د "ویروس" د بڼو تر مېنځ توپير

و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
۱۳٬۷۲۰ بايټونه ورگډ شول ،  ۴ کاله مخکې
د سمون لنډيز پرته
 
spiro chaetales
 
==« ويروسونه Viruses»==
ويروسونه نسبت بکترياو ته کوچني اسام دي او د پخوا وختونو څخه د بيولوژي پوهانو ته معلومه ده چي دوي ډير کوچني اجسام دي او د فلتر څخه تيريدلي شي.په حيواناتو او نباتاتو کي د ډول ډول ناروغيود توليد سبب کيږي.
ويروسونه په څلورو عمده گروپونو تقسميږي.
١ – حيواني ويروسونه : په حيواناتو او انسانانو کي د ناروغيو د منځته راوړلو سبب کيږي.
٢ – نباتي ويروسونه : په ډيرو کلونو کي دا ويروسونه په گلداره نباتاتو کي د ناروغيو د توليد سبب کيږي. په 1962 ع کال کي په يوه اصلاح شوي مرخړي کي د ناروغي د عامل سبب شويدي او په 1913 ع کال کي يو بل ويروس کشف شو چي په شين آبي الجيانو کي ناروغي منځته راوړي.
٣ – د بکترياو ويروسونه : په بکترياو او په Actinomycetes باندي حمله کوي او ناروغه کوي يي .
٤ – د حشراتو ويروسونه : په حشراتو باندي حمله کوي او د هغوي پواسطه انسانانو ته انتقاليږي.
هغه ناروغي چي د حيواني ويروسونو پواسطه منځته راځي عبارت دي له انفلوئينزا- شيري- چيچک- ريزش- سينه بغل- ژيړي . ويروس په انسانانو او نورو حيواناتو کي د ځيني تومورونو د پيدا کيدو سبب کيږي. س
نباتي ويروسونه په کچالو- بانجان رومي- گني- جوار- ککو- لبلبو- غنم-شفتالو- لوبيا- وريجي- بادرنگ- الوبالو- مڼه- الو- زردالو- تنباکو او نورو باندي حمله کوي او په هغوي کي د ناروغيو د توليد سبب گرځي. څرنگه چي د ويروسونو زرع کول په مصنوعي محيط کي منفي نتيجه ورکړه نو لازمه ده چي د هغوي د زرع کولو لپاره د ژوندي انساجو څخه کار واخيستل شي.
د ويروسونو مطالعه د عادي مايکروسکوپ پواسطه صورت نه نيسي بلکي د الکتروني مايکروسکوپ پواسطه صورت نيسي. څرنگه چي جسامت يي ډيرکوچني دي نوپه ملي مايکرون m M اندازه کيږي. ( يو ملي مايکرون د مايکرون دزرمي برخي څخه عبارت دي ) او د يو ميلي متريو زرمي برخي سره مساوي دي. يعني 1m M= 1 M = 1 mm
ويروسونه د جسامت له رويه يو له بله سره توپير لري. همدارنگه د شکل له رويه هم سره توپير لري. جسامت يي د 5 – 12 ملي مايکرون پوري ټاکل شويدي.
 
== « د ويروسونو تـکـثـر او جــوړښــت » ==
ويروسونه نظر نورو حجرو ته لرونکي د ساده او بسيط جوړښت دي. د ويروس حجره لرونکي د دوه ډوله لوي جوړښت دي.
١ – يو خارجي پروتيني پوښ چي تقريباً % 94 فيصده پروتين لري ( لکه د موزائيک تنباکو ويروس) .
٢ – يوه داخلي هسته چي لرونکي نوکليک اسيد دي .
چيچک د ويروسونو غټوالي نسبت نورو ويروسونو ته لوي دي او د هغوي داخلي جوړښت پيچلي دي او مکعبي شکل لري. پداسي حال کي چي د انسانانو او د نورو حيواناتو ويروسونه لرونکي د کروي جوړښتونو دي. د انفلوئينزا ويروس لرونکي د ميله اي يا کروي شکل دي چي قطر يي 120 ملي مايکرون ته رسيږي .
لکه څرنگه چي مخکي مو و ويل د تنباکو موزائيک ويروس د ستني په شان يا ميله ډوله شکل لري چي د فلتر عمل پوسيله څرگنديږي. دا ويروسونه هم لرونکي د يو زيات مقدار پروتين دي چي د رايبونوکليک اسيد شاوخوا پوښلي ده. پخپله ويروس په خپل ذات کي بي ضرره دي لاکن د هغه R N A ( رايبو نوکليک اسيد ) خطرناکه دي.
د پورتني معلوماتو له رويه ويلي شو چي ټول ويروسونه لرونکي د عين جوړښت يعني د خارجي پروتيني غشاء چي د Capsid په نوم ياديږي. او د يوه نوکليک اسيد (R N A ) يا د (D N A ) پروتيني غشاء پواسطه پوښل شويدي .
کله چي د ويروس د ژوندي جسم څخه جلا شي تکثري توقف کوي او د هغه ميتابوليکي فعاليتونه دريږي. يواځي د هغوي تکثر د ژوندي جسم په ژونديو انساجو کي چي د هغوي پواسطه مخريب شوي وي صورت نيسي.
څرنگه چي د ژوندي جسم په بدن کي انزايمي سيستم موجود دي نو د هغه څخه گټه اخلي او د ژوندي جسم ميتابوليکي طريقي ته بدلون ورکوي ترڅو وکولي شي لکه د نورو ويروسونو په شان توليد وکړي .
ټول نباتي ويروسونه لرونکي د ( R N A ) او (D N A ) دي او ټول حيواني ويروسونه يا R N A ) او يا (D N A ) په خپل جوړښت کي لري.
Inclusion Bodies : کروي او يا بيضوي شکله اجسام دي چي د حجري په دننه کي د اکثرو ويروسونو پواسطه تخريب کوي تشکيليږي. په ځينو حالتونو کي دا اجسام د حجري په هسته کي چي د ويروس پواسطه تخريبيږي تشکيل او په ځينو حالتونو کي د ژوندي جسم حجري په سايتوپلازم کي ليدل کيږي. دا د ويروس د پيژندونکو او پتالوجستانو لپاره ډير گټور دي. ځکه چي د ويروس پيژندني لپاره او کوم مرض چي منځته راوړي مرسته کوي .
دغو اجسامو ته مشخص نومونه ورکړل شويدي ترڅو د ويروس په تشخيص او کومه ناروغي چي توليده وي يي تشخيص کيږي. د ځينو مهمو د نومونو څخه يادونه کوو.
Negri bodies – د Rabies ( د ليوني سپي ) لپاره .
Gnarnieri bodies – د Vaccina ( د چيچک ويروس ) لپاره .
Councilman bodies – د Smalpox ( د چيچک ) لپاره .
 
==« د ويــــروســـونـــــو مـــقـــــاومــــت »==
ځيني ويروسونه د يخني په مقابل کي مقاومت لري او د (- 70 c) درجي پوري ژوندي پاتي کيدلي شي. لاکن اکثره ويروسونه د 65c – 55c درجو پوري له منځه ځي. ځيني ويروسونه د ايتر ( انفلوئينزاويروس ) پواسطه له منځه ځي.
« د حــجــرو مـقـاومـت د ويـروسـونـو د مـداخـلـي پـه اثـر »
په يوه وخت کي يواځي يو ويروس د بدن يوه حجره د حملي لاندي نيسي. وروسته يو ويروس د يو بل ويروس سايتوپلازم کي دهماغه حجري په هسته کي داخليږي او دواړه ويروسونه کولي شي په يوه حجره کي تکثروکړي.
Inter Feron : علمي څيړنو ښودلي ده کومي حجري چي د ويروسونود حملي لاندي راځي يو منحل پروتين توليدوي چي د Interon په نوم ياديږي. دا ماده د هغو حجرو په دننه کي داخليږي کوم چي د ويروسونو د حملي لاندي نيول شوي وي. کله چي د ويروس ذري په حجره کي داخل شي انترفيران د هغوي د تکثر د دريدو سبب کيږي امکان لري چي په هغوي کي د نوکليک اسيد د جوړولو مانع وگرځي. مختلف انترفيران د مختلفو حيواناتو پواسطه تهيه او د حجرو پواسطه د ويروسونو په مقابل کي د دفاع په خاطر استعماليږي.
د انترفيران او د انتي باډي مقاومت د يوڅو ورځو پوري وي او وروسته له هغه ضعيفه کيږي .
« بـکـتـريـايـي ويـروسـونـه »
ويروسونه داسي موجودات دي چي بکتريا د حملي لاندي نيسي . دا موضوع په 1915 او 1915 ع کلونو کي د انگلسي څيړونکو لکه د Twort او فرانسوي عالم d.Herelle پواسطه کشف شو او d.Herelle هغوي يي د Bacteriophage په نامه ياد کړل چي نن ورځ هغه لنډ نوم ( Phage ) دي. Phage لکه د نورو ويروسونو ، د چنگښو د بچيو او يا د لکي لرونکو چنگښي بچيو په شان دي او د هغوي سرونه ډيرلوي دي او لرونکي د استوانه يي شکله لکي چي شپږ کلکي رشتي لري.
لکي يي ممکن لنډه او يا اوږده وي لاکن د ويروس حرکي عضوه نه شميرله کيږي. د ايزوتوپ تجربو ښودلي ده چي D N A د وروس د سرپه برخه کي د يوه پروتين پوښ پواسطه پوښل شوي. لکي يي هم د پروتين څخه جوړه شويده. کله چي دا ويروس بکتريا د حملي لاندي نيسي. د دي ذري د بکتريا حجرو سره په تماس کي راځي. په ابتدا کي لکي د حجروي غشاء سره بکتريا نښلي چي دا لکي له ځانه انزايم ترشح کوي او د بکتريا حجروي غشاء منحل کوي او وروسته د D N A رشته د ويروس د سر برخي څخه د استواني له لياري د بکتريا حجري په ميزبان کي دننه کيږي .د سربرخه يي D N A نه لري> د حجري د لکي سره د بکتريا حجري باندني برخه کي ځاي نيسي اود حجروي غشاء سره نښتلي وي اود نيم ساعت (30 mints) وقفي څخه وروسته د بکتريا حجره له ځانه متلاشي کيږي يعني منحل کيږي. ( دا عمليه د Lysis په نوم ياديږي ) او يوشمير ځوان او رسيدلي Phage ويروسونه ( 30 – 300 پوري ) ازاديږي .
د Phage د تکثر ميخانيکيت د داخل کيدو څخه آن د حجري تر تخريب پوري ډير په زړه پوري دي او دا دوره د Latent period په نوم ياديږي. پدي برخه کي علمي څيړني سرته رسيدلي. د مثال په ډول کچيري د بکتريا حجري د ويروس د مداخلي څخه وروسته په ( 12 ) دقيقو کي تخريب شي د ( Phage ) هيڅ يوه ذره به ونه ليدل شي. د دي څخه وروسته که د بکتريا حجرو ذري په وقفو سره تخريب شي د Phage ځوان او رسيدلي ذري په زيات شميرسره ترڅو پوري چي حجره په کلي توگه منحله شي وبه ليدل شي. Phage ) ) د حجري په دننه کي دوه مهم فعاليتونه سرته رسوي:
١ – د Phage DNAتوليدوي چي دهري ذري لپاره يوماليکول جوړوي
٢ – د نوي پروتين ترکيب چي د هغه پوسيله سرونه او لکي يي د نوي ذري لپاره لازم دي .
ټول پورتني پيښي د ويروس د D N A د داخليدو له امله صورت نيسي چي د دي په مقابل کي د بکتريا د حجري په وسيله يو شمير انزايمونه هم تهيه او منځته راځي د دي په عوض چي د حجري ميزبان D N Aتهيه کړي Phage هغه تهيه او ترکيب کوي.
امينو اسيدونه د دي په عوض چي پروتين د حجري ميزبان جوړ کړي هماغه پروتين جوړولو لپاره په کار وړل کيږي. انرژي چي د تعاملاتو د اجرا کولولپاره په کار وړل کيږي هغه هم د حجري ميزبان پواسطه توليد او په کار وړل کيږي. د Lateat (پټ يا hiddeb) دوري په پاي کي د Phage ټولي ذري سره يو ځاي کيږي.
د D N A متراکم ماليکولونه سر او لکي سره يوځاي کيږي او په نتيجه کي د حجري ميزبان منحل کيږي او د Phage ځواني ذري باقي پاتي کيږي.
 
٢ ١
٤ ٣
شکل: د Phage جوړښت اودبکترياپه حجره کي دهغه داخليدل ښئيي.
١) ويروس خپل ځان د حجري سره نښلوي او Phage DNA د لکي له لياري د بکتريا سايتوپلازم کي داخليږي.
٢) په (٨) اويا په (١٠) دقيقو کي DNA د پروتين د توليد لپاره فعاليت پيل کوي ترڅو د نويو ويروسونو لپاره پروتيني پوښ جوړ کړي.
٣) د ( 10 – 15 ) دقيقو پوري ويروسونه د DNA پواسطه ډکيږي.
٤) تقريباً نيم ساعت وروسته د ويروس د حملي له پيل څخه د بکتريا حجره د نويو جوړشويو ويروسونو څخه ډکيږي او په نتيجه کي بکتريايي حجري څخه د ويروس نوي نسل له هغه ازاديږي.
 
==سرچینې==

گرځښت غورنۍ