate. Abingdon, Oxon: Routledge. د کتاب پاڼې 106. OCLC 1228187814. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-429-49012-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Brandt 2008، صص. 7–8.
  17. Walder 2015، صص. 322.
  18. Brandt 2008، ص. 8.
  19. Walder 2015، صص. 321.
  20. Heilmann, Sebastian (2018). Red Swan: How Unorthodox Policy-Making Facilitated China's Rise. The Chinese University of Hong Kong Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-962-996-827-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Marquis, Christopher; Qiao, Kunyuan (2022-11-15). Mao and Markets: The Communist Roots of Chinese Enterprise. Yale University Press. doi:10.2307/j.ctv3006z6k. JSTOR j.ctv3006z6k. S2CID 253067190 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-26883-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Heilmann, Sebastian (2018). Red Swan: How Unorthodox Policy-Making Facilitated China's Rise. The Chinese University of Hong Kong Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-962-996-827-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Meet "moderately prosperous" China". Economist (په انګلیسي ژبه کي). 21 November 2019. مؤرشف من الأصل في ۰۴ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Commentary: Sprinting toward a moderately prosperous society". Xinhuanet. 2019-03-04. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Wong, John (1998-03-01). "Xiao‐kang: Deng Xiaoping's socio‐economic development target for China". Journal of Contemporary China. 7 (17): 141–152. doi:10.1080/10670569808724309. ISSN 1067-0564. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په March 23, 2015 باندې). In Lee Kuan Yew, China Saw a Leader to Emulate. The New York Times.
  27. Jin, Keyu (2023). The New China Playbook: Beyond Socialism and Capitalism. New York: Viking. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-9848-7828-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Cited by Susan L. Shirk in The Political Logic of Economic Reform in China, University of California, Berkeley and Los Angeles, 1993. کينډۍ:ISBN
  29. Brandt 2008, p. 8
  30. Hunt, Michael H. (2004). The World Transformed: 1945 to the Present. Boston: Bedford/St. Martin's. د کتاب پاڼې 355. LCCN 2003101700. OCLC 1151774819. OL 3695802M. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780312245832. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)