پېکسل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پیکسیل کلمه د یوه تصویر د عنصر معنا ورکوي ، ټول دیجیتلی انځورونه د پیکسیلونو څخه جوړ شویدي . پیکسیل ډیر کوچني واحدونه دي چې معمولا گرد او مربع شکل لري او په دوه بعدي یا دوه اړخیز شکل سره اندازه کیږي. یعنې که په ساده ژبه سره وویل شي هر انځور د کوچنیو گردو یا چارکنجه واحدونو څخه تشکیلیږي. هر څومره چې په یوه انځور کې د پیکسیلونو شمیر زیاتیږي په هماغه اندازه سره انځور روښانه تشکیلیږي.

ژوندی مثال:[سمول]

په خپل کمیپوټر یا آیفون کې مو یو عکس را خلاص کړی او بیا دغه عکس ښه غټ (Zoom) کړی وروسته له غټولو څخه به نوموړی عکس په کوچنیو مربعي یا گردو شکلونو سره پارچه پارچه ووینی چې همدغه کوچنی شکلونه د پیکسیل څخه عبارت دي، هر څومره چې په یوه سانتي متر مربع یا په بل واحد ساحه یا مساحت کې دغه گرد سطحي شکلونه یا مربع گانې ډیرې وي په هماغه اندازه سره تصویر روښانه وي چې د دغه پیکسیلونو ډیروالی او لږوالی د کمرې په ماډل او کیفیت پورې اړه لري یعنې هر څومره چې د کمرې د پیکسیلونو تعداد زیاتیږي په هماغه اندازه سره نوموړې کمره د ښه انځور اخیستلو وړتیا لري.

ریزولیشن (Resolution) څه ته وایي ؟[سمول]

په یوه انځور کې د پیکسیلونو شمیر ته ریزولیشن وايي چې ځینې خلک د بیټ (bit) اصطلاح هم ورته کاروي.

ژوندی مثال:[سمول]

Pixel art

مثلا د یوه کمپیوټر د مانیټور د سکرین ریزولیشن 1280 په 1024 کې دی، ددې معنا داده چې د یوه طرف نه بل طرف ته په هر قطارکې 1280 پیکسیلونه شتون لري او له پورته څخه کښته خواته 1024 پیکسیلونه په هر قطار کې شتون لري، که مو پام کړی وي هر څومره چې د سکرین د ریزولیشن اندازه کموو په هماغه اندازه سره سکرین خیره او غیر شفاف معلومیږی او برعکس، څرنگه چې دغه پیکسیلونه لکه د ضرب زباني خانې لري نو کله چې یو طرف په بل طرف کې ضرب شي نو د ټولو پیکسیلونو شمیر په لاس راځي اوس که 1280 په 1024 کې ضرب شي نو 1310720 پیکسیلونه یا 1.31 میگا پیکسل لاسته راځي. د پیکسیلونو د اندازه کولو د پاره یو انچ مربع یا یو سانتي متربع سطح ټاکل شوې ده او د هغه له مخې بیا د پیکسیل مقدار ټاکل کیږي. د مثال په ډول سره د یوه ښه کیفیت لرونکي پرنټ د پاره اړینه ده تر څو لږ تر لږه 240 پکسیل په هر یوه انچ بعد یا اړخ کې ولرو یعنې په یوه انچ مربع ساحه کې باید 57600 پیکسیل شتون ولري. هغه کمرې چې شفافیت یې 7 میگا پیکسیله دی په دواړو اړخونو کې د پیکسیلونو شمیر (3072 X 2304 =7077888 ) ته رسیږي یعنې 7 میگا پیکسیل لاسته راځي.

بل مثال:[سمول]

یو انځور چې په یوه کمره باندې اخیستل شوی دي د تصویر په اوږدوالی باندې د پیکسیلونو شمیر 4000 او په لوړوالی باندې یې د پیکسیلونو شمیر 3000 ته ررسیږي ، د نوموړې کمرې د ریزولیشن مقدار څو پیکسیله ده پیدا یې کړی .

حل :[سمول]

په ډیر آسانه ډول سره 3000 په 4000 کې ضربوو او 1200000 یا دوولس میلیونه پیکسیله یا 12 میگا پیکسیله لاسته راځي پس معلومه شوه چې د کمرې ریزولیشن 12 میگا پیکسیله ده .

آخري پایله :[سمول]

هر پیکسیل یو کرد یا مربع ډیر کوچنی دوه اړخیر شکل دي چې له مجموعې یا یو ځای والی څخه یې انځور یا عکس لاسته راځي یعنې یو عکس د ډیرو پیکسیلونو د یوځای کیدو مجموعه ده.

تړلې لیکنې[سمول]

کامره ډېجېټل کامره کېنن کامره نیکان کامره