چمپانزي (د شاديانو يو نسل دی)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چمپانزي (Pan troglodytes)، په ساده ډول د «چيمپ» په نوم هم پېژندل کېږي، د سترو شاديانو يو نسل دی، کوم چې د استوايي افريقا له ځنګلونو او «سوانا» سره اړيکه لري. دا نسل څلور تاييد شوي فرعي انواع او پنځم وړانديز شوې نوع لرري. چمپانزي او د هغې سره نژدې اړیکه لرونکی «بونوبو» په «پين جينس» کې ډلبندي کړای شوي دي. د پاتې شونو او د ډي اين ای له ترتيب شويو شواهدو څخه روښانه شوې ده چې «پين» د انساني نسل يوه خور صنف او د انسانانو نژدې ژوندی اړوند دی. چمپانزي په تورو ډبلو ويښتانو پوښلی دی، خو مخ، ګوتې، د پښو ګوتې، د لاسونو ورغوي او د پښو تلې يې لغړې دي. دا له «بونوبو» څخه ستر او زيات پیاوړی دی، د نارينه وزن يې ۴۰-۷- کيلو ګرامه (۸۸-۱۵۴پونډه) اود ښځينه وزن يې  ۲۷-۵۰ کيلو ګرامه (۶۰-۱۱۰پونډه) دی، په ولاړه يې اوږدوالی له ۱۲۰ څخه تر ۱۵۰ سانتي متره (له ۳ فوټه ۱۱ څخه تر ۴ فوټه ۱۱ انچه بورې).

چمپانزي په داسې ډله ييز ډول ژوند کوي چې د دې ډلو شمېر له ۱۵ څخه تر ۱۵۰ غړو پورې رسېږي، که څه هم د ورځې له مخې په انفرادي ډول او کوچنیو ډلو کې هم سفر او د خوراک لټون کوي. دا نوع په سخت نارینه واکمن ډلبندۍ کې ژوند کوی، په داسې حال کې چې شخړې يې په عام ډول تاوتریخوالي ته له اړتيا پرته حل کېږي. د چمپانزي نږدې ټول يې د وسايلو، ډنډو جوړولو، ډبرو، وښو او پاڼو جوړولو په کارولو کې ثبت شوي دي او دا وسايل د شاتو، وزر لرونکو خځنده ګانو، ميږيانو، مغز لرونکو پليو او اوبو د موندلو او تر لاسه کولو لپاره کاروي. دې انواعو همدا راز د تېرو څوکو لرونکو لکړو جوړولو چل زده کړی، تر څو کوچني تي لرونکي پرې ووهي. د حمل موده يې اته مياشتې وي. تر ټولو کوچني (شېده خوړونکي) ته نږدې تر درې کلونو شېدې ورکول کېږي، خو عموماً يې له مور سره د څو کلونو لپاره اړيکه موجوده وي.

چمپانزي د IUCN (International Union for Conservation of Nature/د طبيعيت ساتنې لپاره نړيوال تړون) په سور نوملړ کې له ګواښ سره مخ يوې نوعې په توګه ثبت کړای شوی دی. د ۱۷۰۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰۰۰ تر منځ افرادو اټکل يې شوی دی. چمپانزي ته تر ټولو ستر ګواښ د استوګنځای له لاسه ورکول، ناقانونه ښکار کول او ناروغۍ دي. چمپانزي په لوېديځ مشهور کلتور کې د «سټيريوټايپ» مسخرو په توګه راڅرګندېږي او چمپانزي د چای په غونډو، د سرکس په کارونو او صحنې د نندارو په څېر تفريحي ځايونو کې شامل وي. کله کله دوی د کورنيو ساتل شويو ژويو په توګه ساتل کېږي، په داسې حال کې چې د دې قوت، بريد کوونکی حالت او نا اټکل کېدونکی وضعيت د دوی حالت ډېر ګواښونکی ګرځوی. سلګونه يې په لابراتوارونو کې د څېړنو لپاره ساتل شوي دي، په ځانګړي ډول په امريکا کې. داسې ډېرې هڅې شوي چې چمپانزي ته ژبې وښودل شي، لکه د امریکا د اشارو ژبه، خو بريا يې ډېره محدوده وه.

ريښه پیژندنه[سمول]

د انګريزي ژبې « chimpanze» ټکی په لومړي ځل په ۱۷۳۸ز کال کې ثبت شوی دی. دا له « Vili ci-mpenze» ټکي څخه اخستل شوی، يا د «چلوبا» ژبې له « chimpenze» ټکی اخستل شوی دی چې معنا يې ده شادي. ډېره شونتيا داده چې په عامه محاوره کې د « chimp» ټکی په ۱۸۷۰ز لسيزه کې جوړ شوی وی. جينيس نوم « Pan» له يوناني ټکي «خدای» څخه اخستل وشی، په داسې حال کې چې خاص نوم « troglodytes » له « Troglodytae» څخه اخستل شوی و، کوم چې په غارونو کې اوسېدونکی افسانوي نسل و.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

ډلبندي او جنيات (علم الميراث)[سمول]

په اولسمه پېړۍ کې په لوېديځ ساينس سره پېژندل شوی لومړی ستر شادي « orang-outang» (genus Pongo) و، کوم چې سيمه ييز مالايي نوم و او په «جاوا» کې د هالنډي ډاکټر «جيکبس بونټيس» له خوا ثبت شوی وی. په ۱۶۴۱ز کال کې، هالنډي اناتومي پوه «نکولس ټلپ» هالنډ ته له انګولا څخه په راوړل شوي يو يې د چمپانزي يا بونوبو نوم کېښود. یو بل هالنډي اناتومي پوه «پيټر کيمپر» په ۱۷۷۰ز لسيزه کې د منځنۍ افريقا او سويل ختيځې اسيا ډولونه سره جلا کړل، چا چې د افريقايي او اسيايي شاديانو ترمنځ توپير ليدلی و. الماني طبيعيات پوه«جوهان فريډريک بلومين باخ» تر ۱۷۷۵ز کال پورې چمپانزي د « Simia troglodytes» په توګه ډلبندي کړل. يو بل الماني طبيعيت پوه «لورينز اوکن» په ۱۸۱۶ز کال کې د «پان» نسل ټاکنه وکړه. تر ۱۹۳۳ز کال پورې بونوبو له چمپانزي څخه جلا کړای شوی و.[۷][۸][۹][۱۰]

تکامل[سمول]

په زیات شمېر د انساني پاتې شونو له موندل کېدو سره سره، تر ۲۰۰۵ز کال پورې د «پين» پاتې شونې نه و تشریح شوي. په لويديځه او منځنۍ افريقا کې د چمپانزي شته نفوس په ختيځه افريقا کې د انساني پاتې شونو ډېرې سيمې په ځان کې نه رانغاړي، خو اوس له کينيا څخه د چمپانزي د پاتې شونو خبر ورکړل شوی دی. دا د دې ښودنه کوي چې هم انسانان او هم د «پين» غړي د ختیځې افريقايي په ښکته دره کې د منځنۍ «پلايسټوسن» پړاو پر مهال موجود وو.[۱۱]

د «ډي اين ای DNA» شواهد ښيي چې د چمپانزي او بونونو ډولونه له يو ميلیون کاله څخه هم کم وخت مخکې يو له بل څخه جلا شوي دي (د انساني انواعو او نيندرتال تر منځ د اړيکې په څېر). د ۲۰۱۷ز کال یوه جنياتي مطالعه له ۲۰۰ څخه تر ۵۵۰ زره کلونو پورې مخکې له بونوبو څخه د منځني او ختيځ چمپانزي پلرونه او نيکونو (نسل) پخواني جين بهېدلو (داخلېدل/راجلا کېدو) ښودنه کوي. د چمپانزي لیکه (د نسب ليکه) شا اوخوا شپږ ميليونه کاله څخه مخکې له انساني لیکې د وروستيو شريکو نيکونو څخه جلا شوي دي. له دې امله چې د انساني «سيپينز» پرته هېڅ کوم بل نسل له دې څانګې د انساني ليکې څخه ژوندی نه دی پاتې، د چمپانزي  دواړه انواع د انسانانو تر ټولو نژدې ژوندی پاتې اړوند دی، د انسانانو او چمپانزي نسب شا اوخوا اوه ميلیونه کاله مخکې  له ګوريلا (جينس ګوريلا) څخه جلا شوی دی. د ۲۰۰۳ز کال يوه مطالعه دليل وړاندې کوي چې چمپانزي بايد د انسان په څانګه کې د «هومو ټروګلوډايټس» په توګه شامل کړای شي او «پوهان وايي چې شونې ده ډيری ساينسپوهان به د نوې ډلبندۍ په وړاندې مخالفت وښيي، په ځانګړي ډول احساساتي  شويو او ډېر ځله د انسان پېژندنې په اختلافي ډګر کې».[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

فرعي ډولونه او د نفوس وضعيت[سمول]

د چمپانزي څلور فرعي ډولونه پېژندل شوي دي، د پنځم شونتيا يې هم شته:[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

  • مرکزي چمپانزي يا «tschego » (Pan troglodytes troglodytes)، کوم چې په کامرون، منځنۍ افريقا جمهوريت، استوايي ګينيا، ګبون، د کانګو جمهوريت او د کانګو ديموکراتيک جمهوريت کې موندل کېږي او په ځنګلي سيمو کې يې شا اوخوا ۱۴۰۰۰۰ شمیر کې شته.[۲۰]
  • لويديځ چمپانزي (P. troglodytes verus)، کوم چې په ايوري کوسټ، ګينيا، لايبيريا، مالي، سيريالون، ګني بساو، سينيګال او غانا کې موندل کېږي، تر اوسه يې ۵۲۸۰۰ شمیر کې شته.[۲۱][۲۲]
  • نايجيريا-کامرون چمپانزي (P. troglodytes ellioti همدا راز د P. t. vellerosus په نوم هم پېژندل کېږي)، کوم چې د نايجيريا او کامرون په ځنګلي سيمو کې ژوند کوي، تر اوسه يې له ۶۰۰۰-۹۰۰۰ څخه زيات شمېر کې شته.[۲۳][۲۴][۲۵]
  • ختيځ چمپانزي (P. troglodytes schweinfurthii)، کوم چې د منځنۍ افريقا جمهوريت، سويلي سوډان، د کانګو ديموکراتيک جمهوريت، يوګنډا، راونډا، برونډي، تنزانيا او زمبيا کې موندل کېږي، نژدې ۱۸۰۰۰۰ – ۲۵۶۰۰۰ شمیر يې په ځنګلي يي سيمو کې اوس هم شته.سويل ختيځ چمپانزي «P. troglodytes marungensis»، په برونډي، راوانډا، تنزانيا او يوګنډا کې. «کولن ګروز» دليل وړاندې کوي چې دا يې فرعي ډولونه دي، کوم چې د «P. t. schweinfurthii» د شمالي او سويلي نفوس تر منځ د پوره توپير په پايله کې منځ ته راغلي، خو دا IUCN نه دي تاييد کړي.[۲۶]

جينوم[سمول]

د انسان او چمپانزي «ډي اين ای» سره ډېر نژدې ورته والی لري. د بشري جينوم پروژې له بشپړېدو وروسته د چمپانزي جينوم پروژه پيل شوې وه. د ۲۰۰۳ز کال د ديسمبر په مياشت کې، د دوه جينومونو تر منځ شریک ۷۶۰۰ جينو لومړي تحليل تاييد کړه چې ځينې جينونه، لکه « forkhead-box P2» د تنسيخ عامل (تنسيخ عامل چې په نسل کې د DNA د لړۍ د ساتلو او لېږدولو دنده پر مخ وړي)، کوم چې د خبرو په وده کې ښکېل دی، په انساني نسب کې په تېزۍ سره د تکامل له پروسې تېر شوی دی. د چمپانزي جينوم يوه مسوده نسخه د ۲۰۰۵ز کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه د چمپانزي د ترتيب او تحليل کنسرشيم له خوا خپره شوې وه. [۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. "chimpanzee". Dictionary.reference.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "chimpanzee". Dictionary.reference.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "chimpanzee". Online Etymology Dictionary. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "chimp definition | Dictionary.com". Dictionary.reference.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Corbey, R. (2005). The Metaphysics of Apes: Negotiating the Animal-Human Boundary. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 42–51. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-83683-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Stanford, C. (2018). The New Chimpanzee, A Twenty-First-Century Portrait of Our Closest Kin. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 176. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-97711-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. van Wyhe, J.; Kjærgaard, P. C. (2015). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Going the whole orang: Darwin, Wallace and the natural history of orangutans"]. Studies in History and Philosophy of Science Part C: Studies in History and Philosophy of Biological and Biomedical Sciences 51: 53–63. doi:10.1016/j.shpsc.2015.02.006. PMID 25861859. 
  8. Corbey, R. (2005). The Metaphysics of Apes: Negotiating the Animal-Human Boundary. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 42–51. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-83683-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Stanford, C. (2018). The New Chimpanzee, A Twenty-First-Century Portrait of Our Closest Kin. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 176. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-97711-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Jones, C.; Jones, C. A.; Jones, K.; Wilson, D. E. (1996). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Pan troglodytes"]. Mammalian Species 529 (529): 1–9. doi:10.2307/3504299. 
  11. McBrearty, S.; Jablonski, N. G. (September 2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "First fossil chimpanzee"]. Nature 437 (7055): 105–8. doi:10.1038/nature04008. PMID 16136135. Bibcode2005Natur.437..105M. 
  12. Won, Y. J.; Hey, J. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Divergence population genetics of chimpanzees"]. Molecular Biology and Evolution 22 (2): 297–307. doi:10.1093/molbev/msi017. PMID 15483319. 
  13. Fischer, A.; Wiebe, V.; Pääbo, S.; Przeworski, M. (May 2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Evidence for a complex demographic history of chimpanzees"]. Molecular Biology and Evolution 21 (5): 799–808. doi:10.1093/molbev/msh083. PMID 14963091. 
  14. de Manuel, M.اصطلاحي تېروتنه: ناپېژندل شوې ټکي "etal". (October 2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Chimpanzee genomic diversity reveals ancient admixture with bonobos"]. Science 354 (6311): 477–481. doi:10.1126/science.aag2602. PMID 27789843. Bibcode2016Sci...354..477D. 
  15. (په 20 May 2003 باندې). Chimps belong on human branch of family tree, study says. National Geographic News.
  16. Groves, C. P. (2001). Primate Taxonomy. Washington, DC: Smithsonian Institution Press. د کتاب پاڼي 303–307. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56098-872-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Hof, J.; Sommer, V. (2010). Apes Like Us: Portraits of a Kinship. Mannheim: Panorama. د کتاب پاڼې 114. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-89823-435-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. de Manuel, M.اصطلاحي تېروتنه: ناپېژندل شوې ټکي "etal". (October 2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Chimpanzee genomic diversity reveals ancient admixture with bonobos"]. Science 354 (6311): 477–481. doi:10.1126/science.aag2602. PMID 27789843. Bibcode2016Sci...354..477D. 
  19. Groves, C. P. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Geographic variation within eastern chimpanzees (Pan troglodytes cf. schweinfurthii Giglioli, 1872)"]. Australasian Primatology 17: 19–46. 
  20. کينډۍ:Cite iucn
  21. Heinicke, S.; Mundry, R.; Boesch, C.; Amarasekaran, B.; Barrie, A.; Brncic, T.; Brugière, D.; Campbell, G. et al. (2019). "Advancing conservation planning for western chimpanzees using IUCN SSC A.P.E.S.—the case of a taxon-specific database". Environmental Research Letters 14 (6): 064001. doi:10.1088/1748-9326/ab1379. ISSN 1748-9326. Bibcode2019ERL....14f4001H. https://iopscience.iop.org/article/10.1088/1748-9326/ab1379. 
  22. کينډۍ:Cite iucn
  23. Groves, C. P. (2001). Primate Taxonomy. Washington, DC: Smithsonian Institution Press. د کتاب پاڼي 303–307. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56098-872-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Regional action plan for the conservation of the Nigeria-Cameroon chimpanzee (Pan troglodytes ellioti)". IUCN (په انګلیسي ژبه کي). 2016-01-29. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  25. کينډۍ:Cite iucn
  26. کينډۍ:Cite iucn
  27. Chimpanzee Sequencing and Analysis Consortium (September 2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Initial sequence of the chimpanzee genome and comparison with the human genome"]. Nature 437 (7055): 69–87. doi:10.1038/nature04072. PMID 16136131. Bibcode2005Natur.437...69.. 
  28. Cheng, Z. (September 2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A genome-wide comparison of recent chimpanzee and human segmental duplications"]. Nature 437 (7055): 88–93. doi:10.1038/nature04000. PMID 16136132. Bibcode2005Natur.437...88C.