پیټرلو عام وژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پیټرلو عام وژنه د ۱۸۱۹ زکال د اګست په ۱۶مه د دوشنبې په ورځ د انګلستان د لانکاشر سیمې د منچسټر ښار په سنت پیټرز میدان کې وشوه. دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې په یاد میدان کې شاوخوا ۶۰۰۰۰ کسان د پارلماني اصلاحاتو د رامنځته کېدو په موخه راغونډ شوي و او سپرو ځواکونو د هغوی د پاشلو په موخه مداخله وکړه چې له امله یې اتلس تنه ووژل شول او له ۴۰۰ څخه تر ۷۰۰ نور ټپیان شول.

په ۱۸۱۵ زکال کې د ناپلیوني جګړو له پای ته رسېدو وروسته د اوړي نه لرونکي کال له امله جدي اقتصادي ناورین رامنځته شو چې د پریمانه بې کارۍ او بېوزلۍ لامل وګرځېد؛ سربېره پر دې د غله جاتو قوانینو هم شتون درلود چې د ډوډۍ بیه یې لوړه ساتلې وه. دغه مهال شاوخوا ۱۱ سلنه نارینه بالغو کسانو د رایو د ورکړې حق درلود چې یوازې ډیر لږ شمېر یې صنعتي شمالي انګلستان ته اړوند وو او له نورو ټولو یې زیات زیان ولید. اصلاح غوښتونکو پارلماني اصلاحات د حل لارې په توګه ګڼل چې په ۱۸۱۷ زکال کې یې ټولو نارینه و ته د رایې د ورکړې د حق ورکولو په موخه ۷۵۰ زره لاسلیکونه راغونډ کړل، خو د دوی غوښتنه په پریکنده بڼه د عوامو جرګې له خوا رد شوه. له دې وروسته دویم ریکارډ د ۱۸۱۹ زکال په لومړیو کې رامنځته شو؛ راډیکال اصلاح غوښتونکو ګڼ شمېر کسان اعتراضاتو ته راوپارول څو دولت له خپلې پرېکړې شاتګ ته اړ کړي. دغه خوځښت په ځانګړې توګه په شمال-لویدیځ کې تر نورو برخو ډېر پیاوړی و، چېرې چې د منچسټر وطن پاله اتحادیې د ۱۸۱۹ زکال په اګست میاشت کې یو لوی لاریون ترتیب کړ او مشهور ویناوال هنري هنټ ورته وینا وکړه.

د غونډې له پیل لږ وروسته سیمه ییزو چارواکو د منچسټر او سالفورډ له سپرو ځواکونو وغوښتل هنټ او له هغه سره مل څو نږدې کسان ونیسي. ځواکونه د خلکو په ګڼه ګوڼه کې دننه شول، یوه مېرمن یې راوغورځوله او یو ماشوم یې وواژه چې بالاخره وتوانېدل هنټ ونیسي. ورپسې لوړپوړي سیمه ییز چارواکي ویلیام هالټون د بریتانوي پوځ ۱۵مه ډلګۍ راوغوښته چې خلک تیت کړي. پر هغوی تور پورې شو چې له خپلو تورو څخه یې کار واخیست چې د معاصرو راپورونو له مخې له نهو څخه تر ۱۷ کسانو یې مړه او له ۴۰۰ څخه تر ۷۰۰ نور یې ټپیان کړل. دغه پېښه د لومړي ځل لپاره د منچسټر د راډیکال ورځپاڼې منچسټر ابزرور (Manchester Observer) له خوا د واټرلو خونړۍ جګړې ته په پیغور ډوله اشارې سره چې له دغې پېښې څلور کاله وړاندې شوې وه د «پیټرلو عام وژنې» په توګه یاده شوه.

تاریخ لیکونکي رابرټ پول د پیټرلو عامه وژنه «په نوولسمه پېړۍ کې د انګریز په خاوره کې تر ټولو خونړۍ سیاسي پېښه» او «د صنعتي انقلاب په شمالي پیاوړې غاړه کې سیاسي ځمک ښویېدنه» بللې ده. لندني او نورو ملي اخبارونو د منچسټر سیمې له احساس کېدونکي دغه وحشت څخه راپورونه خپاره کړل او د دغې پېښې فوري اغېز دا شو چې دولت یې اړ کړ شپږ قوانین (Six Acts) تصویب کړي چې موخه یې د هر ډول راډیکال اصلاحاتو د غوښتنې په موخه د اعتراضاتو ځپل وو. ورته مهال دغه پېښه په غیرمستقیمه بڼه د منچسټر ګارډین اخبار د تاسیس لامل وګرځېده. په ۲۰۰۶ زکال کې د ګارډین ورځپاڼې (د منچسټر ګارډین معاصره بڼه) د یوې نظرپوښتنې له مخې د پیټرلو پېښه د بریتانیا په راډیکال تاریخ کې د پوټني بحثونو وروسته دویم ځایګی لرونکې چاره وبلل شوه او د دې وړ وګڼل شوه چې باید د هغو په تړاو یو یادګاري څلی او یا هم کوم بل مناسب یادګار جوړ شي. [۱]

د یو څه مودې لپاره د پیټرلو پېښه یوازې د یوې آبي رنګه لوحې پر مټ غندل کېده چې ناکافي وه او یوازې د پوځ په واسطه یې د خلکو د یوې غونډې پاشلو ته اشاره لرله. په ۲۰۰۷ زکال کې ښاري شورا د دغې آبي رنګې لوحې پر ځای یوه سره لوحه ولګوله چې په یو سوله ییز لاریون باندې یې د وسله وال سپاره پوځ د برید څرګندويي کوله او په هغو کې یې د ۱۵ تنو مړینې او د ۶۰۰ تنو ټپي کېدو ته اشاره کړې وه. په ۲۰۱۹ زکال کې د دغې پېښې په ۲۰۰مه کلیزه کې د منچسټر ښار ښاري شورا د هنرمند جرمي ډیلر له خوا جوړ شوی د پیټرلو یادګاري څلی افتتاح کړ چې په هغو کې له سیمه ییزو ډبرو څخه جوړې متحد مرکز لرونکې یوولس دایرې جوړې شوې وې او په هغو کې یې د وژل شویو کسانو او د هغوی د استوګنې د اصلي ځایونو نومونه حکاکي کړي و.

مخینه[سمول]

د رایو ورکولو حق[سمول]

په ۱۸۱۹ زکال کې د لانکاشر سیمې له دوه ښارونو څخه په پارلمان کې دوه استازو او همدارنګه د کلیترو، نیوټن، وېګان، لنکسټر، لیورپول او پریسټون د ښارونو څخه په سیمه ییزو شورا ګانو کې ۱۲ استازو استازولي کوله چې د دغې سیمې له شاوخوا یو میلیون وګړو څخه په ټولیز ډول ۱۷۰۰۰ کسانو د رایو د ورکړې حق درلود. له دغو څو ډیرو یې د وېګ او ټروی ګوند د معاملاتو له امله چې دوی ته یې څوکۍ ور ویشلې وې په خپل ژوند کې یې ټاکنې نه وې لیدلې. [۲]

اقتصادي شرایط[سمول]

په ۱۸۱۵ زکال کې د ناپلیوني جګړو له پای وروسته د نساجي په صنعت کې له لنډ مهالې ودې وروسته اقتصادي ناورین رامنځته شو چې په ځانګړې توګه یې د کاټن ټوکرو تولیدونکي او اوبدونکي په نښه کړل. د کاټن د نساجۍ سوداګرۍ په لانکاشر او د وړیو د نساجۍ سوداګرۍ په یورکشایر تمرکز درلود چې سوداګري یې د یورکشایر له لویدیځې او شمالي پولې څخه ترسره کېدله. هغه اوبدونکو چې په ۱۸۰۳ زکال کې یې په یوه ۶ ورځنۍ کاري اونیزه کې ۱۵ شلېنګه عاید درلود تر ۱۸۱۸ زکال پورې یې عاید ۵ شلېنګه یا آن تر ۴ راکم شو. صنعت کارانو په داسې حال کې چې کومې اسانتیاوې یې نه وړاندې کولې، د کارګرانو امتیازات یې راکمول او په بازار اغېزمنې قوې یې چې د ناپلیوني جګړو له امله رامنځته شوې وې؛ په دغه چاره کې مسئولې ګڼلې. په ۱۸۱۵ زکال کې د ناپلیوني جګړو له پای وروسته د حالاتو کړکېچن کوونکي موارد هم د غله جاتو قوانین و چې د دغو لومړی په ۱۸۱۵ زکال کې په تصویب ورسېد او د انګریزي غله جاتو د تولید کوونکو څخه د ملاتړ په موخه یې له بهر څخه په واردېدونکو غله جاتو مالیات ولګول. په دې سره د خوراکي توکو لګښت لوړ شو او خلک اړ شول انګریزي غله جات چې ټیټ کیفیت یې درلود په لوړه بیه واخلي؛ همدا و چې د قحطۍ او دوامدارې بیکارۍ دورې را پیل شوې او له امله یې په لانکاشر او همدارنګه ټول هېواد کې د سیاسي اصلاحاتو لپاره غوښتنو زیاتوالی وموند. [۳][۴][۵]

قربانیان[سمول]

په پیټرلو پېښه کې د وژل شویو کسانو کره شمېره تراوسه نه ده څرګنده شوې، ځکه چې په دې اړوند هېڅ رسمي شمېرنه نه ده شوې او ډیری ټپیان پرته له دې چې د ځان د ټپي کېدو راپور ورکړي یا هم په درملنه کې مرسته وغواړي، خوندي ځایونو ته وتښتېدل. د منچسټر مرستندویه کمېټه چې د پیټرلو له قربانیانو سره د مرستې په موخه جوړه شوه د ټپیانو شمېر یې ۴۲۰ تنه وښود، په داسې حال کې چې راډیکال منابعو بیا دغه شمېر ۵۰۰ تنه ښود. د کره شمېرې اټکل یې ستونزمنه چاره ده ځکه چې ډیری ټپیانو د چارواکو له پوښتنو سره د مخ کېدو څخه د مخنیوي امله خپل ټپونه پټ کړل. د ویلیام مارش درې زامن چې د منچسټر د سیمه ییزو ځواکونو کپتان هیوبرلي ته یې په اړونده کارخونه کې کار کاوه له دې امله چې پلار یې په دغه لاریون کې ونډه لرله له دندې څخه وشړل شول. جیمز لیز چې د سر په برخه کې د دوه شدیدو ټپونو له امله د منچسټر په روغتون کې بستر شوی و، وروسته له هغه له درملنې څخه رد او کور ته ولېږل شو چې د جراح سره یې دا ژمنه ونکړه چې هغه به نور د منچسټر په غونډو کې ګډون نه کوي. [۶]

د پیټرلو د پېښې یوه بله ځانګړې ځانګړنه دا وه چې ګڼ شمېر ښځې په کې شاملې وې. دغه ښځې د ښځو اصلاحي ټولنو ته اړوندې وې چې د ۱۸۱۹ زکال په جون او جولای میاشتو کې جوړې شوې او دا په بریتانیا کې ښځو ته اړوندې لومړنۍ ټولنې وې. ډیری ګډونوالو ښځو ځانګړې سپینې جامې اغوستې وې او یو شمېر نورو یې هم ځانګړې ښځینه ډلې جوړې کړې وې چې خپل ځانګړي بیرغونه یې له ځانه سره لېږدول. له ثبت شوو ۶۵۴ تنو تلفاتو څخه شاوخوا ۱۶۸ تنه یې ښځې وې چې څلور یې د سنټ پیټر په میدان او یا هم وروسته د ټپونو له امله مړې شوې. [۷]

سرچينې[سمول]

  1. Poole, Robert (2019). "The Manchester Observer: Biography of a Radical Newspaper, part 7: 'Enter the Guardian'". Bulletin of the John Rylands Library. 95, 1: 96–102. مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مارچ ۲۰۲۰ – عبر Open access at publisher's site. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 19 May 1998 باندې). The Great Reform Act. BBC News Online.
  3. data re-presented in Document 168 Table of Parliamentary Patronage 1794–1816 in Aspinall, A.; Smith, Anthony, المحررون (1995). English Historical Documents, 1783–1832 (الطبعة reprint). Psychology Press. د کتاب پاڼي 223–236. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-14373-8. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اگسټ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 19 May 1998 باندې). The Great Reform Act. BBC News Online.
  5. (په 13 August 2007 باندې). Battle for the memory of Peterloo: Campaigners demand fitting tribute.
  6. Marlow (1969), pp. 150–151.
  7. Bush, M. L. (2005). The casualties of Peterloo. Lancaster: Carnegie Pub. OCLC 71224394. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85936-125-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)