څنګه کولای شو چې ښه مطالعه وکړو؟

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په دې لیکنه کې لس (۱۰) مهمې لارې چارې په ګوته شوي، چې ستاسو له ښې مطالعې او زده کړې سره به مرسته وکړي.


۱. د مطالعې لپاره د یو ښه او مناسب محیط برابرول: د مطالعې په کوټه کې د تلویزون، راډیو، د کورنۍ کوم غړي او نورو شتون ممکن ددې سبب شي، چې تاسو په دقیق ډول مطالعه ونه کړای شئ. د مطالعې لپاره یو میز او یا میز ته ورته پراخ شی وکاروئ، همدارنګه د مطالعې په ساحه کې د کافي روښنایې شتون ضروري دي، ترڅو وکولای شئ هغه څه چې غواړئ مطالعه کړئ په اسانۍ سره ووینئ.


۲. د خپلې زده کړې په ډول ځان پوه کړئ: که چیرې په دې ځان پوه کړئ، چې کوم ډول مطالعه کولو سره تاسو په لږ او آسانه توګه ډیر څه زده کولی شئ نو دا به ډیره ښه خبره وي. ځکه د هر انسان ځانګړتیاوې سره فرق لري، څوک په قرار قرار قدم وهلو سره ، څوک په ناسته، څوک په لیدلو، څوک په لوړ آواز ویلو او څوک په نورو لارو سره په اسانه او لږ وخت کې له مطالعې ډیر څه زده کولی شي. نو تاسو هم د خپل مطالعې ډول او سټایل پيدا او په هماغه ډول خپلې مطالعې ته دوام ورکړئ.


۳. د مطالعې په وخت کې وقفه واخلئ: کله مو چې د مطالعې پر مهال طبیعت خراب شو، نو یوه لنډه وقفه واخلئ. او یا هم د ۳۰ دقیقو مطالعې کولو وروسته د لسو دقیقو لپاره وقفه واخلئ. تر څو مو ذهن بیرته تازه او د نورې مطالعې لپاره اماده او لیواله شي.


۴. خپله پوهه مو وآزمویئ: د کورنۍ له کوم غړي یا ملګري څخه غوښتنه وکړئ، چې په زده شویو معلوماتو کې درڅخه امتحان واخلي. او یا هم په خپله په یوه کتابچه کې د مطالعې پر مهال سوالونه ځان ته جوړ کړئ او وروسته له مطالعې لیکل شوو سوالونو ته ځوابونه ورکړئ. له دې سره به تاسو په دې پوه شئ، چې له لوستل شوو معلوماتو مو څومره معلومات زده کړي.


۵. ځان پوه کړئ : په دې ځان پوه کړئ، چې څه زده کول غواړئ او د کوم مقصد لپاره، ځکه ددې کار په کولو مو له مطالعې سره نوره مینه او علاقه هم پیدا کیږي.


۶. په خپل ځان باندې یقیني او باوري اوسئ: له هر څه مخکې باید په ځان باور ولرئ او تل داسې فکر وکړئ چې زه هر کار کولای شم او هیڅ کار ناممکن نه دی.


۷. زیار وباسئ: دا خو معلومه خبره ده چې بې زحمته راحت نشته، نو که غواړئ یو غښتلی او ښه زده کوونکی واوسئ، نو په خپلو زده کړو کې زحمت وباسئ. هیڅکله ارامه مه کینئ یعنې خوشې مه کینئ. تل هڅه وکړئ، چې نوي معلومات او مهارتونه زده کړئ.


۸. یو معلوم هدف باید ولرئ: خپل زیات وخت مو د هغو شیانو په مطالعه کولو او تمرین کولو وکاروئ، چې مینه ورسره لرئ. په ژوند کې یو معلوم هدف وټاکئ او خپل هدف ته د ښې او ګټورې مطالعې له لارې ځان ورسوئ.


۹. متوجه او لیواله اوسئ: کله مو چې مطالعه کوله نو په پوره تمرکز او لیوالتیا سره یې وکړئ، په داسې ځای کې چې هلته تلویزون،راډیو او یا کوم بل مزاحمت موجود وي مطالعه مه کوئ. ځکه چې بیا مو فکر له مطالعې اوړي او په موضوع به مو سر نه خلاصیږي نو ممکن له مطالعې مو زړه تور شي. د مطالعې په دوران کې له خوارک کولو څخه ډډه وکړئ ، په لنډ ډول باید ووایم چې د مطالعې په وخت کې صرف او صرف مطالعه وکړئ.


۱۰. د مطالعې لپاره یو مهال ویش وټاکئ: داسې یو مهال ویش جوړ کړئ، چې په کومه ورځ، په کوم وخت او د څومره وخت لپاره باید تاسو یو کتاب مطالعه کړئ. تر څو مو د هر مضمون او یا هم موضوع لپاره وخت معلوم کړای وي.

ترتیب کوونکي : احسان الله مصلح صافی