پیرهونیزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پیروهنیزم(پیرهوپلوي)د فلسفي شکاکیت یو فکري مکتب دی چې له میلاد نه مخکې په څلورمه پېړۍ کې یې د پیرهو له خوا بنسټ کېښودل شو. دا مکتب د سکستوس امپریکوس د ارزښتناکه کارونو له امله ډېر مشهور دی چې له میلاد نه مخکې د دویمې پېړۍ په وروستیو او د درېیمې پېړۍ په لومړیو کې یې لیکنې کولې. [۱]

تاریخچه[سمول]

د الیس اوسیدونکی پیرهو (۳۶۰ – ۲۷۰ کاله مخکې له میلاد نه) او د هغه ښوونکی اناکزارکاس، ‌ډیماکریتوس پلوه دواړو فیلسوفانو، د لوی سکندر له پوځ سره هند ته سفر وکړ چې ویل کېږي، هلته هغه له مجوسیانو او د هند له بربڼډ پلوه فیلسوفانو سره زده کړې کړې او په دې ځای کې د بودایي لارښوونو، په ځانګړې توګه د خلقت د درېو نښانو تراغېز لاندې راغلی دی. یونان ته په راستنېدو سره، پیرهو د فلسفې نوې کرښه پیل کړه چې د پیرهونیزم په نوم یادېږي. د پیرهو لارښوونې د هغه د زدکوونکي، تیمون د فیلوس اوسېدونکي، له خوا و لیکل شوې چې د هغه ډېرۍ آثار له منځه تللي. پیرهونیزم د فکري مکتب په توګه له میلاد څخه مخکې په دویمه پېړۍ کې د انیسیدیموس له خوا بېرته را ژوندی او بنسټ یې بیاځلې کېښودل شو. د پیرهونیزم په دې پړاو کې چې په انیسیدیموس پیل کېږي او د لړغونې زمانې وروستي پیرهونیست ساتونیسوس ته رسېږي، ډېری د "نوي پیرهونیزم" په نوم یادېږي. نور کسان بیا د "نوي پیرهونیزم" اصطلاح عصري پیرهونستانو لکه رابرت فوجلین ته کاروي.  [۲][۳][۴][۵][۶]

په شپاړسمه پېړۍ کې د سکستوس امپریکوس د آثارو بیا رغونې او خپرېدلو، له پیرونیزم سره بېرته لېوالتیا راژوندۍ کړه.

فلسفه[سمول]

پیرهونیزم د فلسفي شکاکیت تر ټولو پخوانۍ لوېديځه بڼه ده. د یوناني دود د نورو فلسفو، لکه: ستویسیزم، پیریپاتیتزم (د ارستو فلسفه) او ایپیکوریانیزم (د تجمل فلسفه)، سره یو ځای یودیمونیا (غوره روحیه) د پیرهونیستي فلسفي د ژوند موخه ده. د پیرهونیستانو له قوله، د ناڅرګندو موضوعاتو په اړه (د بېلګې په توګه، عقیده) د یوه کس نظر دی چې د غوره روحیې د درلودلو مخه نیسي. د ایپیکوریانیزم په اړه، پیرهونیزم د رواني آرامتیا لاسته راوړل (د برابرۍ حالت) د غوره روحيې د لاسته راوړلو د لارې په توګه ګڼي. رواني آرمتیا ته د ذهن د راګرځولو لپاره پیرهونیزم د ټولو ناڅرګند فرضیو په اړه د قضاوت ځنډ (epoché) وړاندې کوي. پیرهونیستان په دې اړه انکار کوي چې د سخت درېځه لیدلوري پیروان - چې د پیرهونیزم ټولې مخالفې فلسفې په کې ګډون لري - د ناڅرګندو موضوعاتو په اړه حقیقت موندلی دی. د هرې نا څرګندې موضوع لپاره، پیرهونیست د دې په اړه او په وړاندې په داسې ډول دلیلونه وړاندې کوي چې، یوه موضوع پای نه لري، نو په دې توګه باور ځنډوي چې د رواني آرمتیا یا اتراکسیا لامل کېږي. [۷]

لکه څنګه چې د پیرهونیزم موخه غوره روحیه ده، له دې امله د معرفت پېژندنې د استدلال، په ځانګړې توګه د معیار مسئله او په لویديځ کې د لومړي فلسفي مکتب په توګه چې له کُل څخه جز ته استدلال د ستونزې د تشخیص او د مونشهاوزن د دری ګونې فلسفي لیدلوري په برخه کې خورا مشهوره ده.

پیرهونیستان (یا پیرهونیستي کړنې) په درېو نورو برخو، لکه: افیتیک (د پریکړې ځنډ)، زیتیتیک (لټوونکي) یا اپوریتیک (تکذیب کوونکي) باندې وېشل کېږي. [۸]

کړنې (عمل)[سمول]

د پیرهونیستي کړنو موخه د پریکړې ځڼد دي. په دې کې بنسټیزه کړنه د استدلال په وړاندې د استدلال کارول دي. په دې کې د مرستي لپاره، پیرهونیستي فیلسوفانو انیسیدیموس او اګریپا د استدلالونو یوه ټولګه را منځ ته کړه چې د "اصولو" یا "استعارو" په نوم یادېږي. 

د انیسیدیموس لس اصول[سمول]

انیسیدیموس د لسو اصولو چې د انیسیدیموس د استعارو په نوم یادېږي، را منځ ته کړې دي. دا معلومه نه ده چې هغه خپله دا استعارې ترتیب کړې که یې د پخوانیو فیلسوفانو له آثارو تنظیم کړې دي. سکستوس امپریکوس دا اصول پخوانیو فیلسوفانو ته اړوند ګڼلې دي. لوریتیوس دا د انیسیدیموس اړوند ګڼلې دي. د پلوتراک له منځه تللی اثر (د پیرهو د لسو اصولو په اړه) داسې ښکاري چې، دا اصول پیرهو ته اړوند ګڼي. دا استعارې د پریکړې د ځڼډ لپاره دلیل وړاندې کوي، چې په لاندې ډول دي: [۹]

  1. "په حیواناتو کې د توپیرونو له امله له ورته شیانو څخه ورته درک نه رامنځ ته کېږي."[۱۰]
  2. د انسانانو تر منځ د توپیرونو له امله له ورته شیانو څخه ورته درک نه را منځ ته کېږي.[۱۱]
  3. د حواسو ترمنځ د توپیر له امله له ورته شیانو څخه ورته درک نه را منځ ته کېږي.[۱۲]
  4. د "حالاتو، شرایطو یا وضعیت" له امله، ورته شیان مختلف ښکاري. ورته تودوخه، چې د یوې وسیلې له خوا رامنځ ته شوې وي، د مني او ژمي په موسمونو کې بېل احساس لري. د ژمي د سړې هوا له اوږدې مودې وروسته (توده احساس کېږي)، خو په مني کې له معتدلې هوا څخه وروسته (ممکن سړه احساس شي) چې ډېر توپیر لري. د ځوانۍ په دوره کې وخت سوکه روان وي، خو د عمر په اوږدو کې ګړندی روانېږي. شات د ډېرو لپاره خواږه وي، خو د ژېړې په ناروغۍ اخته کسانو ته ترخه دي. په انفلونزا اخته کس رېږدي او د ساړه احساس کوي، په داسې حال کې چې د تبې له امله تود وي.[۱۳]
  5. د موقعیت، واټن او ځای پر بنسټ؛ د هر یوه له امله ورته شیان مختلف ښکاري. د بېلګې په توګه: ورته برنډه، کله چې له یوه کنج څخه ولیدل شي، لنډه ښکاري، خو کله چې له منځنۍ برخې ولیدل شي، نو ټور اړخونه یې یو ډول ښکاري او ورته بېړۍ په لرې واټن کې کوچنۍ او ولاړه ښکاري، مګر له نږدې څخه لویه او په حرکت کې وي او له لرې څخه ورته برج ګردی ښکاري، مګر له نږدې نقطې څخه څلور اړخیز ښکاري.[۱۴]
  6. "موږ داسې درک لرو چې، هېڅ شی په موږ باندې په بشپړ ډول په خپله برید نه کوي، مګر له کوم بل څه سره، دا کېدای شي چې ووایو: له بهرني شی څخه چې کوم شی ترکیب کېږي او هغه شی چې ذهن ته راځي، یوشانته دی، مګرنه شو کولای چې ووایو، چې بهرنی څیز په خپله څه ډول دی." [۱۵]
  7. "لکه څنګه چې موږ وویل، اساسي څیزونه د مقدار او جوړښت (constitution) په بنسټ، په عمومي ډول د " constitution" مفهوم د جوړښت څرنګوالی دی. د مثال په توګه: کله چې د وزې ښکر جوړ وي، تور ښکاري او کله چې اوړه شي سپین ښکاري. کله چې واوره کنګل شي، سپینه ښکاري او په مایع حالت کې رڼه ښکاري.[۱۶]
  8. "لکه څنګه چې ټول شیان نسبي ښکاري، موږ به د هغو شیانو په اړه پریکړه وځنډو چې په بشپړ ډول موجود او په رښتیني ډول شتون ولري. آیا هغه شیان چې په "ځانګړي ډول" شتون لري، د هغو شیانو په خلاف چې په خپل ذات سره بل ډول شتون لري، د نسبي شیانو څخه توپیر لري او کنه؟. که توپیر و نه لري، نو هغه هم نسبي دي؛ خو که توپیر ولري، نو بیا له دې امله هر څه چې توپیر لري، د یو بل شي ته نسبي دي ...، هغه شیان چې په بشپړ ډول شتون لري، نسبي دي."[۱۷]
  9. "د پېښېدو د دوام یا د کموالي په بنسټ." لمر تر لکۍ لرونکي ستوري ډېر حیرانوونکی دی، خو دا چې موږ د لمر تودوخه هره ورځ او د لکۍ لرونکي ستوري لږ وینو او احساس کوو، نو لکی لرونکی ستوری زموږ پاملرنه ډېره را اړوي.[۱۸]
  10. "په دې ځای کې لسمه کړنلاره شتون لري، چې په بنسټیزه توګه له اخلاقو سره تړاو لري او د چلند د قواعدو، خوی، قوانینو، افسانوي باورونو او عقیدتي مفکورو پر بنسټ ولاړه ده." [۱۹]

دا لس اصول په درېو نورو لوړو اصولو پورې تړاو لري:

  1. د هغې موضوع پر بنسټ چې قضاوت منځ ته راوړي (۱، ۲، ۳، او ۴ اصول).
  2. هغه چې د قضاوت شوې موضوع په بنسټ دي (۷ او ۱۰ اصول).
  3. د هغې موضوع پر بنسټ چې قضاوت منځ ته راوړي او هغه چې د قضاوت شوې موضوع په بنسټ دي (۵، ۶، ۸ او ۹ اصول) .

دا دری د اړیکې په اصولو پورې اړه لري.  [۲۰]

د اګریپا پنځه اصول.[سمول]

دا استعارې یا اصول د سکستوس امپریکوس له خوا د پیرهونیزم په طرحه کې وړاندې شوي دي. د سکستوس په وینا، هغوی یوازې له وروستیو شکاکیانو سره تړاوړ لري او د دیوجینس لایرتیوس له خوا د اګریپا اړوند ګڼل شوي دي: د اګریپا پنڅه استعارې په لاندې ډول دي: [۲۱]

  1. د نظر اختلاف – د یقین نشتون دی چې په عمومي توګه د فیلسوفانو او خلکو ترمنځ د نظرونو د توپیر له امله ځرګندېږي.
  2. لایتناهي لړۍ – ټول ثبوتونه په خپل ذات کې یو بل ثبوت ته اړتیا لري او دا لړۍ تر لایتناهي پورې دوام کوي، په بل عبارت دې ته د دلیلونو تسلسل وایي.
  3. اړیکه – ټول شیان د اړیکې په بدلېدو سره بدلېږي، یا، کله چې موږ هغوی ته له یو بل اړخه وګورو.
  4. فرضیه – وړاندې شوی حقیقت په یوه نه ملاتړ شوې فرضیه ولاړ دی.
  5. دایروي استدلال – وړاندې شوی حقیقت د دایروي استدلالونو شواهد له ځانه سره لري.

د شخړو څخه د ترلاسه شو اصولو په بنسټ، موږ وینو چې د وړاندیز شوې موضوع په اړه د نه منلو وړ اختلاف په عادي ژوند او د فیلسوفانو ترمنځ شتون لري. له دې امله موږ د هېڅ شي د ټاکلو یا مدیریت کولو وړتیا نه لرو، او موږ د پرېکړې له ځنډ سره مخامخ کېږو. د لایتناهي تسلسل څخه په اخستل شوې تګلاره کې، موږ وایو چې هغه څه چې د وړاندیز شوي موضوع لپاره د قناعت د سرچینې په توګه وړاندې کېږي، په خپل ذات کې بلې سرچینې ته اړتیا لري، چې هغه پخپله بلې ته اړتیا لري، او همدارنګه دا لړۍ تر لایتناهي پورې دوام کوي، نو زموږ لپاره د یو شي د ثابت کولو په اړه د پیل هېڅ کوم ټکی شتون نه لري او دا د پرېکړې د ځنډ لامل کېږي. لکه څنګه چې موږ پورته وویل، له نسبي حالت څخه په اخستل شوې تګلاره کې شته شی ښکاري چې د پرېکړه کوونکې موضوع سره او د هغې سره د یوځای مشاهده شوو شیانو سره په یو ډول تړاو ولري، مګر موږ د هغه څه په اړه پرېکړه ځنډوو چې په خپل طبیعت کې سره ورته وي. موږ د فرضیې څخه تګلاره هغه وخت لاس ته راوړو چې سخت دریځه مفکوره، په لایتنهاهي توګه په اند کې نیولو سره، له هغه څه پیل وکړي چې دوی یې ثابت نه کړي خو د ساده فرضیې په اند کې نیولو او د امتیاز لپاره بې ثبوته ادعا وکړي. متقابل حالت هغه وخت رامنځ ته کېږي چې هغه څه چې د څېړونکي شي د تایید کوونکي په توګه کار کوي، باید د څېړونکي شي له خوا قانع کوونکی وګڼل شي، نو بیا، کله چې یو و نه شي کولای بل ثابت کړي، موږ د دواړو په اړه پرېکړه ځنډوو.   [۲۲]

دې پنځو استعارو ته په اشاره سره، چې لومړی او دریم یې د انیسیدیموس د پخوانیو لسو اصولو للنډیز دی. درې نورې په پیرهونیست نظام کې پرمختګ په ګوته کوي، چې د حس د خطا او د میتافیزیک (له طبیعت نه پورته) او مطلقو شرایطو له نظر څخه اخستل شوي دي.

د ویکتور بروچارد له قوله "پنځه استعارې د شکاکیت ترټولو بنسټیز او خورا کره جوړښت ګڼل کېږي چې تر اوسه وړاندې شوې دي. یا دوی لا تر اوسه بې سیاله پاتې دي."[۲۳]

د کړنې شرایط[سمول]

د پیرهونیست د پریکړو بهیر د هغه د شرایطو پر بنسټ را منځ ته کېده چې پیرهونیستان یې د عمل د شرایطو په توګه په ګوته کوي او له باور څخه پرته د ژوند له عادي رژیم سره سم حواس د لاندې مواردو په بنسټ په نظر کې نیسي:

  1. د طبیعت لارښوونې، چې په بنسټ یې موږ په طبیعي توګه د حس او فکر وړتیا لرو.
  2. د هغې لارې جبر چې په بنسټ یې لوږه موږ خوړلو ته مجبوري او تنده څښلو ته
  3. له خپلو هغو دودونو او قوانینو سره ښکېلتیا چې په بنسټ یې د ژوند په تګلاره کې تقوا ښه او بې ایماني بده ګڼل کېږي.
  4. د صنعت او هنر لارښوونې. [۲۴]

شکاکې ویناوې[سمول]

پیرهونیستانو ډېری ویناوې (په یوناني ΦΩΝΩΝ) ترتیب کړې ترڅو له کارپوهانو سره مرسته وکړي چې خپل ذهنونه د پریکړې ځنډ ته را واړوي اوهغه په لاندې ډول دي:  [۲۵]

  • نور نه، نور څه نه (دموکریتس ته اړوند وینا)[۲۶]
  • نظر نه لرم.
  • ښایي، امکان لري، کېدای شي
  • په دې راضي نه یم.
  • هېڅ شی هم نه شم تشخیص کولای (موتایګني د خپل شخصي شعار په توګه د دې بله بڼه منځ ته راوړه، "Que sçay-je?" – زه په څه پوهېږم؟)
  • هرڅه نا مشخص دي.
  • هرڅه د پوهېدو وړ نه دي.
  • زه نه پوهېږم.
  • هر استدلال ته یو مساوي متضاد استدلال شتون لري.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. 1923-, Popkin, Richard Henry (2003). The history of scepticism : from Savonarola to Bayle. Popkin, Richard Henry, 1923- (الطبعة Rev. and expanded). Oxford: Oxford University Press. OCLC 65192690. د کتاب نړيواله کره شمېره 0198026714. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  2. Laërtius, Lives of Eminent Philosophers Book XI.
  3. Beckwith, Christopher I. (2015). Greek Buddha: Pyrrho's Encounter with Early Buddhism in Central Asia (PDF). Princeton University Press. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400866328. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Stéphane Marchand, "Sextus Empiricus’ Style Of Writing", in New Essays on Ancient Pyrrhonism, p 113
  5. Michael Williams, "Fogelin's Neo-Pyrrhonism", International Journal of Philosophical Studies Volume 7, Issue 2, 1999, p141
  6. Plínio Junqueira Smith and Otávio Bueno "Skepticism in Latin America" Stanford Encyclopedia of Philosophy
  7. Thorsrud, Harald (2009). Ancient scepticism. Stocksfield [U.K.]: Acumen. د کتاب پاڼې 17. OCLC 715184861. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84465-409-3. The History of ancient scepticism officially begins with the enigmatic character, Pyrrho of Elis الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Pulleyn, William (1830). The Etymological Compendium, Or, Portfolio of Origins and Inventions. T. Tegg. د کتاب پاڼي 353. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Mauro Bonazzi, "Plutarch on the Differences Between the Pyrrhonists and Academics", Oxford Studies in Ancient Philosophy, 2012 [۱]
  10. Sextus Empiricus, Outlines of Pyrrhonism, Trans. R.G. Bury, Harvard University Press, Cambridge, Massachusetts, 1933, p. 27
  11. Sextus Empiricus, Outlines of Pyrrhonism, Trans. R.G. Bury, Harvard University Press, Cambridge, Massachusetts, 1933, p. 47
  12. Sextus Empiricus, Outlines of Pyrrhonism, Trans. R.G. Bury, Harvard University Press, Cambridge, Massachusetts, 1933, p. 55
  13. Sextus Empiricus, Outlines of Pyrrhonism, Trans. R.G. Bury, Harvard University Press, Cambridge, Massachusetts, 1933, p.61
  14. Sextus Empiricus, Outlines of Pyrrhonism, Book I Section 118 Trans. R.G. Bury, Harvard University Press, Cambridge, Massachusetts, 1933, p.69-71
  15. Sextus Empiricus, Outlines of Pyrrhonism, Trans. R.G. Bury, Harvard University Press, Cambridge, Massachusetts, 1933, p.73
  16. Sextus Empiricus, Outlines of Pyrrhonism, Trans. R.G. Bury, Harvard University Press, Cambridge, Massachusetts, 1933, p.77
  17. Sextus Empiricus, Outlines of Pyrrhonism, Trans. R.G. Bury, Harvard University Press, Cambridge, Massachusetts, 1933, p. 81
  18. Sextus Empiricus, Outlines of Pyrrhonism, Trans. R.G. Bury, Harvard University Press, Cambridge, Massachusetts, 1933, p. 83
  19. Sextus Empiricus, Outlines of Pyrrhonism, Trans. R.G. Bury, Harvard University Press, Cambridge, Massachusetts, 1933, p. 85
  20. Sextus Empiricus, Outlines of Pyrrhonism, Trans. R.G. Bury, Harvard University Press, Cambridge, Massachusetts, 1933, pp. 25–27
  21. Diogenes Laërtius, ix.
  22. Sextus Empiricus, Pyrrhōneioi hypotypōseis i., from Annas, J., Outlines of Scepticism Cambridge University Press. (2000).
  23. Brochard, V., The Greek Skeptics.
  24. Sextus Empiricus, Outlines of Pyrrhonism Book I Chapter 11 Section 23
  25. Sextus Empiricus Outlines of Pyrrhonism Book I Chapter 18
  26. Sextus Empiricus Outlines of Pyrrhonism Book II Chapter 30