په ۲۰۲۱ زکال کې پاکستان ضد لاریونونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۲۰۲۱ زکال کې پاکستان ضد لاریونونه د پاکستان پر ضد د هغو لاریونونو ټولګې ته ویل کېږي چې په افغانستان، هند، ایران، متحده ایالاتو او نورو هېوادونو کې د افغانستان په جګړه او ورپسې د پنجشیر په کړکېچ کې د پاکستان د مداخلې پر ضد ترسره شول.

مخینه[سمول]

د ۲۰۲۱ زکال په اګست میاشت کې په پاکستان باندې بندیز غوښتنه «#SanctionPakistan» وروسته له هغه د ټولنیزو رسنیو په ټرینډ واوښته، کله چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان د طالبانو په فعاله ملاتړ تورن کړ. د افغان وګړو له خوا له دغه هشتګ څخه پریمانه ګټنه لامل وګرځېده د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتنې وشي څو په پاکستان باندې د طالبانو د ملاتړ له امله بندیزونه ولګوي (خو دغه چاره هېڅکله هم وه نه شوه، ځکه چې نړیواله ټولنه خپلې ګټې له پاکستان سره په اتحاد کې ویني او هېچا ته له خپلو هېوادنیو ګټو څخه څه مهم نه دي). په ۲۰۲۱ زکال کې هغه مهال چې د طالبانو بریدونو زور واخیست او د افغانستان اسلامي جمهوریت سقوط وکړ، په بهرنیو هېوادونو کې د پاکستان د سفارتونو او قونسلګریو پر وړاندې لاریونونه پیل شول چې په دغو کې د پخواني کاناډايي سیاستوال کریس الکساندر په څېر د لویدیځوالو غږ هم شتون درلود او پر پاکستان باندې یې د بندیزونو غوښتنه کوله. [۱][۲][۳]

په سنګاپور کې د ختیځې آسیا د انستیتیوت مخکښ علمي همکار رایان کلارک وویل چې «پاکستان په افغان طالبانو لږ ستراتیژیک کنټرول لري ځکه چې اوس په یو پیاوړي او باتجربه جنګي ځواک اوښتي دي». پښتون فعال افراسیاب خټک وايي «طالبان په افغانستان کې د پاکستان د ستراتیژیکو موخو لپاره دي، پاکستان د طالبانو له مخکې تګ څخه ډېر خوشاله دی، موخه مې پاکستاني جنرالان دي ځکه چې ملکي حکومت د پالیسیو په جوړولو کې ډېر لږ رول لري». له دې امله چې طالبانو د افغانستان ډیری برخې ونیولې، د پاکستان پر ضد لاریونونو لا زور واخیست ځکه چې د پنجشیر د مقاومت پر وړاندې د طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ ادعاوې مطرح شوې. [۴][۵]

پاکستان په افغان جګړه کې لاس لرل رد کړل او څرګنده یې کړه چې د طالبانو چټک مخکې تګ د افغانستان د ملي پوځ د تېروتنې له امله دی چې په ټولیزه توګه له کومې جګړې پرته تسلیم شول. یو شمېر لویدیځوال څارونکي د افغانستان د ملي پوځ او دولت بې کاره توب او فساد د جګړې په ډګر کې د هغوی د بایلې لامل بولي، ورته مهال دا هم یو لامل بولي چې افغانانو په خپلو کې هوکړه وکړه چې له طالبانو سره جګړه وه نه کړي (په حقیقت کې افغان دولت هم نور وه نه غوښتل چې جګړه دې له دې زیاته د افغان وګړو د دربدرۍ لامل وګرځي ځکه چې نړیواله ټولنه وړاندې له دې له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلې وه، په داسې حال کې چې پر افغان دولت یې د مقاومت غږ کاوه). [۶][۷][۸]

د طالبانو روایتونه: د افغانستان په کړکېچ کې د کیسو کارونه او ځواک (Taliban Narratives: The uses and power of stories in the Afghanistan conflict )، په نامه اثر لیکوال توماس جانسون څرګندوي، «یو شمېر کسان شته چې پاکستان په هرڅه کې پړ بولي، ځکه دا ډېره ساده چاره ده. خو زه دا فکر کوم چې د جګړې په ډګر کې وضعیت له دې پیچلی و» او «تاسو همدارنګه کولای شي د کابل په دولت کې فساد او [د بېلګې په توګه] د هغو مشروعیت نه لرلو ته پام وکړی. تاسو د هغه څه د ارزونې اړوند چې په افغانستان کې پېښېدونکي دي ګڼ شمېر لاملونه لرۍ». [۹]

لاریونونه[سمول]

د ۲۰۲۱ زکال په جولای میاشت کې لاریون کوونکو په سویډن کې د پاکستان د سفارت پر وړاندې لاریون وکړ او پاکستان یې د افغانستان په جګړه کې په لاسوهنې تورن کړ. [۱۰]

د اګست په لومړۍ نېټه په جرمني کې میشت افغان وګړي په فرانکفورت ښار کې د پاکستان د قونسلګرۍ پر وړاندې راغونډ شول او د افغانستان اړوند یې د پاکستان پر سیاستونو اعتراض وکړ. لاریون کوونکو پاکستان ضد شعارونه ورکول. [۱۱]

د اګست په ۲مه په کاناډا او فرانسه کې میشتو سلګونو افغان وګړو د افغانستان په چارو کې د پاکستان او ایران د مداخلې پر ضد لاریونونه وکړل. [۱۲]

د اګست په ۱۱مه په ویانا کې افغان ډیاسپورا په افغانستان کې د پاکستان د «نیابتي جګړې» پر ضد لاریون وکړ او له ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل د پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي. په همدغه ډول لاریونونه په واشنګټن کې د پاکستان د سفارت پر وړاندې هم ترسره شول. [۱۳][۱۴]

د اګست په ۲۰مه د متحده ایالاتو د کلراډو ایالت د ډینور افغاني الاصله امریکایانو د هغه افغان وګړو پر ملاتړ لاریون وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له ګواښونو سره مخ پاتې دي، څو په افغانستان کې د انساني کړکېچ اړوند عامه درک رامنځته کړي. یو شمېر لاریون کوونکو پر پاکستان باندې د بندیزونو غوښتنه هم کوله. [۱۵]

د اګست په ۲۱مه راپور ورکړل شو چې ۱۴۹ تنه افغان وګړي د اګست په ۱۹مه د پاکستان په پېښور ښار کې د لاریونونو او پاکستان ضد شعارونو د ورکولو له امله نیول شوي دي. [۱۶]

د اګست په ۲۹مه شاوخوا ۸۰۰ کسانو په آتن ښار کې د یونان د پارلمان پر وړاندې لاریون وکړ او پاکستان یې په افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو لامل وباله. دوی د «چا افغانستان خراب کړ – پاکستان پاکستان» او «پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي» په څېر شعارونه ورکول. دغه لاریون کوونکي د پارلمان د ودانۍ له مخې څخه د متحده ایالاتو تر سفارت پورې ولاړل. [۱۷][۱۸]

د اګست په ۳۰مه د تکزاس په هوسټون کې هندي الاصله امریکایي لاریون کوونکو له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ له امله د پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل. [۱۹]

د اګست په ۳۱مه په بلجیم کې استوګنو افغان وګړو لاریون وکړ او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکړل. د افغان ډیاسپورا په ګډون دغو لاریون کوونکو د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم وغوښت. [۲۰]

د سپټمبر په اوومه نېټه د افغانستان په پروان ولایت کې د پاکستان ضد لاریونونه ترسره شول. د راپورونو له مخې یو ځوان چې د دغه لاریون په تنظیم کولو کې یې ونډه لرله د طالبانو له خوا ووژل شو.[۲۱]

د سپټمبر میاشتې په اوومه او اتمه نېټه په سلګونو کسانو په کابل کې لاریون وکړ او د «مرګ پر پاکستان» شعار یې ورکاوه. طالبانو د دغه لاریون د ځپلو په موخه له هوايي ډزو کار واخیست. طالبانو همدارنګه هغه خبریال هم ونیو چې د پاکستان ضد دغه لاریونونه یې تر رسنیز پوښښ لاندې راوړل. د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو له خوا د دغو لاریونونو ځپل وغندل او په دغو لاریونونو کې یې د څلور تنو مړینې ته اشاره وکړه. [۲۲][۲۳][۲۴]

د سپټمبر په اوومه په هرات ولایت کې د پاکستان ضد لاریون پر مهال د طالب ځواکونو د ډزو له امله دوه تنه ووژل شول او اته نور ټپیان شول.[۲۵]

ورته مهال د پنجشیر په روانو نښتو کې د پاکستان د مداخلې پر ضد په ایران او واشنګټن کې هم لاریونونه وشول.  [۲۶][۲۷][۲۸]

په تهران کې هم د پاکستان د سفارت پر وړاندې د پاکستان پر ضد لاریون وشو. لاریون کوونکو د طالبانو او پاکستان پر وړاندې شعارونه ورکول. ډیری لاریون کوونکو د احمدشاه مسعود او د هغه د زوی انځورونه له ځان سره لیږدول او شعار یې ورکاوه «تر څو چې ژوندي یو مسعود به زموږ رهبر وي». لاریون کوونکو همدارنګه لیکلي شعارونه له ځانه سره لرل چې پرې لیکلي و «پاکستانه، د ترهګرۍ او طالبانو له تغذیې لاس واخله»، «مرګ پر پاکستان، مرګ پر طالبانو او مرګ زموږ پر دښمنانو». [۲۹][۳۰]

د سپټمر په ۸مه د هند په بنګلور ایالت کې افغان زده کړیالانو پاکستان ضد لاریون ترسره کړ. د همدغه لاریون په څېر بل لاریون د سپټمبر په ۱۰مه د پونې پوهنتون د ودانۍ مخې ته افغان زده کړیالانو وکړ. [۳۱][۳۲]

د سپټمبر په ۸مه له سلو څخه زیاتو لاریون کوونکو چې ډیری یې افغان وګړي و د واشنګټن په ریورفرنټ پارک کې یې لاریون وکړ او د پاکستان پر وړاندې یې د خپل مقاومت وویل. [۳۳]

د سپټمبر په ۱۰مه په نوي ډهلي کې میشتو افغان وګړو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ. لاریون کوونکو پاکستان، افغانستان ته د ترهګرو په لېږلو او له طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړ. لاریون کوونکو همدارنګه هوډ درلود په نوي ډهلي کې د پاکستان د عالي کمیشنرۍ پر وړاندې لاریون وکړي، خو د ډهلي پولیسو اجازه ور نه کړه. [۳۴]

د سپټمبر په ۱۱مه د تکزاس په آسټین کې د افغان وګړو ټولنې لاریون وکړ. لاریون کوونکو د متحده ایالاتو له دولت څخه وغوښتل پر پاکستان بندیزونه ولګوي. [۳۵]

د سپټمبر په ۱۴مه په سویلي ډهلي کې میشتو افغانانو په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې پر ضد لاریون وکړ. [۳۶]

د سپټمبر په ۱۴مه د تاجکستان په دوشنبې ښار کې افغان ښځو د پاکستان او طالبانو پر ضد لاریون وکړ. هغوی «پاکستانه، له افغانستان څخه ووزه!» او «د افغانانو وژنه بس کړئ» شعارونه ورکول.[۳۷]

د سپټمبر په ۱۶مه د نوي ډهلي په جنتر منتر سیمه کې افغان کډوالو د پاکستان ضد لاریون وکړ.[۳۸][۳۹][۴۰]

د سپټمبر په ۲۲مه افغان ډیاسپورا په جینوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د بروکن چییر په چاپېر راغونډ شول او د طالبانو او پاکستان پر ضد یې لاریون وکړ. [۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. (په 11 August 2021 باندې). #SanctionPakistan trends as violence rages in Afghanistan. Al Jazeera
  2. SHAKIL, FM. "Taliban's win could soon be Pakistan's loss". Asia Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Afghans Protest Against Taliban, Pakistan In Kabul And Tehran". Iran International. 7 September 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Afghans Protest Against Taliban, Pakistan In Kabul And Tehran". Iran International. 7 September 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. SHAKIL, FM. "Taliban's win could soon be Pakistan's loss". Asia Times. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Dawn.com (2021-08-11). "Afghan, Indian social media accounts being used to malign Pakistan: NSA Yusuf". DAWN.COM (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "U.S. troops' return to Afghanistan has ominous parallel to recent history in Iraq". Los Angeles Times (په انګلیسي ژبه کي). 2021-08-14. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lieven, Anatol. "Opinion | Why Afghan Forces So Quickly Laid Down Their Arms". POLITICO (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "#SanctionPakistan doesn't change reality in Afghanistan, say experts". #SanctionPakistan doesn’t change reality in Afghanistan, say experts (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 30 July 2021 باندې). Protest held outside Pak embassy in Sweden against Islamabad's involvement in Afghan proxy war. Yahoo News
  11. (په 1 August 2021 باندې). Afghans protest against Pakistan in Germany. Afghanistan Times
  12. Ahmad Sohib Hasrat. Afghans protest against Pakistan, Iran interferences. Pajhwok News. 2 August 2021.
  13. (په 11 August 2021 باندې). Afghan diaspora hold protest against Pakistan ‘proxy war’ in Vienna.
  14. (په 12 August 2021 باندې). 'Stop Proxy War': Afghan diaspora to protest in front of Pakistan embassy in US. Hindustan Times
  15. (په 20 August 2021 باندې). Afghan Americans rally in Denver for friends, family stuck in Afghanistan. Colorado News Online
  16. (په 21 August 2021 باندې). 194 Afghans held for rioting in Peshawar. Dawn
  17. "800 people gather around the Greek Parliament". Eminetra. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 31 August 2021 باندې). Afghans in Belgium organise protest, slam Pakistan for supporting Taliban. Hindustan Times
  19. (په 30 August 2021 باندې). Indian-Americans protest against Taliban, raised anti-Pakistan slogans in Houston.
  20. (په 31 August 2021 باندې). Afghans in Belgium organise protest, slam Pakistan for supporting Taliban. Hindustan Times
  21. (په 7 September 2021 باندې). Taliban kill anti-Pak protester in Afghanistan's Parwan province: Reports. India Today
  22. (په 7 September 2021 باندې). Afghanistan: Taliban fire in air after protesters, including women, join anti-Pakistan rally in Kabul. South China Morning Post.
  23. (په 7 September 2021 باندې). Taliban arrest journalists, cameramen covering anti-Pakistan protest in Kabul. India Today.
  24. (په 10 September 2021 باندې). UN condemns Taliban violence against peaceful protesters. Al-Jazeera
  25. (په 7 September 2021 باندې). Taliban fire in air to scatter protesters in Kabul; two killed in Herat protest. The Straits Times
  26. (په 7 September 2021 باندې). Afghans Protest Against Taliban, Pakistan In Kabul And Tehran. Iran International.
  27. (په 7 September 2021 باندې). Hundreds of Afghans take to Kabul’s streets calling for ‘freedom’. Al Jazeera.
  28. (په 7 September 2021 باندې). Kabul से लेकर वॉशिंगटन तक Pakistan की हो रही फजीहत! देखें सड़कों पर क्यों उतरे लोग. Aaj Tak.
  29. (په 7 September 2021 باندې). Afghans, Iranians in Tehran protest against Pakistani backing for a Taliban Afghanistan. Intelli News
  30. (په 7 September 2021 باندې). Afghans Protest Against Taliban, Pakistan In Kabul And Tehran. Iran International.
  31. (په 9 September 2021 باندې). Afghan students hold protest in Bengaluru against Pakistan's interference. Deccan Herald
  32. (په 10 September 2021 باندې). Afghan students come together in support of ‘national uprising’ against Taliban. Indian Express
  33. (په 13 September 2021 باندې). ‘Nobody is safe in Afghanistan’: Members of Spokane’s Afghan community, supporters gather at Riverfront Park as Taliban seizes power. Spokesman
  34. (په 10 September 2021 باندې). Afghan nationals in Delhi protest against Pakistan. The Shillong Times
  35. (په 11 September 2021 باندې). Afghan-Canadians demonstrate on Parliament Hill: 'It’s absolutely heartbreaking'. Ottawa Citizen
  36. (په 11 September 2021 باندې). Afghan community in Austin holds anti-Taliban demonstration outside Texas Capitol. KVUE
  37. (په 14 September 2021 باندې). Afghans stage 2nd protest against Pakistan in Delhi. National Herald
  38. (په 14 September 2021 باندې). Afghan Women Residing In Tajikistan Protest Against Taliban, Pakistan. Radio Free Europe
  39. "New Delhi: Afghan refugees hold protest against Pakistan over alleged support to the Taliban". Tribune. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په 17 September 2021 باندې). Afghans protested in New Delhi against the Taliban regime. PixStory
  41. (په 22 September 2021 باندې). Geneva: Afghan Diaspora holds anti-Taliban protest, alleges Pakistan role behind crisis in Afghanistan.