پښتو کړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کړ (فعل) او ډولونه یې:

د کړ پېژندون: هغه ویی (لفظ) دی، چې کړنه او پېښه څرګندوي. کړ ته مهالویی هم ویل کېږي، دا چې له مهالونو سره اړول کېږي. بېلګې: کول، راوړل، وهل، لمبېدل، رسېدل، خوړل، څښل او داسې نور.

په ټولیز ډول کړ په دوو بڼو وېشل کېږي، چې یو یې لازمي فعل دی او بل معتدي فعل.

معتدي کړ (transitive verb): هغه کړ دی، چې تل په غونډله یا جمله کې له یو مفعول (object) راوړل کېږي. هغه مفعول یو نوم، نومځری (ضمیر) یا کوم عبارت کېدای شي. کړونه لکه خوړل، نیول، وهل، څښل، اغوستل (...) معتدي فعلونه دي. بېلګې: ۱) زه اوبه څښم. (دلته کړ څښم دی او مفعول یې اوبه دي) ۲) هغه کبان نيسي. (دلته کړ نیسم دی او مفعول یې کبان دي) ۳) احمد زه ووهلم. (دلته کړ ووهلم دی او.مفعول یې زه دی) ۴) زه ډېرې خبرې نه شم کولی. (دلته کړ "نه شم کولی " دی او "ډېرې خبرې" مفعول دی)

مفعول دوه ډوله دی، چې دواړه له متعدي کړ سره په جمله کې راوړل کېږي. یو ډول بې سیده مفعول (direct object) دی او بل یې ناسیده مفعول (indirect object) دی.

سیده مفعول هغه دی، چې ار کړ (اصلي فعل) یې په مستقیمه توګه اغېزمنوي. په پورتنيو بېلګو کې مفعولونه سیده دي. که لومړنۍ بېلګه (زه اوبه څښم) د شننې لپاره بیا راواخلو، نو اوبه سیده مفعول دی او څښل ار یا ټوليز کړ (main verb) دی.

ناسیده مفعول هغه دی، چې په جمله کې له سیده مفعول سره اړیکه لري. ځینې ژبپوهان یې د سیده مفعول ترلاسونی (recipient) بولي، ځکه چې سیده مفعول ناسیده مفعول ته رسېږي. ځينې متعدي کړونه هم له سیده او هم له ناسیده مفعول سره کارول کېږيو لکه ورکول، ښودل، پېرودل، کول او نور هغه کړونه، چې په " ول" پاید ته رسېږي. بېلګې: ۱) هغه ماته یوه ډالۍ راکړه. (دلته 'ماته' ناسیده مفعول دی او "یوه ډالۍ" سیده مفعول دی؛ او راکړه، چې د ورکولو تېرمهالي بڼه ده، آر یا ټولیز کړ دی. ) ۲) احمد ملګري ته د خپل ټولګي انځور وښود. (دلته 'خپل ملګري ته" ناسیده مفعول دی او ' خپل ټولګي انځور' سیده مفعول)

لازمي کړ (intransitive): هغه کړ دی، چې بې له کوم مفعول کارول کېږي، لکه ژړېدل، خندېدل، ولاړېدل، ویرېدل او نور هغه کړونه، چې په ېدل یا کېدل پای ته رسېږي. بېلګې: ۱) زه ژاړم. ۲) هغه پر هره خبره خاندي. ۳) ننګیال سخت وډار شو.

لکه څنګه یې مخکې يادونه وشوه، لازمي کړونه په "ېدل" پای مومي او معتدي کړونه په "ول". په لومړني انځور کې د دواړو بېلګې کتلي. بېلګې: لازمي .......... معتدي: خوښېدل .....خوښول خوږېدل ...... خوږول لړزېدل ......... لړزول خبرېدل ........ خبرول

ځينې لازمي کړونه دي، چې له ستاينومونو (صغتننو) څخه یې ریښه اخيستې وي، ډېری ناکره کارول کېږي: ناکره .............. کره: سپک کېږي ...... سپکېږي مین کېږي.......... مینېږي زوړ کېږي............ زړېږي کلک کېږي............ کلکېږي په ډېرو داسې ورته کړونو کې "ستاینوم + کېږي " ستاینوم+ېږي "بدلېږي او له ستاينوم سره نښلېږي.

چارکړ هغه فعل دی چې د لازمي کړ په څېر کوم مفعول نه اخلي، خو د معتدي کړ غوندې یې کړند (فاعل) په اوښتي اکر (مغیره حالت) کې راځي. یانې که چېرې کړند یو نوم وي بیا زور پر ې اوړي، ی پر ي او ي پر ۍ، او که کړند یې نومځری وي، بیا زه /ته/هغه (ښځین) پر ما/تا/هغې اوړي. د چارکړ بېلګې: خندل، ژړل، لمبل لکه: زرغونې وخندل (په زرغونه کې ه پر ې بدل شوی)؛ هغې وژړل (هغه پر هغې بدل شوی)؛ بریالي ولمبل (بریالی کې ی پر ي بدل شوی)

په اړیڼو ټکو، چارکړ، چې حکمي معتدي کړ هم بلل کېږي، د دواړو معتدي او لازمي کړونو ګډې ځانګړنې لري. 


لیکنه: کامران منګل