په ۲۰۱۴ زکال کې د وېنزویلا لاریونونه
په وېنزویلا کې د ۲۰۱۴ زکال پر مهال د ښاري تاوتریخوالي او انفلاسیون د زیاتوالي او همدارنګه د ژوندانه لپاره د اساسي توکو د مزمن کمښت له امله یو لړ لاریونونه، سیاسي اعتراضات او مدني سرغړونې پیل شوې چې د بیو د شدید کنټرول په څېر اقتصادي سیاستونو ته اړوند بلل کېږي. لاریونونو د فبروري په میاشت کې وروسته له هغې زور واخیست چې د سن کریسټوبال پوهنتون دننه په یوې زده کړیالې باندې د جنسي تېري هڅه وشوه. له دغې پېښې وروسته د زده کړیالانو نیونو او وژنو دغه لاریونونه نورو نږدې ښارونو ته پراخه او مخالف رهبران یې هم په کې ورګډ کړل. د دغه کال لومړنۍ میاشتې د لویو لاریونونو او همدارنګه د لاریون کوونکو او دولتي ځواکونو ترمنځ له تاوتریخوالو څخه په ډکو نښتو مشخصې کېږي چې له امله یې شاوخوا ۴۰۰۰ تنه بندیان او ۴۳ نور هم ووژل شول؛ په دغو کې د دولت مخالفین او پلویان شامل وو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مخینه
[سمول]هغه مهال چې په ۱۹۹۸ زکال کې هوګو چاوېز د وېنزویلا د ولسمشر په توګه وټاکل شو، دی او د هغه سیاسي جاه طلبي بحث پارونکې وه.
د چاوېز د ولسمشرۍ پر مهال په ۲۰۰۰مه لسیزه کې د نفتو عواید دومره زیات شول چې له ۱۹۸۰مې لسیزې راوروسته وېنزویلا په دومره کچه عواید نه و ترلاسه کړي. د چاوېز دولت چې «نیمایی استبدادي او بشپړ عوام پالونکی» و، په عامه چارو کې یې پریمانه پانګونه وکړه چې تر ټولو زیاته ګټه یې وېنزویلایي وګړو ته رسېده. د هغه دولت ونشو کولای د نفتو له صادراتو څخه کومه شتمني ځانته زېرمه کړي په داسې حال کې چې دغه مهال د نفتو بیه لوړه وه؛ همدا و چې د نوموړي له مړینې وروسته د وېنزویلا اقتصاد ډېر ژر ونړېد. همدارنګه د چاوېز د واکمنۍ پر مهال په دغه هېواد کې فساد، جرم او جنایت په پام وړ کچه زیات شوی و او له امله یې وېنزویلایي وګړي ناهیلي شوي وو. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
د ۲۰۱۳ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې نیکولاس مادورو د ۵۰.۶٪ رایو په ترلاسه کولو سره خپل سیال نوماند هنریکه کاپریلس راډونسکي ته ماته ورکړه چې ۴۹.۱٪ رایې یې ګټلې وې؛ دا د دغه هېواد د تېرو ولسمشریزو ټاکنو سره په پرتله داسې ټاکنې وې چې ګټونکي لوري په ډېر لږ اختلاف ټاکنې وګټلې. د ۲۰۱۳ زکال د ډسمبر په ۸مه نېټه د ښاروالیو په ټاکنو کې د اپوزیسیون ماته چې د مادورو د ولمسشرۍ اړوند د یوې «ټول پوښتنې» په توګه په پام کې نیول شوې وه د ستراتیژیو اړوند یې داخلي بحثونه وپارول. معتدلو مخالفو رهبرانو، هنریکه کاپریلس او هنري فالکون د «یووالي» او له دولت سره د خبرو په ګټه استدلال وکړ او د ولسمشر په مشرۍ یې په هغو غونډو کې ګډون وکړ چې د ښاروالانو او والیانو ترمنځ د همکارۍ اړوند د بحث په موخه جوړې شوې وې. د لئوپولډو لوپز او مارینا کورینا ماچادو په څېرو نورو مخالفو رهبرانو بیا له خبرو اترو سره مخالفت درلود او په دولت کې یې د بېړني بدلون په موخه د یوې نوې ستراتیژۍ د جوړولو غوښتنه کوله. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]
مهالوېش
[سمول]د وېنزویلا د ټولنیزو منازعاتو د څارونکي سازمان په خبره، په ۲۰۱۴ زکال کې ۹۲۸۶ لاریونونه وشول چې په وروستیو لسیزو کې یې د ترسره شوو اعتراضاتو څخه شمېر زیات و. ډیری دغه لاریونونه، یعنې ۶۳۶۹ لاریونونه د ۲۰۱۴ زکال په لومړیو شپږو میاشتو کې وشول چې په ورځ کې یې اوسط شمېر ۳۵ ته رسېد. د دغه سازمان د شمېرو له مخې په جنوري میاشت کې ۴۴۵ لاریونونه شوي. ۲۲۴۸ په فبروري؛ ۱۴۲۳ په مارچ؛ ۱۱۳۱ په اپرېل؛ ۶۳۳ په مۍ او ۴۸۹ نور هم د جون په میاشت کې ترسره شول. د دغو لاریونونو ۵۲٪ یې د ولسمشر مادورو او د وېنزویلا د دولت پر ضد و او ۴۲٪ نورو یې د کاري قوې، اوبو او برېښنا، نا امنیو، زده کړو او نورو کمیو په څېر له نورو ستونزو څخه سرچینه اخیسته. ډېری لاریونونه د فبروري میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شول او د همدغې میاشتې په نیمايي کې د زده کړیالانو او مخالفو رهبرانو په غوښتنو اوج ته ورسېدل. له دې وروسته دغو لاریونونو د ۲۰۱۴ زکال تر نیمايي پورې کمښت وموند او د همدغه کال په وروستیو کې یې تر ۲۰۱۵ زکال پورې د نفتو د بیې د کمښت او د اساسي توکو د نه پیدا کېدو له امله زیاتوالی وموند. [۲۰][۲۱]
ټولیز لاریونونه
[سمول]د فبروري په لومړۍ نېټه لوپز له زده کړیالانو وغوښتل د لوږې، بې امنۍ او د توکو د کمښت له امله په سوله ئیز ډول لاریونونه وکړي. راتلونکې ورځ د دولت مخالفو رهبرانو د فبروري په ۱۲ مه نېټه د ځوانانو د ملي ورځې د رسمیت پېژندو په موخه د عمومي لاریون غوښتنه وکړه. [۲۲][۲۳]
د فبروري په ۱۲مه نېټه د اپوزیسیون د مشرانو په مشرۍ د دولت د مخالفینو او زده کوونکو پام وړ لاریونونه د وېنزویلا په ۳۸ ښارونو کې پیل شول چې د ځوانانو د نړیوالې ورځې له ۲۰۰مې کلیزې او همدارنګه د لا ویکټوریا جګړې له کلیزې سره هم مهاله وو. له لاریونونو وروسته یو شمېر کوچنۍ ډلو لاریون کوونکو دولتي ځواکونه په ډبرو وویشتل. دغه لاریونونه وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښتل چې دولتي ځواکونو د لاریون کوونکو پر وړاندې له کچې زیات زور څخه کار واخیست او په غیر وسله والو لاریون کوونکو یې ډزې وکړې. باسیل ډاکوسټا لومړنی اعتراض کوونکی و چې په سر باندې د مرمۍ لګېدو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د همدغې ورځې په وروستیو کې یو بل اعتراض کوونکی رابرټ رډمن او همدارنګه دولت پلوی یو فعال په کاراکاس کې ووژل شول. ولسمشر مادورو د دغې ورځې د وژنو مسئولیت د «فاشېستي» ډلو، په ځانګړې توګه د اپوزیسیون د مشر لئوپولډو لوپز پر غاړه واچوه. هغه دغه څرګندونې د اراګوا ایالت په لا ویکټوریا کې د ځوانانو د ورځې په مراسمو کې وکړې. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
راتلونکې ورځ د فبروري په ۱۳مه نېټه د کولکټیو ملیشه وسله والو د مشر خوان «خوانچو» له مړینې وروسته د دغه ملیشه وسله والو یو شمېر غړي د وېنزویلا د تلویزیون ودانۍ ته ولاړل او د تلویزیون له لارې یې له خلکو څخه د ارامښت او همدارنګه د مخالفینو د مشر لئوپولډو لوپز د نیولو غوښتنه وکړه. قاضي ټووار ګالین هم د کولکټیو د رهبر او همدارنګه د دوه زده کړیالانو د مړینې له امله د لئوپولډو د نیونې اړوند د عامه چارو د وزارت غوښتنه تائید کړه. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]
لئوپولډو لوپز د فبروري په ۱۸مه نېټه په پلازا بریون کې وینا وکړه او څرګنده یې کړه چې «باید په کوڅو کې د لاریونونو پر مټ د اساسي قانون له مخې یوه سوله ئیز لار» وموندل شي. هغه څرګنده کړه چې «نور د دوی د څرګندونو د بیانولو په موخه ازادې رسنۍ شتون نه لري او که چېرې رسنۍ چپ پاتې کېږي، بیا نو اړ دي کوڅو ته ووزي». ده زیاته کړه «که چېرې زما بندي کېدل وېنزویلایي وګړو ته لار برابروي چې وپوهېږي او یا هم هغو ته ګټه رسوي چې د بدلون غوښتونکي دي، بیا نو زما بندي کېدل یې ارزښت لري». نوموړي د غرمې په ۱۲:۲۴ بجو ځان د وېنزویلا تر ملي ګارد پورې ورساوه او څرګنده یې کړه چې ځان «فاسد عدالت» ته سپاري. د لوپز له تسلیمۍ وروسته مخالفو معترضینو د فرانسېسکو فاجاردو لویه لار وتړله. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]
د فبروري په ۲۳مه نېټه شاوخوا ۳۰ پوځي واحدونه د متقاعد برید جنرال انجل ویواس استوګنځي ته ورسېدل څو هغه ونیسي. د سی بي سي د راپور له مخې ویواس «په ۲۰۰۷ زکال کې وروسته له هغه شهرت وموند چې د دفاع وزارت د انجینرۍ د برخې د مشر په توګه یې د دې پرځای چې خپلو مامورینو ته لارښوونې وکړي له کیوبایي شعار «سوسیالیستي هېواد او یا مرګ» څخه یې په الهام هغو ته لوړه ورکوله او له همدې امله یې استعفا ورکړه. ویواس راپور ورکړ چې «کیوبایانو او لنډغرو» یې په کور برید وکړ او څو شیبې وروسته له یوې پرتلې او یو ټوپک سره د خپل کور د بام پر سر را ښکاره شو او څرګنده یې کړه «مادورو راشه او ما پیدا کړه!». د ملي ګارد ځواکونو د ویواس د کور مخې ته سنګر ونیو، خو ګاونډیانو او ملاتړو یې د ځواکونو پر وړاندې د نقلیه وسایطو په واسطه د دیوال په جوړولو له هغه دفاع وکړه. هغه مهال چې دغو وګړو د سیمې له پرېښودو ډډه وکړه، دولتي ځواکونه د ویواس له نیولو پرته پر شا شول. ویواس وروسته څرګنده کړه چې ولې یې فکر کاوه وېنزویلایي وګړي باید د بهرنیانو پر وړاندې له خپل هېواد څخه دفاع وکړي؛ هغه وویل: «کیوبايان د وېنزویلا په ټول دولتي جوړښت کې شامل دي»، همدارنګه یې وویل چې ده معترضینو ته ویلي و چې له ځانه څخه د دفاع په موخه د ملي ګارد د بریدونو پر وړاندې سنګرونه جوړ کړي. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Venezuela's Maduro says 2013 annual inflation was 56.2 pct". Reuters. 30 December 2013. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 January 2014. بياځلي په 19 January 2014.
- ↑ "Venezuela Inflation Hits 16-Year High as Shortages Rise". Bloomberg. 7 November 2013. بياځلي په 16 February 2014.
- ↑ "Inflation rate (consumer prices)". CIA World Factbook. خوندي شوی له the original on 12 March 2019. بياځلي په 26 February 2014.
- ↑ "Venezuela's economy: Medieval policies". The Economist. بياځلي په 23 February 2014.
- ↑ Sequera, Vivia (22 February 2014). "Did attempted rape ignite Venezuela's national protests?". The Christian Science Monitor. Associated Press. بياځلي په 24 February 2014.
- ↑ "A total of 42 people, both supporters and opponents of the government, have died in the protest-related violence which followed." "Venezuela: Leopoldo Lopez must stand trial, judge rules" by BBC News.
- ↑ "San Cristobal: The birthplace of Venezuela's protests". BBC News. بياځلي په 7 March 2016.
- ↑ Heritage, Andrew (December 2002). Financial Times World Desk Reference. Dorling Kindersley. pp. 618–621. ISBN 9780789488053.
- ↑ Corrales, Javier (7 May 2015). "Don't Blame It On the Oil". Foreign Policy. بياځلي په 10 May 2015.
- ↑ Siegel, Robert (25 December 2014). "For Venezuela, Drop In Global Oil Prices Could Be Catastrophic". NPR. بياځلي په 4 January 2015.
- ↑ "Democracy to the rescue?". Foreign Policy. 14 March 2015. بياځلي په 14 July 2015.
- ↑ Rueda, Manuel. "How Did Venezuela Become So Violent?". Fusion. خوندي شوی له the original on 10 January 2014. بياځلي په 10 January 2014.
- ↑ "Chavez heir Maduro takes narrow win in Venezuela". CBC News. Associated Press. 15 April 2013. بياځلي په 15 April 2013.
- ↑ "Maduro survives Venezuela electoral test". Al Jazeera. 9 December 2013. بياځلي په 23 June 2015.
- ↑ "Las divisiones dentro de la oposición en Venezuela". BBC Mundo. 17 February 2014. بياځلي په 23 June 2014.
- ↑ "Maduro se reunió con gobernadores y alcaldes opositores: "Hagamos un proyecto en común"". Noticias 24. 12 December 2013. خوندي شوی له the original on 17 November 2018. بياځلي په 23 June 2015.
- ↑ "Maduro inicia reunión con gobernadores y alcaldes en Miraflores". El Universal. 18 December 2013. بياځلي په 23 June 2015.
- ↑ "En fotos y video: Henrique Capriles acudió a Miraflores a la reunión con Maduro". Noticias24.com. 8 January 2014. خوندي شوی له the original on 13 December 2018. بياځلي په 23 June 2015.
- ↑ "Las tres razones de María Corina Machado para no asistir a la reunión con Maduro". Noticias24.com. 6 January 2014. خوندي شوی له the original on 13 December 2018. بياځلي په 23 June 2015.
- ↑ "En 2014 se registraron 9.286 protestas, cifra inédita en Venezuela". La Patilla. 19 January 2015. بياځلي په 25 January 2015.
- ↑ "Protestas aumentan 278% en primer semestre 2014". La Patilla. 17 July 2014. بياځلي په 17 July 2014.
- ↑ "Leopoldo López llama a la calle y se mide con Henrique Capriles" [Leopoldo López calls the street & sizes himself against Henrique Capriles]. El Mundo (in هسپانوي). ES. 1 February 2014. بياځلي په 23 February 2014.
- ↑ "Sector de la oposición convoca a marcha para el 12 de febrero". El Universal. 2 February 2014. بياځلي په 10 March 2014.
- ↑ "Estos son los puntos de concentración de la marcha 12F de los estudiantes" [These are the concentration points of 12 Feb Student march] (in هسپانوي). Su Noticiero. 2014. خوندي شوی له the original on March 3, 2016.
- ↑ "Así marchó la oposición en Venezuela" [Thus marched the opposition in Venezuela] (photograms) (in هسپانوي). La Patilla. 2014.
- ↑ "At least two killed by gunfire at Venezuela protests". Reuters. 12 February 2014. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 March 2014. بياځلي په 13 March 2014.
- ↑ Brown, Eric (12 February 2014). "11 Photos From Venezuela's Anti-Government Protests". International Business Times. بياځلي په 13 March 2014.
- ↑ "Venezuela: Violence Against Protesters, Journalists". Human Rights Watch. بياځلي په 13 March 2014.
- ↑ "Death toll rises in Venezuela as protesters, soldiers clash". The Globe And Mail. خوندي شوی له the original on 13 March 2014. بياځلي په 13 March 2014.
- ↑ "Two dead after fierce anti-government protests in Venezuela". NY Daily News. 12 February 2014. بياځلي په 13 March 2014.
- ↑ Wallis, Daniel (13 February 2014). "Venezuela violence puts focus on militant 'colectivo' groups". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 February 2014. بياځلي په 22 February 2014.
- ↑ Cawthorne, Andrew (13 February 2014). "Venezuela seeks protest leader's arrest after unrest kills three". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 March 2014. بياځلي په 21 March 2014.
- ↑ "Ordenan Al Sebin Capturar A Leopoldo Lopez – Nacional Y Politica" (in هسپانوي). El Universal.
- ↑ "Esta es la orden de captura emitida contra Leopoldo López | Con la gente". 2001.com.ve. 16 February 2014.
- ↑ el nacional web. "Si mi encarcelamiento es el despertar de un pueblo, valdrá la pena". El-nacional.com. خوندي شوی له the original on 26 March 2014.
- ↑ "Manifestantes Trancan Autopista Francisco Fajardo – Caracas – El Universal" (in هسپانوي). Fam.eluniversal.com. 18 February 2014. خوندي شوی له the original on March 9, 2014.
- ↑ El Nacional Web. "Manifestantes trancaron la autopista Francisco Fajardo". El-nacional.com. خوندي شوی له the original on 17 می 2014. بياځلي په 20 می 2017.
- ↑ "Reportan tranca en la autopista Francisco Fajardo por manifestación (Fotos)". Lapatilla.com.
- ↑ "Manifestantes se aglomeran en la autopista Francisco Fajardo | Dossier33". خوندي شوی له the original on March 9, 2014. بياځلي په June 10, 2014.
- ↑ "Muerte de Génesis Carmona: chavista había incitado la violencia". El Comercio. 19 February 2014. بياځلي په 25 February 2014.
- ↑ "Una miss venezolana muere tras recibir un disparo en una protesta". El Mundo. 19 February 2014. بياځلي په 25 February 2014.
- ↑ "Falleció Miss Turismo 2013 herida de bala ayer en Valencia" [Miss Tourism 2013 shot yesterday in Valencia died]. El Nacional (in هسپانوي). 19 February 2014. خوندي شوی له the original on 19 February 2014. بياځلي په 19 February 2014.
- ↑ "Murió la reina de belleza atacada por las milicias chavistas" [The beauty queen attacked by Chavist militia died]. Infobae (in هسپانوي). 19 February 2014. بياځلي په 25 February 2014.
- ↑ "Últimos momentos de Génesis Carmona" [Génesis Carmona's last moments]. Telemundo 47 (in هسپانوي). 21 February 2014. خوندي شوی له the original on February 26, 2014. بياځلي په 25 February 2014.
- ↑ Ferreiro, Ignacio (19 February 2014). "Génesis Carmona, Miss Carabobo, asesinada por las milicias chavistas" [Génesis Carmona, Miss Carabobo, Assassinated by the Chavist militia]. Hechos de Hoy (in هسپانوي). بياځلي په 25 February 2014.
- ↑ Rozo, Diego (21 February 2014). "Unos moteros chavistas asesinaron a la miss venezolana Génesis Carmona" [Some Chavist motorcyclists assassinated the Venezuelan miss Génesis Carmona]. ABC (Spanish News) (in هسپانوي). بياځلي په 25 February 2014.
- ↑ "Venezuela: Chavistas mataron a reina de belleza Génesis Carmona" [Venezuela: Chavists killed the beauty queen Génesis Carmona]. Ojo (in هسپانوي). 20 فېبروري 2014. خوندي شوی له the original (video) on 4 مارچ 2014. بياځلي په 25 فېبروري 2014.
- ↑ "Habla testigo de asesinato de Génesis: Unos motorizados chavistas dispararon" [The witness of the assassination of Génesis speaks: some Chavists motorcyclists shot]. La Patilla. 21 February 2014. بياځلي په 25 February 2014.
- ↑ "Capriles confronta a Ameliach y a la fiscal general de la República". La Patilla. 19 February 2014. بياځلي په 20 February 2014.
- ↑ Protesters back in streets in Venezuela, WTSP, خوندي شوی له the original on 2014-02-25
- ↑ "Neighbors rally behind retired Venezuelan general in armed standoff with security forces". Fox News. 23 February 2014. بياځلي په 24 February 2014.
- ↑ "Ex-Venezuelan general in armed standoff at home". Yahoo News. 23 February 2014. بياځلي په 24 February 2014.
- ↑ "Orden de captura a general Ángel Vivas causa nuevo conflicto en Venezuela" [Capture order against general Ángel Vivas causes new conflict in Venezuela]. El Universo (in هسپانوي). 23 February 2014. بياځلي په 24 February 2014.
- ↑ "General Ángel Vivas denunció que "cubanos y esbirros" atacan su casa" [General Ángel Vivas denounced that 'Cubans & minions' attack his house]. El Universal (in هسپانوي). 23 February 2014. بياځلي په 24 February 2014.
- ↑ "Ángel Vivas en CNN: "Vinieron a sacarme de una manera ilegal entonces hice uso de legitima defensa"". Notica Al Dia. 25 February 2014. خوندي شوی له the original on 1 March 2014. بياځلي په 26 February 2014.