منځپانگې ته ورتلل

پښتو ليکدود

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پښتو ژبه د اريايي ژبو له کورنۍ څخه يوه خپلواکه او تاريخي ژبه ده[۱] چې په افغانستان، پاکستان او شاوخوا هيوادونو کې په ميليونونه ويونکي لري. يوه ډېره مهمه ځانګړتيا چې دا ژبه يې لري؛ ادبي بډاينه ده. د نورو ژبو په پرتله د پښتو ژبې زياتره لغاتونه د خپل ځان دي. د بېلګې په توګه؛ په پاړسي ژبې کې د عربي او هندي ژبو لغاتونه دومره ډېر دي چې سړی شک کوي او فکر کوي چې دا يوه مصنوعي ژبه ده، خو پښتو ژبه تر ډېره په خپل ځان کې بډايه ده خو پر دې هرڅه سربېره ځينې ستونزې هم شته چې که هوارې شي دې ژبې ته به لازيات نوښت ورپه برخه کړي.

معياري ليکدود

[سمول]

پښتو ژبه په دولتي کچه دا مهال يو ليکدود لري چې په رسنیو او د افغانستان د پوهنې وزارت او ټولو اړوندو برخو کې کارېږي[۲][۳]. پښتو ژبه له لومړيو څخه تر دې دمه د افغانستان ملي او دولتي ژبه ده چې د تاريخ په ځينو وختونو کې دري ژبه هم ورسره وه خو په ځينو وختونو کې يوازې پښتو رسمي وه. خو په ځينو وختونو کې شړل شوې هم ده چې د لنډې مودې وروسته بېرته راګرځېدلې.

ښوونيز نصاب

[سمول]

د افغانستان د زده‌کړو نصابي کتابونه چې د پوهنې وزارت يې د چاپ او توزیع مسوليت پر غاړه لري پر دوو ژبو کتابونه چاپوي، يوه يې پښتو او بله دري. د پښتو ژبې کتابونه د پښتنو او د دري ژبې کتابونه د دري ژبې ويونکو سيمو ښوونځيو ته ځي. د پښتو ښوونځيو کتابونه ټول پښتو دي له څلورم وروسته يوازې يو دري کتاب پيلېږي او په دري ښوونځيو کې له څلورم وروسته يو پښتو کتاب پيلېږي.

د پوهنې وزارت له وينا هرکال د پښتو ژبې کتابونه له دري کتابونو څخه څو برابره ډېر چاپېږي ځکه چې د افغانستان زياتره ولايتونه پښتون مېشت دي نو ځکه کتابونه یې ډېر اندازه دي. خو د دري ویونکو سيمو کې د پښتنو لپاره په خپلې ژبې و زده کړو ته نه لاسرسی هم يوه له لویو ستونزو څخه ده.

د لوړو زدکړو يانې پوهنتونونو په برخه کې هم ورته سيسټم شتون لري؛ ځينې پوهنتونونه په بشپړه توګه پښتو او ځينې يې ګډوډ وي، خو تر ډېره بريده د هرې ژبې پوهنځۍ سره بېلې وي.

ستونزې

[سمول]

پښتو ژبه له عربي ليکدود څخه کار اخلي، په داسې حال کې چې د ژبپوهنې له اړخه کله چې يوه کليمه يا توری د بلې ژبې څخه بلې ژبې ته لاړ شي هغه کليمه په اصل کې د هغې ژبې شوه خو پر دې سربېره د عربي ليکدود پښتو ژبې ته ځينې اساسي ستونزې پېښې کړي چې پر لاندې ډول دي:

1- له عربي سره د پښتو ډېر لېرې واټن:

پښتو ژبه د ګرامر له اړخه پر عربي ژبې ولاړه نه ده او تقريباً ټول لغاتونه يې خپل دي، په دې ژبه کې که هر عربي لغات په تېروتنه کې هم وليدل شي نو یو پښتو لغات له مخکې خامخا ورته شتون لري. د عربي ژبې سره د پښتو ډېر لېرې واټن همدا د ادبياتو له اړخه دی. د بېلګې په توګه؛ پاړسي ژبه چې تقريباً 80% ځاني لغاتونه يې له عربي ژبې څخه رااخيستل شوي له دې ليکدود څخه یې بېلېدل ناشونې ده يانې د پاړسي ويونکي نشي کولای چې د خپلې ژبې ليکدود له عربي څخه انګرېزي ته بدل کړي خو پښتو ژبه نه يوازې دا چې امکان بلکې تر ډېره اړتیا لري چې ليکدود يې له عربي څخه خپلواک شي او لاتیني ته واوړي هلته د ځينو تورو لپاره ځانګړي فونيمونه جوړ شي. او یا که لاتيني نشي د عربي ژبې هغه لس تورې چې په پښتو کې هېڅ کارېدنه نه لري يوازې د پښتو ابېڅې ته بار دي له دې ژبې وشړل شي لکه د: ف، ق، ط، ص، ض، ظ، ث، ذ، ح، ع تورې چې په پښتو ژبه کې هېڅ ډول تلفظونه نه لري خو په فېزيکي بڼه شتون لري.

2- د کليمو په مېنځ کې د عربي ژبې حرکتونه پرته له دې چې شتون ولري: د پښتو په ځینو هغو لغاتونو کې چې له عربي څخه رااخيستل شوي د عربي ژبې حرکتونو (زور، زېر، پېښ) ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې پښتو له سره د حرکتونو ژبه نه ده. د بېلګې په ډول: په عربي ژبه کې د «اصطلاح» کليمه که پښتو کې يې ليکو بايد په ايستيلا يې وليکو، خو په عربي کې د ي حرکتونه په (زور او زېر) ويل کېږي او دغه حرکتونه پټېږي.

که چېرې د عربي ژبې له لغاتونو څخه په پښتو کې کار اخيستل کېږي نو اړتيا ده چې د دې ژبې حرکتونه هم پښتو ته راواړول شي خو په اصل کې پښتو ژبه د حرکتونو ژبه نه ده او په هغه حالت کې به ستونزه نوره هم ډېره شي. نو د دې لپاره ځينې څېړونکي په دې اند دي چې لاتيني ليکدود چې هر توری يې سره بېل بېل دی، د عربي په څېر د توريو ګډېدو سيسټم نه لري، د پښتو ليکدود لپاره به تر ډېره ستونزې حل کړي. د بېلګې په توګه: د "ژوند" لغات, د «و» وروسته يوه زورکي ته اړتيا ده، نو په لاتيني به Zhwand وليکل شي، همداراز ټول هغه لغاتونه چې زورکي يا پېښ ته اړتيا ولري په دې ډول به ورته تورې وټاکل شي.

د نوښت اړتيا

[سمول]

د نړۍ ټولې ژوندۍ ژبې د وخت په تېرېدو نوښت او بدلون ته اړتيا لري، په ټولنه کې د نورو ژبو لغاتونه عامېدل يا د نورو ژبو لپاره اسانه لغاتونو موندلو سره ژبه نوښت مومي، دا کار د هرې ژبې علمي او دولتي بنسټ پورې اړه لري. د پښتو ليکدود چې ډېره موده يې د نوښت لپاره کار نه دی شوی تر هر وخت ډېر نوښت ته اړتيا لري، د دې ژبې څېړونکي او ليکوالان په دې اند دي چې پښتو ژبه دا مهال ځينو اساسي بدلونونو ته اړتيا لري.

د نوي ټيکنالوژۍ په راتګ سره د دې ژبې ليکدود له عربي څخه لاتين ته اړول به په کمپيوټري او ليکنيزه برخه کې دا ژبه په يوې موډرنې او ټيکنالوژيکې ژبې بدله کړي. د لاتيني ابېڅې تورې چې د عربي پرخلاف سره بېل-بېل ليکل کېږي، په هره برخه کې ډېرې اسانتياوې رامېنځته کوي او دا ژبه د نړۍ له پرمختلليو ژبو سره نښلوي. لاتيني ليکدود ته د دې ژبې اړول ځکه ځينې خنډونه لري چې پښتانه تر ډېره له عربي څخه پرېکون نه غواړي، خو په هر حال؛ وخت او اړتيا ته په کتو دې برخې ته حکومتي او دولتي پاملرنه اړينه ده.

سرچينې

[سمول]
  1. Dw Pashto | پښتو يوه اريايي ژبه ده، پښتانه څوک دي؟
  2. د پوهنې وزارت | د نصاب تعليمي کتابونه
  3. د افغانستان د تخنيکي او مسلکي چارو اداره | کتابونه