پيټريک هنري
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ژبې | |
ګوند | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې |
پيټريک هنري (1736 مۍ 29 – 1799 جون 6) یو امريکايی سياستوال، کروندګر او ويناوال و، چا چې د ويرجينيا دويم کنوانسيون (1775) ته دا ډول اعلان وکړ: "ماته يا ازادي راکړئ، يا ماته مرګ راکړئ!"، نوموړی د امریکا په بنسټګرو مشرانو کې يو و، هغه له 1776 څخه تر 1779ز کال او بيا له 1784 څخه تر 1786ز کال پورې د نيواک له پړاو وروسته د ويرجينيا د لومړي او شپږم والي په توګه خدمات وړاندې کړل.
نوموړی د ويرجينيا د «هينور» ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و، او ابتدايي زده کړې يې کور کې تر لاسه کړې وې. د يو دوکان پر مخ وړلو د ناکامې سوداګرۍ او تر څنګ يې د خپل خسر سره په «هينور ټارن» کې له مرستې وروسته، «هینري» د خپلې مطالعې په مټ يو وکيل شو. نوموړي د وکيل په توګه دنده په 1760ز کال کې پيل کړه، او ډېر ژر يې د انجليکي روحانيونو په وړاندې د «پارسن» په قضيه کې د خپلې بريا په مټ نوم وګاټه. نوموړی د ويرجينيا د «برجيسس» مجلس ته وټاکل شو، چېرته چې نوموړی ډېر ژر د 1765ز کال د سټامپ قانون پر ضد د خپلو پارونکو ويناوو له امله توجه راجلب کړه.
په 1774ز کال کې، «هنري» د لويې وچې لومړي کانګريس کې استازیتوب وکړ، چېرته چې هغه پاچا ته په استول شوې عريضه، د کومې عريضې په مسوده کې چې نوموړي مرسته کړې وه، او د لويې وچې په انجمن، لاسليک وکړ. نوموړي د ويرجینيا د خلکو په منځ کې نور محبوبيت هم تر لاسه کړ، هم په کنوانسيون کې د خپلې وينا په مټ او هم د بارودو له پېښې وروسته د نيواکګرې پلازمېنې «وليمزبرګ» په لور تر هغه وخته د پوځيانو د بېولو په مټ، تر څو د شاهي حکومت له خوا د نيول شويو جګړه ييزو توکو نرخ تاديه شو. «هنري» پر خپلواکۍ ټينګار وکړ، او کله چې په 1776ز کال کې د ويرجينيا پنځم کنوانسيون هغه تاييد کړ، نوموړي د ويرجينيا د حکومت د اعلان او د ويرجينيا د اصلي اساسي قانون د مسودې د چمتو کولو په کمېټه کې کار وکړ. «هنري» د نوي منشور تر مخې په سملاسي ډول والي وټاکل شو، او نوموړي ټولې يو کلنې پنځه دورې خدمت وکړ.
په 1779ز کال کې د ولايت څخه وروسته، «هنري» د ويرجينيا د استازو په مجلس کې خدمت وکړ، تر دې چې په 1784ز کال کې يې د والي په توګه خپلې وروستۍ دوه دورې پيل کړې. د کانفدراسيون د مادو تر مخې، د ملي حکومت د اقداماتو له امله، «هنري» له يو پياوړي فدرالي حکومت په وېره کې شو، او نوموړي د 1787ز کال د اساسي قانون په کنوانسيون کې د استازي په توګه له ټاکل کېدو انکار وکړ. هغه د متحده ايالاتو د اساسي قانون له تصويب سره په کلکه مخالفت وکړ، هم له دې امله چې د يو پیاوړي مرکزي حکومت څخه په وېره کې و، او هم له دې امله چې هغه مهال د حقوقو کومه وثيقه نه وه موجوده. نوموړي د ژوند په وروستيو کې بېرته د وکالت کار ته مخه کړه، او په فدرالي حکومت کې يې ګڼې دندې رد کړې. نوموړی چې د خپل بلوغ په اوږدو کې يې مريان درلود، هيله درلوده چې د مريتوب پای وويني، خو د مريانو د واردولو د پای ته رسولو څخه پرته نور هيڅ طرحه نه وه موجوده. «هنري» د خپلې ويناوالۍ او د خپلواکۍ د جګړې د يو لېوال دعوتګر په توګه يادېږي.
د ژوند لومړي کلونه (1736 - 1759)
[سمول]«هنري» د 1736ز کال د مۍ په نهه ويشتمه نېټه د خپلې کورنۍ په کرونده کې زېږېدلی و، چې د ويرجينيا مستعمرې د «هينور» ولسوالۍ په «سټډلي» کې يې موقعيت درلود. پلار يې «جان هنري» و، څوک چې د سکاټلينډ د «ابرډينشر» کډوال و، نوموړي په 1720ژ لسيزه کې ويرجينيا ته له کډوالۍ مخکې د «ابرډين» پوهنتون په کنګز کالج کې زده کړه کړې وه. هغه د 1732ز په شا اوخوا کې په «هنور» ولسوالۍ کې مېشت شو، «جان هنري» له «سارا ونسټن سايم» سره واده کړی و، څوک چې د انګريزي نسل د يوې نوميالۍ سيمه يیزې کورنۍ غړې او يوه شتمنه کونډه وه.[۱۲][۱۳][۱۴]
«پيټرک هنري» په همدې نوم یو کاکا درلود، څوک چې يو انجليکي پادري و، او په 1777ز کال کې د مشر پيټريک تر مړينې پورې، نوموړی عموماً د «کشر پيټرک هنري» په نوم يادېدو. «هنري» شا او خوا تر لس کلنۍ پورې په يو سيمه ييز ښوونځي کې زده کړه وکړه. په «هنور» ولسوالۍ کې اکاډمي نه وه، او نوموړي ته يې خپل پلار په کور کې درسونه ويل. ځوان «هنري» د هغه وخت په ځانګړو تفریحاتو، لکه موسيقي او نڅا کې مشغول و، او په ځانګړي ډول د ښکار شوقي و. له دې امله چې د هغه مهال د مشرتابه د حق د رواج پر بنسټ به، د دې کورنۍ شتمني، چې د پام وړ ځمکې او مريان وو، د هغه مېرني ورور «کشر جان سايم» ته لېږدېده، نو «هنري» اړ و چې په نړۍ کې خپله لاره پيدا کړي. په پنځلس کلنۍ کې، نوموړی د يو سيمه يیز سوداګر مامور شو او يو کال وروسته يې له خپل مشر ورور «وليام» سره يو دوکان پرانيست. دا دوکان بريالی نه و. مخښکه او ليکواله «ايني هنري کرسچن» او ميتوډسته د روحانيونو منځګړې مشره «الزبت هنري کيمبل رسل» د هغه خوېندې وې.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
د ستر ويښتابه په نوم مشهوره مذهبي بيداري ويرجينيا ته په داسې يو وخت کې ورسېده، کله چې «هنري» ماشوم و. د هغه پلار سخت انجليکي و، خو مور به يې هغه اکثره د «پريسبيټيري» مبليغينو د تبليغ اورېدو ته له ځانه سره بوتلو. که څه هم «هنري» د ژوند تر پايه د انجليکي کليسا غړی پاتې شو، د «سمويل ډيوس» په څېر مذهبي مشرانو هغه ته وښودل چې يوازې د خپل ځان ژغورل بسنه نه کوي، بلکې بايد د ټولنې په ژغورلو کې مرسته وکړي. نوموړي همدا راز زده کړل چې وينا بايد زړه ته ورسېږي، نه يوازې دا چې د دليل پر اساس خلک قانع شي. د نوموړي د ويناوالۍ طريقه هغو مبلغينو هم تعقيب کړه، چا چې خلکو سره د هغوی په ژبه د خبرو کولو له لارې هغوی ته د رسېدلو هڅه کوله.[۲۱][۲۲]
مذهب د «هنري» په ژوند کې مهمه ونډه درلوده؛ د هغه پلار او همنومي اکا يې، دواړه دینپالان وو، او دواړو د هغه په ژوند ژور اغېز درلود. له دې سره سره، نوموړی په ويرجينيا کې د يو ثابت دين په توګه د انجليکي کليسا له کردراره ډاډه نه و، او د خپل مسلک په اوږدو کې يې د مذهبي ازادۍ لپاره مبارزه وکړه. «هنري» د تعميدي غسل يوې ډلې ته ليک واستاوه، کومې چې په 1776ز کال کې د والي په توګه د «هنري» له بريالي کېدو وروسته هغه ته د مبارکۍ ليک استولی و، "زه له زړه له تاسو هيله لرم چې مسيحي خيرات، زغم، او مينه به ټول بېلا بيل مسيحيت منونکي سره د وروڼو په توګه را يوځای کړي". نوموړي په خپل ايالت ويرجينيا نيوکې وکړې، او احساس يې درلود چې مريتوب او د مذهبي زغم کمښت د دې ايالت د پرمختګ مخه نيولې ده. نوموړي په 1788ز کال کې د ويرجينيا د تصويب کنوانسيون ته وويل، "هغه دين يا هغه مسئوليت چې موږ يې د خپل خالق په وړاندې مسئول يو، او د هغې د تر سره کولو طريقه، يوازې په دليل او باور سره کېدای شي، نه د ځواک يا تاوتریخوالي په مټ، او له همدې امله ټول خلک د ضمير د حکم سره سم د مذهب د ازاد عمل کولو مساوي، طبيعي او نه لغوه کېدونکی حق لري، او دا چې د قانون په مټ هېڅ ځانګړې مذهبي فرقه يا ټولنه پر نورو نه غوره کېدای شي، او نه مشهورېدای شي".[۲۳][۲۴]
په 1754ز کال کې، «هنري» له «ساره شيلټن» سره واده وکړه، ښايي چې دا واده يې د هغې د کورنۍ د کور «رورل پلينز» په تالار کې کړی وي. (وروسته دا کور همدا راز په شلټن هاوس هم مشهور شو). د واده د ډالۍ په توګه، د هغې پلار دې ښځې او مېړه ته شپږ مريان او له «ميکانکسويل» سره نږدې د «پاين سلش فارم» درې سوه جريبه (1.2 کيلو متر مربع) ځمکه ورکړه. «پاين سلش» له مخکې کرنې څخه شاړ شوی و، او «هنري» د تازه ځمکو د پاکولو لپاره له مريانو سره يوځای کار وکړ. د 1750ز لسيزې وروستۍ نيمايي کلونه په ويرجينيا کې د وچکالۍ کلونه وو، او د کور د مرکزي برخې له سوځېدو وروسته، «هنري» له دې ځايه تېر شو، او په «هنور ټورن» کې د «سارا» د پلار ملکيت ته وکوچېد.[۲۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w61n82cg. Subject named as: Patrick Henry. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ذکر کېدنه: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 472. Subject named as: Patrick Henry. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ذکر کېدنه: Discogs. Discogs artist ID: 2827583. Subject named as: Patrick Henry (6). Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
- ↑ ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Patrick-Henry. Subject named as: Patrick Henry. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: https://www.history.com/topics/american-revolution/patrick-henry#:~:text=He%20died%20on%20June%206,Hill%20Patrick%20Henry%20National%20Memorial..
- ↑ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۲۴ جون ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ "A New Nation Votes: American Electoral Returns, 1788-1825". American Astronomical Society. نه اخيستل شوی 23 ډيسمبر 2020.
- ↑ سرچينې تړی: https://history.house.virginia.gov/search.
- ↑ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ Tate, Thad (February 2000). "Henry, Patrick". American National Biography Online. نه اخيستل شوی October 8, 2017.
- ↑ Meade، مم. 13–18.
- ↑ Meade، مم. 21–24.
- ↑ Kukla، م. 13.
- ↑ Kidd، م. 9.
- ↑ Kidd، م. 12.
- ↑ Mayer، م. 32.
- ↑ Tate, Thad (February 2000). "Henry, Patrick". American National Biography Online. نه اخيستل شوی October 8, 2017.
- ↑ Terry, Gail S. (2006). "Annie Henry Christian". Dictionary of Virginia Biography, Library of Virginia. Archived from the original on October 18, 2021. نه اخيستل شوی October 18, 2021.
- ↑ Kukla، مم. 13–23.
- ↑ Kidd، م. 37.
- ↑ Wells, James M. "The Christian Philosophy of Patrick Henry". Christian History Society. Archived from the original on July 3, 2017. نه اخيستل شوی November 16, 2017.
- ↑ Wells, James M. "The Christian Philosophy of Patrick Henry". Christian History Society. Archived from the original on July 3, 2017. نه اخيستل شوی November 16, 2017.
- ↑ Mayer، مم. 45–48.
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P509 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P102 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه