چارتېزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

چارتېزم په برتانيه کې د يو لوی کاري ټولګي يا پوړ خوځښت و، چې له ۱۸۳۸ز کال څخه تر ۱۸۵۷ز کال پورې راپورته شو او په ۱۸۳۹، ۱۸۴۲ او ۱۸۴۸ ز کالونو کې خورا پياوړی و. حکومتي چارواکو يې سخت مخالفت وکړ، چې په پای کې يې خوځښت وځپه. ياد خوځښت خپل نوم د ۱۸۳۸ زکال له ولسي منشور “People’s Charter” څخه اخيستی او د ملي لاريون خوځښت و، چې په شمالي انګليستان، ختيځو منځنيو ځمکو، سټففورډشاير پوټيريس، بلېک کنټري او د سويلي وېلز تنګيو “South Wales  Valley” کې يې د ملاتړ ځانګړي مرکزونه درلودل. د خوځښت ملاتړ هغه مهال خورا لوړ و، چې د ميليونونو کارګرو له لورې لاسليک شوې غوښتنې د عوامو مجلس ته وړاندې شوې. پلې شوې تګلاره يا ستراتيژي د ملاتړ د هغې کچې کارونه وه، چې دې غوښتنو او ورسره مل ډله ييزو ناستو د انسانولۍ له مخې د رايې کارونې د منلو لپاره پر سياسيت پوهانو باندې د فشار راوړلو په موخه په ګوته کړه. چارتېزم د همدې له امله د خپلو نښو د خوندي کولو په موخه پر اساسي لارو چارو باندې تکيه وکړه، که څه هم ځيني يې په ځانګړي ډول سويلي وېلز “South Wales” او يارکشاير “Yorkshire” کې په سرکښه فعاليتونو کې ښکېل شول.

د خلق (ولسي) منشور د سياسي نظام د زيات ديموکراتيک کولو په موخه د شپږو سمونونو غوښتنه وکړه:

  • هر هغه شخص لپاره يوه رايه چې يوويشت کاله يا له دې څخه پورته عمر ولري، د سالم عقل خاوند وي او د کوم جرم له امله سزا نه نوي ورکړل شوې.
  • د خپلې رايې کارونې پر مهال د رايه ورکونکي د خوندي کولو په موخه د رايې پټه پاڼه.
  • د پارلمان د غړو لپاره د ملکيت شرط نه شتون، چې ټاکنيزو حوزو ته اجازه ورکړي چې د خپلې خوښې شخص ته وروګرځي (وټاکي).
  • غړو ته اداينه، د سوداګرو، کارګرو يا د منځني وسايلو لرونکو (معتدلو) اشخاصو ته د دې توانايي ورکول، چې د ملت ګټو ته د رسېدلو په موخه د خپل ژوندانه وسايل (معيشت) پرېږدي يا يې راکم کړي.
  • برابرې ټاکنيزې حوزې، چې د لږ نفوسه ټاکنيزو سيمو ته د اجازې ورکولو پر ځای (چې د يوې لويې سيمې په پرتله زيات وزن ولري)، د ورته شمېر رايه ورکونکو لپاره په ورته تناسب استازولي خوندي کوي.
  • کلنۍ پارلماني ټاکنې، چې په دې ډول د بډو او ډارونې لپاره خورا اړين څار ځکه وړاندې کوي، چې هيڅ پولي شتمنۍ نه شو کولی په هرو دولس مياشتو کې د انسانولۍ له مخې د طبيعي رايې کارونې تر نظام لاندې يوه ټاکنيزه سيمه (حوزه) وپېري.

په پای کې د چارتيزم له رنګېدلو څخه وروسته انګليستان لومړني پينځه سمونونه تصويب کړل.

چارتېستانو ځانونه په يوه صنعتي ټولنه کې د سياسي فساد پر وړاندې او د ديموکراسۍ لپاره مبارزين ګڼل، مګر د مزد يا اجورې د کمښتونو او بېکارۍ په څېر اقتصادي لاملونو له امله يې له بنسټپالو سياسي ډلو څخه د باندې ملاتړ راجلب کړ. [۱][۲]

اصليت[سمول]

د ۱۸۳۲ز کال د سمون قانون “Reform Act 1832” له تصويب څخه وروسته، چې د شتمنو وګړو څخه پرته (د باندې) د رايې ورکولو چارې په پراخولو کې پاتې راغی، د کارګر ټولګي سياسي مشرانو ويناوې وکړې، چې په کې ادعا کوله چې د خيانت يو ستر قانون شته و. دا احساس د ۱۸۳۰ ز لسيزې د وېګ حکومتونو د کړنو په واسطه پياوړی شوی و، چې له کارګر پوړ سره د منځني پوړ له لورې خيانت شوی و. د يادونې وړ ده چې د بېوزلۍ د نوی کرکجن قانون تعديل “Poor Law Amendment” په ۱۸۳۴ز کال کې تصويب شو، چې کارګر يې له باندنۍ هوساينې څخه بې برخې کړل او بېوزله وګړي يې کارخونو ته وګرځول، چې کورنۍ په کې يو له بله بېلې شوې وې. د ۱۸۳۰ز لسيزې په وروستيو کې د انګليستان شمال کې د دې معيار پر وړاندې د مخالفت لويې څپې چارتېزم يو ډله ييز خوځښت کړ. داسې ښکارېدل چې يوازې کارګرو لپاره د رايې خوندي کول به هر څه بدل کړي او په حقيقت کې د چارتېزم سرلاری تاريخپوه دوروتي تامپسن “Dorothy Thompson” ياد خوځښت د هغه وخت په توګه راپېژني، چې زرګونو کارګرانو په کې داسې فکر کاوه، چې د دوی ستونزې د هېواد د سياسي سازمان له لورې حل کېدلی شي. په ۱۸۳۶ز کال کې د ويليم لووېټ “William Lovett” او هنري هيترينګتن “Henry Hetherington” له لورې د لندن د کارګرانو ټولنه ‘London Working Men’s” رامنځته شوه، چې په سويل ختيځ کې يې چارتېستانو لپاره يو پل يا بنسټ برابر کړ. وېلز کې د چارتېزم ريښې د ۱۸۳۶ز کال په مني کې د کارمارتين د کارګرانو ټولنې “Carmarthen Working Association” د بنسټ ايښودنې له وخت څخه ګڼل کېدلی شي.[۳][۴][۵]

مطبوعات[سمول]

چارتېست مطبوعات هم په ملي او هم په سيمه ييز ډول د مهالنيو په بڼه وغوړېدل، چې د خوځښت لپاره د خپلو خبرونو، سرمقالو، شاعرۍ او په ځانګړي ډول ۱۸۴۸ زکال کې د نړيوالو پرمختګونو په اړه راپورونو له امله مهم وو. دوی په پراخه کچه د اورېدلو تر کچې ورسېدل. په ۱۸۳۰ز لسيزه کې “Poor Man’s Guardian” ورځپاڼې چې هنري هيترينګتن يې مشري يا سمونه کوله، د پوړ له مخې پيوستون، د نارينتوب له مخې د رايې کارونې حق، ملکيت او د نشه يي څښاکو د مخنيوي له پوښتنو څخه بحث کاوه او د ۱۸۳۲ز کال د سمون قانون “Reform Act of 1832” يې وغنده. ورځپاڼې د تاوتريخوالي د نه شتون پر وړاندې د تاوتريخوالي بيان يا هغه څه راوسپړل، چې د مقالې ليکوالانو د فزيکي ځواک پر وړاندې اخلاقي ځواک ګڼه. ياده ورځپاڼه د بنسټپالنې يا راډيکليزم د غږ په توګه د “Northern Star and Leeds General Advertiser” په نوم د يوې خورا زياتې نامتو ورځپاڼې په مرسته بريالۍ وه. ستوری “Star” ورځپاڼه د ۱۸۳۷ او ۱۸۵۲ز کالونو تر منځ خپره شوې وه او په ۱۸۳۹ ز کال کې د ۵۰۰۰۰ [ټوک] دوران (پېر) په درلودلو سره برتانيه کې تر ټولو زياته پلورل کېدونکې ولايتي ورځپاڼه وه. دا ورځپاڼه د نورو چارتېستي ورځپاڼو په څېر زياتره وخت په قهوه خونو، کاري ځايونو او پرانېستې فضا کې په لوړ غږ لوستل کېده. نورې چارتېستي مهالنۍ “Northern Liberator (1837-40)، “English Chartist Circular (1841-43)”، او “Midland Counties’ Illuminator (1841)” وې. يادو ورځپاڼو د ولسي منشور “People’s Charter” د غوښتنو، د سيمه ييزو ناستو د حسابونو، د زده کړو او د شرابو د کارونې د مخنيوي په اړه تبصرې او د لويې برخې شاعرۍ رښتيني ثابتول وړاندې کړل. دوی د راتلونکو ناستو اعلانونه هم وکړل، چې په عمومي ډول ډول د سيمه ييزو ولسي څانګو له لورې برابر شول، چې په عمومي ځايونو يا يې تالارونو کې تر سره کېدل. لندن کې د چارتېست ناستو د وېش څېړنه چې په “Northern Star” ورځپاڼه کې اعلان شوي وو، ښيي چې ياد خوځښت په لويو ښارونو کې په ورته ډول نه و خپور شوی، مګر په “West End” کې راټول شوی و، چې يو ډله چارتستي ګنډونکو په کې هټۍ درلودلې؛ همدا راز ختيځ کې د “Shoreditch” په نوم سيمه کې هم متمرکز شو او پر هغو شراب خونو باندې يې پياوړې تکيه وکړه، چې د ځايي دوستانه ټولنو ملاتړ يې هم کاوه. لوستونکو د امپرياليزم غندنه (د ترياکو لومړۍ جګړه ۱۸۳۹-۱۸۴۲ز کال په کې غندل شوې وه) او د ازادې سوداګرۍ د متمدن او ارامونکو اغېزو په اړه بحثونه هم وموندل.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ۱۸۳۸ز کال ولسي منشور[سمول]

په ۱۸۳۷ز کال کې د پارلمان شپږ تنو غړو او شپږ کارګرانو د ويليم لووېټ ‘William Lovett’ په ګډون (د لندن د کارګرانو ټولنې په استازولۍ چې په ۱۸۳۶ز کال کې جوړه شوې وه) يوه کمېټه جوړه کړه، چې په ۱۸۳۸ز کال کې يې ولسي منشور “People’s Charter” خپور کړ. دې چارې د خوځښت شپږ اصلي نښې په ګوته کړې. د دې نښو يا موخو لاسته راوړنه به ښايي کارګرانو ته د قانون جوړونې برخه کې د وينا موکه ورکړي: دوی به د رايې کارونې وړتيا ولري، د دوی رايه به د پټې رايې په واسطه خوندي وي او دوی به د ملکيت ځانګړتيا د له منځه وړلو او د پارلمان غړو لپاره د اداينې د پېژندنې په پايله کې د عوامو مجلس ته د ټاکنې لپاره د ودرېدلو وړتيا ولري. له دې غوښتنو هيڅ يوه يې نوې نه وه، مګر ولسي منشور د ۱۹ پېړۍ د برتانيې په تر ټولو نامتو سياسي اعلاميې باندې بدل شو. [۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Malcolm Chase, Chartism: A New History (Manchester UP, 2007)
  2. Boyd Hilton, A Mad, Bad, and Dangerous People?: England 1783–1846 (2006) pp 612–621
  3. Dorothy Thompson, The Chartists: Popular Politics in the Industrial Revolution (1984).
  4. Minute Book of the London Working Men’s Association. Archived 2021-10-28 at the Wayback Machine. British Library 2018. Retrieved 1 April 2018.
  5. Williams, David (1939). John Frost: A Study in Chartism. Cardiff: University of Wales Press Board. د کتاب پاڼي 100, 104, 107. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. , Joan Allen and Owen R. Ashton, Papers for the People: A Study of the Chartist Press (2005).
  7. Bob Breton, "Violence and the Radical Imagination", Victorian Periodicals Review, Spring 2011, 44#1 pp. 24–41.
  8. Cris Yelland, "Speech and Writing in the Northern Star", Labour History Review, Spring 2000, 65#1 pp. 22–40.
  9. Navickas, Katrina (2015). Protest and the Politics of Space and Place, 1789–1848. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Navickas, Katrina; Crymble, Adam (2017-03-20). "From Chartist Newspaper to Digital Map of Grass-roots Meetings, 1841–44: Documenting Workflows". The Journal of Victorian Culture. 22 (2): 232–247. doi:10.1080/13555502.2017.1301179. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Shijie Guan, "Chartism and the First Opium War", History Workshop (October 1987), Issue 24, pp. 17–31.
  12. . The six points | chartist ancestors. chartist ancestors.
  13. Rosanvallon, Pierre (2013-11-15). The Society of Equals (په انګلیسي ژبه کي). Harvard University Press. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-72644-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)