ځنګلي ژوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ځنګلي ژوند د ژويو هغه انواع دي چې اهلي شوي نه وي، خو اوس پکې ټول هغه ژوندي انواع شامل دي چې په يوه سيمه کې ځنګلي (وحشي) ژوند کوي، بې له دې چې له انسانانو سره متعارف شوي وي. وحشي ژوند همدا راز د ښکاريانو د موخې سره مترادف و: هغه مرغۍ او تي لرونکي ژوي، کوم چې د سپورت لپاره ښکار کېدل. په ټولو چاپېريالي سيستمونو کې ځنګلي ژوند موندل کېدای شي. ساراګانې، اوارې سيمې، شنې سيمې، لرګي لرونکې ځمکې، ځنګلونه او نورې سيمې او د ټولو زياتو پرمختلليو ښاري سيمو په ګډون، دا ټول د ځنګلي ژوند جلا جلا بڼې لري. په داسې حال کې چې په عام کلتور کې له دې اصطلاح څخه موخه هغه ژوي دي، کومو ته چې انساني عوامل نه دي رسېدلي، ډيری ساينسپوهان متفق دي چې د ځنګلي ژوند ډېره برخه د انسانانو د فعاليتونو څخه اغېزمنه شوې ده. ځينې ځنګلي ژوند انساني خونديتوب، روغتيا، شتمني او د ژوند څرنګوالي ته ګواښ دی. په هر حال، ډيری وحشي ژوي، ان هغه ګواښونکي يې، انسانانو لپاره ارزښت لرونکي دي. شونې ده چې دا ارزښت په خپله طبيعيت کې اقتصادي، ښوونيز يا جذباتي وي.[۱][۲]

انسانانو له تاريخي اړخه، د حقوقي، ټولنيز او اخلاقي بنيادونو پر بنسټ په بېلا بېلو لارو له ځنګلي ژوند څخه د تمدن د جلا کولو تمايل درلود. په هر حال، ځينې ژويو له کليوالي سيمو سره سمون پيدا کړی. په دې کې داسې ژوي شامل دي لکه غېر اهلي پېشوګانې، سپي، مږې او موږکان. ځینو مذهبونو يو شمېر ژوي سپېڅلي اعلان کړي دي او په اوسنيو وختونو کې، د طبيعي ماحول په اړوند اندېښنو فعالين هڅولي چې د انساني ګټې يا تفريح لپاره د ځنګلي ژوند د منځه وړلو په وړاندې اعتراض وکړي.

د ۲۰۲۰ د نړۍ ځنګلي ژوند وجهي صندوق د ژوند د سياري د راپور او د لندن د ژوند د سياري د ژوپوهنې ټولنې د شاخص د اندازې تر مخې، له ۱۹۷۰ز کال راهيسې په نړيواله کچه د ځنګلي ژوند نفوس ۶۸٪ کم شوی، لامل يې د انسانانو فعاليتونه دي، په ځانګړي ډول زيات استعمال، د نفوسو زياتېدل او زياته کروندګري، سربېره پر دې داسې شواهد شته چې انسانانو په ډله ييز ډول د ختمولو شپږم پړاو پيل کړی دی. د CITES په وينا، اټکل شوی چې په کلني ډول د نړيوال ځنګلي ژوند سوداګري ميلياردونو ډالرو ته رسېږي او همدا چاره د سلګونه ميليونه ژويو او د بوټو پر انواعو اغېز ښيندي.[۳][۴][۵]

له انسانانو سره تعامل[سمول]

سوداګري[سمول]

د ځنګلي سوداګرۍ څخه موخه د هغو توليداتو سوداګري ده چې د غېر اهلي ژويو يا بوټو څخه تر لاسه شوي وي، عموماً له طبيعي چاپېريال څخه تر لاسه کېږي يا په مديريت شويو حالاتو کې پالل شوي وي. شونې ده په دې کې ژونديو يا مړيو افرادو، نسجونو لکه پوستکو، هډوکو يا غوښې يا نور توليدات شامل وي. د ځنګلي ژوند سوداګري د ځنګلي ژويو او بوټو له ګواښ سره مخ انواعو کې د نړيوالې سوداګرۍ په اړوند د ملګرو ملتونو د کنوانسيون (CITES) له خوا اداره کېږي، کوم کنوانسيون چې اوسمهال ۱۸۴ غړي هېوادونه لري چې د دې کنوانسیون د غړيو په نوم يادېږي. د ځنګلي ژوند ناقانونه سوداګري پراخه خپره ده او د نشه يي توکو او وسلو په پرتله د ناقانونه اقتصادي فعالیتونو يوه ستره برخه جوړوي.

د ځنګلي ژونديو سوداګري د خونديتابه يوه جدي ستونزه ده چې د ډېرو ځنګلي ژونديو د نفوس په پايښت منفي اغېز لري او دا د ملا تېر لرونکو انواعو لپاره يو له سترو ګواښونو څخه دی. ځنګلي ژوند د ناقانونه سوداګري په انسانانو کې  نويو ګڼو ناروغيو د راپيدا کېدو او خپرېدو سره تړل شوې ده، په دې ناروغیو کې پیدا شوي وايرسونه شامل دي. د ملګرو ملتونو د پايښت پرمختګ موخې ۱۵ په څېر نړيوال نوښتونه يوه موخه لري چې د ځنګلي ژونديو ناقانونه وړاندې کونه بنده کړي.

د خوراک لپاره[سمول]

د ډبرين پير خلک او د ښکار لپاره راټولېدونکي د خوراکونو د پيدا کولو لپاره په ځنګلي ژونديو متکي وو، هم يې په بوټو او هم په ژويو. په حقيقت کې، شونې ده چې د لومړيو انساني ښکاریانو له خوا ځینې انواع دومره ښکار شوي وي چې له منځه تللي دي. اوسمهال هم د نړۍ په ځینو برخو کې ښکار کول، کب نيول او د ځنګلي ژوند توکي راټولول د خوراک یوه مهمه سرچينه ده. په نورو سيمو کې، ښکار يا ناسوداګريزه کب نيونه عمدتاً د سپورت يا تفريح په توګه لیدل شوې ده. له ځنګلي ژوند څخه تر لاسه شوې غوښه، کومه چې په دوديز ډول د سپورت په توګه نه دي ګڼل شوي، د نيول شوې غوښې په توګه پېژندل کېږي. په ختيځه اسيا کې د دوديز خوراک د سرچينې په توګه د ځنګلي ژوند څخه د تر لاسه کېدونکو توکو مخ پر زياتېدو غوښتنه د شارک، پرايميټ، پنګولين او داسې نورو ژويو نفوس ختموي، د کومو په اړه چې دوی باور لري چې د جنسي قوت زياتولو خصوصيات لري. ماليزيا په هېښونکي ډول د ځنګلي ژوند د يوې پراخې لړۍ کور دی. په هر حال، ناقانونه ښکار او سوداګري د ماليزيا د طبيعي تنوع په وړاندې يو ګواښ ګرځېدلی دی.

-       کرايس ايس. شيپرډ

د بيالوژي پوه او مصنف «سيلي کنايډل پي ايچ ډي» له خوا د ۲۰۰۸ز کال په يو راپور کې  د امازون سمندر په څنډو کې ګڼو نارسمي بازارونو کې د ځنګلي ژونديو  ګڼ انواع مستند شوي دي، په دې انواعو کې ځنګلي نيول شوي مارموسيټس هم شته چې د ۱.۶۰ امريکايي ډالرو (۵ پيرويي سول روپۍ) په ارازنه نرخ پلورل کېږي. د پکاري، اګوټيس، شمشتيو، د شتمشتيو هګۍ، اناکونډا، ارماډيلو په ګډون د امازون ډېر انواع په بنسټيز ډول د خوراکونو په توګه پلورل کېږي.[۶]

رسنۍ[سمول]

د ښوونيزو تلويزيوني پروګرامونو لپاره ځنګلي ژوند د اوږدې مودې راهيسې یوه عامه موضوع ده. له ۱۹۶۵ز کال راهيسې په CBS کانال باندې د نيشنل جيوګرافيک سوسايټي ځانګړي پروګرامونه راڅرګندېږي، وروسته يې د امریکايي خپرندوی شرکت ته لاره پيدا کړه او بيا دولتي خپرندوی ادارو ته ورسېدل. په ۱۹۶۳ز کال کې، NBC د «Wild Kingdom» په نوم پروګرام پيل کړ، دا يو مشهرو پروګرام و چې ژوپوه «مارلن پرکنز» پکې د کوربه په توګه کار کاوه. په انګلستان کې د BBC طبيعي تاريخ واحد هم په دې ډول يوه مخکښه اداره ده، د LOOK په نوم د ځنګلي ژوند لړۍ چې «سر پيټر سکاټ» وړاندې کړې وه، په سټوډيو کې جوړ شوی يو پروګرام و چې فلمي برخې هم پکې وې. «ډايويډ ايټنبرو» په لومړي ځل په دې لړۍ کې راڅرګند شو، له کوم وروسته چې Zoo Quest پيل شو، د کوم پروګرام په اوږدو کې چې هغه او د هغه کامره مين «چارلس لاګت» ډېرو نا اشنا ځايونو ته ولاړل، دوی د وچو د ځنګلي ژونديو او د هغوی د فلم جوړولو لټون کاوه، په ځانګړي ډول په اندونيزيا کې يې کوموډو اژدها او په ماداګاسکار کې يې ليمورز لټول. له ۱۹۸۴ز کال راهيسې، په متدحده ايالاتو کې Discovery Channel او د Animal Planet په نوم د هغې فرعي پروګرام په کيبل تلويزيون د ځنګلي ژوند په اړه د پروګرامونو پر بازار غلبه حاصله کړې ده، په داسې حال کې چې په دولتي خپرندوی ادارو کې په نيويارک کې د WNET-13 له خوا د NATURE په نوم او په بوسټن کې د WGBH له خوا د NOVA په نوم جوړې شوې لړې د پام وړ دي. د ځنګلي ژوند تلويزیون اوسمهال د څو ميليونه ډالري صنعت دی، په کوم  کې چې انګلستان، متحده ايالات، نيوزيلينډ، استراليا، اتريش، المان، جاپان او کاناډا په ګډون ګڼ هېوادونو کې تخصصي مسند فلم جوړونکي شامل دي. داسې ډېرې مجلې او ويبپاڼې شته چې ځنګلي ژوند ته پوښښ ورکوي، په دې کې « National Wildlife Magazine, Birds & Blooms, Birding (magazine), wildlife.net» او « Ranger Rick for children» شامل دي.[۷]

دين[سمول]

په ټوله نړۍ کې ډېر ژوي په ګڼو کلتورونو کې سپڅلی اهميت لري، دا ژوي او د دوی توليد په مذهبي رسوماتو کې د سپېڅلو شيانو په توګه کارېدای شي. د بېلګې په ډول، باز، شاهين او د دوی بڼکې د سيمه يزو امريکايانو لپاره د مذهبي شیانو په توګه ستر کلتوري او روحاني ازښت لري. په هندوايزم کې غوا سپېڅلې بلل کېږي.[۸]

مسلمانان په لوی اختر کې قرباني کوي، تر څو د خدای په مينه کې د ابراهيم د قربانۍ د جذبې يادونه وکړي. د اختر په درې وځو کې اوښان، ګډان، بزې د قربانۍ په توګه وړاندې کېږي.[۹]

په مسيحيت کې بايبل د ژويو بېلا بېلې نښې لري، وری د عيسی يو مشهور لقب دی. په عهد جديد کې د مرقس، لوقا او يوحنا انجيل د ژويو نښې لري: «مرقس زمری دی، لوقا غویی دی او يوحنا باز دی».[۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Usher, M. B. (1986). Wildlife conservation evaluation: attributes, criteria and values. London, New York: Chapman & Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-010-8315-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Harris, J. D.; Brown, P. L. (2009). Wildlife: Destruction, Conservation and Biodiversity. Nova Science Publishers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په September 9, 2020 باندې). Humans exploiting and destroying nature on unprecedented scale – report. The Guardian.
  4. (په September 10, 2020 باندې). Human activity has wiped out two-thirds of world's wildlife since 1970, landmark report says. CNN.
  5. "¿Qué es la CITES? | CITES". cites.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Veggie Revolution: Monkeys and parrots pouring from the jungle Archived 2010-02-09 at the Wayback Machine.کينډۍ:Self-published source
  7. "Charles Lagus BSC". Wild Film History. مؤرشف من الأصل في ۱۳ نومبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bélange, Claude (2004). "The Significance of the Eagle to the Indians". The Quebec History Encyclopedia. Marianopolis College. 
  9. . Eid Al-Adha 2014: Muslims Observe The Feast Of Sacrifice. Huffington Post.
  10. کينډۍ:Catholic