چاپیریالی روغتيا ساتنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محیطی حفظ الصحه[سمول]

داچی محیطی حفظ الصحه دمحـــیط سره زیات ارتباط لری نوددی لپاره بایددهرڅه دمخه محیط وپیژنو. محیط : دټولوخارجی تاثیراتومجموعه اودژوندحالت چی دانسان په شمول ارګانیزمونه هم متاثره کوی دچاپیریال په نوم یادیږی.په بله وینا محیط دهغه خارجی فکټورونومجموعه ده چی یوژوندی موجود یی احاطه کړی وی. ایکالوژی:دهغه علم څخه عبارت دی چـــی دژوندیوموجـوداتواړیکی دهغوی دمحیط سره ترڅیړنی لاندی نیسی.

دمحيط ډولونه[سمول]

۱ــ ژوندی محیط ۲ــ غیرژوندی محیط چی په ژوندی محیط کی حیوانات،نباتات،اوانسانان اوپه غیرژوندی محیط کی خاوره،هوا اوبه،اولمریزه انرژی شامل دی.

یامحیطی حفظ الصحه:Environmental health

دټولوهغه فزیکی،بیولوژیکی اوکیمیاوی پروسـودکـــنټرول څخه بحث کوی چی دانسان په صحت،فعالیت اوانسانی ټولنه مستقیم اوغیرمســـــــتقیم اغیزې کوی

روغتيا[سمول]

روحی،روانی جسمی اواجتماعی پوره ښه والی ته روغتیا وایی.

چاپیریالی روغتيا یامحیطی حفظ الصحه په دوه ډوله[سمول]

۱ ــ کورنۍ حفظ الصحه ۲ ــ سیمه اییزه حفظ الصحه په کورنۍ حفظ الصحه کی دکورپاکی اونظافت،په مصوًنه توګه دکثافاتوځای پرځای کول ،په کورکی دمضره حشراتومخنــــیوی کول اودکورپه داخل کی دحیواناتوسمه روزنه ده. اوپه سیمه ییزه یادکورڅخه دباندی حفــــــظ الصحه کی دکورڅخه دباندی دکثافاتوځای پر ځای کول،دولاړو اوبوله منځه وړل اودپاکواوبوبرابرول دی

دچاپیریالی روغتیا یا حفظ الصحی اهداف[سمول]

دحفظ الصحی اهداف دوه دی. ۱ ــ دناوړه خطراتو کموالی. ۲ ــ دیوی سالمی حفظ الصحی په لورتګ. چی په پورته فعالیتونوکی دنظارت لاندی موارد شامل دی. « یوه ښه اومحفوظه اب رسانی « دجامدواومایع کثافاتوسالم انتشار « دصحی غذایی موادوتهیه « دافاتوکنټرول « فردی حفظ الصحه « صحی اوسالم کور « دمحیطی حفظ الصحی په باره کی ښه تعلیم اوتربیه دنړۍ اکثره مشکلات دمحیط سره رابطه لری چی دنمونی په ‌ډول یی څوانتانی ناروغی پیژنو

دانتاني ناروغیوتاریخچه[سمول]

داناروغۍ له ډیری پخوازمانی څخه پیژندل شویدی مګردامعـــــــلومه نه وه چی دڅه شی سره اړیکی لری.یعنی لاملونه یی څرګند نه وو. لمړی داسی فکرکیده چی ددی ناروغیولامل زیان رســـوونکی ګازونه دی.مګرپه ۱۶ مه پیړۍ کی Dr fracastro داسی نظر څرګند کړ چی نوموړی ناروغــــی له ناروغ انسان څخه روغ انسان ته انتقالیږی. اوددی ناروغیودلیږد په اړه یی داسی وویل چی داناروغۍ نیغ په نیغه دناروغ انسان څخه دهوااوکوردسامان الاتوپه واسطه روغ انسان ته انتقالیږی. په ۱۸ مه پیــــړۍ کی المانی پوه کراچرKrachr داسی فکروکړچی ددی ناروغیولامــــل یوکوچنی ژوندی موجوددی. خودانتانی ناروغیوپه اړه ډیری ارزښــتناکی څیړنی دفرانــــسوی پوه Pasture اورابرت هوک په واسطه ترسره شوی.دوی ثابتـه کړه چی یوژونـــدی ارګانیزم په کوربه یاHost کی دناروغی لامل کیږی. دامایکروارګانیزم کیدای شی چی بکټیریا،وایروس،فنـګس،ریکټیــــسیا،پروتوزوا اوداسی نوروی. دلامل په بنسټ داناروغۍ دبکټیریایی،وایروسی،فنګــسی اوپروتوزوایی ناروغیو په نوم یادیږی. اوثابته شوه کله چی داناروغۍ دکوربه وجودته دننه شی د کوربه دفاعی ځواک فعـالیږی.

دانتانی ناروغۍ تعریف[سمول]

دهغه ناروغیوڅخه عبارت دی چی دیوژوندی ارګانیزم په واسطه کلینیکی نښی نښانی او فزیولوژیکی بدلونونه دکوربه عضویت کی رامنځته کیږی. انتان تعریف: انتان هغه ارګانیزم ته ویل کیـــږی چی دکوربه په انــساجوکی دپاتی کــیدلوځواک ولری.

انتان په دوه ډوله دی. ۱ ــ پتوجن ۲ ــ غیرپتوجن پتوجن: هغه مایکروارګانیزم ته ویل کیږی چی دناروغی لامل کیږی. غیرپتوجن:هغه مایکروارګانیزمونه دی چی له کوربه سره ډول ډول اړیکی پیــداکوی.او انتان ددری ۳ فکټورونوله امله رامنځته کیږی. ۱ ــ پتوجن پتوجن ۲ ــ کوربه ۳ ــ چاپیریال کوربه محیط دانتانی ناروغیوڅخه یوڅویی ترمطالعی لاندی نیسو.

ملاریا Malaria[سمول]

ملاریایوه پروتوزوایی ناروغی ده چی دپلازمودیم پواسطه رامنـــځته کیږی.اودښـــــځینه انافیل غوماشی پواسطه له ناروغ انسان څخه روغ انسان ته انتقالیږی.

دپلازمودیم ډولونه[سمول]

۱ ــ پلازمودیم اووالی ۲ ــ پلازمودیم ملاریا ۳ ــ پلازمودیم واواکس ۴ ــ پلازمودیم فلیسپارم ۵ ــ پلازمودیم نولیسی دملاریا دناروغۍ نوم له خرابی هوا څخه اخیستل شوی دی.چی دهـــغواړیــــکوشتون ته اشاره ده چی دناروغۍ اوهواترمنځ موجودی دی.

داناروغی دلمړی ځل لپاره له حیواناتوڅخه انسانانو اوبیا دانسانانوپواســطه ټولی نړۍ ته خپره شویده. ملاریا په انسانانوکی له هغه غوره پرازیټی ناروغیـوڅخه ګـــڼل کیږی چی په بیلابـــــیلو هیوادونو کی له ۱ ـــ۳ فیصده وګړو پوری پری اخته کیږی. او۴۰٪ دنړۍ نفوس ددی ناروغی دخطرسره مخامخ دی. او په منـــــځنۍ کچـــه هرکال له یومیلیون څخه دری میلیونو۱ ـــ۳ پوری مړینه منــځته راوړی.

محرقه[سمول]

دمرض لامل یی دSalmonella typhi په نوم بکټیریا ده.

دناروغۍ نښی نښانی[سمول]

په لمړی پړاویعنی د۱ــ ۲ اونیو وروسته زیاته تبه،کمزورتیا،ستومانتیا،دستونی تخریش،د جلدبخار،بطنی دردونه اوقبضـیت چی عموماَ دناروغی داخته کیدلوڅخه یوه هفته وروسته منځته راځی. دوهم پړاو: که تداوی نه شی نودوامداره زیاته تبه،نس ناستی،قبضیت اودوزن کمیدل منځ ته راوړی. دریم پړاو اودریمه اونۍ:ستومانتیا،عدم تحرک اودسترګونیمه پټوالی لیدل کیږی.

دناروغۍ لاملونه[سمول]

ککړخواړه،چټــــلې اوبه اوداخته کسانوسره نږدی تمـــاس دمحرقی دناروغی لاملونه دی.

دمحرقی ناروغی وقایه[سمول]

دواکسین پواسطه وقایه کیږی.

دEbola ناروغۍ[سمول]

{{. ویروس ابولا]] داهغه وایروس دی چی ارثی منشاء یی R N A ده.اوپه هرودوه ســاعتــونو کی دوه چنـده کیږی. نوموړی ناروغۍ دامریکا دکانګودحوزی څخه سرچینـه اخیستی ده.ویل کیـــــږی چی دا ناروغی له بیزوګانوڅخه انسان ته انتقال شویده. د ایبولاناروغی پیښی په ۱۹۷۶ م کال کی په سوډان اوکانــــــګوکی ولیدل شــوی چی بیا وروسته دکانګود Ebola دسیند په غاړه کلیوکی په پراخه کچــه پیښه شوه چی له همـدغه ځایه یی دانوم واخیسته.

دخوړوتسمم یاFood poisoning[سمول]

ټولی هغه ناروغۍ چی دککړوخوړوله امله منځـــــــــــته راځــی کیدای شی هغه خوارړه دانتان یازهرجنوخوړوپه واسطه ککړی شوی وی. یوشمیرنورارګانیک اوغیرارګانیک یعنی عضـــــــوی اوغیرعضوی موادچی انتـــــــانی منشاء نه لری هم کیدای شی چی دخوړودکــکړیدولامل شی اوپه پایله کی تســـــمم منځته راوړی.

شجلوسس[سمول]

دکولمویوه بیړنۍ انتانی التـــــهابی ناروغی ده.چی دشجیلادبکټیریاله امله منځته راځی که څه هم دی ناروغۍ ته Bacillary dysentery هم وایی خوګــڼ شمیر ناروغان یی اوبلن اسهال لری اوپه Dysentery باندی نه اخته کیږی. په صنعتی هیوادونوکی دناروغۍ شدیدشــکل دومره زیات نه دی خوپه پرمختیایی هیوادو کی دناروغۍ شدیدشکل حتی دوژونکی ډیزنټری سره مخامخ کیږی. هرکال په نړی کی ۱۶۵ میلیونه وګړی په دی ناروغۍ باندی اختـه کیږی.چی ددی جملی څخه ۱۰۰ میلیونه په پرمختیایی او۶۵ میلیونه یی په صنعتی هیوادونوکی رامنځته کیږی. اوتقریباَ ۱ یومیلیــون مړینه منځته راوړی.اومړینه یی په هغه ماشومانوکی زیاته وی چی عمر یی له ۵ کالوڅخه کم وی.

امیبازسس Amoebasis[سمول]

دکولمویوه پروتوزوایی ناروغی ده چی دامیبازس انت امیــــبا هستالوتیکاAnt amoeba histalotica په واسطه چی ۹۰٪ ناروغان یی عرضــی او۱۰٪ نور یی کلینیکی نــــښی لری.چی کیدای شی له یوخفیف اسهال څخــــه ترشدیدی ډیزینـــــټرۍ پوری ورسیــــږی. دناروغۍ لامل دخولی له لاری داخلیږی چی دسست Cyst په شکل وی اوداسست خواړه لاسونه او اوبه ککړوی. همدارنګه مچان اویوشمیرحشرات دمیخانیکی وکتورپه ډول سره استعمالولای شی.

ککړتیا (Pollution)[سمول]

دمحیط ککړتیا یاناپاکي دککړوونکو(Pollution) دخپریدلوله امله دهري عملي یاسرچیني څخه دچاپیریال هري برخي ته دمحیط دککړتیا په نوم سره یادیږي یادخاوري هوااواوبوپه کیمیاوي،فزیکي اوبیولوژیکي حالت کي غیرمساعدبدلون ته ککړتیاویل کیږي چي دانساني اوطبعي پیښوله کبله منځ ته راځي دبشري ټولني پرمختګ اوتخنیکي وسایلوتوسعه اوپه ټولنه کي دنفوسوزیات والي هغه وسایل دي چي دچاپیریال ککړتیا منځ ته راوړي ککړتیا دطبعي چاپيریال سره دګرد،غبار،لوګیو اویوشمیر نوروزیانمنوتوکوله یوځای کیدوڅخه منځ ته راځي چي په ډیر قوي ډول دچاپیریال دایکوسیستم دزیانونو لامل ګرځي دچاپیریال ککړتیا دککړه وونکو موادو څخه منځ ته راځی دچاپیریال ګرد اوغبار زمونږپه هیواد کي کلونه راهیسي موجود دي چي مرګوني ناروغۍ اوځیني نورصحي نیمګړتیا وي رامنځته کوي.په همدي خاطر څومره چي زرکیدای شي باید چي مخه یی ونیول شي یوي ساینسي څیړني په ډاګه کړي ده چي په نړي کي څلویښت فیصده مړینه دنا پاکي هواله امله رامنځ ته کیږي،ډیویډ فیمن عالم وایی چي موږداوبو،خاوري اوصوت ډول ډول ستونزي لرو چي هغه زمونږپه ټولنه کي دکوچنیانودخوارځواکۍ لامل ګرځي. دنړي تقریبآ ۶.۵ میلونه نفوس د۵.۲ میلونه نفوس په پرتله په سویې تغذیې باندي اخته دي ،همدارنګه یوي بلي طبي څیړني په ډاګه کړي ده چي .

نژدي دنړۍ نیمه برخه خلک په ښارونو کي ژوند کوي چي اکثره یې دناروغیودمخنیوي پروګرامونو څخه پاتي اودایپډیمیک ناروغیو لکه شري اوزکام سره مخامخ دي. دنړۍ ۱.۲میلونه خلک دناپاکه اوبوله کارولوسره مخ دي چي دټولو انتاناتو ۸۰ فیصده جوړه وي چي ددغوناپاکواوبو دکاروولو څخه ۱.۲ میلونو څخه تر ۲.۷ میلونو پوري خلک دملاریا دماشي دانتقال له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي ،همدارنګه ۳میلونه خلک دهوادککړتیاله امله ژوندله لاسه ورکوي. دکیمیاوي توکو اولوګي له امله دهواچټیلیدل په کال کي ۳میلونه خلک وژني چي په دي کي ۳میلونه ټنه توکسین دچاپیریال له خوا چوړیږي چي دسرطان ،بل شکله زیږون ،ددفاعي سیستم زیانمنتوب اونورو ډول ډول روغتیایي ستونزولامل ګرځي.

ککړه ونکي (Pollutants)[سمول]

ککړه ونکي دهغه موادو څخه عبارت دي چي په چاپیریال کي دانسان پرصحت اودژوندپر کیفیت باندي ناوړه اغیزه لري اوهمدارنګه دایکو سیستم دطبعي دندو مخنیوي اومزاحمت کوي دککړتیا ډیر علتونه شته،دنفوسو ګړندۍ وده ،دخلکومهاجرت دکلیو څخه ښارونو ته ،دصنعت پراختیا،اودحمل اونقل وسایلوزیاتیدل ،دهغي عمده علتونه اوسببونه دي.

دککړتیا ډولونه[سمول]

(Types of pollution)

ککړتیا په عمومي ډول سره په لاندي ډولونو سره مطالعه کولای شو چي عبارت دي له.

۱) دهواککړتیا(Air pollution) 2) ژ) 3) دخاوري ککړتیا(Land pollution) ۴) غږیزه ککړتیا (Noise pollution)

۵)   انځوریزه ککړتیا(Picture pollution) 

غږیزه ککړتیا(Noise pollution)[سمول]

غږیزه ککړتیایا Environmental noise دهغه ناخوښونکواوازونو څخه عبارت ده چي هغه دانسانانو،حیواناتو ،برقي ماشینونو،موټرواویوشمیر نوروشیانوپه واسطه رامنځ ته کیږي چی دانسان دژوندتوازن متاثره کوي.یاهرغیر مطلوب اواز چي په چاپیریال کي نفوذ کوي دغږدککړتیا په نوم سره یادیږي.په عمومي ډول دغږککړتیا هغه غږدي چي چي دیوچاغوږته تخریشوونکي (irrtating) وي چی له یوي خارجي منبع څخه راځي. دnoise کلمه یوه یوناني کلمه ده چي مفهوم تري ناروغي ده. غږیزه ککړتیا دهوا ،اوبو اودځمکي ککړتیا په شان هم چاپیریال کي دانسانانوروغتیا اوژوندلپاره یوه لویه ستونزه جوړوي غږیزه ککړتیا دچاپیریال دنوروککړتیا وو سره مستقیمي اړیکي لري په افغانستان کي دغږیزي یا صوتي ککړتیا ووله کبله دچاپیریالي ستونزو سره بیره په انسانانو کي بیلا بیلي ناروغۍ هم رامنځ ته کیږي چي ځیني خلک ورڅخه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

صوت یا غږرامنځ ته کیدل[سمول]

هغه میخانیکي موج چي داجسامو دسریع اهتزاز په نتیجه کي منځ ته راځي له صوت څخه عبارت ده هغه صوت چي دموج انرژي یی زیاته اوامپلیتود یي لوي وي نو صوت لوړ اوهغه صوت چي انرژي کمه وي او امپلیتود یی کو چني وي دټیټ صوت څخه عبارت ده چي دصوت لوړوالي اوټیټ والي دصوت دتولید ځاي اواوریدونکوترمنځ فاصلي سره سم هم رابطه لري سبب یي دادي چي صوت دلاري په اوږدوکي انرژي له لاسه ورکوي نو امپلیتود (دموج لمن ) هم کوچني کیږي چي بلاخره صوت ټیټیږي . په یاد ولري هغه صوت چي داهتزاز فریکونسي یي کمه وي نو بم اوکه داهتزاز فریکونسي زیاته وي صوت زیر دي هغه صوتونه چي داهتزاز فریکونسي یي د ۲۰ او ۲۰۰۰۰ هارتز و ترمنځ وي نو صوت داوریدلو وړ اوکه نه نو صوت داوریدلو وړنه دي هغه صوتونه چي فریکونسي ۱هارتز څخه کمه او له ۲۰۰۰۰ هارتزو څخه زیاته وي داډول صوتونه دانسانانو لپاره داوریدلو وړنه دي مګر سپی کولای شي دا ډول صوت واوري.

په ازاده هواکي دغږ معیاري اندازه دسحار ۷نه دشپی تر ۱۰ اودشپی ۱۰ نه دسحار تر ۷ په لاندي ډول ده

دسحار د۷ څخه دشپی تر ۱۰ دشپی ۱۰ نه دسحار تر ۷ داوسیدو ساحه ۵۰dB ۳۰dB تجارتي ساحه 65dB 55dB تجارتي اوداوسیدو ساحه 60dB 50dB صنعتي داوسیدو ساحه 70dB 60dB صنعتی ساحه 75dB 65dB


دغږیزي ککړتیا عوامل[سمول]

په ټولنه کي دغږیزي ککړتیا عوامل ډیر زیا ت دي اوزیاتره دغه ډول ککړتیا په ښاري سیمو کي رامنځ ته کیږي خو یواځي هغه لاملونه به ذکر کړو چی هغه په عام شکل رامنځ ته کیږی. ـــ په ښاري سیمو کي دلویو اووړو فابریکو شتون . ـــ د زړو نقلیه وسایطو ،موټرو،ریشکو او جنراتورونو کارونه. ـــ کورني لوازم لکه برقي جارو ،پکي ،کولر،تایپ اونور ـــ په ښارکي دټرانسپورت زیات والي ـــ په ښار کي دګڼي ګوڼي دشمیر زیاتید نه ـــ په ښارکي دنقلیه وسا یطو بي ځایه ارانډونه وهل ـــ دملکي اوفوځي الوتکو اوازونه ـــ په ښارکي دموزیک سنټرونواوازونه ـــ دموبایل زنګونو اوازونه دخلکو اوازونه اونور هغه غږونه چی دخلکو په ورځنیو چارو د خنډ سبب ګرځي اوهم په انسانانو کي ډول ډول ناروغي رامنځ ته کوي اوحتأ دځینو خلکو دمړیني سبب شوي هم دي.

دغږیزي یا صوتي ککړتیا زیانونه[سمول]

ـــ ټرافیکی پیښو رامنځ ته کیدل ـــ دچا پیریال ککړتیا ـــ دچاودنو په صورت کي دوګړو وژنه ـــ دوخت ضایع کیدنه ـــ روحي ناروغۍ ـــ د شخړو رامنځ ته کیدل ـــ ددماغي حرکاتو دکچي کمیدل ـــ عصبي نارحتي او نګراني ـــ داوریدو ددستګاه ضعیف والې

=دغږپه واسطه دککړتیا اغیزي[سمول]

په منظم ډول دغوږونو کارکول زمونږ دهوسایني لپاره حیاتي اهمیت لري دشورماشور ککړتیا دداکټرانو اومتخصیصینو پواسطه دروغتیاموضوع ګڼل شوي ده اوپه ټوله نړۍ کي یو ډیر یدونکي مشکل دی. په ثابت ډول یاپه پرله پسي ډول دلوړ شورماشور په وړاندي دقرارنیولو په صورت کي په موقتي (Temporary) یا دایمي (permanent) ګڼیدل (hearing) په لاندي شیانواړه لري . حجم (Volume) موده (Duration) اودقرارنیولوتکرار (Repetition of exposure)پوري اړه لري. لوړ اوازونه دغوږ دکوکلیا(cochlea) له برخي څخه نازکه ویښتان له منځه وړي چي کولاي شي داوریدلو ددایمي زیان سبب شي. په عمومي توګه که چیري غږددرد یا په غوږ کي شرنګهار (Ringing) سبب شي چي ددایمي کڼیدلو دزیان سبب کیږي .دشورماشور داوریدلو دوړتیا له لاسه ورکولو شروع (پیل )دغوږ اواز (tinnitus) یا بنګیدلو ،زنګ وهلو ،غریدلو(roaring) پسپسکو په شکل وي.

دغږیزي ککړتیا اغیزي په انسانانو[سمول]

غږیزه ککړتیا زمونږ دروغتیا لپاره ډیره مضره اوپه انسانانو کي دکم خوبۍ دستونزي سر بیره دغوصي ،دها ضمي کموالي ،زړه سوزیدنه ،دویني فشار ،دمعدي زخم،دزړه ناروغۍ ،عصبي ناروغي اودرواني ناروغیو سبب کیږي چي په افغانستان کي یادي ټولي ناروغي لیدل شوي چي په انسانانو کي موجودي دي . خوتراوسه دروغتیایی ډاکټرانو له خوا سمه څیړنه نده ترسره شوي چي دیادو ناروغیو لامل څه شي دي .په افغانستان کي دنورو لویو چاپیریالي ستونزو تر څنګ چي هغه دانسانانوژوندتهدیده وي یوه هم دغږ ککړتیا بلل کیږي چي په انسانانو کي دپورته ناروغیو سبب کیږی . نودغږدککړتیا دمخنیوي لپاره باید هڅه وشي ترڅو دلویو ترانسپورتي لارو څخه لري کورونو کي واوسیږي اویا ټولو هغو څیزونو څخه چي زیات غږ تولیده وي لري استوګنه غوره کړو.

اومخکي له دی چي کوراخلي نو لمړي باید وکتل شي چي هغه باید دهوا ي ډګرونواونظامي کشلو څخه لري وي اوهم خپل همسایه سره داسي چلند وکړي چي هغه په لوړاواز موزیک ونه غږه وي ترڅو ستاسو مزاحمت سبب ونه ګرځي.

ډیرشراوشوردانسان پراعصابوناوړه اغیزه کوي[سمول]

دافغانستان په ځینوغټوښارونوکی غږیزه ککړتیا دومره زیاته ده چي حتي دوه تنه چي څنګ په څنګ روان وي هم په اسانه یودبل په خبرو نه پوهیږي . په کابل ښارکي دخلکو اونقلیه وسایطو دډیري ګڼي ګوڼي تر څنګ غږیزه ککړتیا یوه بله لویه ستونزه ده چي هره ورځ ددي ښاراوسیدونکي ورسره مخامخ دي دغږیزي ککړتیا له امله حتي په ښارکي پر ټیلفون خبري کول هم ګران کار دي ځکه چي سړی نشي کولای دمقابل لوري خبري سمي واوري اوپري پوه شي خودرواني ناروغیو کارپوهان وای غږیزه ککړتیا دانسان پراعصابو ډیره منفي اوبده اغیز ه کوي دبیلابیلو خطرناکوناروغیو سبب ګرځي اوحتي په ځینو انسانانوکي ذهني تمرکز له منځه وړي درواني ناروغیو متخصیص اودافغانستان دروان پیژندونکي دټولني ریس ډاکټر عزیزالدین همت دغږیزي ککړتیا دبدواغیزوپه اړه واي .جګ اوډاروونکي اوازونه ،دکسټونوجګ غږول اوداسي نور دانسانانوپر روان ډیري بدي اغیزي لري . لکه څنګه چي دیوي چاودني غږ سړي ډاره وي حتي غږیزه ککړتیا اوځیني ناڅاپي غږونه که هر څه وي خلک په ځانګړي توګه ماشومان په ویره اوخفګان اخته کوي .

رینال ناروغي(Rehnauld)[سمول]

څیړني داسي ښیي چی هغه څوګ چي دلرګیو په فابریکوکي په اره باندي کارکوي او۱۲۵ دیسي بل غږ تحمل کوي کله چي دکار څخه شپی خپل کور ته ځي نودهغوي دلاس ګوتي شین رنګ اووروسته سپیني کیږي چي دغه درینا ناروغۍ علایم دي چي دغه ناروغۍ درګونودانقبا ض اودویني دبندیدلو باعث ګرځي چي نارا حتي درینال ناروغۍ یا دګوتو دمرګ ناروغي په نوم سره یادیږي.

کمزوري دفاعي سیستم[سمول]

داوریدلو حس زیان من کیدل چي داوریدلو قدرت (توانایي )له لاسه ورکول دډیپریشن (Depression تشویش اوله ټولني څخه دتجرید سبب ګرځي .زیات حساسیت (Irratation) بي حوصیلي کیدل ،په قهر کیدل ،هیجاني کیدل. داواز دروندوالي ،اودویني دفشار لوړوالي دالکترونیکي شیانوڅخه ویریدل لکه موبایل ،ټیلفونونه الکترو نیکي ګیمونه ،دزړه ناروغۍ اودویني دجریان ستونزي اوداسي نور هغه اثرات دی چي دغږیزي ککړتیا په اساس منځ ته راځي .

په حاملګي اوجنین باندي اغیزه[سمول]

ډیر شر ا وشور ددي باعث ګرځي چي ماشومان بي وخته ،کم وزنه اومعیوب تولد شي جنین ددي قدرت لري چي مختلف اوازونه حس کړي هغه ښځي چي حامله وي باید د۱۵ــ۶۰ ورځي وروسته دحامله ګي څخه باید ډیر شر اوشورته قرارونه نیسي ځکه چي پدغه وخت کي د جنین اصلي عضوي اوداعصابوسیستم اونورسیستمونه په حالت دجوړیدو کي وي اوهمدارنګه ډیرشر اوشور ددي باعث ګرځي چي دښځو په وجود کي د بعضوهورمونونو قلت رامنځ ته کړي چي دجنین په رشد باندي تاثیر ګزاره دي.

په زړه اورګونوباندي اغیزي[سمول]

هغه اشخاص چي په دوامداره توږه د۸ ساعتو په موده کي ۷۰ دیسي بل شورته قرار ولري نو دویني فشار یي د ۵ــ۱۰ ملي متره زیاتوالي پیداکوي دویني دفشارلوړوالي اودرګونو انقباض د درینالین هورمون زیات والي له سببه منځ ته راځی چي له دي سره قلبي امراض اورګونو مختلف امراض منځ ته راځي

په ځینو رستورانتونوکي : داوږدي مودی لپاره د۸۰ دیسي بل په سطح دغږ اوریدل ښایی زمونږدغوږونو دموقتي اویا دایمي زیان سبب شي .د۱۳۰ دیسي بل دسطح دغږ اوریدل دغوږونو د درد سبب ګرځي ځکه چي پردي په ډیري شدت سره اهتزاز کوی. کله چي غږ د۱۵۰ دیسي بل سطحي ته راورسیږي دغوږ دپردي یا دغوږونو هډوکودزیان من کیدو سبب ګرځي اوکڼیدل منځ ته راوړي . ایا تاسو پوهیږۍ دیوي څیړني په اساس چي دیوي ډلي اسټرالیایي ساینس پوهنانو پواسطه په کال ۱۹۸۸ کي ترسره شوي ده هغه داوریدلو الي چي دموسیقي داوریدلولپاره په اونۍ کي تر۶ساعتونو زیات واوریدل شي نوپه ۳۰ کلني کي به داوریدلو حس راټییټ شي.

دایمي کڼیدل[سمول]

(irreversible hearing loss)

د۷۰ دیسي بل دسطحي لرونکي غږ سره د۸ ساعتو نودمخامخ کیدو په صورت کي دویني فشار ۵ـ۱۰ میلي متر ستون سیماب ته لوړیږي.داوریدلودوړتیا له لاسه ورکول په ۸۰ــ۹۰ دیسي بل اوازکي شروع کیږي 140dB دردناکه وي اوپه 180dB کي حتي کولای شي چي یوشخص ووژني دامپلیفا یر په واسطه دموزیک لوړشوي اواز 120dB وي ډیرالکترونیکي موټرونه تر 80dB لوړاوازلري .


زمونږدغوږونوساتنه (Protecting our ears)[سمول]

۱ــ داوږدي مودي لپاره دلوړاوازلرونکي موسیقي داوریدلوڅخه ډډه کول .

۲ــ دشورماشور لرونکوځایونوڅخه ځا ن لیري ساتي لکه disco سینماګانواونوروڅخه. ۳ــ شورماشورلرونکوځایونوکی دکارکولوپه صورت کی دغوږونوساتونکي وسایل (ear protectors) واغوندي. دهانګانګ دقوانینوله مخي شرحه شوي دي .کارفرمایان نه شي کوي چي له مستخدیمینوڅخه غوښتنه وکړي چي د90dB څخه دلوړلیول ځایونوکی له وقفي پرته له ۸ساعتونوڅخه ډیره موده کاروکړی.

دغږیزي ککړتیا اغیزی پر حیواناتو[سمول]

غږیزه ککړتیا دانسانانوپه څیر په حیواناتوهم منفي تاسیرات لري.چي هغه منفي تاسیرات عبارت دی له دحیواناتوغذایي رژیم کي تغیرراوستل،بي وخته زیږون،دحیواناتومهاجر کیدل،دحیواناتودانقراض اوله منځه تګ باعث ګرځي. ډیر جګ اوازونه لکه دنظامي سلاح ګانواوازونه چي د ۳۰۰ دیسي بلوڅخه يی شدت زیات وي دحیواناتواعصابوته زیان رسه وي اوهمدارنګه په بعضوحیواناتوکي دخون ریزي باعث ګرځي.که چیرته موږه کان دشدیدوغږونولاندي قرارونیسي نوپه ویروسي ناروغیوپه مقابل کي حساس کیږي. د ۱۱۵ دیسي بل څخه لوړاواز دموږه کانودغاښونودخراب والي باعث کرځي .اوهمدارنګه په بعضوحیواناتوکي دکلسترول اودویني دغوړ دزیات والی باعث ګرځي.

‌=د اوازلیول سطح=[سمول]

(The level of sound) داواز اندازه کونکی واحد دسي بل (decibel) دي چي داسي لیکل کیږي dB دغه داندازه کولوواحد دامریکایی فزیک پوه الکساندر ګراهم بل په نوم نامګذاري شوي دي هره اندازه چي decibel لوړوي په همغه اندازه اوازلوړده.کیدایشي د(decibel meter) پواسطه هم اندازه شي لاندي شکلونه ددسي بل مختلف شکلونه ښیي.


دشورماشور دمختلفوډولونونمونه وي جدول دشورماشورمنبع داواز شدت په dB انساني احساس

۵۵ ارامه داپارتمانونوداخل ۳۰ ارامه معمولي خبر ۶۵ ارامه برقي اره له ۱۵ متري څخه ۸۰ ستړي کوونکي اوازونه دالوتوي هوا په ۳۰۰ متري کي ۱۰۰ ډیرلوړ الوتکه نږدي فاصله کی دالوتلوپه وخت کي ۱۳۰ دغوږددرد سبب ګرځي راکت دپورته کیدوپه حال کي ۱۹۰ دغوږددردسبب ګرځي

دغږتاثیر کوموعواملوپوري تړلي دي؟ دغږتاثیر لاندي عواملوپوري تړلي ده ۱ــ طبعیت اودغږشدت پوري. ۲ــ دشخص نږدیوالي دغږاصلي منبع ته. ۳ــ دغږادامه اومداومت پوري . ۴ــ دشخص فزیکي وضع اوموقعیت.


دغږزیات والي اوکموالي په کوم میکانیزم سره ناروغي رامنځ ته کوي؟ دڅښتن تعالي له بي شماره نعمتونوڅخه دژوندیوموجوداتوودژوندداسانۍ لپاره پنځه ګوني حسونه دي چي به هغوي څخه داوریدلوحس دي داوریدلوحس چي دطبعیت ډیري ښکارندې دغوږونوله لاري دمیخانیکی اوږدوڅپوپه وسیله دغوږمیکانیزم ته رسوي ،بیاله هغه ځای څخه عصبي سیستم په ذریعه مغزوته انتقالیږي دمغزوله حکم څخه وروسته ژوندي موجودات خپل عکس العمل څرګندوي داوریدوحس یوله ډیرومهموحسونوڅخه دي.ددغه پروسي په بهیر کي غږاودهغه فزیکي مفهوم ،دغږمشخصات په محیط کي خپریدنه ،دغږلوړوالي اوټیټ والي دغږچټکتیا اوداسي نور ډیر مهم رول لوبه وي دغږلوړوالي اوټیټ والي په مستقیم ډول انسان اونورژوندي موجودات له منځه نه وړي بلکه دهغوي دروحي تکالیفو،عصبي ناراحتي اوداوریدلوحس قدرت کم والي منځ ته راوړي معمولادغږشدت په دسي بل الي په واسطه اندازه کیږي.تحقیقات داسي ښیي چي دعمرپه زیات والي سره په افرادوکي داوریدلود حس ضعیف والي معلومیږي یعني لنډمودته شدید غږونه په انسانانوکي دموقتي کڼیدوباعث ګرځي اوکه چیرته انسان دزیات وخت لپاره شدیدوغږونوته قرار ولري نوددایمي کڼیدوباعث ګرځي د۹۰ دسي بل په اندازه اواز دانسان په عصبي سیستم تاثیرګزاره ده په پرمختللوهیوادونوکي دښځوداوریدلوقدرت نسبت نارینه ووته زیات ده ځکه چي دنارینه ووپه نسبت کم غږونه تحمل کوي تحقیقاتوښودلي چي د ۱۵۰ــ ۱۶۰ دسي بل اوازونه دبعضوحیواناتولپاره مرګ راوړونکي دي چي دغه حیوانات دمرګ نه مخکی دځینوستونزوسره مخ کیږي لکه فلج ،دویني فشار زیات والي ،رنګ له منځه تګ،دبدن دحرارت ددرجی کم والی ،رګونوانقباض زیات والي باعث ګرځي اودغه حالت دغږونوقطع کیدوڅخه وروسته هم ادامه پیداکوي .د۱۲۰ــ ۱۳۰ دسي بل اواز په غوږونوکی ددرد باعث ګرځي اما داوریدلوحس ضعیف والي د۸۵ دسي بل اوازسره شروع کیږي .

دغږیزي ککړتیا دمخنیوي لاري چاري[سمول]

که څه هم په ټوله نړی کي دژونددچارودترسره کولولپاره اصول اوقوانین وضع شوي دي اوخلک اړدي چي دخپلووضع شویوقوانینواوحدودودرناوي وکړي مګر په افغانستان کي له تیرودري لسیزوجګړوله کبله یی هرڅه له منځه تللي دي داچي په افغانستان کی دالهي اومدني قوانیوته دنه درناوي له امله دخلکوله خوا ګڼي سرغړوني رامنځته کیږي چي ددغوسرغړونوله امله دچاپیریالي ستونزوسربیره په انسانانوکي ګڼي ناروغي رامنځته کوي چي ځیني خلک ورڅخه خپل ژوندله لاسه ورکي په افغانستان کي اوس مهال دجنګ اوجګړو له امله خلک دګڼوستونزوسره مخ دي که له یوي خوا په مخامخ جګړوکی افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي خوله بلي خوا ددغوجګړږدنامستقیمي اغیزي له امله هم کله دلویواووړو وسلود استعمال اوازونه ،بمبارونواوازونه ،دموټرواوازونه دموبایل زنګونواوازونه ،په ښارکی دموزیک سنټرونواوازونه ،دلوډسپیکرونواوازونه اوټول ټرانسپورتي وسایل په فابریکوکي دماشینونواستعمال اوداسي نوهغه غږونه چي دخلکوپه ورځني چاروکي دخنډسبب ګرځي اوهم انسانانوکي د ډول ډول ناروغۍ رامنځته کوي نوددي لپاره چي غږیزي ککړتیا مخه ونیسونوبایدځیني قوانین اواصول مرعات شي لکه .

۱ــ ښاري سیمي باید داطرافوپه لور وخوځول شي ترڅو دښار ساحه پراخه شي اوخلک وکولاي شي چي په اساني سره خپل تګ اوراتګ وکړي. ۲ــ دخلکودتګ راتګ لپاره باید دملي بسونو بهیر فعال شي اوپه دي سره دښار په برخوکي دوړو نقلیه وسایطو لکه موټرو ،ریشکومخه ونیول شي ځکه چي داده صوتي ککړتیا وولپاره یوستر لامل دي دبیلګي په ډول که مونږوګوروپه ښار کي یوه ریشکه دوه یادري نفره له یوځای څخه بل ځای ته انتقا له وي اوصوتی ککړتیا اودهواککړتیا یی له یوملي بس څخه زیاته ده.

اوپه داسي حالت کي چي یوملي بس څلویښت یا پنځوس نفره انتقاله وي نوکه چیري په ښارونوکي دخلکوتګ راتګ لپاره مليي بسونه فعال شي نودابه دچاپیریال په صوتي ککړتیا کي یوستر بدلون راولي.

۳ــ دخلکوتګ راتګ لپاره باید ځمکني ریل ګاډي جوړشي ،ترڅودښار په برخوکي ټرانسپورتي وسایط کم اودصوتي ککړتیا مخه ونیول شي . ۴ــ د زړونقلیه وسایطو اوهمدارنګه دتیلوپه ټانګونوکي دبي کیفیته تیلو پلورلومخه ونیول شي ځکه په هغه صورت کي چي دموټروماشین زوړوي اوهم یي تیل بي کیفیته وي نوموټرډیر اوازکوي. ۵ــ وړي اوغټي فابریکي باید دښار نږدي برخوڅخه وایستل شي. ۶ــ دښار ټرافیک اوپولیس باید په ښار کي په ښه ډول سره خپله دنده اجراکړي اوپه خپله دنده کي دومره بي وسي نه شي چي دهغوي څخه دښار چوکونه اوسرکونه بند شي. ۷ــ دښا رټرافیکي اداره باید د موټرو په بي ځایه ارانډونووهلو باندي جریمه وټاکي اوموټرچلونکي پرینږدي چي په ښاری سیموکي بي ځایه ارانډونه ووهي . ۸ــ ټرافیکي اداره باید په ښارکي هغه نقلیه وسایطو ته دګرځیدو اجازه ورنکړي چي زاړه ماشینونه ولري اوپه لوړه کچه شور اولوګي کوي. ۹ــ ترافیکي اداري باید په ښارکي دغیر ضروري نقلیه وسایطو شمیر کم کړي. ۱۰ــ دولت باید دخلکو تعلیمي اواقتصادي کچه پیاوړي کړي . ۱۱ــ دولت باید دښار څخه بهر سیموکي دخلکو دضرورت وړتوکو جلا جلا مارکیټونه جوړکړي ترڅو په ښارکي دګڼۍ ګوڼي مخه ونیول شي اودصوتي ککړتیا څخه چاپیریال اواړونده برخي وژغورل شي.

داوبو دوران[سمول]

کله چی اوبه دEvapotranspiration په شکل هوا ته ځی په هوا کی له وریځو سره یوځای کیږی او په دوه برخو ویشل کیږی چی یوه برخه یی په هوا کی پاتی کیږی او یوه بله برخه یی دږلۍ؛باران او واوری په شکل ځمکی ته راځی .په ځمکه کی بیا په دوه برخو ویشل کیږی یوه برخه یی دځمکی په مخ جریان کوی Run off لکه سیندونه ؛جهیلونه اویا دریابونو ته ځی. او بله برخه یی دځمکی لاندی سطحی کی جمع کیږی

سرچینې[سمول]

لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه