څلورم بطلیموس فیلوپاتور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څلورم بطلیموس فلیوپاتور (په یوناني: Πτολεμαῖος Φιλοπάτωρ، په رومي: Ptolemaĩos Philopátōr، « چې معنا یې په‌خپل پلار میین بطلیموس دی»؛ زوکړه له میلاد څخه مخکې د ۲۴۴ کال مې/جون – مړینه د ۲۰۴ کال جولای/اګست) له میلاد څخه مخکې له ۲۲۱-۲۰۴ کال پورې په مصر کې د بطلیموسي کورنۍ څلورم فرعون و.   

څلورم بطلیموس د درېیم بطلیموس او دویمې برانیس زوی و. پر تاج او تخت د هغه ځای ناستي د شاهي بطلیموسي کورنۍ له پراخې تصفیې سره مل وه چې د سلطنتي دولت کنترول يې تر ډېره د خپلو سوسبیوس او اګاتوکلس درباریانو لاس ته ورکړ. د هغه د واکمنۍ دوره له سلوکي سترواکۍ سره د سوریې له څلورمې جګړې (له میلاد څځه مخکې ۲۱۹-۲۱۷) سره مشخصه شوې چې د رافیا په جګړه کې د بطلیموس له غوڅې بریا سره پای ته ورسېده دا په ټوله هېلنیسټي دوره کې یوه تر ټولو ستره جګړه وه. د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې يې د هېواد د سویلې برخې کنترول یاغي فرعون هوګرونافور ته له لاسه ورکړ. څلورم بطلیموس له ميلاد څخه مخکې په ۲۰۴ کال کې په مرموزو شرایطو کې ومړ او د هغه تنکی زوی پنځم بطلیموس اپیفانس د سوسبیوس او اګاتوکلس په واکمنۍ د هغه ځای ناستی شو.

په لرغونو سرچینو کې له تجملي او درباري مراسمو سره له مینې تر حکومت، سیاست او د خارجي اړیکو په برخه کې پر څلورم بطلیموس نیوکه شوې. د بطلیموسي کورنۍ زوال معمولاً د هغه د واکمنۍ له دورې سره تړاو لري.

مخینه او د ژوند لومړي کلونه[سمول]

څلورم بطلیموس د درېیم بطلیموس او د هغه د مېرمنې دویمې برنیس دویم بچی او مشر زوی و. هغه پر تخت د خپل پلار تر کېناستلو دوه کاله وروسته په مصر کې نړۍ ته راغی. څلورم بطلیموس د درېیمې ارسینوی په نوم یوه مشره خور او د لیسیماکوس (نامشخص نوم)، سکندر او ماګاس په نوم درې کشران وروڼه لرل چې ټول له ميلاد څخه مخکې په ۲۴۰مه لسیزه کې زېږېدلي. ټوله کورنۍ په ترموس او دلفي کې د ایتولي اتحادیې په‌واسطه د مجسمو په یوه ډله کې یادګار ساتل شوې. د درېیم بطلیموس د واکمنۍ پرمهال بطلیموسي پاچاهي خپل اوج ته رسېدلې وه او په غوڅ ډول يې د سوریې په درېیمه جګړه (له ميلاد څخه مخکې ۲۴۱-۲۴۶) کې سیالې پاچاهۍ سلوکي ته ماته ورکړه، د مقدونیې له انتیګونید سره يې د یونان د مخالفت مالي ملاتړ وکړ او تقریباً د مدیترانې سمندر ټولې ختیځې سیمې یې خوندي کړې. که څه هم دا واکمني له ميلاد څخه مخکې په ۲۴۵ کال کې د بطلیموسي واکمنۍ پر وړاندې د مصر له لومړني لرغوني پاڅون سره هم مشخصه شوې وه. د درېیم بطلیموس د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې په يونان کې د کلئومن جګړه (له ميلاد څخه مخکې ۲۲۲-۲۲۹) پیل شوه او د پام‌وړ بطلیموسي ملاتړ سره سره د سپارتا درېیم کلئومنس د انتیګونیدیانو په مشرۍ ائتلاف په‌واسطه په بشپړ ډول ماته وخوړه او مصر ته په تېښته اړ شو.  [۱][۲][۳][۴]

واکمني[سمول]

له ميلاد څخه مخکې د ۲۲۲ کال د اکتوبر او ډېسمبر تر منځ وخت کې درېیم بطلیموس ومړ او تاج د څلورم بطلیموس پر سر کېښول شو. نوی پاچا شاوخوا شل کلن و چې په شدید ډول د دوو اشرافو تر اغېز لاندې و: سوزیبیوس او اګاتوکلس چې د څلورم بطلیموس د معشوقې اګاتوکلئا ورور و. د څلورم بطلیموس د واکمنۍ پر مهال سوزیبیوس په شاهي کورنۍ کې د هر هغه کس د لرې کولو لپاره د تصفیې یوه پراخه طرحه جوړه کړه چې ممکن و له هغه سره مخالفت وکړي. د څلورم بطلیموس تره لیسلما خوس په احتمالي ډول په همدې وخت کې وژل شوی. باور دا و چې مور یې دویمې برنیس د هغه له کوچني ورور ماګاس څخه ملاتړ کاوه چې د پام‌وړ پوځي قومانده یې لرله او په پوځ کې مشهور و، ځکه ماګاس په‌خپل حمام کې ستي او ووژل شو. دویمه برنیس لږ وروسته ورپسې ومړه؛ ویل کېږي چې هغه مسمومه شوې وه. په مقابل کې یې د څلورم بطلیموس مشره خور درېیمه ارسینو له پاچا سره په نږدې اړیکه کې پاتې شوه. هغوی له ميلاد څخه مخکې په ۲۲۰ کال کې واده وکړ. د بطلیموسانو په ګډون د مصریانو په شاهي کورنیو کې د خور او ورور ودونه عام و. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د سوریې څلورمه جګړه (۲۱۹-۲۱۷)[سمول]

له ميلاد څخه مخکې په ۲۲۲ کال کې درېیم انتیوخوس سلوکي تاج او تخت ترلاسه کړ او سمدستي يې ځان یو متحرک مشر څرګند کړ چې د سلوکیانو د واک د بېرته راستنولو او د سوریې په درېیمه جګړه کې سلوکیانو ته د اوښتو زیانونو د جبران لپاره يې کلکه اراده وکړه. له میلاد څخه مخکې په ۲۲۱ کال کې د درېیم انتیوخوس تر واک ته رسېدلو یو کال وروسته یې په کوئل- سوریه کې پر بطلیموسي خاورو برید وکړ. د بطلیموسي سیمې قومندان تئودوتوس د هغه مخنیوی وکړ او په مادیه کې د هغه د لاسپوڅي واکمن مولون د پاڅون په پایله کې دې ته اړ شوچې له ختيځ سره یوځای شي.  [۱۱][۱۲]

له میلاد څخه مخکې د ۲۱۹ کال په پسرلي کې درېیم انتیوخوس بیاځلي هڅه وکړه او په کلیدي بندري ښار سلوکیا پیریا «د سلوکیانو د کرړې زړه» چې له ميلاد څخه مخکې له ۲۴۶ کال څخه د بطلیموسیانو په واک کې و برید وکړ او ولکه يې کړ. زر وروسته له دې تیوډوتوس چې په بطلیموسي دربار کې یې خپل شهرت له لاسه ورکړی و، د سلوکیانو لوري ته ورغی چې کوئل-سوریه او د بطلیموسي بېړیو ستره برخه یې له ځان سره راوړه. درېیم انتیوخوس د صور او بطلیموس عکا تسلیمي ترلاسه کړه خو د صیدون او دورا په اوږدمهاله محاصره کې ښکېل شو.  [۱۳][۱۴][۱۵]

په دې ترڅ کې د سپارتا د درېیم کلئومنس په مشرۍ په اسکندریه کې پاڅون وشو، چې پولیبیوس يې د څلورم بطلیموس لپاره سخت تهدید بولي. درېیم بطلیموس ژمنه کړې وه چې درېیم کلئومنس چې اوس یې په اسکندریه کې له ۳۰۰۰ اجیرو پوځيانو سره ژوند کاوه د اسپارت تاج او تخت ته راستون کړي، خو د هغه مړینې دغو پلانونو ته د پای ټکی کېښود. په لومړيو کې څلورم بطلیموس له دې څخه خوند واخیسته چې درېیم کلئومنس یې د څلورم بطلیموس له ورور ماګاس سره په مخالفت کې ولېد. خو د ماګاس تر مړینې وروسته د څلورم بطلیموس مینه کمه شوه او سپارتي سوزیبیوس یې په کور کې نظربند کړ. له میلاد څخه مخکې په ۲۱۹ کال کې کله چې څلورم بطلیموس په کانوپوس کې و، درېیم کلئومنس خوشي شو او هڅه یې وکړه چې د سوزیبیوس پر وړاندې د یو وسله‌وال پاڅون مشري وکړي. هغه او پیروانو یې د اسکندریې په ارګ کې د بندي شویو سړیو د ازادۍ په هیله پر اسکندریه برید وکړ خو دا برید نابریالی و او د سکندریې ولس د پاڅون لپاره د هغوی بلنې ته ځواب ورنکړ. وروسته کلئومنس او د هغه پیروانو ځان‌وژنه وکړه. [۱۶][۱۷]

د سوریې پر کوئل د واک د ټینګولو لپاره د درېیم انتیوخوس هڅو له ميلاد څخه مخکې د ۲۱۹ کال تر پای پورې دوام وکړ. هغه باید د ژمي په پیل کې د اوربند لپاره له څلورم بطلیموس سره مذاکره کړې وی. د سولې اصلي مذاکرې په سلوکیا پیریا کې وڅارل شوې خو داسې نه ښکاري چې دواړو لورو دې دا مذاکرې په ښه نیت تر سره کړې وي. انتیوخوس بطلیموس ته د سلوکیا پیریا له بېرته ستنولو څخه ډډه وکړه، په داسې حال کې چې څلورم بطلیموس له درېیم انتیوخوس څخه غوښتنه وکړه چې د کوچنۍ اسیا دفاکتو مشر چې سلوکي دربار یاغي باله د خاورې د دغې ټوټې د یو طرف په توګه په رسمیت وپېژني. [۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. IG IX.1² 1:56; R. Flacelière, Fouilles de Delphes III:4:2 no 233, pp 275ff
  2. Bennett, Chris. "Magas". Egyptian Royal Genealogy. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Plutarch Life of CLeomenes 32
  4. Hölbl 2001, pp. 43–54
  5. Polybius 15.25.2
  6. Bennett, Chris. "Lysimachus". Egyptian Royal Genealogy. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Polybius, 15.25.2. Cf. Zenobius, 5.94.
  8. Hölbl 2001, pp. 127–128
  9. Bennett, Chris. "Arsinoe III". Egyptian Royal Genealogy. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Polybius 15.25.2; Plutarch, Life of Cleomenes 33; Pseudo-Plutarch Proverb. Alexandr. 13
  11. Polybius 5.45–46
  12. Hölbl 2001, pp. 128–132
  13. Polybius 5.61–63, 66
  14. Hölbl 2001, pp. 128–132
  15. Polybius 5.40.
  16. Polybius 5.38–39; Plutarch Life of Cleomenes 33–37
  17. Hölbl 2001, p. 128
  18. Polybius 5.67
  19. Hölbl 2001, pp. 128–132