څېړنه ميتودلوژي ( Research)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څېړنه څه ته وايي؟ پلوتيچک څیړنه داسې راپېژني: څېړنه (Research) د يو سکالو (موضوع) پر شاوخوا را ګرځېدل ته وايي، چې ((RE)) د بيا ځلې او ((Search)) د پلټنې،سپړنې او څیړنې په مانا کارول کېږي. څېړنه تل د نوي او ډېرو مالوماتو تر لاسه کولو په موخه ترسره کېږي. څېړنه د حقيقت موندنې او پلټنې پوښتنو ته د ځواب ويلو او ستونزو د حل په مانا ده. په پايله کې څېړنه منظمې_ کره او سپړنې ته ويل کېږي. څېړونکی محقيق څوک دی؟ څېړونکی هغه څوک دی،چې د حقيقتونو د موندلو لپاره مطالعه کوي او مواد راټولوي،مواد ډلبندي کوي او مخاطیبنو ته یې وړاندې کوي. ولې څېړنه کوو؟؟ ۱_ د مالوماتو ډلبندي، ۲_ پرتلنه،۳_ ارزونه،۴_ تشريح او سپړنه،۵_ اړيکه،۶_ وړاندوېنه.... د څېړنې ځانګړتياوې: ۱_ د څېړنې پر ټاکلې سکالو څرخېدل. ۲_ څېړنه کې خامخا نوښت (ابتکار) موجود وي. ۳_ څېړنه بايد په خپلواک فکر پيل شي او ځانګړې موخه لرونکي وي. ۴_ د څېړنه موخه د حقايقو او واقعیتونو رابرسیره کول دي. ۵_ څېړنه کې بايد کامخا علت او معلول سپړنه او پلټنه شوي وي. ۶_ څېړنه بايد منظمه او سيستماتيک وي.

ليکوال: عابد الله حافظ