چارلز روسکو ساویج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چارلز روسکو ساویج
چارلز روسکو ساویج
چارلز روسکو ساویج

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۶ اگسټ ۱۸۳۲[۱][۲][۳]
مړینه 4 فبروري 1909 (77 کاله)[۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
د امریکا متحده ایالات [۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

چارلز روسکو ساویج (Charles Roscoe Savage؛ زوکړه: د ۱۸۳۲ زکال د اګست ۱۶ مه – مړینه: د ۱۹۰۹ زکال د فبروري ۴ مه) بریتانوي الاصله د مناظرو انځور اخیستونکی و چې تر ډېره پورې یې د امریکا له لویدیځ سیمو څخه د خپلو اخیستل شوو انځورونو له امله شهرت وموند. ساویج په ځوانۍ کې؛ هغه مهال چې په بریتانیا کې یې ژوند کاوه د دوی پر باور د آخر الزمان عیسي مسیح کلیسا له پیروانو څخه شو (هغه عیسویان چې ځانتونه د عیسی اصلی پیروان بولي). هغه په سوئیس کې په یو ماموریت کې ونډه واخیسته او بیا متحده ایالاتو ته کډه شو. په امریکا کې یې له انځور اخیستنې سره لېوالتیا پیدا کړه او په ختیځ کې یې د پلور په موخه د مناظرو څخه په انځور اخیستنې پیل وکړ. هغه له خپلې کورنۍ سره سالټ لېک ښار ته کډه وکړه او د خپلو اثارو پاره یې د آرټ بازار په نوم پلورنځای جوړ کړ چېرې هغه خپل ګڼ شمېر انځورونه وپلورل. ساویج تر ډېره پورې خپلې د انځور اخیستنې هڅې د کورنیو، مناظرو او مستندو پېښو څخه په انځور اخیستنې متمرکزې کړې. نوموړي په ۱۸۶۹ زکال کې د خپلو هغو انځورونو له امله چې د یوتا په پرومونټوري کې د لویو وچو ترمنځ د لومړنۍ ریل پټلۍ له نښلېدو څخه یې اخیستي و، شهرت وموند. [۶]

لومړنی ژوند[سمول]

د ۱۸۶۰ زکال په پسرلي کې، ساویج له براون شرکت سره د یوتا په قلمرو کې د کارکولو له امله له خپلې کورنۍ سره سالټ لېک ښار ته کډه وکړه. نوموړي یوتا ته د لارې په اوږدو کې له مورمونونانو څخه انځورونه واخیستل خو له هغو انځورونو څخه یو یې هم نه دی پاتې شوی. په ۱۸۶۱ زکال کې نوموړي د یوتا له لومړني داګرئوټایپ انځور اخیستونکي مارسنان کېنون سره په شراکت د انځور اخیستنې سټوډیو جوړه کړه. یو کال وروسته له هغې چې کېنون د یوتا سوېل ته کډه وکړه له هنرمند جورج ام. اوټینګر سره همکار شو. او ټینګر او ساویج د ډیزرټ په نامه د هنرونو د اکاډمۍ په جوړولو لاس پورې کړ چې دغه اکاډمي ډېر ژر په ډیزرټ پوهنتون واوښته. اوټینګر د سالټ لېک د تیاتر لپاره یو شمېر نقاشۍ وکړې او همدارنګه یې په سیمه کې د ودانیو او مناظرو انځورونه واخیستل. ساویج چې لا تر دې وخته پورې د مناظرو انځور اخیستونکی و؛ شهرت یې وموند او د یوتا مخکښو کسانو ترې وغوښتل انځورونه یې واخلي. نوموړی همدارنګه د 20th ward ډلې فعاله غړی و چې د مورمونونانو په نوحه سرایانو کې یې مرسیې ویلې، له ناوو لژیون سره مل شو او همدارنګه یې په سیمه ئیز ادبي بنسټ کې د بېلابېلو موضوعاتو اړوند ویناوې کولې. ساویج خپلې سوداګرۍ ته د ودې ورکولو په موخه په سیمه ئیزو اخبارونو کې تبلیغ کاوه. هغه د کلونو په اوږدو کې له ماشومانو څخه د اخیستل شوو انځورونو څو ټولګې جوړې کړې چې تر ډېره به ماشوم لرونکو کورنیو د هغو نسخې پېرلې. هغه د خپلو انځورونو د کاپي رایټ حق ساتلو په موخه د خپلو انځورنو نګټیو فلمونه ساتل چې دغې چارې ورسره مرسته کوله له هغو څخه د ګټنې په برخه کې ډېر واک ولري. [۷][۸][۹][۱۰]

چارلز ډبلیو. کارتر هم د اوټینګر او ساویج د انځور اخیستنې له سټوډیو سره وروسته له هغه مل شو چې کارتر د ۱۸۶۴ زکال د نومبر میاشتې پر مهال سالټ لېک ښار ته ورسېد. کارتر په ۱۸۶۷ زکال کې له جي. بي. سیلویس سره په ګډه خپله د انځور اخیستنې سټوډیو جوړ کړه. کارتر تر ډېره پورې د نورو انځور اخیستونکو اثار چاپول او پلورل به یې. له دې امله چې ومومو د دغه مهال انځورونه د کارتر یا ساویج له خوا اخیستل شوي ستونزمنه چاره ده له همدې امله د دغو انځورونو اعتبار دواړو ته ورکول کېږي. هغه مهال چې په ۱۸۶۸ زکال کې اندرو جي. راسل د پاسپیک ټولنې د اوسپنې پټلۍ د جوړولو په مستندسازۍ بوخت و، له ساویج سره یې ولیدل او له هغه سره ملګری شو. دغو دواړو انځورګرانو به له یوبل سره د څو دقیقو په توپیر د یو ډول صحنو انځورونه اخیستل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د اوسپنې پټلۍ لومړنۍ چارې او نیویارک ته سفر[سمول]

په ۱۸۶۶ زکال کې د پاسفیک ټولنې او د لویدیځ ډېنور او ریوګرانډ د اوسپنې پټلیو شرکتونو د لوی لویدیځ د مناظرو (Views of the Great West) په نامه د هغه د انځورونو سټیروسکوپیک ټولګې وپېرلې. دغه شرکتونو ورته اجازه ورکړه چې هر چېرې چې غواړي کولای شي په وړیا توګه د دغو شرکتونو له ریل ګاډو څخه کار واخلي. همدغه کال نوموړی په متحده ایالاتو کې د انځور اخیستنې مخکښې سټوډیو ته ولاړ څو هم خپل مهارتونه زیات کړي او هم یو شمېر انځورونه خپاره کړي. په سانفرانسېسکو کې یې له کارلټون واټکینز سره ولیدل، هغه ورته د لویو اثارو د تولید په موخه خپله طریقه چې په اوبو کې یې د نګټیو فلمونو په اېښودلو ترسره کوله تشرېح کړه. ساویج بیا وروسته څرګنده کړه چې د واټکینز طریقه ستونزمنه وه خو له هغو څخه د لاسته راوړونکو نتایجو اړوند یې بخیلي راتله. نوموړي نیویارک ته بېړۍ کې سفر وکړ، چېرې چې هلته د انځورو اخیستنو په برخه کې د زده کړو او تخنیک پرمختګ هغه ته الهام وروبخښه. هغه مهال چې په نیویارک ښار کې و، له ساموئل آر.ولز سره یې هوکړه وکړه چې هغه به په خپله سټوډیو کې دده انځورونه او ساویج به یې په بدل کې په اوتا کې د هغه د انځورونه پلوري. ساویج همدارنګه له نورو خپرونکو سره هم ورته هوکړې وکړې. وروسته له هغه چې ساویج ځانته یوه توره خونه لرونکی سپارښتی موټر جوړ کړ او ورسره یې له E. and H.T. Anthony Co څخه د ۳۴۰۰ ډالرو په ارزښت د انځور اخیستنې وسایل وپېرل له یو شمېر مورمون کډوالو سره سالټ لېک ښار ته رواګرځېد. هغه مهال چې موټر یې له پلټ نومي سیند څخه تېرېده، چپه شو او ګڼ شمېر نوي وسایل یې چې پېرلي و له منځه ولاړل. ساویج د خپلو پورونو یوه اندازه د نهو کلونو په ترڅ کې بېرته ورکړه، خو هغه وخت چې له اقتصادي ماتې سره په مخ کېدو شو د پورونو ورکول یې ودرول. پور ورکوونکي شرکت له هغه څخه شکایت وکړ او له یوې اوږدې قانوني مبارزې وروسته هغه خپل پورونه په ۱۸۸۳ زکال کې خلاص کړل. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

ساویج په ۱۸۶۹ زکال کې د یوتا په پرومونټوري ښار کې د جوړې شوې پرومونټوري (Promontory) غونډې پر مهال د پاسفیک ټولنې او مرکزي پاسفیک د اوسپنې پټلیو د نښلولو له مراسمو انځورونه واخیستل. د دغو انځورونه ټولګه د هغه تر ټولو مشهور اثر ګڼل کېږي. د ساویج په نورو مشهورو انځورنو کې د لویې حوضې له قبایلو په ځانګړې توګه د پایوت او شوشون قبایلو انځورونه شاملېږي. نوموړي د لویدیځ له پام وړ سیمو له دې ډلې د یلوسټون له ملي پارک، ژیون ملي پارک او همدارنګه د یوتا د ښارونو له جوړېدو څخه مستند کوونکي انځورونه واخیستل. بریتانوي الاصله هنرمند آلفرد لامبورن تر ډېره پورې هغه صحنې نقاشي کولې چې ساویج ترې انځورونه اخیستي و. ساویج همدارنګه د شمالي امریکا لویدیځو برخو ته ګڼ شمېر سفرونه وکړل او د کاناډا، مکسیکو او سربېره پر دې په منځني لویدیځ کې له آرام سمندر څخه تر نبراسکا پورې سیمو څخه یې انځورونه واخیستل. د ساویج له خوا ارشیف شوي ډېری انځورونه چې د انځور اخیستنې د لومړنیو لارو چارو څخه په کار اخیستو اخیستل شوي و؛ په ۱۸۸۳ زکال کې د هغه په سټوډیو کې د اورلګېدنې له امله له منځه ولاړل. [۲۰][۲۱]

د ساویج ډېری انځورونه په هارپر اونیزه کې وروسته له هغه خپاره شول چې نوموړي متحده ایالاتو ته د سفر پر مهال خپل یو شمېر انځورونه د دغې اونیزې په دفاترو کې پرېښودل. له دغې اونېزې سره د ساویج همکارۍ تر ۱۸۷۰ زکال پورې دوام وکړ، هغه مهال چې نوموړي Leslie's Illustrated  ته د انځورونو په لېږلو پیل وکړ.[۲۲][۲۳]

کورنۍ[سمول]

د ساویج یوې لور، لواسین آنت ساویج، له جي. روبن کلارک سره واده وکړ چې وروسته یې د LDS کلیسا د لومړني مشرتابه پلاوي غړیتوب ترلاسه کړ. [۲۴]

میراث[سمول]

ساویج تر ډېره پورې د اوسپنې پټلۍ د انځور اخیستونکي په توګه پېژندل کېږي. د هغه انځورونه د لرغوني لویدیځ له لومړنیو پړاونو څخه د صنعتي دورې تر پیلېدو پورې د پنځوسو کلونو د بدلونونو انځورونه رانغاړي. د هغه له مړینې وروسته جان. پي میکین لیکلي چې «ساویج په یوتا کې د ټولو په زړونو کې ځای لرونکی بزګر شاهزاده و». د هغه زامنو رالف، روسکو او جورج د خپل پلار له مړینې وروسته د آرټ بازار اداره کولو ته دوام ورکړ. رالف ساویج د LDS کلیسا له خوا وګمارل شول چې د سالټ لېک سیټي د معبد له داخلي فضا څخه انځورونه واخلي؛ چې بیا یې دغه انځورونه په The House of the Lord کې خپاره شول. آرټ بازار د ساویج له مړینې یوازې څو کاله وروسته اور واخیست؛ او یوه برخه وسوزېده خو اصلي ودانۍ یې جوړه پاتې شوه. له دې سره د ساویج د ژوند د وروستیو ۲۵ کلونو نګیټیو فلمونه په کې وسوزېدل. د ساویج کورنۍ بیاځلي ارټ بازار پرانیست خو داځل یې د انځورونو پر ځای تر ډېره نوي وسایل او د انځورونو لپاره چوکاټونه په کې پلورل. آرټ بازار د ۱۹۲۶ زکال د ډسمبر په ۳۱ مه په بشپړ ډول وتړل شو. [۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb15372419t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6qf99bf — subject named as: Charles Roscoe Savage — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. https://mormonarts.lib.byu.edu/people/charles-r-savage/
  4. Museum of Modern Art artist ID: https://www.moma.org/artists/5182 — د نشر نېټه: ۴ ډيسمبر ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb15372419t — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. Birth Certificate 1909.
  7. Richards 1995، ص. 9.
  8. Richards 1995، ص. 8.
  9. Richards 1995، ص. 7.
  10. Richards 1995، ص. 5.
  11. Richards 1995، ص. 11.
  12. Richards 1995، ص. 13.
  13. Richards 1995، صص. 17-20.
  14. Rowley 1990، ص. 7.
  15. Richards 1995، صص. 45; 47.
  16. Richards 1995، صص. 35–40.
  17. Richards 1995، ص. 42.
  18. Richards 1995، صص. 33; 35.
  19. Rowley 1990، ص. 8.
  20. Crocker Art Museum Store.
  21. Rowley 1990.
  22. Richards 1995، ص. 43.
  23. Richards 1995، ص. 88.
  24. ۲۴٫۰ ۲۴٫۱ Richards 1995، ص. 101.
  25. Richards 1995، ص. 103-108.