Jump to content

چاپېریال او ځیرکتیا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د چاپیریال او ځیرکتیا څیړنه دا څیړي چې چاپیریال څنګه په ځیرکتیا اغیزه کوي. له بل پلوه، د انساني ډلو ترمینځ د ادراکي ظرفیت او نورو چارو کې د توپیرونو د پوهیدا لپارهIQ ازموینه خورا مهمو لاملونو څخه ګڼل کیږي. داسې انګیرل کیږي چې جینونه په ماشومتوب کې د هوښیارتیا په برخه کې شاوخوا ۲۰ـ۴۰ سلنه او په لویوالي کې ۸۰ سلنه ونډه لري. د پایلې په توګه چاپېریال او د جینونو سره یې تعامل د کوچنیو ماشومانو په ډلو کې د ځيرکتیا لوړه فیصدي او د بالغانو په ډلو کې لږه فیصدي جوړوي. د ځيرکتیا څېړنیزه ساحه له ډیرې مودې راهیسې د ادراکي فعالیت په پراختیا کې د چاپیریال اغیزې په ګوته کولو کې لیوالتیا لري، په ځانګړې توګه د مایع ځيرکتیا لکه په ۱۶ کلنۍ کې چې د ثبات په وسیله تعریف شوې دي. پر دې حقیقت سربېره، چې عقل د ځوانۍ په لومړیو کې ثبات پیدا کوي، فکر کېږي چې جنیاتي عوامل په منځني او زاړه عمر کې په ځيرکتیا کې ډېر رول لري او د چاپیریال ارزښت نور ختمېږي.[۱]

عصبي تیوري

[سمول]

زموږ عصبي اړیکې په بشپړډول بې توپیره دي کله چې موږ ماشومان یو، نیورونونه له ګاونډیو نیورونونو سره اړیکې جوړوي او د ماشوم د عمر په څېر تر ۱۶ کلنۍ پورې د دې بهیر په درېدو سره ډېرپېچلي او ځانګړي کېږي. دا د هغه څه د رامینځته کیدو موده هم ده، چې د ځيرکتیا د عمومي عامل یا G په نوم هم پیژندل کیږي چې د IQ ازموینې په وسیله اندازه کېږي. بلاغت ته تر رسیدو وروسته، د یوکس IQ په دې باور وي چې په خپل ځای ثابت وي. دا احتمال شته چې د عصبي اړیکو وده په پراخه کچه له چاپېریال سره د متقابل عمل له امله وي، ځکه چې د ټولو ممکنه عصبي اړیکو د کوډ کولو لپاره کافي جینیټکي مواد نشته، حتا که د عصبي ارتباطاتو د کوډ کولو لپاره کافي جنیټیکي مواد وي هم، نو امکان نه لري، چې دوی دومره ښې او منظمې اړیکې جوړې کړي. برعکس چاپېریال د معنا د پروسس لامل کېږي، ځکه چې نیورونونه له وړاندې شویو محرکاتو سره سازښت کوي.[۲]

د مغزو وړتیا د وخت په تېرېدو د چاپېریال له محرکاتو سره د اړیکو د تطبیق لپاره کمېږي او له همدې وجهې باید تعقیب شي، چې د فکري ودې لپاره هم یوه مهمه دوره شتون لري. په داسې حال کې چې د بصري کورټیکس لپاره مهمه دوره د ماشومتوب په لومړیو کې ختمېږي، نورې کورټیک سیمې او وړتیاوې یوه مهمه دوره لري، چې تر بلوغ (۱۶ کلنۍ) پورې دوام کوي او دا د مایع ځيرکتیا د پراختیا لپاره د وخت ورته چوکاټ لري. د دې لپاره چې د یوه کس ځینې فکري وړتیاوې وده وکړي، مخکې له دې چې د نوموړي د عصبي اړیکو د تطبیق مهم وخت پای ته ورسېږي، په ماشومتوب کې د مناسب چاپېریال د محرکاتو چمتو کولو ته اړتیا لري. د ژبې د ودې لپاره یوه مهمه دوره شته، چې په غوره توګه رامنځته شوې ده. دلته یوې قضیې ته اشاره کوو، چې د دې نازکې دورې څرګندونه کوي، اي ایم یو ځوان سړی دی چې کوڼ زېږېدلی و او د کڼو له ټولنې سره یې هیڅ اړیکه نه لرله. هغه په ​​۱۵ کلنۍ کې د اورېدلو وسایل چمتو کړل اوهسپانوي ژبه یې زده کړه. په هر حال ۴ کلونو وروسته بیا هم هغه د لفظي فهم او تولید په برخه کې سختې ستونزې لرلې.[۳]

د چاپېریال اغیزې

[سمول]

ټولنیزې کلتوري

[سمول]

کورنۍ

[سمول]

د کور سرچینو ته لاسرسی او د زده کړو لپاره مناسب چاپیریال د IQ ازموینې نمرو سره مثبت تړاو لري. په هر حال دا ستونزمنه ده، چې ځیني میراثي اړخونه د مور اوپلار له چلند یا د ژبې کارولو څخه جلا کړي، د بېلګې په توګه:[۴]

د دوی په کورنۍ کې د ماشوم عادي دریځ هم پر ځيرکتیا اغېز کوي. یو شمېر څېړنو ښودلې، چې څنګه د زیږون شمېر زیاتیږي،IQ کمیږي، په لومړي ځل زیږیدلي تر ټولو غوره هوښیارتیا لري. د دې لپاره ډیری نظریات وړاندې شوي، مګرډیری وختونه داسې هم انګیر کیږي چې لومړی زیږون د خپلو والدینو څخه ډیر پام او سرچینې ترلاسه کوي او باید په کار کولو تمرکز وکړي، پداسې حال کې چې وروسته زیږیدلي هڅول کیږي چې تر ډيره بریده په ټولنیزو کارو تمرکز ولري.[۵][۶]

د همزولو ډله

[سمول]

جې ار هاریس په خپل کتاب The Nurture Assumption کې استدلال کوي، چې د همزولو یوه ډله د وخت په تېرېدو سره د فرد پرځیرکتیا د پام وړاغېز کوي او ښايي د بېلابېلو همزولو د ګروپ ځانګړنې د تور - سپین IQد تشې لپاره مسؤلې وي. ډېری اوږدمهاله څیړنې ددي فرضې ملاتړ کوي، چې د اکاډمیکولاسته راوړنو لپارههمزولې ډلې یو پر بل د پام وړ اغېزکولای شي؛ مګر ډيرې کمې څیړنې د ادراکي وړتیا پر ازموینو اغېزې ارزولي دي.[۷][۸][۹]

هغه سټیریوټایپونه چې د همزولو ډلو سره تړاو لري چې یو فرد یې پیژني هم په ځیرکتیا اغیزه درلودلای شي. د سټیریوټایپ ګواښ په لومړي ځل د کلاډ سټیل له خوا معرفي شوی، پدې هکله د نوموړي نظردا دی چې په سټیریوټایپ ګروپ پورې اړوند خلک ښايي په داسې حالت کې خراب فعالیت وکړي، چې په ورته سټیریوټائپ پورې تړلی وي. دا د مختلفو توکمونو، نارینه او ښځینه، د ټیټ او لوړ ټولنیز دریځو خلکو او د ځوانو او زړو ګډون کوونکو ترمنځ د ځیرکتیا د ازموینې په نمرو کې د توپیر یو عامل ښودل شوی دی. د مثال په توګه هغه ښځې چې ورته ویل شوي وو، چې په شطرنج کې له نارینه‌‌ وو وروسته پاتې دي د هغو ښځو په پرتله په رښتیا هم په دې لوبه کې بې وړتیا وې، چې دا خبره ورته نه وه شوې. [۱۰]

زده کړه

[سمول]

IQ اوښوونیزې لاسته راوړنې له یو بل سره نږدې اړیکې لري. (د اټکلونو حد یې له ۴۰ څخه تر ۶۰ پورې دی) په هر حال د IQ په اړه دا بحث شتون لري، چې ایا ښوونځي پرځيرکتیا اغېزه لري، دا ښايي د IQ په اړه یو انحصاري او خپلواک متغیر وي. د سیسي(Ceci's) له خوا په یوه څیړنه کې ښودل شوي، چې زده کړه پر ځیرکیتا اغېز کولای شي. په نتیجه کې دا ثابته شوه چې د ښوونځي د اوړي په رخصتیو کې د زده کړوپر وخت IQکمېږي، هغه ماشومان چې په ښوونځي کې په ځنډ سره داخلېږي، دIQ کچه یې ټیټه وي، هغه ماشومان چې مخکې زده کړې پرېږدي، د دوي د IQ کچه هم ټیټه وي او هغه ماشومان چې د ورته عمر لرونکي وي؛ خو یو کال کمه زده کړه لري، دIQکمې نمرې لري. د پایلې په توګه، دا ستونزمنه ده چې د IQ او ښوونځي تر منځ پیچلې اړیکې وپیژندل شي، کوم چې دواړه یو پر بل اغیزه لري.[۱۱][۱۲][۱۳]

هغه ماشومان چې په وړکتوب کې د ځيرکتیا ازموینه  په ښه توګه ترسره کوي، له ښوونځي د وتلو کچه یې ډیره ټیټه وي، د دې اټکل شته چې د لیسې نورپاتی‎ ټولګي هم په بریالیتوب سره پاتی ته ورسوي. د مثال په ډول یوې لویې څېړنې دا موندلې چې‎ ځيرکتیا یا جي فکتور او د جي سي ایس اي GCSE)) پایلو ترمنځ د ۰،۸۱ اړیکه شتون لري. له بلې خوا ښودل شوې، چې زده کړه د ځيرکتیا په ازموینو کې ښه وده کوي. ښوونه او روزنه د IQ عمومي نمرې لوړوي پداسې حال کې چې په عمومي ځیرکتیا هیڅ اغیز نلري، د څیړنې له مخې چې د ماشومتوب IQ کنټرولوي او د ښوونځي د کلونو زده کړې د لامل متغیر په توګه چلند کوي.[۱۴][۱۵][۱۶]

روزنه او مداخلې

[سمول]

د درملنې موثریت او تر کومه حده چې ځیرکتیا وده کولی شي ، په ځانګړي توګه له ۱۶ کلنۍ  وروسته ، د پام وړ بحث موضوع ده. ځیرکتیا په عموم کې طبیعي ګنل کیږي چې د بلوغ نه ورسته نه بدلیدونکی حالت لري. په هر حال یوه وروستۍ مقاله ښیي، چې  ځیرکتیا تر یوې مودې پورې د بالغانو د کار په زیاتوالي کې د روزنې په وسیله وده کولای شي.[۱۷]

سرچينې

[سمول]
  1. Deary, Ian J (2001). Intelligence: a very short introduction. Oxford: Oxford University Press.
  2. Garlick, D. (2002). "Understanding the nature of the general factor of intelligence: the role of individual differences in neural plasticity as an explanatory mechanism". Psychological Review. 109 (1): 116–136. doi:10.1037/0033-295x.109.1.116. PMID 11863034.
  3. Grimshaw, Gina M.; Ana Adelstein; M. Philip Bryden; G. E. MacKinnon (1998). "First-Language Acquisition in Adolescence: Evidence for a Critical Period for Verbal Language Development" (PDF). Brain and Language. 63 (2): 237–255. doi:10.1006/brln.1997.1943. PMID 9654433. S2CID 4988672. خوندي شوی له the original (PDF) on 2015-04-29. بياځلي په 2022-06-12. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  4. Neisser, U.; Boodoo, G.; Bouchard Jr, T.J.; Boykin, A.W.; Brody, N.; Ceci, S.J.; Halpern, D.F.; Loehlin, J.C.; Perloff, R.; Sternberg, R.J.; Others, (1998). "Intelligence: Knowns and Unknowns". Annual Progress in Child Psychiatry and Child Development 1997. Retrieved on 2008-03-18.
  5. Pfouts, Jane H (1980). "Birth Order, Age Spacing, IQ Differences and Family Relations". Journal of Marriage and Family. 42 (3): 517–531. doi:10.2307/351896. JSTOR 351896.
  6. Dweck, Carol (1999). "Caution - Praise can be dangerous" (PDF). Federation of Teachers.
  7. Kindermann, Thomas A (1993). "Natural peer groups as contexts for individual development: The case of children's motivation in school". Developmental Psychology. 29 (6): 970–977. doi:10.1037/0012-1649.29.6.970.
  8. Sacerdote, B. (2001-05-01). "Peer Effects with Random Assignment: Results for Dartmouth Roommates" (PDF). The Quarterly Journal of Economics. 116 (2). Oxford University Press: 681–704. doi:10.1162/00335530151144131. ISSN 0033-5533.
  9. Robertson, Donald; Symons, James (2003). "Do Peer Groups Matter? Peer Group versus Schooling Effects on Academic Attainment". Economica. 70 (277): 31–53. doi:10.1111/1468-0335.d01-46. S2CID 154498828. SSRN 388214.
  10. Maass, Anne; D'Ettole, Claudio; Cadinu, Marra (2008). "Checkmate? The role of gender stereotypes in the ultimate intellectual sport" (PDF). European Journal of Social Psychology. 38 (2): 231–245. doi:10.1002/ejsp.440. خوندي شوی له the original (PDF) on 2012-11-20. بياځلي په 2012-12-05. {{cite journal}}: More than one of |archivedate= and |archive-date= specified (help); More than one of |archiveurl= and |archive-url= specified (help)
  11. Johnson, W; Deary, I.J.; Silventoinen, K.; Tynelius, P.; Rasmussen, F. (2010). "Family background buys an education in Minnesota but not in Sweden". Perspectives on Psychological Science. 21 (9): 1266–1273. doi:10.1177/0956797610379233. PMC 2939922. PMID 20679521.
  12. Neisser, U.; Boodoo, G.; Bouchard Jr, T.J.; Boykin, A.W.; Brody, N.; Ceci, S.J.; Halpern, D.F.; Loehlin, J.C.; Perloff, R.; Sternberg, R.J.; Others, (1998). "Intelligence: Knowns and Unknowns". Annual Progress in Child Psychiatry and Child Development 1997. Retrieved on 2008-03-18.
  13. Ceci, S. J.; Williams, W. M. (1997). "Schooling, Intelligence, and Income" (PDF). American Psychologist. 52 (10): 1051–1058. CiteSeerX 10.1.1.679.4524. doi:10.1037/0003-066x.52.10.1051. خوندي شوی له the original (PDF) on 2013-10-14. بياځلي په 2022-06-12.
  14. Deary, Ian J; Steve Strandb; Pauline Smithc; Cres Fernandesc (2007). "Intelligence and Educational Achievement". Intelligence. 35 (1): 13–21. doi:10.1016/j.intell.2006.02.001.
  15. Ritchie, S. J.; Bates, T. C.; Deary, I. J. (2015). "Is Education Associated With Improvements in General Cognitive Ability, or in Specific Skills?". Dev Psychol. 51 (5): 573–82. doi:10.1037/a0038981. PMC 4445388. PMID 25775112.
  16. Neisser, U.; Boodoo, G.; Bouchard Jr, T.J.; Boykin, A.W.; Brody, N.; Ceci, S.J.; Halpern, D.F.; Loehlin, J.C.; Perloff, R.; Sternberg, R.J.; Others, (1998). "Intelligence: Knowns and Unknowns". Annual Progress in Child Psychiatry and Child Development 1997. Retrieved on 2008-03-18.
  17. S. Jaeggi et al. Improving Fluid Intelligence with training on working memory. The Proceedings of the National Academy of Sciences. 2008