چارلز مېتکاف ماک گريگر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډگروال چارلز مېتكاف ماك گريگر ( ۱۸۴۰ – ۱۸۸۷ ) ، چې وروسته بيا بريد جنرال شو ، د دويمې افغان انگليس جگړې پر مهال يې په كندهار كې د افغانانو پر ضد جگړه كړې . له دغې جگړې نه وروسته د برتانوي هند د پوځونو ، چې لوى قوماندان يې جنرال رابرټس وو ، د ستر درستيز په توگه وټاكل شو او په ۱۸۸۰ – ۱۸۸۵ ز كلونو كې د برتانوي هند د پوځونو د كشف رئيس وو . ده د منځنۍ اسيا ځينو هېوادو ، له هغه شمېر نه افغانستان ته هم د كشف او څارگرۍ لپاره سفرونه كړي ، چې ددغو سفرونو پر مهال يې د بېلابېلو سيمو نقشې كښلې او نور مالومات يې راټول كړي دي .