Jump to content

څېښتوونکی استدلال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څېښتوونکی (یا احتمالي) استدلال (په انګلیسي: Abductive Reasoning؛ چې د څېښتونې، څېښتوونکي استنتاج او بیاراګرځونې په نامه هم یادېږي) د منطقي استنتاج یوه بڼه ده چې د نولسمې پېړۍ د وروستۍ درېیمې په پیل کې د امریکایي فیلسوف – چارلز ساندرز پیرس – له‌خوا فورمولیزه او وپنځول شو. دغه استدلال د یوې مشاهدې یا د مشاهداتو له یوې ټولګې څخه پیلېږي، وروسته بیا له مشاهداتو څخه تر ټولو ساده او احتمالي پایلې اخېستلو په لټه کې دی. دغه بهیر، له استنتاجي استدلال سره په توپیر کې، یوه د منلو وړ پایله په لاس ورکوي خو په مثبته توګه یې نه‌تاییدوي. څېښتوونکې پایلې داسې تعریفېږي چې ګنې شکمن یا ناباوره اړخونه په کې پاتې دي، چې د ناپرېکړندو ګړنو له‌لارې، لکه «غوره پایله» یا «تر ټولو احتمالي پایله»، بیانېږي. کېدای شي څېښتوونکی استدلال د «تر ټولو غوره بیان استنتاج» په څېر وانګېرل شي، که څه هم د «څېښتونې» او «تر ټولو غوره بیان استنتاج» ګړنې کټ‌مټ سره معادلې نه‌دي.[۱][۲][۳][۴][۵]

په ۱۹۹۰ ز لسیزه کې، د شمېرنې او محاسبې د پیاوړتیا له ودې سره سم، د څېښتونې سکالو ته بیاځلي د حقوقو، کمپیوټر ساینس او مصنوعي ځیرکتیا څانګو لېوالتیا راوپارېدله. تشخیصي تخصصي سیسټمونه ډېري وخت له څېښتوونکي استدلال څخه ګټه اخلي.[۶][۷][۸][۹]

استنتاج، استقرا او څېښتونه

[سمول]

استنتاج

[سمول]

استنتاجي (قیاسي) استدلال په مرسته کولای شو له یوې a پایلې څخه یوه b پایله ترلاسه کړو، یوازې هغه مهال چېb د a یوه بڼه‌ییزه منطقي پایله وي. په بله وینا، استنتاج موږ ته انګېرل شوې پایلې په لاس راکوي. د انګېرنو د سموالي به پام کې نیولو سره، یو باوري استنتاج د پایلې له سموالي څخه بشپړ ډاډ وړاندې کوي. د بېلګې په توګه: «پوهنغونډونه هر څوک اېډېټ کولای شي» (a1) او «ویکي‌پېډیا یو پوهنغونډ دی» (a2)، نو پایله ترلاسه کوو چې، «ویکي‌پېډيا د هر چا له‌لورې اېډېټ کېدلای شي» (b).

استقرا

[سمول]

استقرایی استدلال، د a له یوې مجموعي پوهې څخه د b د یوشمېر ټولیزو اصولو استنتاج ته ویل کېږي، کله چې له a څخه د b تابعیت اړین نه‌دی. کېدای شي a موږ ته د b د منلو لپاره خورا ښه دلیل وړاندې کړي، خو د b له سموالي څخه ډاډ نه‌ورکوي. د بېلګې په توګه: که چېرې ټولې هغې زاڼې چې تر اوسه مو لېدلې دي، سپینې وي، کېدای شي داسې استنباط وکړو چې ګنې په سپین رنګ کې د ټولو زاڼو د راڅرګندېدلو احتمال منطقي برېښي. موږ د دغې قضیې څخه د لاس‌ته راغلې پایلې د منلو په اړه ښه دلیل په لاس کې لرو، خو دا د پایلې د سموالي تضمین کولو لپاره، نابشپړه دی (په حقیقت کې، داسې ښکاري چې ځینې زاڼې تورې دي).

څېښتونه

[سمول]

د څېښتوونکي استدلال په ترڅ کې، دا امکان برابروي ترڅو a د b د یوه بیان په توګه استنباط شي. د دغه استنباط په پایله کې، څېښتونه له b پایلې څخه د a مخکې-شرط د څېښتولو امکان رامنځ‌ته کوي. په دې توګه، استنتاجي استدلال او څېښتوونکی استدلال په دې کې سره توپیر لري، چې د «a، b ته منتج کېږي» قضیې کوم اړخ، ښي یا کیڼ، د یوې پایلې په څېر راڅرګندېږي.

په دې توګه، د b لپاره د ګڼ‌شمېر ممکنو بیانونو له امله، څېښتونه، په بڼه‌ییز ډول، د پایلې د تایید له منطقي تېراېستنې (مغالطې) سره معادله ده. د بېلګې په توګه: د بیلیارد په لوبه کې، د کیو توپ له ویشتلو وروسته ګورو چې اتم شمېره توپ موږ خوا ته را روان دی، کېدای شي داسې یو څېښتوونکی اټکل ووهو چې د کیو توپ پر اتم توپ لګېدلی دی. د اتم شمېره توپ حرکت، کیو توپ سره د ټکر له امله انګېرل کېږي. دا انګېرنه د یوې فرضیو په توګه پېژندل کېږي چې زموږ مشاهدات بیانوي. د اتم شمېره توپ د حرکت لپاره د ګڼ‌شمېر ممکنو بیانونو د شتون په پام کې نیولو سره، څېښتونه مو ډاډمنولای نه‌شي چې په واقعیت سره، د کیو توپ پر اتم توپ لګېدلی دی، خو سره له‌دې، څېښتونه مو لا هم ګټوره ده، کېدای شي په شاوخوا چاپېریال کې لاره راوښیي. زموږ د هر مشاهده کېدونکي فزیکي بهیر لپاره د ګڼ‌شمېر ممکنو بیانونو له شتون سره، سره، بیا هم د یوه بهیر لپاره د یوازې یوه بیان (یا لږشمېر بیانونو) څېښتولو ته لېواله یو او تمه لرو چې په اړوند چاپېریال کې په لا ښه توګه خپله یون ومومو او ځیني احتمالات له پامه وغورځوو. څېښتوونکی استدلال، چې په سمه توګه کارول کېږي، کېدای شي په بایېزي احصائیه کې د ړومبنیو ارقامو لپاره یوه ګټوره سرچینه وي.

د څېښتوونکي استنتاج فورمولیزه کول

[سمول]

د منطق پر بنسټ څېښتونه

[سمول]

په منطق کې، یو بیان د T په څېر یوې داسې منطقي تیورۍ د کارولو له‌لارې بشپړېږي، چې یوه زمینه او د O په څېر د مشاهداتو یوه ټولګه ښکاره کوي. څېښتونه، د T په پام کې نیولو سره، O ته د اړوند بیانونو یوې ټولګې رااېستلو او له هغو څخه د یوه بیان غوره کولو بهیر دی. د دې لپاره چې د T په پام کې نیولو سره، E د O یوه بیان په توګه وګڼل شي، نو باید دوه شرطونه پوره کړي:

  • O د E او T تابع وي؛
  • E له T سره موافق وي.

په صوري منطق کې، O او E د الفاظو د یوې ټولګې په توګه انګېرل کېږي. د E لپاره یاد دوه شرطونه، چې هغه، د T په پام کې نیولو سره، د O یو بیان ښیي، په لاندې بڼه لیکل کېږي:

  • T ⋃ E ⊨ O؛
  • T ⋃ E بې‌تناقضه دی.

د E ممکنه بیانونو په منځ کې، چې نوموړي دوه شرطونه پورې کوي، په ټولیزه توګه، د حداقلیت بل شرط هم کېښودل کېږي ترڅو بیانونو ته د نااړوندو واقعیتونو (نه هغه چې د O منتج کېدنې پورې تړاو لري) له شاملېدو څخه مخنیوی وشي. نو وروسته له‌دې، څېښتونه داسې یوه بهیر دی چې د E له منځه یو عنصر رااخلي. له هغه ځایه چې رااخېستل شوی عنصر «تر ټولو غوره» بیان وړاندې کوي، نو د ټاکلو پر مهال یې د څرګندوالي، ړومبنی احتمال او د بیان د څرګندولو پیاوړتیا په څېر معیارونه په پام کې نیول کېږي.

مخینه

[سمول]

د پیرس له‌لورې د څېښتوونکي استدلال معرفي او پنځونه

[سمول]

ټولیزه کتنه

امریکایي فیلسوف – چارلز ساندرز پیرس – د نومهال منطق په ترڅ کې، څېښتونه معرفي کړه. د کلونو په اوږدو کې یې دغه استنتاج د «فرضیې»، «څېښتونې»، «اټکل» او «بیاراګرځونې» په نومونو یاد کړ. هغه دا استدلال، په منطق (نه په کره صوري یا ریاضیکي منطق) کې د فلسفې د یوې معیاري څانګې په څېر یوه سکالو، او په پای کې یې په اقتصاد کې د څېړنې یوې سکالو په توګه پېژندله.

تر ۱۹۰۰ ز کال دمخه، پیرس د یوې مشاهدې د بیانولو لپاره له څېښتونې څخه د یوه پېژندل شوې قاعدې په توګه کار اخېسته. د بېلګې په ډول: دا یو پېژندل شوې قاعده ده چې، که چېرې باران وورېږي، نو شنه بوټي لمدېږي؛ نو د دې لپاره چې د دغه چمن د شنو بوټو د لمدېدنې واقعیت بیان کړو، داسې ګومان کېږي چې ګواکې باران ورېدلی دی. که چېرې د مشاهدې نور بیانوونکي ممکنه قواعد په پام کې ونه‌نیول شي، کېدای شي څېښتونه ناسمې پایلې ولري؛ د بېلګې په توګه: شنه بوټي کېدای شي د پرخې (شبنم) له امله لامده شوي وي. دا په ټولنیزو علومو او مصنوعي ځیرکتیا کې د «څېښتونې» ګړنې متداولې کارَونې په توګه پاتې شوې ده. [۱۰]

پیرس، په پرله‌پسې توګه، څېښتونه د استنتاج د داسې یو ډول په توګه څرګنده کړې چې ګنې په یوه بیان کې د پایلې اخېستنې له‌لارې (که څه هم د ډاډ وړ نه‌وي)، د ځینو خورا تلوسناکو یا هېښتیاوړو (غیرعادي) مشاهدو لپاره یوه فرضیه پنځوي. د ۱۸۶۵ ز په لومړیو کې، هغه لیکي چې، «د علت او ځواک واړه مفهومونه د فرضي استنتاج له‌لارې خپرېږي»؛ په ۱۹۰۰ ز لسیزې کې لیکي چې، «د تیوري‌ګانو د څرګندونې واړه منځپانګه د څېښتونې له‌لارې خپرېږي». په نورو اړخونو کې، پیرس د څېښتونې په هکله خپل الواک، د کلونو په تېرېدو سره بیا، بیا تر کتنې لاندې نیولی دی.[۱۱]

سرچینې

[سمول]
  1. For example: Josephson, John R.; Josephson, Susan G., eds. (1994). Abductive Inference: Computation, Philosophy, Technology. Cambridge, UK; New York: Cambridge University Press. doi:10.1017/CBO9780511530128. ISBN 978-0521434614. OCLC 28149683.
  2. "Retroduction". Commens – Digital Companion to C. S. Peirce. Mats Bergman, Sami Paavola & João Queiroz. خوندي شوی له the original on 2014-08-26. بياځلي په 2014-08-24.
  3. Sober, Elliott (2013). Core Questions in Philosophy: A Text with Readings (6th ed.). Boston: Pearson Education. p. 28. ISBN 9780205206698. OCLC 799024771. I now move to abduction—inference to the best explanation.
  4. Campos, Daniel G. (June 2011). "On the distinction between Peirce's abduction and Lipton's inference to the best explanation". Synthese. 180 (3): 419–442. doi:10.1007/s11229-009-9709-3. S2CID 791688. I argue against the tendency in the philosophy of science literature to link abduction to the inference to the best explanation (IBE), and in particular, to claim that Peircean abduction is a conceptual predecessor to IBE. [...] In particular, I claim that Peircean abduction is an in-depth account of the process of generating explanatory hypotheses, while IBE, at least in Peter Lipton's thorough treatment, is a more encompassing account of the processes both of generating and of evaluating scientific hypotheses. There is then a two-fold problem with the claim that abduction is IBE. On the one hand, it conflates abduction and induction, which are two distinct forms of logical inference, with two distinct aims, as shown by Charles S. Peirce; on the other hand it lacks a clear sense of the full scope of IBE as an account of scientific inference.
  5. Walton, Douglas (2001). "Abductive, presumptive and plausible arguments". Informal Logic. 21 (2): 141–169. CiteSeerX 10.1.1.127.1593. doi:10.22329/il.v21i2.2241. Abductive inference has often been equated with inference to the best explanation. [...] The account of abductive inference and inference to the best explanation presented above has emphasized the common elements found in the analyses given by Peirce, Harman and the Josephsons. It is necessary to add that this brief account may be misleading in some respects, and that a closer and more detailed explication of the finer points of the three analyses could reveal important underlying philosophical differences. Inferences to the best explanation, as expounded by Harman and the Josephsons, can involve deductive and inductive processes of a kind that would be apparently be excluded by Peirce's account of abduction.
  6. See, e.g. Analysis of Evidence, 2d ed. by Terence Anderson (Cambridge University Press, 2005)
  7. For examples, see "Abductive Inference in Reasoning and Perception", John R. Josephson, Laboratory for Artificial Intelligence Research, Ohio State University, and Abduction, Reason, and Science. Processes of Discovery and Explanation by Lorenzo Magnani (Kluwer Academic/Plenum Publishers, New York, 2001).
  8. Flach, P. A.; Kakas, A. C., eds. (2000). [[[:کينډۍ:Google books]] Abduction and Induction: Essays on their Relation and Integration]. Springer. p. xiii. بياځلي په 31 October 2016. This book grew out of a series of workshops on this topic. [Budapest 1996; Nagoya 1997; Brighton 1998] {{cite book}}: Check |url= value (help)
  9. Reggia, James A., et al. "Answer justification in diagnostic expert systems-Part I: Abductive inference and its justification." IEEE transactions on biomedical engineering 4 (1985): 263-267.
  10. Popper, Karl (2002). Conjectures and Refutations: The Growth of Scientific Knowledge (2 ed.). London: Routledge. p. 536.
  11. See Santaella, Lucia (1997) "The Development of Peirce's Three Types of Reasoning: Abduction, Deduction, and Induction", 6th Congress of the IASS. Eprint.