په 2007ز کال کې په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو جګړه ييز عملیات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په 2007ز کال کې په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو جګړه ييز عملیات

د متحده ايالاتو او د ناټو نړيوال امنيتي مرستندوي ځواکونو (ايساف) او تر څنګ يې د افغان ملي اردو ځواکونو عمليات د 2007ز کال په اوږدو کې د طالبانو پر ضد روان و.

له جنوري تر جولای[سمول]

د 2007ز کال د جنورۍ او فبرورۍ په مياشت کې، برتانوي شاهي سمندري ځواکونو د کجکي په شمال کې د باريکجو په کلي کې د باغيانو د بريدونو د سيمو د تصفيه کولو لپاره د «اورشیندي» په نوم عمليات (Operation Volcano) پيل کړل. له دې وروسته د «اکيليز» په نوم عمليات (Operation Achilles) پيل شول، کوم چې د تصفيې يو ستر جنګ و، چې په مارچ کې پيل او د مۍ تر پايه پورې پای ته ورسېد. د انګلستان د دفاع وزارت د خپل دې نيت اعلان وکړ، چې په افغانستان کې به د برتانوي سرتېرو کچه تر 7700 پورې راولي (تر 2009ز کال پورې يې خپله ژمنتيا څرګنده کړه). د «سلور» او «سلکون» په نومونو نور عمليات پر طالبانو د فشارونو او د هغوی د پسرلنيو عملياتو د ناکامولو په هيله تر سره شول.[۱][۲][۳][۴]

د 2007ز کال د مارچ په څلورمه نېټه، د افغانستان د ننګرهار ولايت د شينوارو په ولسوالۍ کې د متحده ايالاتو د سمندري ځواکونو له خوا دولس ملکيان ووژل شول او دري دېرش نور ټپيان شول، هغه مهال کله چې امريکايانو د بم يو کمين ته له زيات ځواک سره غبرګون وښود، او د لويې لارې څخه لس ميله (16 کيلو متره ) لېرې يې د ننداره چيانو ډلې د درندو وسلو تر بريد لاندې راوستې. دا پېښه د شینوارو د ناورين په توګه ثبت شوه. د دې بريد له مسئوليت لرونکي سمندري واحد 120 غړيو څخه وغوښتل شول، چې له هېواده ووځي، ځکه چې دې پېښې د سيمه ييزو افغان خلکو سره د دې واحد اړيکې خرابې کړې.[۵][۶][۷]

برتانويانو او د ايساف ځواکونو د طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړ، چا چې د 2006ز کال د جون له مياشتې د 2007ز کال د اپريل تر مياشتې د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ محاصره کړې وه. د افغان، برتانوي، کاناډايي، ډنمارکي، ايستونيايي او امريکايي ځواکونو د شریکو عملياتو په پايله کې طالبان له سنګين څخه و ايستل شول، او افغان حکومت وکولای شول هلته ولاړ شي. خو بيا هم د طالبانو ځواکونه په شا او خوا سيمو کې موجود وو.[۸]

د مۍ په لومړۍ نېټه، برتانوي تورنجنرال «جيکو بيج» د افغانستان په سويل کې د ايساف د قوماندان په توګه د هالنډي تورنجنرال «ټن وين لون» ځای ونيو.[۹]

د 2007ز کال د مۍ په دولسمه نېټه، یوازې د ايساف ځانګړيو ځواکونو او د متحده ايالاتو ځانګړيو ځواکونو (William "Willo" Calzada,(.), james Brown, Billy Orson)، نړيوالو امنيتي مرستندويه ځواکوانو (ايساف) ملا داد الله وواژه، د طالبانو يو مشهور قوماندان چې د هېواد په سويل کې د طالبانو د عملیاتو د مشرۍ مسئول و، په همدې جګړه کې د طالبانو يوولس نور جنګيالي ووژل شول.

د «اکيليز» په نوم عملیات د 2007ز کال د مۍ په دېرشمه نېټه پای ته ورسېدل، او له همدې سملاسي وروسته په همدې شپه د «لاستي کولنګ» په نوم عمليات پيل شول.

د چورې جګړه[سمول]

د چورې جګړه د 2007ز کال د جون د مياشتې د پنځلسمې او نولسمې نېټې تر منځ د اروزګان ولايت په چوره ولسوالۍ (3000 نفوس لرونکې) او د هغې په شا اوخوا کې وشوه. دا د چورې د نيولو لپاره د ايساف ځواکونو چې ډيری يې هالنډيان او استراليايان وو، او د افغان ځواکونو له خوا،  چې دا د جګړې يو لوری و، او د طالبانو د ځواکونو تر منځ وه، چې دا د جګړې بل لوری و، کومه ولسوالۍ چې طالبانو ډېره ستراتژيکه بلله. دا جګړه په دې کال کې د طالبانو د سترې جګړې په توګه ثابته شوه، او يوازې په درې ورځو کې له 250 کسانو څخه د زياتو په وژل کېدو پای ته ورسېده. د جون په اتلسمه نېټه، د طالبانو ځواکونه شاته او غرونو ته وتښتېدل، ښار يې په زيات ويجاړ حالت کې؛ خو د ايساف لاسونو ته پرېښود.[۱۰]

له اګست څخه تر اکتوبر پورې[سمول]

د طالبانو جنګياليو د اګست په اتمه نېټه د امريکايي او افغان ايتلافي ځواکونو په يو جګړه ييز مرکز چې شفري نوم يې «Firebase Anaconda» و، نېغ په نېغه بريد پيل کړ. بريد په شا وتمبول شول، او لږ تر لږه دوه درجنه طالب جنګيالي پکې ووژل شول.[۱۱]

د 2007ز کال د اګست په اته ويشتمه نېټه، د کندهار ولايت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې په ګڼو کوچنيو جګړو کې لږ تر لږه سل طالب جنګيالي او د افغانستان د ملي اردو يو سرتيری ووژل شول. د 2007ز کال د اکتوبر په اته ويشتمه نېټه، په هلمند ولايت کې د متحده ايالاتو په مشرۍ ايتلافي ځواکونو سره په شپږ ساعته جګړه کې شا اوخوا اتيا طالب جنګيالي ووژل شول.[۱۲]

د اکتوبر په وروستۍ ورځ، د ارغنداب سره نږدې کاناډايي ځواکونو شا اوخوا درې سوه وسله وال محاصره کړل او لږ تر لږه پنځوس يې ووژل. ويل کېږي چې په دې سره په کندهار د طالبانو ممکنه بريد مخه ونيول شوه.[۱۳]

د اکتوبر په دېرشمه نېټه، د نيويارک ټايمز د يو راپور پر بنسټ، لوېديځو چارواکو او شنونکو په کوم وخت کې د طالب جنګياليو د ځواک اندازه 10000 جنګيالي اټکل کړې وه. ټايمز راپور ورکړ چې په دې شمېر کې، یوازې له 2000 څخه تر 3000 پورې ډېر ليواله، او د پوره وخت وسله وال و. پاتې يې کله کله جګړه کونکي دي، چې په هغوی کې بهرنيان، ځوان افغان نارينه شامل دي، کوم چې د بمي بريدونو غوصه کړي، يا د پيسو تر لاسه کولو لپاره جګړ کوي. د افغان او متحده ايالاتو د چارواکو په وينا، په 2007ز کال کې، د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې زیات بهرني جنګيالي وليدل شول. د اټکل تر مخې له سل څخه تر درې سوو پورې د بشپړ وخت جنګيالي بهرنيان دي، عموماً له پاکستان، ازبکستان، چيچنيا، ګڼو عرب هېوادونو او ان احتمالاً له ترکيې او لوېديځ چين جنګيالي هم شته. دوی ډېر جنوني او سخت متشدد دي، او ډيری داسې مهارتونه لري، لکه په انټرنيټ د ډېرې ښې (پېچلې/پرمختللې) ويډیو پورته کولو وړتيا يا د بم جوړولو مهارت.[۱۴]

د حرکت يولو I او II عملیات[سمول]

د 2007ز کال د اکتوبر په پای کې، د شمال سيمه يیزې قوماندانۍ له افغان ملي اردو او افغانستان ملي امنيتي ځواکونو سره يوځای په شمالي ولايتونو کې د دوښمنو ځواکونو پر ضد ستر عمليات پيل کړل. دوی په افغانستا کې شا اوخوا 2000 ايتلافي سرتېرو څخه جوړ وو، چې د ناروی، المان، ايټاليې، اسپانيې او هنګري سرتيري پکې شامل وو، او موخه يې دا وه چې فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ او د بدخشان ولايت له فيض باد څخه د طالبانو باغيان له ګڼو سيمو څخه وباسي، له کومو سيمو څخه چې دوی عمليات کول او د 2007ز کال د دوبي له لومړيو څخه يې يو شمېر افغان ملي اردو او ايتلافي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې وه. دا جګړه د طالبانو د لوړ پوړو قوماندانو له خوا تر نسبتاً امن شمال پورې، د تاو تريخوالي د پراخولو له ګواښونو وروسته وشوه.

د «يولوI» په نوم عملیات د اکتوبر په وروستيو کې پيل شول، او د شا او خوا 160 الماني پراشوتي سرتېرو او 400 افغان ملي اردو سرتېرو څخه جوړ و. موخه يې دا وه چې د بدخشان په ولايت کې د طالبانو پټنځايونه په نښه کړي، او وسله وال له دې ولسوالۍ څخه وباسي.

د دې جګړې دويم پړاو، د حرکت يولو II په نوم عمليات، د نومبر په لومړۍ نېټه پيل شول. څنګه چې د ايساف د شمال قوماندانۍ د قوماندان ډګرجنرال « D. Warnecke» له خوا اعلان وشو، د عملیاتو په لومړۍ ورځ د ايساف ځواکونو ګڼ شکمن مخالفين ونيول، چې د ايساف پر سرتېرو د ګڼو بريدونو په تنظیم کولو تورن وو، په دې بريدونو کې یو ځانمرګی بريد و، چې په اکتوبر کې تر سره شوی او درې المانيان يې سخت ټپیان کړي وو. دا د شا اوخوا 900 افغان ملي اردو د غړيو، 260 نارويژني سرتېرو څخه چې د دويمې لواء او « Kystjegerkommandoen» اړوند و، 300 الماني سرتېرو او څو درجنه ايټالوي سرتېرو او همدا راز له يو شمېر هنګري او اسپانوي سرتېرو څخه جوړ و. د جاسوسي الوتکو په مټ راټولو شويو استخباراتي معلوماتو وښودله چې په غورماچ کې د طالبانو شا اوخوا 300 ځواکونه موجود دي.[۱۵]

سرچينې[سمول]

  1. "mod.uk". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ فبروري ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "mod.uk". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "mod.uk". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ مې ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "mod.uk". مؤرشف من الأصل في ۲۶ سپټمبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. The Christian Science Monitor (16 April 2007). "Pentagon inquiry finds US Marine unit killed Afghan civilians". The Christian Science Monitor. مؤرشف من الأصل في ۲۸ ډيسمبر ۲۰۰۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Marines' Actions in Afghanistan Called Excessive". The New York Times. مؤرشف من الأصل في ۲۳ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. . Marine Unit Is Told To Leave Afghanistan.
  8. "UK-led operation helps ISAF take control in northern Helmand". MoD. 2007-05-31. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جون ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. British Maj.-Gen. Jacko Page takes helm of ISAF's southern command[مړه لينکونه]
  10. (په 2007-06-19 باندې). Afghan officials: Over 100 killed in southern battle. edition.cnn.com [مړه لينکونه]
  11. . Taliban stages brazen attack on U.S. base. cnn.com
  12. At Least 100 Insurgents Killed in Latest Clashes Archived April 29, 2008, at the Wayback Machine.
  13. (په October 28, 2007 باندې). Battle 'kills dozens of Taleban'. BBC News.
  14. (په October 30, 2007 باندې). Foreign Fighters of Harsher Bent Bolster Taliban.
  15. Aftenposten Newspaper: More soldiers to Afghanistan Archived 2007-12-09 at the Wayback Machine. کينډۍ:In lang