چارلز لایل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چارلز لایل (زوکړه: د ۱۷۹۷ زکال د نومبر ۱۴مه – مړینه: د ۱۸۷۵ زکال د فبروري ۲۲مه) سکاټلنډي ځمک پوه و چې د ځمکې په تاریخ کې یې د پیژندل شوو طبیعي لاملونو ځواک تشرېح کړ. نوموړی اوس مهال له چارلز داروین سره د خپلې اړیکې او همدارنګه د ځمک پوهنې د اصولو په نامه کتاب د لیکلو (۱۸۳۰-۱۸۳۳ زکال) له امله پېژندل کېږي چې په یاد اثر کې یې خپلو مخاطبینو ته دغه نظر وړاندې کړ چې ځمکه د خپلو هغو طبیعي بهیرونو پر مټ جوړه شوې چې اوس مهال هم په هماغه شدت دوام لري. فیلسوف ویلیام ویول د تدریجي چارو اړوند دغه نظر «ورته والی پالنه» وباله او هغه یې له فاجعې پالنې سره پرتله کړ چې په اروپا کې منل شوی نظر و او جورج کوویر یې ملاتړ کاوه. په دغه اثر کې د شواهدو ترکیب او فصاحت لوستونکي اړ کړل څو د ځمکې او چاپېریال د درک په موخه د «ژور مهال» (په انګریزي: deep time) اهمیت ته پام وکړي. [۱]

د لایل په علمي چارو کې د اقلیمي بدلونونو اړوند پرمختللي توضېحات شامل و چې په هغو کې یې د سمندرونو او لویو وچو ترمنځ په پولو کې توپیرونه په ګرمښت او ورښت کې د اوږد مهاله بدلونونو د توضېح لپاره کارولي وو. لایل همدارنګه د ځمک ښوئېدنو اړوند اغېزمن توضېحات وړاندې کړل او همدارنګه یې په تدریجي بڼه د اورغورځونکو لپاره «د پشتوانې جوړېدو» نظریې ته پراختیا ورکړه. د هغه چارې په پلیوسن، میوسن او ائوسن دورو باندې د ځمکې د چینه پوهنې (خټې پوهنې) د دریمې دورې په وېش کې ډېرې اغېزمنې وې. هغه په تېروتنې سره ګمان وکړ چې یخي غرونه د یخبندانونو د ګډوډ انتقال له انګېزې څخه سرچینه اخلي او سلیتي زیړ رنګه رېګونه چې په واقعیت کې د بادونو په واسطه انتقال کېږي د سېلابونو پر مټ له یو ځای څخه بل ځای ته لېږدېدلي. د هغه له خوا د بشریت د تاریخ لپاره د جلا دورو جوړونه چې عنوان یې ورته «وروستی» ټاکلی و په پراخه کچه یې د انتروپوسن اړوند د معاصرو بحثونو بنسټ کېښود. [۲]

لیل د جیمز هاټون او د هغه د پیرو جان پیلفر په نوښتګرې چارې باندې په اتکا سره د ځمکې د لرغوني خو پای ته رسېدونکي عمر د شواهدو سربېره د ځمکې لپاره د بې پایلې عمر وړاندوینه وکړه. نوموړی د چارلز داروین یو له نږدې ملګرو څخه و او په پام وړ کچه یې د تکامل اړوند د هغه په افکارو کې مرسته وکړه. هماغه ډول چې داروین د نوعو د ریښې تر عنوان لاندې کتاب کې لیکلي، «هغه څوک چې کولای شي د ځمکې د اصولو اړوند د ښاغلي چارلز لایل لوی اثر ولولي پوهېږي چې هغه د تېرو زمانو اړوند پراخ خو په ډېرې سختۍ سره درک کېدونی کتاب دی او کېدای شي په لومړي ځل دغه کتاب وتړي په داسې حال کې چې راتلونکي تاریخ لیکونکي به یې د طبیعي علومو په برخه کې انقلاب وګڼي». لایل په ۱۸۵۸ زکال کې په هم مهاله بڼه د طبیعي انتخاب اړوند د داروین او الفرد راسل د مقالاتو په خپرېدو کې مرسته وکړه؛ په داسې حال کې چې د دغې نظریې اړوند یې خپله هم له مذهبي پلوه شک درلود. هغه وروسته د ځمک پوهنې په برخه کې د انسانانو د لومړني موجودیت مهال ته اړوند شواهد وړاندې کړل. [۳]

بیوګرافي[سمول]

لایل د ۱۷۹۷ زکال د نومبر په ۱۴مه د کریمویر فورفارشر ته څېرمه د خپلې بډایه کورنۍ له املاکو څخه په کینورډي کور کې وزیږېد. نوموړی د خپلې کورنۍ له لسو ماشومانو څخه مشر و. د لایل پلار چې چارلز لایل نومېده د ډانټې د ژباړن او څېړونکي په توګه یې شهرت درلود. نوموړی یو ماهره بوټی پېژندونکی و او لومړنی کس و چې خپل زوی یې د طبیعت مطالعې ته سوق کړ. د لایل نیکه چې د هغه نوم هم چارلز لایل و د دوی د کورنۍ شتمني یې په مونټروز کې سمندري ځواکونو ته د تجهیزاتو په برابرولو چمتو کړې وه او پر مټ یې هغه توانېدلی و چې کینورډي کور وپېري.

د هغوی اصلي استوګنځای د هایلنډ په پوله کې د ځمک ښوئیدنې پر مټ څېرلې سیمې ته څېرمه ستراتمور دره وه. په سترات کې د هغوی د کور شاوخوا ته ډېرو غوره کرنیزو ځمکو شتون درلود، خو شمال لویدیځ لوري ته یې په لنډه فاصله کې، چې د څیرلو سیمو بل پلو راتله د هایلنډ ګرامپایان غرونو موقعیت درلود. د هغوی دویم کلیوالی کور په بشپړه توګه په یوه توپیر لرونکې جیولوژیکي او ایکولوژیکي سیمه کې موقعیت درلود؛ په دې سره نوموړي د خپل ماشومتوب ډېری برخه وخت د سویلي انګلستان د همپشایر د نیوفارسټ په بارټلي لوژ کې تېر کړ.

لایل په ۱۸۱۶ زکال کې د اکسفورډ اکسټر کالج ته ولاړ او د ویلیام باکلنډ د ځمک پوهنې په لکچرونو کې یې ګډون وکړ. هغه د ۱۸۱۹ زکال په ډسمبر میاشت کې په عالي درجه د لیسانس سند ترلاسه کړ چې په کلاسیک زده کړو کې دویمه درجه لیسانس و؛ همدارنګه یې په ۱۸۲۱ زکال کې د ماسټرۍ زده کړې پای ته ورسولې. له فراغت وروسته هغه د وکالت چارو ته مخه کړه او په ۱۸۲۰ زکال کې د وکیلانو په لینکولن ډله کې شامل شو. هغه د خپلو زده کړو یوه دوره د انګلستان په کلیو او بانډو کې په وخت تېرولو تېره کړه چېرې چې ده وکولای شول ځمک پوهنې ته اړوندې ښکارندې مشاهده کړي. په ۱۸۲۱ زکال کې نوموړي په ایډنبورګ کې د رابرټ جیمسون په لکچرونو کې ګډون وکړ او د ساسکس په لیویس کې یې له ګیډئون مانتل سره ولیدل. نوموړی په ۱۸۲۳ زکال کې د ځمک پوهنې د ټولنې د منشي په توګه وټاکل شو. په لید کې یې د ستونزو په رامنځته کېدو سره هغه ځمک پوهنه د خپل بشپړ مهالي مسلک په توګه وټاکله. هغه د ځمک پوهنې اړوند خپله لومړنۍ مقاله په ۱۸۲۶ زکال کې  «د فورفارشر په خوږو اوبو کې د آهکي ډبرو د جوړېدو اړوند» خپره کړه. په ۱۸۲۷ زکال کې هغه حقوقي چارو ته شا کړه او د ځمک پوهنې کسب ته یې پیل وکړ چې له امله یې پریمانه شهرت وموند او پر مټ یې ورته والی پالنه دود کړه، دا د هغو نظریاتو پایله وه چې جیمز هاتون څو لسیزې وړاندې بیان کړې وې.  [۴]

لایل په ۱۸۳۲ زکال کې د لیونارډ هارنر (۱۷۸۵ – ۱۸۶۴ زکال) له لور ماري هارنر سره په بن کې واده وکړ، چې هغې هم د لندن د جیولوژیکي ټولنې سره همکاري لرله. دغې نوې جوړې خپله د شاتو میاشت په سویس او ایټالیا کې تېره کړه او دغه مهال یې د دغې سیمې جیولوژیکي سفر ترسره کړ. [۵]

د ۱۸۴۰مې لسیزې پر مهال لایل متحده ایالاتو او کاناډا ته سفر وکړ او د خپلو سفرونو او جیولوژي په برخه کې یې دوه مهم اثار ولیکل: په شمالي امریکا کې سفر (۱۸۴۵ زکال) او متحده ایالاتو ته دویم سفر (۱۸۴۹ زکال). په ۱۸۶۶ زکال کې نوموړی د سویډن د سلطنتي علومو د اکاډمۍ د بهرني غړي په توګه وټاکل شو. په ۱۸۷۱ زکال کې د شیکاګو له لویې اورلګېدنې وروسته لایل یو له هغو لومړنیو کسانو څخه و چې د شیکاګو د عامه کتابتون د جوړېدو سره یې د مرستې په موخه د یو شمېر کتابونو مرسته وکړه.

په ۱۸۴۱ زکال کې لایل د امریکا د فلسفي ټولنې غړی وټاکل شو. [۶]

د لایل مېرمن په ۱۸۷۳ زکال کې مړه شوه او دوه کاله وروسته ورپسې (۱۸۷۵ زکال) خپله لایل چې د ځمک پوهنې د اصولو په نامه د خپل اثر د ۱۲مې نسخې په تصحیح بوخت و، ومړ. نوموړی د ویسټ مېنسټر په کلیسا کې خښ کړای شو؛ د همدغې کلیسا په شمالي لاره کې د هغه نیمايي مجسمه د ویلیام ټېډ له خوا جوړه شوه. [۵][۷][۸]

لایل په ۱۸۴۸ زکال کې شوالیه شو او وروسته په ۱۸۶۴ زکال کې بارون وټاکل شو چې دا ورته یو ارثي ویاړ وګرځېد. نوموړي په ۱۸۵۸ زکال کې له سلطنتي ټولنې څخه د کوپلي مډال او په ۱۸۶۶ زکال کې یې د جیولوژیکي ټولنې څخه د والسټون مډال ترلاسه کړ. په یوسمیتي ملي پارک کې د دغه پارک لوړه غونډۍ هم د ده په ویاړ د لایل غره په نوم نومول شوې؛ په سپوږمۍ کې یوه خوله او په مریخ کې هم بله خوله د لایل په نوم یادېږي. د اسټرالیا په لویدیځه تاسمانیا برخه کې د لایل غر چې د کانونو په یوه ګټمنه سیمه کې موقعیت لري د ده په نوم دی او همدارنګه د اسټرالیا په شمال لویدیځ کې بله سیمه هم د لایل سیمه بلل کېږي. د نیوزلنډ د سویلي ټاپو په سویل لویدیځ نیسلون نومي سیمه کې د لایل کوچنۍ سیمه، د لایل سیند او د سرو زرو د استخراج لایل ښارګوټی (چې اوس یوازې د چکر وهنې ځای دی) هم د ده په نوم دی.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ښاغلی چارلز لایل د ۱۸۷۵ زکال د فبروري په ۲۷مه په ویسټ مېنسټر کلیسا کې خښ کړای شو. د هغه د مړي په کټ وړونکو کې توماس هاکسلي، کشیش او ځمک پوه ویلیام ساموئل سایمونډ او جان کریک مور شامل وو. [۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. McPhee 1982.
  2. Crutzen, Paul. "The 'Anthropocene'" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۸ اپرېل ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Darwin, Charles. "On the Origin of Species". Complete Works of Charles Darwin Online. John Murray. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wilson 1973.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ MaComber 1997.
  6. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Charles Lyell". Westminster Abbey. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hall 1966، ص. 53.
  9. کينډۍ:London Gazette
  10. کينډۍ:London Gazette
  11. (په 5 August 1908 باندې). The empire city: street and harbour nomenclature. Wairarapa Daily Times.
  12. (په 9 April 1910 باندې). Lyell or Lyall?. Evening Post.
  13. Russell, Steph (2011). "Lyell". theprow.org.nz. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 27 February 1875 باندې). [{{{url}}} Funeral of Sir Charles Lyell this day].