چاپېريالي تنزيل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


چاپېریالي تنزيل د سرچينو، لکه: د هوا، اوبو او خاورې کيفيت، د ايکوسيستم ويجاړي، د استوګنځای ويجاړي، د وحشي حيواناتو له منځه وړنې او ککړتيا د تخليې يا کمزوري کېدو په واسطه د چاپېريال ويجاړېدنه ده. دا چاپېریال ته د هر ويجاړونکي يا نامطلوب بدلون يا مزاحمت په توګه تعريفېږي. [۱]

چاپېریالي تنزيل يو له لسو ننګونو نه دی، چې د ملګرو ملتونو د ننګونو او بدلونونو د لوړې کچې بورډ په واسطه ورته په رسمي ډول پام شوی دی. د افت د کمولو لپاره د ملګرو ملتونو نړيواله کړنلاره چاپېریالي تنزيل په دې ډول راپېژني: د چاپېریال د ظرفيت لږوالی چې ټولنيزو او ايکولوژيکي موخو او اړتياوو تر لاسه کولو کې پاتې راځي. چاپېریالي تنزيل په زياتو ډولونو کې راځي. کله چې طبيعي استوګنځايونه ويجاړ شوي وي يا طبيعي سرچینې کمزورې شوې يا تخليه شوې وي، دا معنا چې چاپېریال تنزيل کړی دی. د دې ستونزې پر وړاندې هڅو کې چاپېریالي ساتنه او د چاپېریالي سرچينو تنظيم شاملېږي. [۲]

ساينسپوهان ادعا کوي چې، د انسان فعاليت ځمکه په شپړمې کتلې وژونکې پېښې بدله کړې ده. د بيولوژيکي توپير له لاسه ورکولو، په ځانګړي ډول د انسانانو د نفوس زیاتوالي کې او د انساني نفوس پر له پسې وده او د نړۍ د شتمنو په واسطه يې د طبيعي سرچينو زيات مصرف ونډه لرلې ده. د وحشي حيواناتو ژوند نړيوال صندوق (World Wildlife Fund) د ۲۰۲۰ز کال يو راپور وموندل چې: د انسان فعاليت په مشخص ډول زيات مصرف، د وګړو زياتوالی يا وده او سختې کرنې له ۱۹۷۰ ز راهيسې د فقاريه وحشي حيواناتو ژوند ۶۸% ويجاړ کړی دی. د بيولوژيکي توپير او ايکوسيستم خدمتونو باندې د نړيوالې پانګې اچونې راپور (Global Assessment Report) په ۲۰۱۹ ز کې د ملګرو ملتونو د IPBES (د بيولوژيکي توپير او ايکوسيستم خدمتونو په اړه د بين الحکومتي ساينس – پاليسۍ کړنلاره: Intergovernmental Science – Policy Platform on Biodiversity and Ecosystem Services) خپره شوه. ذکر شوي راپور ثابتول چې لږ تر لږه د نباتاتو او حيواناتو يو ميليون نوعې د انساني سببونو له امله له منځه تللو سره مخامخ دي. دا سببونه لکه: پراخېدونکې انساني ځمکه د زياتې کب نيونې تر څنګ، د صنعتي زراعت او د کورنيو حيواناتو د روزنې لپاره کارول کېږي. [۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

له۰۰۰ کلونو پخوا نه راپدېخوا چې زراعت رامنځته شوی دی، انسانانو د ځمکې د سطحې نږدې ۷۰% د زرغونوالي د نيمايي کمښت په نړيوالې بيولوژيکي کتلې سره بدله کړې ده او ځمکنی حيواني ټولنې په بيولوژيکي توپير (تنوع زيستی) کې په اوسط ډول له ۲۰% نه زيات کموالی ګوري. د ۲۰۲۱ ز کال يوه څېړنه وايي چې: د ځمکنۍ سطحې د نباتاتو يوازې ۳% په ايکولوژيکي او رب النوعي ډول د اصلي حيواني انواعو په روغ رمټ نفوس سره مطلوبې سيمې او او غير انساني نښو ته لږ بشپر دي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د انساني ژوند او ښې اوسېدنې لپاره د دې ضايعاتو يا له لاسه ورکوونو پايلو جدي علاقې راپورته کړې دي. کرنيزې څانګې يا سکتور ته په پام سره د بېلګې په ډول د خوړو او کرنې لپاره د نړۍ د بيولوژيکي توپير حالت (The State of the World’s Biodiversity for Food and Agriculture) چې په ۲۰۱۹ زکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په واسطه خپور شو بيانوي چې: «هېوادونه راپور ورکوي چې زيات هغه انواع چې د ګرده افشانۍ، د وبا (طاعون)، طبيعي دښمنانو، د خاورې موجوداتو او د وحشي خوړو انواعو په ګډون د حياتي ايکوسيستم خدمتونو ته مرسته کوي، د استوګنځايونو د ويجاړۍ او تنزيل، زياتې په کار اچونې، ککړتيا او نورو ګواښونو د پایلو په توګه په نفې کې دي» او دا چې:«کليدي ايکوسيستم چې خوړو او کرنې ته د تازه اوبو د رسولو، د خطراتو پر وړاندې د ژغورنې او لکه د کب او ګرده افشان انواعو په  ګډون د استوګنځي زېرمې يو شمېر اړين خدمتونه سرته رسوي، چې د له منځه تللو او زوال وړ دي. [۱۵][۱۶]

د اوبو تنزيل[سمول]

د چاپېریالي تنزيل يوه ستر عنصر په ځمکه باندې د تازه اوبو د سرچينو خلاصېدل يا کمزوري کېدل دي. د ځمکې پر سطحه د ټولو اوبو نږدې 2.5% يې تازه اوبه دي، چې نورې ټولې يې مالګينې دي. د ذکر شوو تازه اوبو 69% د انترکتيکا او ګرينلېنډ په يخونو کې ګنګل دي. نو د 2.5% تازه اوبو يوازې 30% يې د ګټې اخيستنې لپاره د لاسرسي وړ دي. تازه اوبه په استثنايي ډول يوه مهمه سرچينه ده، چې د ځمکې پر مخ ژوند ورپورې تړلی دی. اوبه د بايوسفير په طبقه کې د ژوند ټولو بڼو ته غذايي مواد، مینرالونه او کيمياوي مواد لېږدوي، چې نباتات او حيوانات دواړه رانغاړي او د ځمکې سطحې ته په لېږدونې او د موادو په بې ځايه کوونې سره شکل او قالب ورکوي. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د تازه اوبو درې سترې کارونې د اوبو د 95% مصرف دليل دی؛ نږدې 85% تازه اوبه د کرنيزې ځمکې د خړوبولو، ګولف دورو او پارکونو لپاره مصرفيږي. 6% تازه اوبه د کورنيو موخو، لکه: د کور دننه مينځلو او له کوره د باندې باغچې او چمنونو لپاره کارول کېږي او 4% يې د صنعتي موخو، لکه: processing، مينځلو او په توليدي مرکزونو کې د يخولو لپاره مصرفېږي. اټکل شوي دي چې په ټوله نړۍ کې په هرو درېيو تنو کې يو يې وار له مخه د اوبو له کمښت سره مخامخ کېږي. د نړۍ د نفوسو نږدې يو پر پينځمه برخه د فزيکي اوبو کمښت په سيمو کې اوسېږي او د نړۍ د نفوسو څلورمه برخه په يو مخ پر وده هېواد کې اوسېږي چې د لاسرسي وړسيندونو نه د اوبو د کارونې د اړين ساختمان او تنظيم کمښت لري. د اوبو کمښت د نفوسو د ودې، د ښاريتوب زياتوالي، د ژوند لوړولو معيارونو او اقليمي بدلونونو په ګډون د راتلونکو زيآتو اټکل شوو مسئلو له امله يوه زياتېدونکې ستونزه ده. [۲۱]

اقليمي بدلون او د تودوخې درجه[سمول]

اقليمي بدلون د ځمکې د اوبو سرچينه په ګڼ شمېر طريقو اغېزمنولی شي. اټکل شوې ده چې په راتلونکو کلونو کې به د يو شمېر قوو د اغېزو له امله د نړيوالې تودوخې درجه پورته ولاړه شي. د اتموسفير کاربن ډای اکسايد کميت به لوړ شي او دا دواړه به د اوبو سرچینې اغېزمنې کړي. تبخير په پياوړي ډول د تودوخې په درجې او د لندبل(رطوبت) په لاسرسی پورې اړه لري، چې کولی شي، په نهايي ډول د لاسرسي وړ اوبو اندازه اغېزمنه کړي چې د ځمکې د سطحې اوبو سرچينې بيا ډکې او بشپړې کړي.

د نباتاتو خوله کېدنه په کاربن ډای اکسايد کې د زياتوالي په واسطه اغېزمنېدلی شي، چې د دوی د اوبو کارونه کمولی شي، مګر د پاڼې برخې له ممکنه زياتوالي نه د دوی د اوبو کارونه لوړولی شي. د تودوخې لوړوالی په ژمي کې د واورې موسم کمولی شي او د واورې د ويلي کېدلو غلظت زياتولی شي، چې د خاورې رطوبت، سيلاب او وچکالۍ خطرونه او په سيمه باندې د متکي زېرمې ظرفيتونه اغېزمنوي. [۲۲]

د معتدله ژمي د حرارت درجې په واورې کې د کموالي سبب کېږی، چې د اوړي په جريان کې د لږو شوو اوبو سرچينو کې پايله لرلی شي. دا په ځانګړي ډول په منځنيو پراخو او غرنيو سيمو کې اړين دي، چې په کنګل شوي زياتوالي باندې تکيه کوي چې خپل د سيند سيستمونه او د ځمکې د سطحې اوبو سرچينې بيا ډکې کړي. د دې سيمو جوړول په زياتېدونکي ډول د وخت په تېرېدو، د اوبو زېرمو ته حساس دي. د تودوخې په درجه کې زياتوالی به په اړين ډول په اوړي کې له طبيعي يخچالونو نه د اوبو په ويلې کېدنې کې د يوه تېز لوړوالي پايله ولري، چې په طبيعي يخچالونو کې د يوه شاته تګ په واسطه او په ويلي کېدنه کې د کموالي په واسطه او بالاخره په کلني ډول د طبيعي يخچالونو د پرله پسې کوچني کېدلو له امله د اوبو سرچينې په واسطه تعقيبېږي. [۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. Johnson, D.L., S.H. Ambrose, T.J. Bassett, M.L. Bowen, D.E. Crummey, J.S. Isaacson, D.N. Johnson, P. Lamb, M. Saul, and A.E. Winter-Nelson. 1997. Meanings of environmental terms. Journal of Environmental Quality 26: 581–589.
  2. "ISDR : Terminology". The International Strategy for Disaster Reduction. 2004-03-31. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Kolbert, Elizabeth (2014). The Sixth Extinction: An Unnatural History. New York City: Henry Holt and Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0805092998. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ripple WJ, Wolf C, Newsome TM, Galetti M, Alamgir M, Crist E, Mahmoud MI, Laurance WF (13 November 2017). "World Scientists' Warning to Humanity: A Second Notice". BioScience. 67 (12): 1026–1028. doi:10.1093/biosci/bix125. Moreover, we have unleashed a mass extinction event, the sixth in roughly 540 million years, wherein many current life forms could be annihilated or at least committed to extinction by the end of this century. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Pimm, S. L.; Jenkins, C. N.; Abell, R.; Brooks, T. M.; Gittleman, J. L.; Joppa, L. N.; Raven, P. H.; Roberts, C. M.; Sexton, J. O. (30 May 2014). "The biodiversity of species and their rates of extinction, distribution, and protection" (PDF). Science. 344 (6187): 1246752. doi:10.1126/science.1246752. PMID 24876501. S2CID 206552746. The overarching driver of species extinction is human population growth and increasing per capita consumption. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ceballos, Gerardo; Ehrlich, Paul R.; Dirzo, Rodolfo (23 May 2017). "Biological annihilation via the ongoing sixth mass extinction signaled by vertebrate population losses and declines". PNAS. 114 (30): E6089–E6096. doi:10.1073/pnas.1704949114. PMC 5544311. PMID 28696295. Much less frequently mentioned are, however, the ultimate drivers of those immediate causes of biotic destruction, namely, human overpopulation and continued population growth, and overconsumption, especially by the rich. These drivers, all of which trace to the fiction that perpetual growth can occur on a finite planet, are themselves increasing rapidly. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په September 9, 2020 باندې). Humans exploiting and destroying nature on unprecedented scale – report. The Guardian.
  8. (په May 6, 2019 باندې). Humans Are Speeding Extinction and Altering the Natural World at an 'Unprecedented' Pace. The New York Times.
  9. (په March 15, 2019 باندې). The Rapid Decline Of The Natural World Is A Crisis Even Bigger Than Climate Change. The Huffington Post.
  10. (په May 6, 2019 باندې). Human society under urgent threat from loss of Earth's natural life.
  11. Bradshaw, Corey J. A.; Ehrlich, Paul R.; Beattie, Andrew; Ceballos, Gerardo; Crist, Eileen; Diamond, Joan; Dirzo, Rodolfo; Ehrlich, Anne H.; Harte, John; Harte, Mary Ellen; Pyke, Graham; Raven, Peter H.; Ripple, William J.; Saltré, Frédérik; Turnbull, Christine; Wackernagel, Mathis; Blumstein, Daniel T. (2021). "Underestimating the Challenges of Avoiding a Ghastly Future". Frontiers in Conservation Science. 1. doi:10.3389/fcosc.2020.615419. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په January 15, 2021 باندې). The planet is dying faster than we thought. Live Science.
  13. (په April 15, 2021 باندې). Just 3% of world's ecosystems remain intact, study suggests. The Guardian.
  14. Plumptre, Andrew J.; Baisero, Daniele; et al. (2021). "Where Might We Find Ecologically Intact Communities?". Frontiers in Forests and Global Change. 4. doi:10.3389/ffgc.2021.626635. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. The State of the World's Biodiversity for Food and Agriculture (PDF). Rome: FAO. 2019. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-5-131270-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. In brief − The state of the World's Biodiversity for Food and Agriculture (PDF). FAO. 2019. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Alt URL
  17. Warner, K.; Hamza, H.; Oliver-Smith, A.; Renaud, F.; Julca, A. (December 2010). "Climate change, environmental degradation and migration". Natural Hazards. 55 (3): 689–715. doi:10.1007/s11069-009-9419-7. S2CID 144843784. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 27 February 2018 باندې). In Africa, War Over Water Looms As Ethiopia Nears Completion Of Nile River Dam. NPR.
  19. ”Water.” Archived 2011-12-06 at the Wayback Machine. Climate Institute. Web. Retrieved 2011-11-03.
  20. Young, Gordon J., James Dooge, and John C. Rodda. Global Water Resource Issues. Cambridge UP, 2004.
  21. Frederick, Kenneth D., and David C. Major. “Climate Change and Water Resources.” Climatic Change 37.1 (1997): p 7-23.
  22. Ragab, Ragab, and Christel Prudhomme. "Soil and Water: Climate Change and Water Resources Management in Arid and Semi-Arid Regions: Prospective Challenges for the 21st Century". Biosystems Engineering 81.1 (2002): p 3-34.
  23. ”Water.” Archived 2011-12-06 at the Wayback Machine. Climate Institute. Web. Retrieved 2011-11-03.