پټرول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پټرول په انګرېزۍ کې (gasolene) هم لیکل کیږي او د (gas or petrol) په نومونه هم یادیږي. امریکایان ورته ګاسولین او انګرېزان ورته پټرول وایي. د الوتونکو توکو مخلوط د اور اخیستو وړ هایدروکاربن مایع ده. له خامو تیلو تر لاسه کیږي د تیلو په توګه د سوزېدو لپاره او یا د ماشین په داخل کې د احتراق لپاره کاریږي. د محللې مایع او غوړو په توګه هم کار ترې اخیستل کیږي. د خامو تیلو په صنعت کې د خاور تیل اساسي تولید ده او پټرول د موټرو لپاره غوره شوي تیل دي ځکه چې د پټرلو احتراق لوړه انرژي تولیدوي او په کاربیورېټر کې له هوا سره په اسانۍ مخلوط کیږي - کاربیورېټر (carburetor) د ماشین په داخل کې یې اله ده چې هوا له پټرولو سره مخلوط کوي معمولا په هغو ماشینونو کې وي کوم چې داخل کې احتراق کوي.

د تقطیر په لمړیو طریقو کې په ساده توګه الوتونکی تولید له خامو تیلو جلا کېده کوم چې د خامو تیلو ترټولو با ارزښته تولید ګڼل کېده خو وروسته د زیات محصول او ګټې لپاره دغټو مالیکولونه تجزیه یا د ماتونې طریقه رامنځته شوه دا بهیرونه د (cracking and thermal cracking) په نامه پېژندل کیږي. په کال ۱۹۱۳ کې دا طریقه د تودوخې او لوړ فشار په ذریعه ترسره کېده خو په ۱۹۳۷ کې د (catalytic cracking) طریقه پیل شوه تر څو زیات پټرول ترلاسه شي په دې بهیر کې کتالیسټونه کاریږي کوم چې پرته له کوم تغیره کیمیاوي تعامل اسانه کوي. نورې طریقې د پټرولو د کیفیت ښه کولو لپاره وکارېدې چې یوه طریقه یې (polymerization) ده کوم کې چې د ګاز اولیفین (gaseous olefins) لکه پروپیلین (propylene) او بیوتیلین (butylene) په غټو مالیکولو بدلیږي؛ بله طریقه (alkylation) ده کومه کې چې اولیفین (olefin) او پارافین (paraffin) سره یو ځای کیږي لکه ایزوبوټېن (isobutane)؛ بله طریقه (isomerization) ده په کومه کې چې د سیده یا نېغې کړۍ هایدرو کاربنونه د څانګو په کړۍ بدلیږي؛ د اصلاح کېدو لپاره یې یا تودوخه او یا کتلایسټ کاریږي تر څو د مالیکولونو جوړښت ته بیا ځلې ترتیب ورکړي.

پټرول د سلګونو مختلفوهایدروکاربونونو پېچلی مخلوط ده. زیات یې مشبوع شوي (saturated) او په هر مالیکول کې له ۴ تر ۱۲ پورې د کاربن اتومونه لري. کوم پټرول چې په موټرو کې کاریږي د ۳۰° او ۲۰۰° C ترمنځ وېشیږي. کوم پټرول چې په الوتکو کې اچول کیږي د موټرو د پټرولو په پرتله زیات دواړه کم الوتونکي او ژر الوتونکي توکي پکې شامل وي.

په ۲۰ پېړۍ کې کله چې د پټرولو قیمت لوړ شو ډېرو خلکو د (gasohol) کارونه پیل کړه کوم چې ۹۰ % سرب نلرونکي پټرول او ۱۰ % د ایتانول مخلوط ده. ګازهول د پټرولو په ماشین کې ښه سوزي. ډېر خلک یې خوښوي او په نورو چارو کې هم کاروي او لامل یې د ایتانول په اسانۍ لاسته راوړنه ده: ایتانول له کچالو، غلې او د بوټو له نورو توکو هم ترلاسه کېدای شي.

تړلې لیکنې[سمول]

سونتوکي اقتصاد

سرچینې[سمول]

رحیمي فیسبوک پاڼه