ځوانان او ټولنه
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
ځوانانو ته د کړنو لوری ور پرګوته کول
څېړنه : اجرالدین اقبال
سریزه: ځوانان د ټولنې لویه برخه ده، ننگېرنې یې که سمې لوري ته ورسیخ کړای شي؛ اوسنۍ ډېری ستونزې به هوارې شي. ددی موخې لپاره دوی باید وپوهول شي چې د کړنو توپیر وکړای شي. دلته د مسالې د رڼاوۍ لپاره د یو مسلمان اندیال د وینا ژباړه در وړاندې کوم، په دې هیله چې درته ګټوره وي.
« په قرآن مجید کې د «صالحاتو» او «حسناتو» په نامو دوه اصطلاحات لرو. صالحات او حسنات؛ یعنې صالحه او حسنه، دواړه په ذهن کې مترادف دي: «حسنه» ښه کار دی او «صالحه» هم ښه کار دی. د څښاک اوبو څاه ایستل، هم باقیات صالحات (ښې چارې) دي او هم د حسناتو برخه (نېک چار) ده – رښتیا هم همدغسې ده. نو ځکه یې د تاریخ په پوړیو کې هر وخت ویل: والعصر ان الانسان لفی خسر الاالذین آمنوا و عملوا الصالحات، دا یې مانا کوله، چې، په عصر او زمانې قسم، اصولاً انسان په زیان کې دی. نو د انسان پانګه څه ده؟ وخت او عمر یې پانګه ده، او هر ورځ چې پرې تېرېږي، لکه چې خپل عمر خوري لکه یخ چې لمر ته کېدې او ویلېږي.
دا د انسان ژوند دی، چې پر خپل بوډاتوب بوخت دی. الا الذین امنوا: (خو) هغوی چې ښوونځېز، اندیز او ایدیالوژیک ایمان لري. او عملو الصالحات: صالح کړنې؛ د کړو وړو رسالت او پازوالۍ - مسوولیت مسئاله ده، او له ټولنیز پلوه چې کوم کار کوي؛ څه کار کوي؟ صالحات؛ یعنې ښې چارې کوي. ګردو تفاسېرو مو دغسې مانا کوله او تر اوسه یې همدغسې مانا کوي او غلطه هم نه ده.
و بالوالدین احسانا: او هغوی چې له خپل مور و پلار سره احسان او ښه کوي؛ دې ته یې ښه کار وایه هغه ته یې هم د بد کار په مقابل کې ښه کار وایه؛ بد کار څه دی؟ بدې چارې خو څرګندې دي؛ له خلکو سره خیانت، جواري، غیبت او له هېواد سره خیانت بدې چارې دي روسته لږ لږ ټولنیز تکامل داسې ځای ته رسي (سم ځیر شئ چې چیرې ور رسي) چې صالح کړنې یعنې صالحات د حسناتو ضد کېږي او حسنات د صالحاتو؛ ټولنیز اکر- حالت دغسې کېږي. له آره په تېرو کې یې اختلاف دغسې نه وه، یا که وه هم ډېر خفیف وه؛ خو اوس یې اړپېچ د خیانت او خدمت، ورپوهاوی او غولونې، ناپوهۍ او پوهې، مسلمان او نامسلمان بڼه خپله کړې ده؛ یعنې څه؟ کله چې وایو، حسنه یعنې نېک کار – بس. د نېک (حسنه) کار تعریف څنګه دی؟ نېک کار په هره کچه چې وي، وګړی، ټولي، ټولنې، بشریت، ګاونډي، پلار، زوی، قوم او خپل ته خدمت کول دي. دا د خدمت او حسنې کچه ټاکي؛ خو د حسنې ډول او زڼی څه دی؟ له انسان سره یې د شته حالت په یو اړخ کې خدمت کول دي؛ یعنې څه؟ لکه یو زلمی ښځه کوي؛ خو پیسې نه لري؛ پیسې راټولوو، مرسته ورسره کوو او ورته وایو دا واخله او ښځه وکړه. دا، حسنه ده. یا یو کلی د څښاک اوبه نه لري؛ څاه ورته وباسوو دا هم حسنه ده. نو ځکه تاسې له دې زلمي سره د ده په شته حالاتو کې (لکه څنګه چې دی) خدمت کړی؛ یعنې وجود او شته وضع یې مو منلې ده، او په همدې مسیر کې یې خدمت مو کړی دی. یا یو کلي ته ورغلي یاست، مرسته مو ورسره کړې، اړتیاوې مو ورپوره کړي؛ خو کلی لکه څنګه چې دی منلی مو دی.
خو صالح عمل، د یوې ځانګړې ایدیالوژی په مسیر کې د وګړي، ټولنې یا کلي د شته وضع ادلون بدلون او اړول دي. یو وږی مړوئ، یو بربنډ ته جامې ورکوئ، یو څوک په خپل موتړ کې سپروئ؛ دا ګردې چارې خدمات او حسنات دي. خو کله داسې وي چې نه یې په خپله خېټه مړوای شئ؛ نه جامې ورکولای شئ او نه موټر لرئ چې له ځان سره یې بوزئ؛ خو له لاسه یې نیسئ چې لار دې غلطه کړې او سمې لارې ته یې ورسیخوئ؛ نو دلته مو د ادلون بدلون چار کړی دی. حسنه څنګه چې دی، په شته وضع کې یې خدمت مو کړی او پیاوړی کړی مو دی. نو ځکه، که کلی، ټولنه یا انسان په خپل شتون کې ناصالح وه؛ نو حسنه پر سیئه، شر او خیانت اوړي – خدمت هم دی؛ خو پر خیانت بدلېږي.
ددې سپړنې په پامنیوي باید د ملي اردو په ښوونېزو مراکزو کې «عقیدتي - سیاسي» زده کړې په نصاب کې ورګډې او پاخه استادان یې تدریس وکړي، چې ځوانان په ملي او دیني ارزښتونو سمبال وروزل شي، چې د ژوند تر پایه پر همدې روحیه پاتې وي او بهرني پکې سوړي ونه کړي، چې د خپلو ګټو له مخې یې پوځي خوځښتونو او په اصطلاح کودتاګانو ته ور مات نه کړي، چې خدای مه کړه د بیت المال لګښت (حسنه) هېواد ته پر خیانت وانه وړي.
په هېواد کې د ټولنېزو او وټیزو نادودو او کله هم د بهرنۍ دسیسې له مخې یو ګڼ شمېر هېوادوال مو پر نېشه یي توکیو روږدي دي. اړوندو وزارتونو درملنې ته په یو روزنېز مرکز کې راغونډ کړي چې، دا یو حسنه او ښه کار دی. خو پام دې وي چې باید د بدني درملنې تر څنګ روحي درملنه یې هم وشي؛ او پر ټولنې اوږو نه پېټي کېدو لپاره یو کسب هم در زده کړي، چې دا چارې صالح عمل ګڼل کېږي، دوی مو له شته وضع رابهر ادلون بدلون مو پکې راووړ او که د روزنې دا موخې په پام کې ونه نیول شي نو کېدای شي، چې بېرته نشتو ته ورمخه کړي او د دولت لګښت (حسنه) بر خیانت ورته واوړي.
صالحات د یو انساني آرمان او یوې ایدیالوژۍ په لار کې د ټولنیز غونډال- نظام، تولنیزو اړیکو او انساني او ټولنیز وجود ادلون بدلون دی. او حسنات په خپلې شتې وضع کې د یو چا، څیز، ځای او ټولنې خدمت، لاسنیوی او پیاوړي کول دي. د بېلګې په توګه: یو دېګ ورېجې پخوئ او د پلار مړیو په روزنتون کې یې پرې وېشئ دا، حسنه ده. خو زه چې ددې چار وس نه لرم؛ خو یو ساعت وخت لرم، چې ورشم او خبرې ورسره وکړم، چې څنګه باید اوسو، باید ځانونه جوړ کړو او ژوند وکړو، پلرونه مو چې د هېواد د ازادۍ، له پردیو سره د مبارزې په ترڅ یا په خپل طبیعي ژوند مړه شوي، څنګه یې لار خپله او ارمانونه یې ترسره کړو؛ نو دا چار مې، صلاحي کار دی؛ خو د هغه، حسناتي دي.
په دې بېلګه کې حسنات او صالحات سره توپیر نه لري؛ خو له بېخه د صالح کار او حسنه کار درجې سره توپیر لري، له یوه ډوله نه دي او سره ورته هم نه دي. حال دا په تفاسېرو کې صالحات او حسنات سره مترادف او په یوه لیکه کې دي.
د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت کارمندان او دغسې نور دولتي او نا دولتي مامورین چې د نظام د پاسوالۍ او ټینګښت په لار کې سرونه نذرانه کوي، شهیدانېږي؛ نو له اولادونو سره یې ښه چلن، د دوی لاسنیوي، روحیه ورکول، تل اړیکې ورسره درلودل او روزل یې صالحات دي پردې سربېره چې دولت یې خپل حقوق ورپوره کړي.
صالحات په نننی ژبه یو اوښتونیز - انقلابي کار دی، له آره د یو ادلون بدلون او انقلاب رادبره کول دي؛ خو حسنه یو وګړي او نېسمتن ته خدمتی کار کول دي. یو تن ته خدمت کول په چایانو ټولنه کې د بدلون او انقلاب له رادبره کېدو سره هیڅ ورتوالی نه لري. ورځئ او د یوه کلي اندود اړوئ؛ نو صالح عمل مو کړی، خو که د څښاک اوبو څاه وباسئ؛ نو دا چار صالح عمل او باقیات صالحات نه بلکې باقیات حسنات دي. که کوم کتاب مو ولیکه؛ نو باقیات صالحات کېدای شي؛ خو که داسې کتاب مو ولیکه چې خلک لیک زده کړي او لوستي شي؛ دا په حسناتو کې شمېرلېږي ولې؟ ځکه دا په خپلې شتې وضع کې لوستی کېږي ځکه کېدای شي چې دا کس له نالوستي حالت څخه لوستی حالت ته ولاړ شي او ښايي دا کس مزخرفې مجلې او کتابونه لولي؛ نو که دا کس چېرته د لوست توان ونلري نو ښايي له دې مزخرفو لوستنو څخه خوندي پاتې شي. دلته نه توان د انسان د خوندي پاتېدنې لامل ګڼل کېږي. د لوستنې رڼا چې ښه حسنه ده، څنګه پر سیئه اوړي؟
باید ووایو چې په قرآن مجید کې «حسنه» نفې شوې نه ده او نن خیریه مؤسسې په حسناتو کې ګڼل کېږي نه صالحاتو کې؛ ځکه منځپانګه یې له صالحاتو سره توپیر لري. که څه هم دیني ښوونې ورسره ملې وي.
د ویینې د پوره کولو لپاره یوه تبصره د وړاندې کوم: په آفریقا او منځني ختیځ کې مې د څېړنو له مخې، د ځینو ټولنو د سیاسي – ټولنیزو خوځښتونو مبارزینو چې ماتې وکړې؛ نو یوه دوره خیریه مؤسسې پکې په درز راوټوکېدې دا څه راښیي؟ راښیي چې په یوه ځای کې ټولنیز وجدان په ټپه درېدلی (ځکه سیاسي فعالیت یې چې یو ډول صلاحي کار دی، نشو کړای) نو د ځان د مخونې او راضي کولو لپاره او دا چې خپله فطري اړتیا پوره کړي، چې ګنې ټولنیز کار یې کړی په خدماتي چارو بوختېږي. او دا دریځ بدلونه راښیي چې دلته مساله اوړېدلې ده: وینو چې د «صلاح» پر ځای «حسنه» ناسته ده، نه دا چې د صلاح تر څنګ حسنه هم شته؛ حسناتي کار د صلاحي کار ځای نیولی او پر حسنه کار بوختیا د صالح عمل په برخه کې د صالحینو د غیبت مخونه شوې ده؛ یعنې: الا الذین امنوا و عملوالحسنات، چې دغسې یو آیت نه لرو. نو ځکه که حسنه د انسان د صلاحي کار په لار کې وي؛ نو یو اضافي ارزښت دی؛ خو که په اصلاحي او ادلون بدلون کار کې مې د غیبت لپاره وي؛ نو حسنه یو ارتجاعي، یو ضد اصلاحي او انحرافي ونډه لوبوي؛ یعنې حسنه د صالح عمل منع کولو ته مخونه ورکوي. (په بله وینا) د مخونې لپاره په حسنه کار لگیا کېږم؛ یعنې په یوه ښه، بې ضرره، بې خطره او بې درد سره کار لاس پورې کوم چې خپل وجدان اشباع او ځان د خلکو له ټپسوری خلاص کړم.
نو دلته یو مخې د انسان قضاوت اوړي، او اوس په دې مشهوره غونډله: «حسنات الابرار سیئات المقربین = د نېکانو نېکي د مقربانو بدۍ دي» پوهېدای شو چې څنګه د نېکچاري حسنات مقرب انسان ته بدېږي؛ یعنې څه؟ مقرب انسان څوک دی؟ هغه دی چې انسان، خپله ټولنه،چاپیریال او وخت په الهي ارزښتونو ساز او اصلاح کړي. دا، مقرب انسان دی- زاهد او راهب نه دی. مقرب انسان، هغه دی چې خپله هستي یې د اصلاح په لار کې ایښې، نه په خپل شخصي کار وبار او نه په حسناتو کې. ګرده هستي یې له خدای سره په اړیکه کې د خپل ژوند د چاپېریال اړول وو. دا، د مقربانو یو جز دی. که دا انسان په حسناتو لاس پورې کړي سیئات کېږي یا د منځنیو او بې مسوولیته انسانانو حسنات ورته د سئیاتو برخه کېږي؛ ځکه دا انسان باید ادلون بدلون رادبره کړي. ددې پر ځای چې کلی واړوي ورځي د اوبو څاه ورته وباسي، چې دا «سیئه» ده.
ددې پر ځای چې ولاړ شم او خلک په جومات کې راټول کړم او د دین او ټولنېزو مسایلو په باب یې پوه کړم؛ نو جومات ته برقي یا چراغونه اخلم، دا، زما انساني رسالت ته سیئه او خیانت دی؛ نو ځکه «حسنه» پر «سیئه» اوړي: او «تبدل الحسنات بالسیئات» دغسې دي. نو په یوې ټولېزې پایلې کې حسنه هغه انسان ته چې د صالح عمل په لار کې دی یوه انحرافي بلنه ده. ځکه د صالح عمل مخه یې نیسي. که وږي ته دې سل افغانۍ ورکړې چې ډوډۍ پرې وخوره، دا، حسنه ده او که همدا پیسې دې د خپلې ټولنې د فکري بدلون لپاره یو کتاب خپرولو ته ورکړې، دا، صالح عمل دی. صالح عمل خو یوازې شهادت او جهاد نه دی. همدا سل افغانۍ (هم) حسنه کېږي، (هم) سیئه او (هم) صلاح، دې واڼه. که خپله یې وخورې، سیئه کېږي؛ که د وږي خېټه پرې مړه کړې، حسنه کېږي او که د یو ادلون بدلون په لار کې یې ولگوې، صلاح کېږي.
که همدا سل افغانۍ یو بربنډ ته ورکړې چې جامې پرې واخلي، حسنه کېږي؛ خو که یو فلسطیني مجاهد ته یې ورولېږي صالح عمل دی. نو وګورئ چې لار، صلاح او حسنه ټاکي نه مبلغ یا بڼه، شونې ده سترې سترې چارې حسنه وي: که څوک ټول هېواد ته برښنا ورکړي، دا یو حسنه چار دی.
ادیسون، کخ او پاستور ستر خدمتونه کړي؛ یو برښنا، بل مکروب او درېیم د نري رنځ میکروب کشف کړی دی، د درې واڼو چارې د حسنات په لار کې دي، د مزو چړچو محافلو ته هم برښنا ورکوي او یا له چټل او بد چاره انسان یې د نري رنځ میکروب ایستی، د ټولنې او انسان په شته وضع کې یې لاسنیوی ورسره کړی دی؛ خو «ستورات میل» یا «روسو» چې د ازادۍ کتاب کاږي یا سید جمال الدین افغاني چې د استبداد، ښکېلاک او مسلمانانو د ویښتیا چغې وهي، انسان او ټولنه له شتې وضع اړوي، چارې یې صالح کړنې دي. په لویدیځ کې ځینې پانگوال داسې حسنات کوي چې انسان ورته هېښېږي او باور نه کوي چې دومره لگښت کوي؛ نو ځکه حسنات په مفکورې، ایدیالوژی، ښوونځی او ایمان پورې تړاو نه لري او موږ که خپلې ټولنې ته ځیر شو، ډېرو ناپاکانو سترې سترې چارې کړي چې په حسناتو کې ګڼل کېږي.
صالح عمل په اسلامی مفکورې او ایدیالوژی پورې اړوند دی، چې ټاکلي ارزښتونه په نښه کوي او وگړیز یا ټولنیز غونډال - نظام په همدې بهیر کې اړوي؛ نو ځکه باید دیني ګروهه، ایمان او مفکوره ولرو؛ خو حسنه، ایمان نه غواړي. دادی چې په قرآن یا احادیثو کې کله هم تر مؤمنینو روسته حسنات نه وايي؛ خو تل صالح عمل له ایدیالوژۍ او مفکورې سره په تړاو تر «الذین امنوا» روسته راځي. حسنه له هر ښه او بد انسان سره اړیکه لري، ځینې وخت یو ناپاکه انسان چې گرد عمر یې په چټلیو کې تېر کړی، یو روغتون، کلینک یا کوم بل خیریه کار کوي. حسنه خود په خوده په ایدیالوژی پورې تړاو نه لري (؛ ځکه) له یوې خوا حسنه د صلاح ضد لاملېدای شي؛ نو دادی پر «سیئه» د «حسنه» اوړېدل په «حسنه» والي کې یې مطرح دي.
پوه شئ چې حسنه چارې نه ویاړ دی او نه د مسلمانۍ نښه او نه په اسلام پورې اړه لري او نه له اندود سره تړاو لري؛ نه پر صالح عمل او ایمان څه اغېز لري او ان شونې ده د صالح عمل پر ضد شي – لکه همدا اوس یې چې په وگړي یا ټولنه کې وینو – خو په عین حال کې هغوی چې د صالح کړنو عاشقان دي او د ژوند ټول اړخونه یې د اصلاح او ادلون بدلون په لار کې دي، هر وخت یې چې یوه انساني اړتیا مرستې ته وننگېرله، تر حرفوي حسناتو یې ډېرې نېکۍ کړي دي. او مانا یې داده څوک چې صالح عمل کوي حسنات هم کوي؛ ځکه د صالح عمل جرړ انسان دوستي ده. هغوی چې د ټولنې او انسان د بدلون لپاره له خپل کار، ژوند، عیش، پیسو او علمه تېرېږي، انگېزه یې انسان دوستي ده. همدا «صالح چاری» چې کله د خپلو فعالیتونو په بهیر کې یو انسان ویني چې مرستې ته اړ دی؛ نو لاسنیوی یې کوي؛ خو د هغو حرفوي نېکچاریو په څېر نه دی چې تبلیغات یې پیل کړي؛ خو که همدا «صالح چاری» د صالح عمل پر ځای حسناتو ته کړلار جوړه او د حسناتو په چوکاټ کې یې راولي؛ دا یوه سئیه ده.
نن چې په ټولنیز انقلابي نظام کې د حسنه او سیئه تر منځ اړیکه په دومره شدت او تضاد مطرح ده، په تېرو کې داسې نه وه، او دا، د مفهوم تکامل دی. په هغو کلونو کې چې په ټولنه کې ټولنیز مسوولیت په دې بڼه نه وه او یو شمېر مجاهدینو او نېکچاریو – دواړو- زما او ستا مرستې او پیسو ته اړتیا نه درلوده او د دوواړو خونو او لیکنو په توگه نه وو، که د صالح عمل او حسنه عمل تر منځ توپیر دغسې مطرح نه و؛ نو یو انحراف او کږلیچ هم نه وه؛ دا ځکه صالح عمل او حسنه عمل تقریباً مترادف ترسره کېدل او له قرآنه هم مترادف پوهېدل کېدل، مساله دا ده.
یا: اریت الذی یکذب باالدین؛ ایا بې دینه دروښیم؛ بې دینه خو څرگند دی؛ یعنې څوک چې خدای او روح نه مني، نه! دا نه دی؛ نو څوک دي؟ یو هغه: ولا یحض علی طعام المسکین «مسکینانو ته د خوړو ورکولو لپاره ( د نورو) هڅونه نه کوي»، دا بې دینه دی. لایحض علی طعام المسکین له بې دینۍ سره څه تړاو لري؟ دین همدا وايي. لایحض علی طعام المسکین څه دی او څه مانا لري؟ ښه، په تېرو کې په دې اړه څه پوهېدل؟ دا چې مسکینانو ته خواړه ورکول د دین برخه ده؛ نو څه یې کول؟ لس، شل منه وریجې یې پخولې، له شاوخوا به فقیران راتلل خوړې به یې، خوشحاله به ستنېدل او دعا به یې ورته کولې؛ نو د مسکینانو له اطعامه یې دغسې یو حالت انگېره؛ خو نن لوږه په نړېواله کچه مطرح شوې ده، لوږه په پانگوالی پورې اړوند ده، په ماشین، مصرف پالنې، بورژوازۍ، ښکلېلاک پورې تړاو لري او د فقیرانو او غني تر منځ تضاد د زبېښاک بڼه خپله کړې ده، په تېرو کې دا مسایل نه ول؛ نو ځکه له دې آیته انگېرنې مو توپير کړی دی.
«ژوزوئه دوکاسترو» په لوږې کتاب کې وايي: «لوږه په نړۍ کې تازه رامنځ ته شوی». رښتیا هم وايي: زموږ په کلیو او بانډو کې فقر وه، خو لوږه نه وه (فقر بې له لوږې دی). اوس پلار په لوکس موتړ کې سپرېږي او له خپلې مېرمنې او بچیانو سره چکرې وهي؛ خو وږی دی؛ ولې؟ د خپل خوراک ټولې پیسې نه لگوي، چې د موټر د قسطونو برخه ترې بېله کړي. د کلېوال بزگر بچی، فقیر وه؛ خو وږی نه وه، چې وږی کېده؛ نو کچالو، سبزي، ډوډۍ، هگۍ او غوښه یې خوړه او پرې مړېده. د اوسېدانې مساله چې په نوې وحشتناکې بڼه رامنځ ته شوی، زموږ د پېر یوه فاجعه ده، چې په تېرو کې دغسې نه وه. اوس وینو د آیت مانا له څلورمې، پینځمې او شپږمې پېړیو سره – چې اصلاً په کلیو او بانډو کې لوږه نه وه – توپیر کوي. د ژوند له پلوه یې تجمل نه درلود، فقیران وو؛ خو له غذايي پلوه ماړه وو. اوس لوږه په دې بڼه ده چې د «دوکاسترو» په وینا په اروپا، امریکا او روسیه کې په هرو درېیو تنو کې دوه یې وږي دي او په درېیمه نړۍ، افریقا او آسیا کې له هر نهو تنو اتنیم یې وږي دي. نو په نړۍ کې چې د لوږې دغسې شان دی، او دا حالت یې په راتلونکي، نژاد، خېل، زوکړه، کورنۍ او ټولو څېزونو کې اغېز شیندي؛ نو آیت خپله مانا مومي، د خپل تاویل پوره جامې اغوندي. په تېرو کې دا آیت اخلاقي کلیات وو؛ خو اوس د یو ژور انساني مسوولیت ښودونکی دی. هغه وخت لږ نصیحت وه؛ خواړه ورکړئ؛ خو وینو کوم تعبیر یې چې انتخاب کړی اوس په درد خوري، څوک (بې دینه) دی؟ نه هغه چې اطعام نه کوي. بې دینه دی؛ یکذب بالدین دی (؛بلکې) هغه دی چې؛ لایحض علی طعام المسکین؛ یعنې څه؟ هغه چې له لوږې سره د مبارزې لپاره له هر ډول شونتیاوو گټنه کوي، خلک د لوږې له منځه وړو لپاره هڅوي. څوک چې یحض علی طعام المسکین دی، دغسې حالت لري او څوک چې دا حالت نه لري، بې دینه دی. اوس وینو دا کلمات څومره رښتیاني دی او دباندېنی ټولنیز واقعیت یې موندلی، اوله مصداقي پلوه یې لمن پراخه شوې ده. نو دادی چې د انسان د تکامل په بهیر کې قرآني مفهوم تکامل مومي. فک رقبه څه دي؟ و ما ادریک ماالعقبه، څه دي؟ عقبه څه دي؟ پر غره سخت پېچومی دی چې تېرېدل ترې سخت دي. په ژوند، برخلیک او انساني تقدیر کې عقبه څه ده؟ پوهېږې څه ده؟ یو فک رقبه ده؛ (یعنې) یو مریی د مریتوب له بنده ازادول دي، مخکې به یې لس، شل روپۍ اچولې، چې پلانی مریی پېرو او د خدای په لار کې یې ازادوو؛ خو نن یې مانا څه ده؟ ځینې وايي: اوس چې رقبه – یعنې مریتوب – نشته؛ نو څه مانا نه لري! نن چې په یوه هېواد کې مجاهدین د ښکېلاک له جغه ځان ژغوري، دا، فک رقبه ده. پېسی راټولې کړو، چې پلانی وپېرو او ازاد یې کړو، فک رقبه ده؛ خو نن دا موضوعیت نه لري، اصلاً نشته او مانا هم نه لري.
نو اوس فک رقبه څه ده؟ اوس فک رقبه یو هېواد ته جهاد او هڅه ده چې خپل فک رقبه ته له ښکیلاک سره جنگېږي؛ یعنې فک رقبه د ملت د برخلیک په بهیر کې له ښکیلاک سره په تړاو مطرح ده. له یوې دکتاتورۍ سره په تړاو مطرح ده. دا هڅه څه ده؟
ځان ځارول، وینه، وسله او پیسې ورکول تبلیغ کول او په هر حال د یو ملت، ډلې، سیمې او طبقې په واک کې دا فک رقبه ورکول دي. نو وینو چې عقبه د تاریخي تکامل په بهیر کې څومره مانیز، مصداق او تاویلي بشپړتیا او تکامل موندلی دی. د روم سورت د پېغمبراکرم(ص) تر زمانې اوس ډېره مانا ورکوي. نن د سترو قدرتونو تر منځ جگړه د روم او ایران تر جگړې ډېره استهلاکي ده. نن ستر قدرتونه په اقتصادي او پوځي برخو کې نه جنگېږي(؛ بلکې) یوازې د وسلو په ډگر کې سیالي لري. په سلو کې نوي کلنۍ بودجه یې په وسلو جوړولو لگېږي، حال دا په سلمه یې گرده ځمکه جنتي کولای شي، ایا دا استهلاک نه دی؟ په سلو کې اتیا غوره تکنېشنان، پوهان او اندیالان یې پر وسلو جوړولو بوخت دي.
بیا د وسلو پلور ته په هېوادونو کې په ناوړو چارو لاس پورې کوي، د هېوادونو ترمنځ د پولو اختلافاتو ته لمن وهي، افراطي ډلې ټپلی رادبره کوي، ځینې هېوادونه نورو ته «بو» کوي. نو دادی چې روم (لویدیځ) له اوسني ایران (ختیځ) سره جنگېږي. دا زبر ځواک له هغه زبرځواک سره، یو هېواد د یوه پلوی او بل د هغه بل، وسلواله، د تجمل پرستی، مصرف پرستی او د قدرت طلبی سیالي کوي، چې دا سیالۍ يې له دننه له انساني وجوده تش، ټانټه اوپوچوي فرهنگ ، تمدن او ارزښتونه یې له منځه وړي، دغسې یو بلو سولوي، یو بل له منځه وړي، یو بل په ګونډو کوي؛ نو دلته وینو چې څلور پښې یبل ویتنامي بزگران د نړۍ ستر ځواک په گونډو کوي، د افغانستان مجاهدین د پخواني شوروي سوسیال استکبار امپراطوري راپرځوي. «یومئذ یفرح المؤمنین: او پر هغه ورځ به مؤمنان (د یوې بلې بریا له لامله) خوشحاله شي» دادی.
نن د فلسطیني کمکي ځوانانو د چپنډو له ډاره د اسراییلو د نیواکگر رژیم د پولیسو په پطلون کې متیازې ترې روانې وي، دا «یومئذ یفرح المؤمنون» دی. ولې ترې ډارېږي، له دوی سره خو یوازې یوه چپنډه ده؟ دا ځکه فلسطینیان په «ایماني ځواک» سنبال دي او د اسراییلو غاصب رژیم له دننه پوک او پوچ دی. په ځینو هېوادونو کې په جومات کې تنکي ځوانان د جماعت نمانځه ته نه پرېښوولېږي د ځوانانو له ایماني ځواکه ډارېږي، چې کبرجنه واکمني به یې راوپرځوي، دا «یومئذ یفرح المؤمنون» دی.
د بشریت ژغورنې ته د مؤمنانو – یعنې هغوی چې نن ایمان لري او پر ځان متکي دي – یوازېنۍ هیله داده، چې زبرځواکونه یو له بل سره اخته دي استکباري رژیمونه د چټلۍ، جنایت او تاوتریخوالی په سیالی کې ورډوب دي او په نهایت کې به له دننه وچوي. اوس وگورئ چې «یومئذ یفرح المؤمنین» په کومه پراخۍ مانا کېږي؛ خو په هغې زمانې کې یوازي په «سیاسي – پلتیک» ډگر کې مانا کېده. دا پوهېدنه مو نوې له ځانه راوړاندې کړې نه ده؛ بلکې د پېښو بهیر، د ماناوو، مفاهیمو او مصداقو تکامل او ټولنېزې او انساني ښکارندې دي، چې په مرسته یې له مسایلو دغسې پوهېدای شو.»
تردې وینا روسته پوهېدای شو، په هېواد کې چې د «شوروي سوسیال استکبار» پر ضد جهاد مبارزه وشوه، ولې یې پایلې د ولس د نیتونو له مخې تر لاسه نه شوې؟ دا یوه مهمه پوښتنه ده چې باید په ټولنه کې اوڅار او روڼ اندي یې ځواب ووايي. ځینې وخت د یوې پوښتنی اوڅارول په ټولنه کې یو خوځښت رامنځ ته کوي. موږ باید جهاد له سره وارزوو، رغنده او منفي ټکي یې نوي کهول ته ور په گوتو کړو چې په راتلونکي کې داسې قدمونه پورته کړي، چې د تېرو تجربې بیاځلي نه کړي. هڅه کوو چې ځوانانو ته د اسلامي نړی لید په رڼا کې یو لړ گروهیز مسایل اوڅار کړو، چې خپل سبانۍ روڼ تاریخ ولیکي.