پيلوټ محمد ظريف خان شهباز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پیلوټ محمد ظریف خان شهباز د علي خان زوی په ۱۳۳۳ لمریز کال د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په شهباز خېلو کلي کې په یوه دینداره او روڼ‌اندې کورنۍ کې سترګې پرانیستې دي. پیلوټ محمد ظریف خان خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د عربانو په ښوونځي کې پای ته رسولې دي او وروسته یې د پروان ولایت په چهاریکار ښوونځي کې خپلې زده کړې د بکلوریا تر کچې بشپړې کړې دي. نوموړی په ۱۳۵۹ لمریز کال کې د افغانستان د هوایي پوهنتون د هوایي مدافعې پوهنځي ته بریالی شو او په لوړه درجه یې په ۱۳۶۲ لمریز کال کې د لېسانس تر کچې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې. ښاغلی شهباز له لېسانس دورې وروسته په ۱۳۶۳ لمریز کال کې د لنډې مودې لپاره د جګړن په بست کې د شینډنډ د درېیم کنډک د قوماندان په توګه وګومارل شو، وروسته د ډګرمن په بست کې د شینډنډ په ۳۵۵ غونډ کې د لومړي او دویم کنډک د قوماندان په توګه وګومارل شو. له هغه وروسته په ۱۳۶۹ لمریز کال کې د ډګروال په بست کې د شینډنډ ګارنیزیون د ۳۳۵ غونډ د سیاسي مرستیال په توګه دندې ته دوام ورکړ. په ۱۳۷۵ لمریزکال کې د تورنجنرالۍ په بست کې د هوایي او مدافعې عمومي قومندانۍ د سیاسي چارو مشر وټاکل شو او ورپسې د هوایي مدافعې په اوپراسیون کې د هوایي سوق او ادارې د آمر په توګه د ډګروالۍ په بست کې پاتې شو. په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د جېټ الوتکو د نه شتون له امله نوموړي خپل مسلک بدل کړ او د افغانستان د هوايي کشف او استخباراتو ریاست د هوايي معلوماتو د آمر په توګه یې د ډګرمنۍ په بست کې خپله نوې دنده پیل کړه. . (MIG-17) ،( CY-7) ،(CY-22-M4)، (MIG 21) هغه موډل روسۍ الوتکې وې چې پیلوټ محمد ظریف خان شهباز په خپل ۴۰ کاله خدمت دوره کې د افغانستان له حریم پرې دفاع وکړه. نوموړي په مجموعي ډول ۲۱۷۸۰ ساعته پرواز درلود، چې د پروازونو ډېره برخه یې د ښوونې او روزنې، محاربې او تعلیمي برخو کې وه. نوموړي د افغانستان د وخت له ولسمشر ډاکتر نجیب الله او د هوايي ځواک له مشرتابه څخه ۱۳ حکومتي نښانونه او مډالونه ترلاسه کړي دي. بهرني دولتي سفرونه: مکسیکو (مکسیکو ته د هوایي ځواک د کورس لپاره)، د استخباراتو کورس لپاره امریکا (د آروزینا استخباراتو کورس)، هند (د ځوانو افسرانو کورس په هند کې) او دوبۍ. پیلوټ محمد ظریف خان شهباز هغه څوک و، چې په پوره مېړانه یې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او نوم به یې د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو ثبت پاتې شي.