پياوړی اقتصاد پياوړی هيواد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پیاوړی اقتصاد- پیاوړی هیواد

د یو هېواد پرمختګ د هغه هېواد پیاوړی اقتصاد یې تظمینوي، چې دا یو څرګند واقعیت دی او کېدای شي چې د پرمختګ اصل یې وګڼو. اوس موخه داده چې څنګه یو هېواد د اقتصادي پرمختګ پر لور روانیدلای شي؟ او څنګه بیا اقتصاد پر خپلو پښو درېدلای شي؟

خبره پوره روښانه ده، د شلمې او یوویشتمې پېړۍ پرمختګ دا څرګنده کړه چې ښه اقتصاد د ښه پرمختګ زیری دی. دلته اړینه ده چې موضوع څه نا څه وشنل شي او هغه جزیات پکې په ګوته شي چې په دې اړوند ډېر بنسټیز رول لوبوي.

اقتصاد د هر هېواد د ملاتیر بلل کیږي، معنا دا چې پیاوړی اقتصاد- پیاوړی هېواد او کمزوری اقتصاد د کمزوري هېواد څرګندوی دی. لکه څنګه چې ټول په دې پوهېږي چې د یو هېواد اوسنۍ بڼه له پیله داسې نه وه، لکه په اوسني عصر کې چې تر سترګو کیږي. یا که په ټولیز ډول ووایو، د نړۍ اوسنۍ څېره لږ تر لږه سل کاله پخوا داسې نه وه، لکه اوس چې ده، نو بیا د دومره لوی بدلون لامل څه دی؟ که ووایو چې اقتصاد دی، نو د پوښتنې اصلي ځواب ځکه نه شو، چې دې خبرې یوه بله پوښتنه راوزیږوله او هغه دا چې اقتصاد هم پخپله نشي جوړیدلی. خامخا یو بل څه لامل ګرځي، څو دغه عنصر ته وده او پیاوړتیا ورپه برخه کړي.

که څه هم ددې پوښتنې ځواب د هغو ټولنو د وګړیو په مغزو کې ښه ژور ناست دی، چې لا هم د پراختیا او پرمختګ په هڅه کې دي. خو ځینې لکه زموږ ټولنه چې لا تر اوسه په دغه اړخ کې ددې جوګه نه ده، څو د اقتصادي ارزښت پر مفهوم باندې وپوهیږي، پاتې شوه د اقتصادي ودې او پرمختیا موضوع، هغه خو بیخي پر ځای پریږده.

که په عام ډول ووایو چې، هر بری یا هدف ته رسیدل د ټینګې ارادې، مثبت فکر او نه ماتیدونکې مبارزې پایله ده، نو تر ډیره به د اقتصادي ودې په اړه پوښتنه هم ځواب شوې وي.

لکه څنګه چې تېرو خلکو د نړۍ راتلونکي نسل ته هوساینه ور وبخښله، همدغسې ننني انسانان هم په دې هڅه کې دي چې د سبا خلکو ته د خپلو پنځونو په مرسته خپل نومونه ژوندي پریږدي. خو دلته دا حتمي نه ده چې هر څوک دې ساینس پوه، مخترع، انجنیر او … وي. هر څوک کولای شي خپل هېواد ته په هر ډګر کې صادق او ژمن و اوسي. هر څوک د خپلې خاورې لپاره خدمت کولای شي او هر څوک د هېواد په اقتصاد او پرمختګ کې ونډه لرلی شي. خو شرط پکې دادی، چې دا ونډه باید رښتینې وي او د هر چا په ذهن کې ټولنیز یا ملی هدف شتون ولري.

دا چې د اقتصاد پیاوړي کېدل یوه مسلکي مسئله ده، نو تر ټولو وړاندې او بیا همغسې تر پایه پورې په دې برخه کې د بشپړ او سم فعالیت لپاره مسلکي پیاوړو او ملي ګټو ته د ژمنو ادارو شتون اړین دی. که هغه ښوونیزې، مرستندویه، تولیدي، صنعتي، سوداګریزې او نورې وي، په کار ده چې د اقتصادي پرمختګ په خاطر خپله دنده په رښتیني ډول ادا کړي.

دا په دې معنا ده چې هره ښوونیزه اداره باید خپل روزل شوي کسان، ټولنې ته په داسې توګه وړاندې کړي، څو هر یو په خپله څانګه کې کافي مهارت ولري. دا به نه یوازې یاده اداره د خیانت له ګناه نه په امن کې وي، بلکې په فعالیتي موسسو کې به هم د دوی د روزل شوو کسانو له ګمارلو وروسته د هغوی د وړتیا له امله عزت او شهرت ومومي.

له دې وروسته که څه هم د هر چا په رښتینولۍ او بشپړې هڅې پورې تړاو لري، خو د یوې پیاوړې ادارې شتون بیا هم ځکه حتمي دی، چې د دا ډول چارو ( سوداګري، د کانونو ویستنه، ترانسپورټ، فابریکې او نورو برخو) پلاننګ، کنټرول، منجمنټ او میکانیزم ډیر اړین دی. څو هرې څانګې ته د هغې اړوند مسلکي کسان وروپیژني او د هغوی وړتیا وارزوي. له دې وروسته بیا دا ډاډ تر لاسه کیدای شي، چې موږ د اقتصادي ودې او پرمختګ پر لور روان یو. له پاسنیو خبرو داسې جوته شوه چې پیاوړی اقتصاد د پیاوړې ادارې لاسته راوړنه ده، زده کوونکي د هغوی د خوښې له مخې په کومه څانګه کې او په څه ډول یې وروزي؟ او وروسته یې په اړونده څانګه کې پر دنده باندې وګماري. چې د وخت په تېرېدو سره د همدغې ادارې دا پالیسي ددې لامل ګرځي، څو همدغه انګېزه پراختیا ومومي او عامه ذهنیت د یو ملي هدف لرلو ته چمتو شي، همدارنګه په دنده کې رښتینولي رامنځته شي او ټولنه مثبت لوري ته روانه شي.

@pashto_telegram1