چنای ایکسپریس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چنای ایکسپریس (Chennai Express) یو عشقي، جنگي او کمېدي هندي فلم دی چې په ۲۰۱۳ کال کې جوړ شوی دی. د دې فلم ډایرکټر ښاغلي روهیت شیټي دی او تولیدوونکې یې ښاغلې گوري خان ده. دا د هندي سینما د وتلي ستوري شاه رخ خان فلم دی چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د ټولو پخوانیو هندي فلمونو ریکارډونه مات کړل. دا فلم د شاه رخ خان د فلم جوړولو شرکت " رډ چیلیس انټرټینمینټ" له خوا خپور شوی دی.

د دې فلم لوبغاړي دي: شاه رخ خان، ديپیکا پاډکون، کامېني کوشل، ستیا راج او نیکیتن دهیر.