پينځمه تلپاتې پرمختیایي موخه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پینځمه تلپاتې پرمختیایې موخه  (SDG5  یا پنځمه نړۍ واله موخه ) چې د اوولسو تلپاتې پرمختیایي موخو  پنځمه موخه ګڼل کېږي، د جنډر د برابرۍ په هکله ده چې په ۲۰۱۵ز کال کې د ملګرو ملتونو له خوا رامنځ ته شوه. د دغې موخې رسمي عنوان د «جنډر برابري تر لاسه کول او د ټولو ښځو او نجونو ځواکمنول» دي، ۱۷ ګونې تلپاتې پرمختیايي موخې باور لري چې په یوه سیمه کې کړنې به په نورو کې پر پایلو اغېز ولري، چې دا پرمختګ باید ټولنیز، اقتصادي او چاپیریالي تلپاته والی متوازن کړي. [۱][۲]

پنځمه تلپاتې پرمختیايي موخه نهه نښې او ۱۴شاخصونه لري. له دې ډلې شپږ هغه یې پایله لرونکي دي، چې دا دي: د ټولو ښځو او نجونو پر وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړل؛ د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او استثمار ختمول؛ زیان رسوونکو کړنو ته لکه ژر او جبري ودونو ته د پای ټکې کېښودل؛ د وړیا خدماتو په ارزښت کې زیاتوالی او ګډو کورني مسؤلیتونو ته وده ورکول؛ په رهبرۍ او تصمیم نیولو کې د ښځو بشپړ ګډون؛ او د زېږون نړیوالو حقونو او روغتیا ته د لاسرسي لرلو نه ډاډ تر لاسه کول. درې نورې موخې چې د "موخو لاسته راوړل" دي دا دي: اقتصادي سرچینو ته د برابرو حقونو لاسرسی درلودل، د جایداد مالکیت او د ښځو لپاره مالي چوپړ او اسانتیاوې؛  له ټیکنالوژۍ سره د اشنا کولو له لارې د ښځو پیاوړی کول؛ او د جنډر برابري اړوند د پالیسیو تصویب، پیاوړتیا او د قانون پلي کول.[۳]

د هغه شعار له مخې چې، "هېڅوک شاته مه  پرېږدۍ"  هېوادونو ژمنه کړې چې هغو کسانو ته د چټک پرمختګ زمینه مساعده کړي چې تر ټولو وروسته پاتې دي. د SDG5 موخه دا ده چې ښځو او نجونو ته برابر حقونه ورکړي او پرته له کوم توپیره لکه په کار ځای کې توپیر یا بل تاوتریخوالي په شمول ورته د ازاد ژوند کولو فرصتونه برابر کړي تر څو د جنسیتي برابرۍ ترلاسه او د ټولو ښځو او نجونو د ځواکمنتیا ډاډ تر لاسه شي.[۴]

کوویډ ۱۹ وبا پر مېرمنو هم چې په پرتلیز ډول ډیرې زیان منونکي دي او درملنې ته یې لاسرسی لږ دی، اغېز کړې. شواهد دا هم ښیې چې د وبا په لړ کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لا ډېر شوی.[۵][۶]

شالید[سمول]

تلپاتې پرمختیایي موخې چی د اوولسو نړیوالو موخو یوه  ټولګه ده د ملګرو ملتونو لخوا ټاکل شوې دي. یادې موخې له یو بل سره تړلې دي او هره موخه یې د ترلاسه کولو اړوند خپلې موخې لري. SDGs ټولنیزې، اقتصادي او پراختیایي پراخه لړۍ پوښي. چې په دې کې فقر، لوږه، روغتیا، تعلیم، اقلیمي بدلون، جنسیتي برابري، د اوبو رسولو، حفظ الصحه، انرژۍ، ښاري اسکان، چاپېریالي او ټولنیز عدالت شامل دي.[۷]

SDGs د زریزې پراختیایې موخې (MDGs) له خپلو موخو سره همغږې کړي دي او د ۲۰۳۰ز کال په اجنډا کې د ملګرو ملتونو د سرمشریزې د ناستو د پایلې سند ته د "زموږ د نړۍ بدلون" نوم ورکړل شوی ده، چې نومو‌ړې اجنډا کې د تلپاتې پرمختګ لپاره پر سوله ییزو او ټول شموله ټولنو؛ عدالت ته د لاسرسي او د قانون حاکمیت؛ اغېزمنې حساب ورکونې (روڼتیا) او ټول شمولو بنسټونو ته د رسېدو پر اړینوالي ټینګار شوی. ښځو او نجونو ته د مساوي زده کړو، روغتیایي پاملرنو او  ښه کار زمینه برابرول او په سیاسي او  اقتصادي بهیرونو کې د تصمیم نیونې برابره ونډه د پایښت لرونکي اقتصاد د رامنځ ته کېدو او په لویه کچه ټولنې او انسانیت د هوساینې لامل ګرځي.  [۸]

د جنډر برابرۍ تر ۲۰۳۰ز کاله  پورې یو لړ  بېړنيو اقداماتو ته اړتیا لري ترڅو د تبعیض اصلي لاملونه کوم چې په خصوصي او عامه سکتورونو کې د ښځو حقونه کموي له مینځه یوسي. په دې لړ کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی او جنسي تېري له منځه وړل یو مهم لومړیتوب ده او  دا ځکه چې دا د بشري حقونو نه سرغړونه ګڼل کیږي. د جنسیتي برابرۍ اړوند ژمنو په ځینو برخو کې ښه والی راوستی دی، خو د یوې داسې نړۍ رامنځ ته کول چې په هغه کې هره ښځه او نجلۍ له بشپړ جنسیتي برابرۍ  څخه برخمنه وي او په کې د دوی د پیاوړتیا پر وړاندې ټول قانوني، ټولنیز او اقتصادي خنډونه له مخې لري شوي وي، د ډیجیټل ځواکمنتیا یو ارمان ګڼل کېږي. د جنسیتي برابرۍ ترلاسه کول داسې قوانینو ته اړتیا لري چې د ټولو مېرمنو او نجونو ځواکمنتیا تضمین او د ټولو نجونو لپاره  د ثانوي زده کړو زمینه برابره کړي. څرنګه چې د ټکنالوژۍ پرمختګ او د ښځو پیاوړتیا تر منځ مستقیمه اړیکه شته، نو یادې شوې  موخې هم د جنسیتي تبعیض ختمول او د ټکنالوژۍ له لارې د ښځو او نجونو د پیاوړتیا غوښتنه کوي. [۹][۱۰][۱۱]

موخې، شاخصونه[سمول]

SDG5 نهه نښې او ۱۴ شاخصونه لري، دغه نهه نښې د جنسیتي برابرۍ اړوند پراخ موضوعات پوښي اوشپږ هغه ېې چې پایله محوره  (Outcome-Oriented) موخې دي دا دي: په هر ځای او د ټولو ښځو پر وړاندې د هر ډول توپیر له منځه وړل (۱.۵ موخه)؛ د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی او استثمارله منځه وړل (۲.۵ موخه )؛ جنسیتي ختنه او جبري ودونو او دې ته ورته کړنو له منځه وړل (۳.۵ موخه)؛ وړیا پاملرنو ته ارزښت قایل کېدل او ګډو کورني مسؤلیتونو ته وده ورکول (۴.۵ موخه)؛ په رهبري او تصمیم نیولو کې د ښځو د بشپړ ګډون ډاډ  (۵.۵ موخه )؛ د زیږون نړیوالو حقونو او روغتیا ته د لاسرسي ډاډ (۶.۵ موخه)؛ درې نورې موخې یی دا دي: اقتصادي سرچینو ته د مساوي حقونو لاس رسی لکه د ښځو لپاره د جایدادونو مالکیت او مالي چوپړ رامنځته کول )۵.الف موخه)؛ د ټیکنالوژۍ پر مټ د ښځو ځواکمنتیا(۵.ب موخه)؛ د جنډر برابریو لپاره د پالیسیو تصویب، پیاوړي کول او د قانون پلي کول(۵.ج موخه).[۱۲][۱۳]

څارنه او پرمختګ[سمول]

هر کال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خوا  یو راپور چمتو کېږي چې د تلپاتې پرمختیایي موخو  پرمختګ ارزوي. شونې ده چېSDGs  له  ننګونو سره مخ شي که خينې مدیریتي ننګونو ته چې د موخو په عملي کولو کې خورا مهم دي پر وخت پاملرنه و نشی. د دغو ننګونو د حل په موخه باید حکومت، سوداګرۍ، غیر دولتي سازمانونه، مدني ټولنې او څېړونکي په ګډه کار وکړي. د ټولوSDGs  لپاره د لوړې کچې پرمختګ راپورونه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا د راپور په بڼه خپرېږي، چې وروستی هغه یې د ملګرو ملتونو د لوړې کچې سیاسي فورم دی چې د SDG 5  موضوعي بیاکتنه ده.[۱۴][۱۵]

ګواښونه[سمول]

د کوویډ- ۱۹وبا اغېزې[سمول]

په ۲۰۲۰ز کال کې کوویډ-۱۹ وبا هم د جنډر برابرۍ اغېزمنه کړي ده، چې پر ښځو  دکوویډ-۱۹اغیزې په لاندې ډول دي:[۱۶]

  • زیاتیدونکې اقتصادي ستونزي په ځانګړې توګه د هغو ښځو لپاره چې معمولا لږ عاید لري، لږه سپما کوي، او ناامنه دندې لري یا په فقر کې ژوند کوي.
  • د ښځو روغتیایي لومړیتوبونو باندې ناوړه اغیزې لکه د زیږون د مهال روغتیایي خدمات.
  • د قرنطین پر مهال ګرځبندیز او اقتصادي فشارونو د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی په چټکۍ سره زیات کړی. د قرنطین له امله د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ۳۰ سلنه زیاتې شوي دي.
  • دا ټولې بدې اغیزې په هغو هېوادونو کې چې د میرمنو او انجونو د حقوقو د ساتنې اړوند نازک او ناهمغږي جوړښتونه لري لا ډېری شوې دي. د قوي، بنسټیز او سیستماتیک ټولنیز یووالي نشتون،  جنسیتي برابریو ته د رسېدو لپاره  د اړین ظرفیت او خدماتو رامنځ ته کول لا هم ګواښي.
  • وبا ملي احصایوي سیسټمونه هم  اغېزمن کړي ځکه چې د معلوماتو راټولولو بهیرونه په هغو هېوادونو کې، چې د ارقامو له محدودو سرچینو سره مخ دي د احصایوي ادارو لپاره  کار ستونزمن کوي، چې په دې توګه د جنډر ډیټا ته  لږ لومړیتوب ورکوي.[۱۷][۱۸]

سازمانونه[سمول]

ډېری نړیوال سازمانونه دSDG 5  موخې ترلاسه  کولو لپاره کار کوي. د بېلګې په توګه:

  • د ملګرو ملتونو د ښځو برخه چې د ښځو د پیاوړتیا لپاره کار کوي.
  • برابرۍ  د ښځو او نجونو د بشري حقونو د ساتنې او پرمختګ ملاتړ کوي.
  • Vital Voice د ښځینه رهبرانو سره د اقتصادي پیاوړتیا، سیاسي ګډون او د بشري حقونو په برخو کې کار کوي.
  • UNDP د تصمیم نیونې په ټولو فورمونو کې د ښځو ګډون اود ښځینه رهبري زیاتولو لپاره کار کوي. [۱۹]
  • یونیسف په ټوله نړۍ کې د جنسیتي برابرۍ د چټکولو لپاره کار کوي.
  • روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د داسې نړۍ لپاره کار کوي چې هېڅوک د خپل جنسیت - یا کوم بل دلیل له امله روغتیایی خدماتو څخه محروم نه وي.

له نوروSDGs  سره اړیکې[سمول]

که څه هم SDG5 یوازینۍ موخه ده او نورې تلپاتې پرمختیایې موخې (SDGs) یوازې هغه وخت ترلاسه کېدلی شي چې د میرمنو اړتیاو ته د نارینه اړتیاو په څېر پاملرنه وشي. د جنډر د مطالعاتو متخصصين وایي چې په ۵مه موخه کې له پرمختګ پرته، نورې موخې نشي ترلاسه کېدای.[۲۰]

د SDG5 او نورو SDGs ترمنځ اړیکه د تلپاتې پرمختګ لپاره د ۲۰۳۰ز کال په اجنډا کې ملګرو ملتونو د ښځو برخه د ( جنډر برابرۍ ) په پراخه کچه تحلیل کړې. د مثال په توګه، د ښځو لپاره مناسب کار او منظم عاید ته لاسرسی  نه یوازې د بې وزلۍ په کمولو کې مرسته کوي SDG1) ) بلکې د غوره زده کړو (SDG4)، لوږې ختمول (SDG2) او د ښې روغتیا او هوساینې (SDG3) پایلو سره هم مرسته کوي. د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي د ټولو ډولونو له منځه وړل ( موخه ۵.۲) نه یوازې د  SDG5یوه اړینه برخه ده بلکې د ټولو عمرونو خلکو لپاره د صحي ژوند او هوساینې د تضمین لپاره هم مهم دی. ( (SDG3هغه میرمنې چې نږدې ملګري د جنسي یا فزیکي  تاوتریخوالی سره مخ دي ۵.۱ ځله د HIV په ناروغۍ اخته کیدو احتمال لري (موخه۳.۳). د چاپیریال تخریب(SDG13)  د خوراکي توکو په تولید، د خوړو خوندیتوب او د هغو ټولنو اقتصادي امنیت باندې اغیزې لري چيرې چې ښځې د کرنې برخه کې بوختې دی. پدې ډول د هر ډول تبعیض او د جنسیتي محدودیتونو له منځه وړل د SDG5  لپاره یوه مهمه اجنډا ده.[۲۱]

سرچینې[سمول]

  1. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313 Archived 23 October 2020 at the Wayback Machine.)
  2. "A Systems Approach to Global Sustainability" (په انګلیسي ژبه کي). Future Earth. مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Goal 5: Gender Equality - SDG Tracker". Our World in Data (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۶ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sustainable development goals report 2016. New York: United Nations. 2016. OCLC 959869696. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-1-101340-5. مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "sustainability". مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۳ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Onyango, Monica Adhiambo. "Sexual and gender-based violence during COVID-19: lessons from Ebola". The Conversation (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۵ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. United Nations (2015) Resolution adopted by the General Assembly on 25 September 2015, Transforming our world: the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/70/1 Archived 22 May 2019 at the Wayback Machine.)
  8. "Transforming our world: the 2030 Agenda for Sustainable Development – Sustainable Development Knowledge Platform". United Nations. مؤرشف من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Goal 05. Achieve gender equality and empower all women and girls – Indicators and a Monitoring Framework". indicators.report. indicators.report. مؤرشف من الأصل في ۱۹ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Sustainable Development Goal 5: Gender equality". UN Women (په انګلیسي ژبه کي). UN Women. مؤرشف من الأصل في ۲۶ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Making innovation and technology work for women". UN Women (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina (2018) "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 5) Archived 26 November 2020 at the Wayback Machine. SDG-Tracker.org, website
  13. "Goal 5: Gender Equality – SDG Tracker". Our World in Data (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۶ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. United Nations (2017) Progress towards the Sustainable Development Goals Report of the Secretary-General Archived 3 July 2019 at the Wayback Machine., High-level political forum on sustainable development, convened under the auspices of the Economic and Social Council, 11 May 2017
  15. "3 challenges facing the UN's Sustainable Development Goals". World Economic Forum (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. United Nations (2020) Policy Brief: The Impact of COVID-19 on Women Archived 27 November 2020 at the Wayback Machine.
  17. "The sustainable development goals report 2020" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "From Insights to Action: Gender Equality in the Wake of COVID-19" (PDF). UN Women. 2020. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۴ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Women's participation in decision-making". UNDP (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Turning promises into action : gender equality in the 2030 Agenda for Sustainable Development. UN Women. New York, NY. 21 March 2019. OCLC 1096436801. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-63214-108-8. مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  21. High Level Political Forum on Sustainable Development (2017) 2017 HLPF Thematic review of SDG 5: Achieve gender equality and empower all women and girls Archived 31 July 2020 at the Wayback Machine.