چنگه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ميدان وردگ ولايت د جلگې (دايميرداد ) ولسوالي شاوخوا شپېته کلي لري او ترگردو لوی کلی يې چنگه دی چې کوزې خواته يې شرتوغی او برې ته يې دولت شه ده جنوب خواته يې بابک و چتو دي د شمال خوا يې ټول غرونه دي چې خدای خبر سر بي کوم ځای ته ځي .

دا کلی له ابتدا نه د يوه غره په لمن کې آباد شوی مگر وروسته يې تيت و پرک حالت غوره کړی د نفوس د زياتېدو له امله يې په سختو لاشو نو کې هم کورنه جوړ شوي لکه د کابل په دهمزنگ کې . نفوس يې دوه نيم زره کسانو ته رسيږي .

چنگه يوه طبعي چينه هم لري چې يو ورخ اوبه کال دوولس مياشتې ترې روانې وي دا اوبه په لويو لويو گړنگو را تويېږي يوه زړه راښکونکې منظره جوړوي خلک ورته آوپران (آبپران) وايې، دوه لوی خاورين اودونه (د اوبو د زخيره کولو ځای ) چنگوالو ورته رغولي چې په لسگونه جرېبه ځمکه خړوبوي .

داکلی دوه درې برخې دی او شپږ جوماتونه پکې ودان دي خلک يې د پوهې تږي او وږي دي اتحاد نظر نورو کليو ته ښه دی

په دې کلي کې درې تاريخي کمرونه هم شتون لري يو يې اوږۍ کمر دی چې له دولتشې کلي سره په سرحد کې موقعيت لري .

بل يې ښوی کمر دی چې د کلي ماشومان اوس پرې د يخمالک لوبه کوي دا کمر له پخوانه د کلي په يوه نسبتا لوی ډاک کې په يوه ډډه پروت دی سر يې لږ هسک نيولی او لاندې برخه يې له ځمکې سره سمه ده په تندي يې له کلونو کلونو چې خلک ښويېدلي نو او س يې يوه برخه دومره ښويه ښکاري لکه دا کار چې چا د کومې وسيلې په مرسته لاسي کړی وي او ماشومانو ته يې د لوبو ښويک جوړ کړی وي .

د چنگې بل لوی کمر د ژړ کمر په نوم دی دا کمر غالبا څلوښت پنځوس متره جگ ولاړ دی، چې د چنگې له ښکلا سره پوره مرسته کوي ژېړ کمر د چنگې شمال خواته د پرتې دښتې را وتلې څنډه ده او د يوه دېوال غوندې جوړښت لري .

د چنگي تر ټولو ښه او لمر مخه ځايونه يا پېتاونه هديرو نيولي چې اوس پکې د کور جوړولو مناسب ځای پاتې ندی . مهم زيارت يې د ظاهر شهيد په نوم دی، ظاهر په نوې ځوانۍ چې مکمن د دولسو کالونو به و روسانو له الوتېکې وويشت او شهيد يې کړ.

د يادونې وړ ده چې د چنگې په نوم دوه کلي دي يوه يې بره چنگه بولي بله کوزه، خو تاسې يې بره يا لويه چنگه وپېژنده .

۱۳۹۳-۱۱-۲۰ لیکنه: محب الله آرمل

سرچینه[سمول]

خپروونکی: تاند http://taand.com