ځان‌محوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی


ځان‌محوري د خپل او نورو ترمنځ د توپیر کولو اړوند کمزورتیا ده. په لا روښانه توګه، پرته له خپل لیدلوري څخه د بل هر چا د لیدلوري په هکله د پوهېدلو یا انګېرلو اړوند نیمګړتیا ده. ځان‌محوري د ژوندون په هر پېر کې موندل کېږي: په کوچنیوالي، ماشومتوب، ځلمیتوب او زړښت کې. که څه هم ځان‌محوره چلندونه په زړښت کې لږ تر سترګو کېږي، خو بیا هم په زړښت کې د ځان‌محورۍ د ځینو بڼو شتون ښیي چې پر ځان‌محورۍ باندې برلاسه کېدنه یو عمري پرمختګ وي چې هېڅ کله هم نه‌تمامېږي. داسي برېښي چې لویان د ماشومانو په پرتله لږ ځان‌محوره دي، نه له‌دې امله چې په یوه ځان‌محوره لرلید کې یې د ښکېلېدلو احتمال لږ دی، بلکې دا چې د یوه ځان‌محوره لومړني لرلید سره د مخامخ کېدو په صورت کې، تر ماشومانو لا ژر اصلاح کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

تعریف[سمول]

ځان‌محوري د خپل او نورو ترمنځ د توپیر کولو اړوند کمزورتیا ده. په لا څرګنده توګه، پرته له خپل لیدلوري څخه د بل هر چا د لیدلوري په هکله د پوهېدلو یا انګېرلو اړوند نیمګړتیا ده.

که څه هم ځان‌محوري او ځانوالی (پر ځان مینتوب) سره ورته ښکاري، خو یوشان نه‌دي. ځان‌محوره وګړی پر دې باور دی چې د پاملرنې په محراق کې واقع شوی دی، خو هېڅکله د خپل ځان په ستاینې باندې قناعت نه‌کوي. هم ځان‌پالونکي او هم پر ځان مین وګړي داسې کسان دي چې «زه یم»والی یې تر ډېره بریده د نورو د تایید تر اغېزې لاندې راځي، خو د ځان‌محورو وګړو لپاره کېدای شي دغه څه سم یا هم ناسم وي.

د کوچنیوالي پر مهال[سمول]

کله چې کوچنیان او تنکي ماشومان له ځانه ځان‌محوري ښیي، هغوی دا زده کوي چې فکرونه، ارزښتونه او چلندونه یې له نورو سره توپیر لري، چې د ذهن تیوري په توګه هم پېژندل کېږي. په لومړیو کې، کله چې ماشومان له نورو، په تېره بیا له خپلو څارونکو سره ټولنیز تعامل پیلوي، نو په تېروتنې سره فکر کوي چې د یوه موجود په څېر دي، ځکه چې هغوی د یوې اوږدې مودې لپاره سره یوځای دي او څارونکي ډېري وخت د ماشومانو اړتیاوې پوره کوي. د بېلګې په توګه: کله چې یوه مور (ماشوم ته د یو څیز زده کولو په موخه) د دوو څیزونه لپاره یوه نښه (اشاره) وکاروي، نو ماشوم په ناسمې انګېرنې سره ګومان کوي چې هغه دواړه څیزونه یوشان دي، خو په واقعیت کې دوه بېلابېل څیزونه دي. د ۱۵ میاشتنۍ په لومړیو، کله چې یو عامل د ماشوم د تمې پر خلاف عمل وکړي، نو ماشوم د ځان‌محورۍ او د ذهن تیورۍ یو ترکیبي چلند له ځانه څرګندوي.[۷]

«پیاژې» بیانوي چې ځان‌محوري، په کوچنیوالي کې، د ځانمنۍ، پر ځان تمرکزوالی یا هم ځان‌پالنې په معنی نه‌ده، ځکه چې دا، له نړۍ څخه د یوه کوچني ماشوم پوهاوي ته (د هغه اړوند فعالیت او د ناڅیزې پوهې له‌مخې) اشاره لري. د ماشومانو په ټولنیزې وده کې، کوچنیوالی هغه پېر دی چې وګړی جسمي اړتیاوو پوره کولو ته د ارادي او غیرارادي پاملرنې له امله، خورا لږ ټولنیز فعالیت ترسره کوي.[۸][۹]

د ماشومتوب پر مهال[سمول]

د جورج باتروُرت او مارګرېټ هریس له څرګندونې سره سم، د ماشومتوب پر مهال، د ذهني او عیني څیزونو ترمنځ توپیر کول، په ټولیزه توګه، ستونزمن برېښي. د «پیاژې» څرګندونې له‌مخې، «یو ځان‌محوره ماشوم داسې انګېري چې هر هغه څه چې دی ویني، اوري او احساسوي، نور هم په دقیقه توګه همهغه څه ویني، اوري او احساسوي».[۱۰][۱۱]

ژان پیاژې (۱۸۹۶ تر ۱۹۸۰ ز) د انسان د ځیرکتیا د پرمختیا په هکله یوه تیوري وپنځوله، چې په هغې کې یې د ادراکي پرمختیا پړاوونه څرګند کړل. د هغه د ادعا له‌مخې، د ماشومتوب لومړي وختونه د مخکې-عملیاتي تفکر مهال دی، چې د منطقي تفکر درلودلو په اړه د ماشوم د کمزورتیا له‌مخې ټاکل کېږي. د پیاژې په باور، د ماشومانو د منطقي تفکر پر وړاندې یو ستر خنډ، تمرکز دی — «د یوه حالت د ګڼ‌شمېر اړخونو له‌منځه، یوازې پر یوه ګوټ باندې تمرکز کولو ته لېوالتیا». د تمرکز یو ځانګړی ډول، ځان‌محوري ده — په لفظي توګه، «پر ځان ‌تمرکزوالی». پیاژې ادعا وکړه چې تنکي ماشومان ځان‌محوره دي او یوازې له خپل شخصي الواکه، د نړۍ په هکله غور او تفکر کولای شي. د بېلګې په توګه: یو درې کلن ماشوم خپل مور ته، د زوکړې کالیزې په پار، یو کوچنی موټر ډالۍ کوي؛ «ډالۍ یې په ځیر سره تړلې وه او خپل مور ته یې په داسې بیان مخ‌ته کړه چې تمه یې درلوده مور یې هرومرو خوښوي». درې کلن ماشوم د ځانمنۍ یا حرص له‌مخې، ډالۍ غوره کړې نه‌وه، خو د ساده‌ګۍ له‌مخې پوه نه‌شو چې ګنې مور یې د هغه په اندازه د کوچنیو موټرو له لوبولو څخه خوند نه‌اخلي.[۱۲][۱۳][۱۴]

پیاژې د ماشومانو د ځان‌محورۍ دوو اړخونو ته پام درلود: ژبه او اخلاق. د هغه په باور، خودمحوره ماشومان له خپل ځان سره د اړیکې ټینګولو په موخه، لومړی له ژبې څخه کار اخلي. پیاژې ولېدل چې ماشومان د لوبېدلو پر مهال سره غږېږي او دغه ځان‌محوره غږېدا څه ناڅه د ماشوم تفکرات وو. هغه باور درلود چې دغه غږېدا هېڅ کومه ځانګړې کارکړنه نه‌لري؛ یوازې د ماشوم د اوسني فعالیت د پياوړتیا او ملتیا لپاره کارول کېدله. هغه داسې یوه تیوري وړاندې کړه چې د یوه ماشوم ټولنیزې او ادراکي ودې سره سم، د ځان‌محورې غږېدا د کارولو کچه راټیټېږي. د دې ترڅنګ، ویګوتسکي داسې احساس وکړ چې ځان‌محوره غږېدا ګڼ‌شمېر معناوې لري، ځکه چې په ټولنیزې غږېدا او لوړې ذهني پرمختیا کې د ماشوم ته د ودې زمینه برابروي. د پياژې پر تیورۍ سربېره، هغه پر دې باور ؤ چې، له نورو سره د اړیکې ټینګولو پر مهال، ماشوم داسې فکر کوي چې نور وګړي د بحث د سکالو په هکله په هر څه باندې خبر دي او کله چې ورڅخه لا نور جزئیات غواړي، نو ناهیلی کېږي. [۱۵][۱۶]

همدا راز، پیاژې پر دې باور ؤ چې ځان‌محوري د ماشوم پر اخلاقي حس باندې اغېزې پرېږدي. د ځان‌محورۍ له امله، ماشوم د یوې پېښې یوازې وروستۍ پایلې ته پاملرنه کوي، نه ټولو اړخونو ته. د بېلګې په توګه: که چېرې څوک د یوه ماشوم د لوبو سامان مات کړي، نوموړی ماشوم نور ماشومان نه‌بخښي او پوهېدلای نه‌شي هغه چا چې د لوبو سامان مات کړی، دغه کار یې لاسي نه‌دی کړی. دغه ښکارنده د نېلسون (چا چې د تنکیو ماشومانو د هڅېدنو او پایلو کارَونې، د هغو اخلاقي قضاوتو ته د بڼې ورکولو په موخه، مطالعه کړې) د ځانګړې مطالعې د موندنو او شواهدو له‌مخې تایید شي.[۱۷]

سربېره پر دې، یو لا مشهوره ازمایښت د ویمر او پرنر (۱۹۸۳ ز) له‌خوا د «کاذب باور فعالیت» تر نامه لاندې ترسره شو او ښیي چې څرنګه ماشومان، څلور کلنۍ کې، د خپل «د ذهن تیورۍ» لاس‌ته راوړنه څرګندوي. په دغه فعالیت کې، ماشومان یو تمثیل ننداره کوي، چېرې چې یو لوبغاړی راځي او مردکۍ په یوې ټوکرۍ کې پټوي او له صحنې څخه ووځي؛ د تمثیل بل لوبغاړی راځي او مردکۍ راباسي او په یوې کڅوړه کې یې اچوي. له هغه ځایه چې لومړی لوبغاړی د مردکۍ د ځای بدلون په هکله نه‌پوهېږي، له ماشومانو څخه پوښتنه کېږي ترڅو وړاندوینه وکړي، که چېرې لومړی لوبغاړی بېرته د مردکۍ د موندلو لپاره راشي، نو هغه چېرې لټوي. د دغه فعالیت پایلې ښیي چې تر څلور کلن کشر ماشومان ځواب ورکوي چې یاد لوبغاړی کڅوړه لټوي، دا ځکه چې هغوی د مردکۍ د واقعي ځای په هکله په ښه توګه پوهېږي. دا د ماشومتوب په لومړیو کې ځان‌محوره تفکر ښیي؛ ځکه چې ماشومانو ګومان کاوه، ان که چېرې لومړی لوبغاړی بشپړ تمثیل ننداره هم نه‌کړي، د یوه ماشوم په اندازه پوهه لري ترڅو د مردکۍ د موندلو لپاره کڅوړه ولټوي. کله چې ماشومان د ذهني تیورۍ لاس‌ته راوړلو باندې پیل کوي، د نورو وګړو د باورونو او ارزښتونو په پېژندلو او شنلو کې یې وړتیا لوړه ځي او دغه پياوړتیا یې ځان‌محورۍ ته پر طبیعي لېوالتیا باندې برلاسه کېږي.

سرچینې[سمول]

  1. Onishi, K. H., Baillargeon, R. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Do 15-month-old infants understand false beliefs?"]. Science 308 (5719): 255–258. doi:10.1126/science.1107621. PMID 15821091. Bibcode2005Sci...308..255O. 
  2. Epley, Nicholas; Morewedge, Carey K; Keysar, Boaz (2004-11-01). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Perspective taking in children and adults: Equivalent egocentrism but differential correction"]. Journal of Experimental Social Psychology 40 (6): 760–768. doi:10.1016/j.jesp.2004.02.002. 
  3. Wimmer, H., Perner, J. (1983). "Beliefs about beliefs: Representation and constraining function of wrong beliefs in young children's understanding of deception". Cognition 13 (1): 103–128. doi:10.1016/0010-0277(83)90004-5. PMID 6681741. http://www.sscnet.ucla.edu/polisci/faculty/chwe/austen/wimmerperner.pdf. 
  4. Adams, G. R., Jones, R. M. (1982). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Adolescent egocentrism: Exploration into possible contributions of parent-child relations"]. Journal of Youth and Adolescence 11 (1): 25–31. doi:10.1007/BF01537814. PMID 24310645. 
  5. Keysar, B., Barr, D. J., Balin, J. A., Brauner, J. S. (2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Taking perspective in conversation: The role of mutual knowledge in comprehension"]. Psychological Science 11 (1): 32–38. doi:10.1111/1467-9280.00211. PMID 11228840. 
  6. Pronin, Emily; Olivola, Christopher Y. (2006). Encyclopedia of Human Development. Thousand Oaks, CA: Sage Reference. د کتاب پاڼي 441–442. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Premack, D., Woodruff, G. (1978). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Does the chimpanzee have a theory of mind?"]. Behavioral and Brain Sciences 1 (4): 515–526. doi:10.1017/S0140525X00076512. 
  8. Bornstein, Marc; Arterberry, Martha; Lamb, Michael (2013). Development in Infancy: A Contemporary Introduction. New York: Psychology Press. د کتاب پاڼې 170. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781848726581. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sharma, Ram Nath; Sharma, Rachana (2004). Advanced Applied Psychology, Volume II. New Delhi: Atlantic Publishers & Distributors. د کتاب پاڼې 93. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8126903559. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Butterworth G Harris M (1994). Principles of developmental psychology. Hillsdale, NJ: Lawrence Erlbaum Associates, Inc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. McLeod, Saul (2010). "Preoperational Stage". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Egocentrism". Encyclopedia of Human Development 1. (2006). Ed. N. J. Salkind. Thousand Oaks, CA: Sage Reference. 441–442. 
  13. Berger, Kathleen Stassen (2014). Invitation to the Life Span, Second Edition. New York: Worth Publishers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Crain, William C. (2005). Theories of Development: Concepts and Applications, Fifth Edition. Upper Saddle River, NJ: Prentice Hall. د کتاب پاڼې 108. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Fogiel, M (1980). The psychology problem solver: a complete solution guide to any textbook. New Jersey, NJ: Research & Education Association. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Junefelt, K (2007). Rethinking egocentric speech: towards a new hypothesis. New York: Nova Science Publishers, Inc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Sammons, A (2010). "Tests of egocentrism" (PDF). Psychlotron.org.uk. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)