پورچيستا ( د زردشت لور )

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زموږ د لرغوني هېواد، نوموتې ښکلې پيغله پورچيستا يا پورچيست د زردشت لور ، د هيواد له نومياليو مېرمنو څخه گڼل کيږي ، تر دي چي يادونه يي داريايانو په سپېڅلي کتاب "اوستا" کښې هم راغلي ده . داوستا د"گاسا" په برخه کې د پورچيستا دکوژدې په هکله چي دپخوانۍ اريائي ټولنې يوه ځانگړي کړنه وه ، معلومات شته دي چي، دهمدي سپېڅلي پېغلې دخورا شهرت سبب شوي دي . داوستا دگاسا په برخه کي دپورچيستا په نوم داسي وينا ده : "اي پورچيستا! ته چي دجاماسپ دژوند ملگرې کېدونکې يي ، هغه (زردشت،پلار دي) غواړي تر څو ته چي يوه له ښکلو او دښو اخلاقو څښتنه پيغلو څخه يي ، په ژوند کې دميړه خدمت کوونکې واوسه ، په کارونو کې يي مرستندويه شه ، دځوانۍ خيال يي وساته ، يو له بل سره په کارونو کې مشوره وکړئ ، د"آراميتي" دسپيڅلي عقېدي په بنسټ يو په بل ډير مهربانه اوسئ او هميشه درښتني اوسيدلو هڅه وکړي." په همدي مهال کوژده کړاى شوي (پورچيستا) وويل : "هغه به ما ته ډير نژدې وي ، له هغه وخته چي ماله پلار څخه غواړي ،زه به ورسره بي مثاله مينه او عشق کوم !" جاماسپ چي دبلخي روحانې لارښود زردشت له ځانگړو معتمدينو څخه ؤ، دخپل وخت له مشهورو پوهانو څخه گڼل کېده.دوخت په ډيرو علومو کې يي لاس درلود، په ستورو شميرنه کې يي هم شهرت درلود. جاماسپ يو فاتح ، جنگيالئ او هوښيار سړي ؤ، چي ورڅخه يو کتاب د"جاماسپ نامک"په نوم پاته دي . د پورچيستا له جاماسپ څخه يو زوي پيدا شو چي، نوم يي "گرامي " ؤ او په "گرامي کرت" کې يي نوم راغلى دى .

  • ليکوا ل :حسين هدي
  • ژباړه :بشيراحمد"ريان"

اخځونه[سمول]

  1. له ټاټوبي ويبپاڼې څخه