پټرولیم/ تېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پټرولیم یا تېل، چې د خامو تېلو یا په ساده توګه د تېلو په نوم هم پیژندل کیږي، په طبیعي توګه یو ژېړبخن توره مایع ده چې هایدروکارن هم په کې مخلوط دی او په جیولوژیکي جوړښتونو کې موندل کیږي. د پټرولیم یا تېلو نوم هم په طبیعي توګه غیر تصفیه شوي خام تېل او هم د تېلو هغه محصولات چې له تصفیه  شويو خامو تیلو نه لاس ته راځي په برکې نیسي. د تېلو د فوسیل سونګ هغه وخت رامنځته کیږي کله چې ډېر شمېر مړه موجودات لکه zooplankton اوalgae، د رسوبي ډبرو لاندې ښخ شوي وي او د اوږدې مودې لپاره له فشار او شدیدې تودوخې سره مخ شوي وي.[۱]

تېل ډېری د برمه کولو یا کیندلو له لارې ترلاسه کېږي. برمه کول د جیولوژیکي جوړښتي مطالعاتو، د رسوبي حوضونو تر تحلیل او د زېرمو د ځانګړتیاوو تر څرګندولو وروسته ترسره کیږي. د ټیکنالوژۍ په برخه کې وروستي پرمختګونه ددې لامل شوي چې ډېری غیر دودیزې زیرمې لکه د تیلو شګې او د تیلو خاورینې ډبرې یا شیل نه هم ګټه واخیستلی شي. تېل تر استخراج وروسته تصفیه او تجزیه کېږي، او د تقطیرولو له لارې په اسانۍ سره په ډیریو نورو محصولاتو کې د مستقیمې کارونې او یا هم د تولید په برخه کې کارول کیږي. د سونګ په محصولاتو کې بنزین (پټرول)، ډیزل او د خاورو تېل شامل دي؛ اسفالټ او کیمیاوي څرګندونکي مواد د پلاستیک، افت وژونکو موادو او درمل جوړولو لپاره کارول کیږي. تېل د بېلابېلو موادو په جوړولو کې کارول کیږي، او اټکل شوی چې نړۍ هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ میلیون (۱۶ میلیون مکعب متره) بېلر یا بشکې تېل مصرفوي. ښايي د تېلو تولید خورا ګټور وي، په شلمه پیړۍ کې تېل د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د ځینو هېوادونو لپاره خورا اړین تمام شوي، هغو هېوادونه چې د «تیلو هېوادونو» په نوم یادیږي، د تیلو تولید د کنټرول له امله یې د پام وړ اقتصادي او نړیوال ځواک ترلاسه کړی.[۲]

د تېلو استخراج ددې لامل کېږي چې پر چاپېریال او ټولنې د پام وړ منفي اغېزې وښندي. تر ټولو مهم یې، د تیلو استخراج، تصفیه کول او سوځول دي چې په ډېره کچه د تودو خونو ګازونه خوشې کوي، نو پر دې بنسټ د اقلیم یا هوا د بدلېدو اصلي لامل تېل دي. پر دې سربیره، د تېلو د صنعت ځینې برخې په فعاله توګه هغه ساینس او سیاست ځپي، چې موخه یې د اقلیمي کړکېچ مخنیوی وي. پر چاپېریال یې ځینې نورې منفي اغېزې، د نفتو د زیرمو د څپړلو او استخراجولو چاپیریالي اغیزې دي چې په دې کې د تیلو تویول او د ګټې اخیستنې په ځایونو کې یې د هوا او اوبو ککړتیا شامل دي. دا ټولې چاپیریالي اغیزې د انسانانو په روغتیا باندې مستقیمې اغېزې لري. پر دې سربیره، تیل د شخړو سرچینه هم بللی شو ځکه چې تېل د دولتونو تر منځ او ځینو نورو جګړو لامل شوي (د بیلګې په توګه، د تیلو عواید چې د اسلامي دولت بودیجه تمویلوي). داسې تمه کیږي چې د تېلو تولید به تر ۲۰۳۵ کاله پورې خپل اوج ته ورسیږي ځکه چې نړیوال اقتصادونه د اقلیمي بدلونونو د مخنیوي لپاره د نوې کیدونکې انرژۍ او بریښنا په کارولو سره پر تېلو تکیه راکموي. [۳][۴]

لغت پوهنه یا اشتقاق پوهنه[سمول]

د پټرولیم/ تېلو کلیمه د منځنۍ دورې له لاتیني petroleum (په لفظي توګه «د ډبرې تېل یا غوړي») نه اخیستل شوې، چې د لاتیني petra «ډبرې یا تیږې» (له یوناني pétra πέτρα نه) او oleum «تېل/ غوړي» (له یوناني élaion ἔλαιον) نه اخیستل شوې ده.[۵][۶]

دا اصطلاح د De Natura Fossilium په مقاله کې چې په ۱۵۴۶ کال کې د جرمني کان پېژندونکي جیورج بایر له خوا چې د  جورجیوس اګریکولا  په نوم هم پېژندل کېږي کارول شوې وه، خپره شوه. په ۱۹ پیړۍ کې، د پټرولیم/ تېلو اصطلاح د تولید او تصفیه شویو تېلو لپاره چې له جامدو موادو نه به استخراج شوي و لکه د کانال د ډبرو سکرو (او وروسته د تیلو خاورینې ډبرې یا شیل) او له هغو نه د تصفیه شويو تیلو ته د اشارې لپاره کارول کېده. د دې تیلو ذخیره کول په انګلستان کې (او وروسته ټرانسپورت) د ۱۸۶۳ د تېلو قانون نه وروسته د تېلو قوانینو له خوا تنظیم شوي. [۷]

تاریخ[سمول]

لرغوني وختونه[سمول]

پټرولیم/ تېل، له لرغونو وختونو په یوه یا بله بڼه کارول شوي، او اوس په ټولې ټولنې کې په ځانګړې توګه په اقتصاد، سیاست او ټیکنالوژۍ کې خورا اړین دي. د ارزښت د ډېروالي لامل یې هم په انجن یا ماشین کې دننه د سوځېدو اختراع، د هوايي سوداګرۍ ډېروالی، او په صنعتي عضوي کیمیا کې د تېلو ارزښت، په ځانګړې توګه د پلاستيک په ترکیب کې، کوډ، محلولونو، سریښونو او افت وژونکو ترکیبونو کې ځانګړی ارزښت لري.

له ۴۳۰۰ کالونو نه دمخه، د قیر یادونه هغه وخت شوې کله چې سومریانو له قیر نه د کښتیو د جوړولو لپاره کار واخیست. د اکادي سارګون د زیږون پر سیکې د یوه ټوکر یادونه شوې چې د خسو او قیر په واسطه تړل شوې وه. له ۴۰۰۰ کالو نه دمخه د هیروډوټ او ډیوډورس سیکولس په وینا چې د بابل د دیوالونو او برجونو په جوړولو کې له اسفالټ نه کار اخیستل شوی و. ارډریکا (بابل ته نږدې) ته نږدې د تېلو کندې وې او په زاکینتوس کې د تېلو یوه چینه وه. د هغه لویه برخه د ایسوس سیند په څنډه کې چې د فرات سیند یوه برخه وه موندل شوې. [۸]

په لرغوني چين کې د پټروليم/ تېلو د کارونې تاریخ تر ۲۰۰۰ کاله پخوا پورې رسېږي. د چین د لومړنیو لیکنو له ډلې I Ching دا بیانوي چې په لومړي ځل تیل په خام حالت کې یعنې له تصفیې پرته په لومړۍ پیړۍ کې په چین کې کشف، استخراج او وکارول شو. پر دې سربېره، چینایان هغه لومړني خلک وو چې د څلورمې مخکې له میلاد پیړۍ په پیل کې یې د سونګ په توګه د تېلو کارونه ثبت کړه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

اوسنۍ دوره[سمول]

د الفریټون په ریډینګز کالیري کې کیمیا پوه جیمز یانګ د طبیعي تېلو بهیر ته متوجه شو چې له هغه نه یې اوبلن تېل تقطیر کړل چې د څراغ د تېلو لپاره د کارولو وړ و، په ورته وخت کې یې د غوړو ماشینونو لپاره سریښناک تیل هم ترلاسه کړل. په ۱۸۴۸ کال کې، یانګ د خامو تیلو د تصفیې لپاره یوه کوچنۍ سوداګرۍ رامنځته کړه. په پایله کې یانګ په لږې تودوخې کې د کانال د ډبرو سکرو په تقطیرولو سره پر دې بریالی شو، چې د پټرولیم یا تېلو په څیر مایع رامنځته کړي. یانګ دا وموندل چې د ورو تقطیرولو په وسیله کولای شي له هغه نه یو شمیر ګټور مایعات ترلاسه کړي، چې له هغې ډلې یې یو هم د «پارافین تیل» یادولای شو، ځکه چې په ټیټې تودوخې کې د پارافین د موم په څیر مادې باندې بدلېږي.[۱۴]

د ۱۸۵۰ کال د اکتوبر میاشتې ۱۷ نیټه د ډبرو له سکرو نه د دې تیلو او جامد پارافین موم رامنځته کول د هغه د نوښت یا د اختراع موضوع جوړه شوه. یانګ، میلډروم او اډوارډ ویلیم بیني په ۱۸۵۰ کال کې د لویدیځ لوتیان په بټګیټ کې د E.W. Binney & Co. at Bathgate  او په ګلاسکو کې د E. Meldrum & Co تر نومونو لاندې سره شراکت پیل کړ. په ۱۸۵۱ کال کې په بټګیټ کې د دوی کارونه بشپړ شو او د تیلو د تصفیې د لومړي عصري سیسټم په رامنځته کولو سره په نړۍ کې لومړۍ رښتینې سوداګریزه کارخونه شوه. [۱۵]

په ۱۸۵۶ کال کې د نړۍ د تیلو د تصفیې لومړۍ کارخونه د Ignacy Łukasiewicz له خوا رامنځته شوه. د هغه د لاسته راوړنو له ډلې له تقطیر شویو تېلو نه د خاورو د تېلو د تصفیې څرنګوالی، د خاورو تېلو د عصري څراغ رامنځته کول (۱۸۵۳)، په اروپا کې د واټونو د لومړي عصري څراغ معرفي کول (۱۸۵۳)، او د نړۍ لومړنۍ د تېلو عصري څاه جوړول (۱۸۵۴) یادولای شو. په شمالي امریکا او ټولې نړۍ کې د رڼا لپاره د تیلو غوښتنه په چټکۍ سره د ودې په حال کې وه.[۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. "EIA Energy Kids – Oil (petroleum)". www.eia.gov. مؤرشف من الأصل في جولای 7, 2017. د لاسرسي‌نېټه مارچ 18, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په March 1, 2011 باندې). Libyan tremors threaten to rattle the oil world. The Hindu.
  3. Bullard, Nathaniel (2021-12-09). "Peak Oil Demand Is Coming But Not So Soon - BNN Bloomberg". BNN, Bloomberg News. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. . Peak Oil Is Already Here. Bloomberg.com.
  5. "petroleum" Archived May 16, 2020, at the Wayback Machine., in the American Heritage Dictionary
  6. Petroleum, Medieval Latin: literally, rock oil = Latin petr(a) rock (< Greek pétra) + oleum oil, The Free Dictionary.com. Archived January 10, 2017, at the Wayback Machine.
  7. Bauer (1546)
  8. کينډۍ:EB1911
  9. Zhiguo, Gao (1998). Environmental regulation of oil and gas. London: Kluwer Law International. د کتاب پاڼې 8. OCLC 39313498. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-411-0726-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Deng, Yinke (2011). Ancient Chinese Inventions. د کتاب پاڼې 40. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-18692-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Burke, Michael (2008). Nanotechnology: The Business. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4200-5399-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Totten, George E. "ASTM International – Standards Worldwide". www.astm.org. مؤرشف من الأصل في جولای 6, 2017. د لاسرسي‌نېټه مارچ 18, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Dalvi, Samir (2015). Fundamentals of Oil & Gas Industry for Beginners. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-93-5206-419-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Russell, Loris S. (2003). A Heritage of Light: Lamps and Lighting in the Early Canadian Home. University of Toronto Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8020-3765-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. By, Undiscovered Scotland. "James Young: Biography on Undiscovered Scotland". www.undiscoveredscotland.co.uk. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جون ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Frank, Alison Fleig (2005). Oil Empire: Visions of Prosperity in Austrian Galicia (Harvard Historical Studies). Harvard University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-01887-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Skansen Przemysłu Naftowego w Bóbrce / Museum of Oil Industry at Bobrka". 2007-05-19. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)