پیام انور مجله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

«پیام انور» دا منسوبه ده د لوړ او عظیم سید نامې سره چې له نن نه قابو درې سوه کاله وړاندې د تیرا په علاقه کښې يې خپل دیني خدمتونه ترسره کړي دي، میان سید میر انور شاه بزرګوار

اداریه[سمول]

ټولې ستاینې، حمدونه او ثناګانې هغه الله لره دي چې دعالمینو رب دی او ډېر درود او سلام وي د هغه په قدرمن رسول حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه اله، او درود او سلام وي د هغه په پاک آل باندې چې د له مخې یې دا نړۍ ودانه ده.

قدرمنو لوستونکو ستاسو په لاس کښې چې کومه مجله ده «پیام انور» دا منسوبه ده د لوړ او عظیم سید نامې سره چې له نن نه قابو درې سوه کاله وړاندې د تیرا په علاقه کښې يې خپل دیني خدمتونه ترسره کړي دي، میان سید میر انور شاه بزرګوار هغه هستي ده چې نه یواځې د تیرا په سیمه کښې بلکې شاو خوا ټولې سیمې لکه کرمه بنګښ وغیره د هغوي د علم او فضل له چینې خړوب شوي دي، نن که مونږ په دغه علاقو کښې د دین نښې نښانې او وینو نو دا د هغه بزرګوار او د هغه غوندې د نورو عالمانو او مجاهدانو د کوششونو نتیجه ده، سید میر انور بزرګوار نه یواځې یو عالم و بلکې یو عارف، مجاهد او ښه ادیب شاعر او لیکوال هم و، چې له بده مرغه د هغوي آثار او کتابونه له خلکو پټ پاتی شوي دي د تاریخ مطابق د هغوي ځینې آثار په جنګونو کښې له منځه تلي دي او ځینې یې تالا شوي دي، مونږ هغه کسانو ته چې دا کتابونه ورسره وي سوال کوو چې دا کتابونه په څه طریقې سره مونږ ته راوسوي چې خلکو ته يې ورسوو. دلته د دې خبرې ځای دی چې شکر الحمد لله مونږ ته الله تعالی دا توفیق راکړ چې د هغوي موجود آثار، دیني تعلمات او د پښتو ادبیات یو ځل بیا ژوندي کړو او د دې مجلې په وسیله يې خلکو ته ورسوو.

په دې مجله کښې تاسو ته د هغه بزرګوار له آثارو پرته اسلامی معلومات، تاریخ، د امامانو ژوند لیک، او د پښتو ادبي کارونه هم په لاس درځي.

څرګنده ده چې دا ټولې چارې سر ته رسول یواځې زمونږ کار نه دی بلکې په دې لړ کښې ستاسو مرستو، مشورو، مقالو او پوهو ته محتاج یو. هېله ده چې په دې نیک کار کښې به مونږ سره مرسته وکړئ.

دغه ځای کښې مناسب ګڼم چې له ټولو هغه ملګرو مننه وکړم چې د کومو کسانو په لاس او کوششونو سره دا مجله شورو شوه. په ځانګړې توګه د  علامه ګلبهار علی حسنین چې د هغوي د هڅو نتیجه ده چې نن مونږ تاسو سره مخاطب و. انشا لله دا کار به ستاسو په مرسته دوام ولري او هر څو میاشتې پس به یوه مجله ستاسو لاس ته دررسي چې هیله ده تاسو ته به ګټه درکړي او د فایدې وړ به وګرځي.

په اخر کښې لازم ګڼل چې مننه وکړم د ټولو هغه کسانو چې مونږ سره يې په دې کار کښې برخه اخستی ده په بیله توګه د مجلی له علمي او مالي ډلې چې انشا الله په راتلونکي وخت به هم مونږ سره همدغه شان ولاړ وي.

تاسو خپل وړاندیزونه، مقالې، شعرونه او هر ډول دیني لیکنې مونږ سره شریکولی شئ چې له پلټنې وروسته به په دې مجله کښې چاپ کیږي. له ټولو لوستونکو ډېره مننه کوم.

علمي ډله:[سمول]

1.               عبدالله خان

2.               مولانا سید مشرب حسین

3.               ډاکټر محمدرحیم درانی

4.               محمد یاسر

5.               نجم الحسن محمدی

6.               سید جاوید حسین

7.               مولانا فیاض علی

ډیزاینیګ:[سمول]

حسن خانخیل

د چاپ مرستیال:[سمول]

  1. جمیل حسین
  2. ګلبت علی

مرستيالان:[سمول]

1.      سہیل سید ولد کمال سید میان،

2.      سید عامر سید ولد وصی سید،

3.      سیدفخر عباس میاں ولد سید فضل عباس میاں،

4.      محمودالحسن ولد ملک احمد جان،

5.      ابرار حسین ولد شهید یوسف حسین

6.      محمد میثم

مونږ سره رابطه[سمول]

زمونږ ایمیل: [[۱]]

زمونږ د تلفن او وټس اپ شمېره: 00989354058930

سرپرست اعلی: 00989374633321