پښتو موسیقي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پښتو موسیقي چې ټنګ ټکورهم  ورته ویل کېږي  ډېری د افغانستان او پاکستان په پښتنو کې دود او   اجرآ کېږي.

ډولونه یا ژانرونه یې[سمول]

ټپه[سمول]

ټپه د پښتو شاعري  یو ترټولو پخوانی اومشهور ژانریا ډول  دی، په جوړښت کې یې دوه  نیم بیتۍ کارېدلې وي چې په هغه کې لومړنۍ کرښه  یا نیم  بیتۍ تر دوهمې هغې لنډه وي، په ټپه کې ټول انساني احساسات او هیلې په ډېر ظرافت سره منعکس شوي.  هغه که د یوهء مزدور وي، بزګر وي  او  یا هم کومې مېرمنې وي.

په پښتني ټولنه کې دا عادي خبره  ده چې د ښوونځي د شامیلېدو په منګ یا عمر کې یو هلک ټپه زمزمه  کړای شي، مشران یې په حجرو  یا دېرو، مېرمنې خپلو کورونو او یا ګودرونو کې  زمزمه کړي، دا یوازیېنۍ هغه سندره  ده  چې هم په ویر او هم په ښادۍ  کې ویل کېږي.

د موسیقي په الاتو کې د  افغاني موسیقي له  دودیزو الاتو لکه رباب او منګي  سره ویل کېږي. په ټپه  کې تر شپاړلسو ډېر ډولونه دي چې د  موسیقۍ له بشپړ ارکستر یا ډلې سره  ویل کېدای یا سندریز کېدای شي.  په حجرو یا دېرو کې له رباب او سیتارسره هم ویل کېږي.

چاربیته[سمول]

چاربیته یو بل مشهور ژانر یا سبک دی چې په هغه  کې یو حماسي شعر د یوې ځانګړې موسیقي سره  ویل کېږي. چاربیتې څلور ډولونه لري، په عادي حالت کې دا د څلورو  کرښو یا مسرو شعر دی خو کېدای شي چې  شپږ یا اته کرښې هم ولرې، د ژوند ټولې بڼې په کې یادېږي، د افسانوي کرکترونود اتلولۍ  یاد تازه کوي او کله کله  رومانتیک یا خیالي احساسات هم په کې څرګندېږي. اکثرآ د موسیقۍ طرز پکې ډېر ګړندی وي او دوو یا تر هغو ډېرو سندرغاړو لخوا چې د یوه کورس یا ګډسندرې برخه وي  اجراء  کېږي چې په دې کې یو سندرغاړی لومړۍ کرښه یا مسره وایي  او نور یې  پاتې برخه پسې بشپړوي. د یوې چاربیتې  سندریز کول یا ویلو ته  ټنګ ټکور وایي . په عمومي ډول چاربیتې د  یوې ټپې له پای ته رسېدو سره سم پیلېږي.

نیمکۍ[سمول]

نیمکۍ مختلف ډولونه لري  او ډېری د مېرمنولخوا  کمپوز کېږي .دا عمومآ ډېرې لنډې وي (له یوې تر دریو مسرو یا کرښو). لومړۍ مسره  یا کرښه د سندرې په مینځ کې تکرارېږي اوټپه یا لنډۍ د موضوع یا  حالت سره سم  وراضافه کېږي. دا سندرې  ډېری د پښتني فرهنګ د ورځنې ژوند  او مینې اړخونه را سپړي.

لوبه[سمول]

لوبه په عاموخلګو کې ډېره  مشهوره ده اوکله کله د  ټپو په منځ کې هم  ځایول کېږي.دا د وګړنیزې موسیقي یو ډول دی  چې یو نکل یا کیسه  پکې بیانېږي، په دې کې  دوو یا ډېرو کسانو ته اړتیا  وي چې یو بل ته د شعر په  ژبه ځواب ووایي، دا متقابلې خواوې یا  لورې  د عاشق اومعشوقې استازولي کوي.

شان[سمول]

ډېری د خوښۍ  لکه د  وادهء  او ماشوم د زېږون  په  وختونو کې همدارنګه په شخصي او ټولنیزو غونډو کې ویل کېږي .

بدله[سمول]

بدله د فلکوریکې موسیقۍ یوه مسلکي بڼه ده چې یو حماسي یا رومانتیک نظم پکې ویل کېږي، په بدله کې کارېدونکې د موسیقۍ آلې رباب ، هارمونیه، منګی یا طبله ده . له اتلولي، غمیزې او مینه ناکې کیسې یا رومان سره قبایلې دودونه د بدلې اصلي موضوع وي ، په بدله کې مختلف  شکلونه دي ،ځکه چې هره دوبیتي په وزن او آهنګ کې له بلې مختلفه وي،په دودیزه توګه د  شپې ویل کېږي .

رباعي[سمول]

رباعي د پښتوغزل یو شکل دی. د رحمان  بابا رباعي په پراخو پرګنو کې مشهورې  دي او د بدلې تر پیلېدو وړاندې  ویل کېږي. لکه د غزل په څېر رباعي د عربي ،فارسي او تورکي شاعري څخه ډېره اغېزمنه شوې ده.

ټیکۍ[سمول]

که څه هم ادبي رنګ پکې لږ وي، ټیکۍ د لویو مجلسونو یو خوندور او بوختونکی عام شکل دی، دوه ګډونوال پخپل وار سره د في البدیهه بیتونو په واسطه په یو بل بریدونه کوي خود لودیځ رپ په  څېر نه. دې ته کله  کله   هجو یا لغت هم ویل کېږي  او د خیبرپښتونخوا په سویلې برخواو د پولې بلې غاړې  خوست کې ډېرې عامې ویل کېږي. [۱]

کمپوزران او سندرغاړې    [سمول]

  • هارون باچا
  • اولمیر
  • سردارعلی ټکر
  • عبیدالله جان کندهاری
  • ناشناس
  • فرهاددریا
  • زیک افریدي
  • نازیه اقبال
  • رحیم شاه
  • احمد ولي
  • خیال محمد
  • ګلزار عالم
  • زیب او هانیه
  • ساجد او زیشان
  • اسماعیل او جنید
  • جهانګیر عزیز حیات
  • غزاله جاوید
  • سنان محبب[۲][۳]
  • عنایت الله

سرچينې[سمول]

  1. "Pashto nice lughat &tapa by wazir". مؤرشف من الأصل في ۱۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه Aug 25, 2021 – عبر www.youtube.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  2. Huffman, Brent, film director, film producer. Zhou, Xiaoli (Documentary filmmaker), film producer. Piper, Zak, 1978- film producer. Temori, Qadir, narrator. Sakhi, Homayun, 1976- composer (expression), Saving Mes Aynak, OCLC 952551442 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  3. Huffman, Brent, film director, film producer. Zhou, Xiaoli (Documentary filmmaker), film producer. Piper, Zak, 1978- film producer. Temori, Qadir, narrator. Sakhi, Homayun, 1976- composer (expression), Saving Mes Aynak, OCLC 952551442 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)