۱۸
سمونې
Noorulbari (خبرې اترې | ونډې) No edit summary |
Noorulbari (خبرې اترې | ونډې) No edit summary |
||
فورسټ ګمپ (Forrest Gump) دا امريکايي فلم په ۱۹۹۴ کال په همدغه نامه د وينسټن ګروم د يوه ناول پر بنسټ جوړ شوی چې رابرټ زيميکیس ([https://en.wikipedia.org/wiki/Robert_Zemeckis Robert Zemeckis]) يې لارښود دی. په فلم کې د فورسټ ګمپ (مرکزي لوبغاړي) رول ښاغلي ټام هانکس Tom Hanks لوبولی دی.
فورسټ ګمپ پڅذهنه او سادهګل وي مګر د خپلو هڅو او کلک هوډ پر مټ د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې له ډېرو برياوو برخمن شي او يو لړ تاريخي پېښې وپنځوي. په دې فلم کې د اخلاص، فداکارۍ، لوړ همت، کلک هوډ، زغم او مينې ګڼ درسونه شته. ګمپ د خپلې ټمبلۍ له امله په ښوونځي کې نه پرېښودل کېږي، ماشومان تل ملنډې ورباندې وهي، چې ځوان شي هم يې همدغه حال وي مګر ګمپ د خپل ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې د خپلو لاستهراوړنو په خاطر څو ځله د امريکا له ولسمشرانو سره وويني.
ګمپ ميليونر شي خو د جيني په مينه کې ببر سر او غته ږيره لکه ليونی د امريکا ټولې کوڅې ګښت کړي.
پر دې فلم باندې ۵۵ ميلونه ډالر لګښت راغلی او ۶۷۷.۹ ميلونه ډالره يې بيرته جوړې کړي دي. د ناول د فلم کولو لپاره د ناول ليکوال وينسټن ګروم ته ۳۵۰۰۰۰ ډالر نغدې او د فلم د خالصې ګټې ۳سلنه ورکړل شوې.
|
سمونې