څوکری، پښۍ (رواش)
څوکری چې په دري ژبه یې رواش بولي د پښتنو په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو نومونو سره یادېږي. ځینې پښتانه یې سخاربل، ريی او پښۍ هم بولي. څوکری یا رواش ته ایرانیان ریواس او راوند وایي، په عربي ژبه یې راوند الحدائق، په اردو ژبه ورته ریوند چیني، په انګرېزي کې ورته (Rhubarb) وایي او پوهنيز (علمي ة او ساینسي نوم یې (Rheum rhabarbarum) دی. څوکری یو بوټی یا نبات دی چې هم کرل کېږي او هم په غرونو کې په پنځو (طبيعي) ډول پیدا کېږي او ډنډر يې په پاخه او اومه ډول خوړل کېږي.
رواش د (سېک) انرژۍ، کاربو هیدریډ ،شکرې، فایبرونو، اوسپنې مګنیشیم، فاسفورس، کلشیم، پوتا شیم او پروټینو لرونکی دی او ویټامین (B1،(B2، B6 او ويټامین C، E،Kلري.
په افغانستان کې وګړي څوکری (رواش) په غوړیو کې هم سره کوي او له وریجو سره یې خوري. همداراز د څوکري نه مربا هم جوړوي، د څوکري خوند تریو دی.
څوکری (رواش) د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې پیدا کېږي او د سبزیو او ترکاریو په دوکانونو او هټیو کې خرڅېږي.
د افغانستان د ماهیپر، میدان وردګو، د پروان کوه ساپي، منځني افغانستان او سالنګ د غرونو رواش ډیر ښه او خوندور دي، خو پاڼې یې زهر جنې دي او نه کله چې د رواشو پاڼې لویې شي نو وګړي یې شکوي هغه په اوبو کې ایشوي او بیا یې اوبه پر هغو ونو او بوټو وهي چې رنځ (مرض) نیولي وي.خوړلی کېږي.