Jump to content

پُست بکس څه شی دی؟

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پُست بکس د پُستي خدماتو له اساسي او بنسټیزو خدماتو څخه دي؛ په نوره پرمختللې نړۍ کي پُست بکسونه تر ټولو رایج خدمات دي او ټوله هغه وګړي چې سوداګرۍ، سیاست، تعلیم او اکاډمیکو برخو او یا دې ته ورته برخو کي کار کوي د پُست بکس له خدماتو څخه حتمن ګټه اخلي. د ټولو هغه کسانو لپاره چې په یادو برخو کې کار کوي پُست بکس یوه ښه ټاکنه ده.

تعریف: پُست بکس یو ډول دقیق پُستي ادرس دی چې د هر ډول حقیقي/ حقوقي شخصیتونو په نوم توزیع کیږي او د مراسلاتو د تر لاسه کولو په موخه کارول کیږي. یا په بل عبارت پُست بکسونه کوچني فلزي صندوقونه دي چي د پُستي ادارو لخوا د پُستي مراسلاتو د لیږد او ځای پر ځای کیدنې په موخه رامنځته شوي دي او هر پُست بکس خپل ځان ته خاص کوډ لري د یو معلوم وخت لپاره په خاصو شرایطو پيرودونکو ته توزیع کیږي.

په نوره نړۍ کي پُست بکسونه او سمارټ پارسل لاکرونه د بانکي ATM  ماشینونو په څیر په ټولو ګڼ میشتو او کاروباري ساحو کې د لاسرسي وړ وي.

مأخذ: afghanpost.af.com