پیام جوان راډیو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پیام جوان راډیو پيام جوان راډيو ، يوه ازاده ، خپلواکه او نا پېيلې راډيو ده ، چې له کوم ارګان او سياسي بنسټ سره تړاو نه لري ، چې دمومن زاده له خوا په جاغوري ولسوالۍ کې تاسيس شوې ده . دغه راډيو دايف ايم په ٣، ٨٨ څپو خپرونې لري . پيام جوان راډيو دويمه غږيزه رسنۍ ده ، چې جاغوري ولسوالۍ تر خپل خپرنيز پوښښ لاندې راولي .١٤ کارکوونکي لري او تصميم لري ، چې هره ورځ لس ساعته سياسي ، ټولنيزې ، فرهنګى ، ديني ، روغتيايي ، روزنيزې او تفريحي خپرونې وړاندې کړي .