په ۲۰۱۲ زکال کې په افغانستان کې د قرآن کریم د سوزولو اړوند لاریونونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۲۰۱۲ زکال کې په افغانستان کې د قرآن کریم د سوزولو اړوند لاریونونه د اعتراضاتو هغه لړۍ وه چې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مل وه او د افغانستان په بګرایم هوايي اډه کې د میشتو امریکايي سرتېرو له خوا د اسلامي مذهبي کتابونو د سوزولو پر ضد ترسره شول. د ۲۰۱۲ زکال د فبروري په ۲۲ مه په بګرام اډه کې امریکايي ځواکونو د قرآن کریم هغو نسخو ته اور واچاوه چې طالب بندیانو د هغو له پاڼو څخه یو بل ته د پیغامونو په لیکلو کې ګټنه کوله. له دغې چارې څخه د مخنیوي په موخه امریکایي سرتېرو د قرآن کریم نسخو ته اور واچاوه. په دغه اډه کې کارکوونکو افغان ځواکونو راپور ورکړ چې د دغې چارې له امله راپارېدلو افغانانو بګرام محاصره کړه او دغه اډه یې د تیلو څخه په جوړو شوو لاسي بمونو (کوکټیل مولوتوف) او ډبرو وویشته. د دغو پنځه ورځنیو اعتراضاتو په ترڅ کې د څلورو امریکايي سرتېرو په ګډون ۳۰ تنه ووژل شول او څه باندې ۲۰۰ تنه نور ټپیان شول. ورته مهال د دغه اډې د بندخونې په کتابتون کې د قرآن کریم د موجودو نسخو سوزولو نړیوال غبرګونه هم راوپارول. دغه اعتراضات د داخلي پاڅونونو لامل هم وګرځېدل چې له امله یې ۴۱ تنه مړه او لږ تر لږه ۲۷۰ تنه ټپیان شول. [۱][۲][۳][۴][۵]

مخینه[سمول]

د بګرام هوايي اډه د پلازمینې کابل شمالي لوري ته په ۴۰ کیلومترۍ (۲۵ مایله) فاصله کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو تر ټولو لویه اډه وه. په دغه اډه کې دننه بندخونې (د بګرام یا پروان بندخونه) هم شتون درلود چې د طالبانو، القاعدې او نورو وسله والو په سلګونو تنه غړي په کې بندیان و. [۶]

د ۲۰۱۲ زکال په فبروي میاشت کې د دغې اډې دوه افغان – امریکايي ژباړونکو د بګرام له بندخونې څخه ۱۶۵۲ زاړه شوي هر ډول کتابونه چې په هغو کې د قرآن کریم ۴۸ نسخې هم شاملې وې له دغې بندخونې راوویستل او هغه یې په یو خوندي ځای کې کېښودل. د فبروري په ۲۲مه د متحده ایالاتو څو تنو سرتېرو دغه راغونډي شوي کتابونه د سوزولو په موخه ولېږل. په دغه اډه کې د کاره لوېدلو توکو د راغونډولو په موخه افغان کارکوونکو راپور ورکړ چې یو شمېر سوزېدلي کتابونه یې پیدا کړي او له ځنډ پرته یې د دغې موضوع خبر د افغانستان د ملي اردو یو قوماندان ته ورساوه. [۷][۸][۹]

په افغانستان کې د ایساف او امریکايي ځواکونو قوماندان جان آر. آلن وویل چې دغه کتابونه د بندخونې له کتابتون راغونډ شوي چې په بند کې د شته بندیانو له خوا ترې ګټنه کېدله. هغه څرګنده کړه چې یو شمېر مذهبي کتابونه د هغو په محتوا کې د «سخت دریځۍ اړوند» مواردو له امله راغونډ شوي او زیاته یې کړه چې «ښکاري له دغو اسنادو څخه د سخت دریځو د ارتباطاتو د تسهیل په موخه ګټنه کېدله».[۱۰][۱۱]

لاریونونه او تاوتریخوالی[سمول]

ډیری افغان وګړو د دغې چارې په غبرګون کې په لاریونونو لاس پورې کړ. لاریون کوونکو امریکا ضد احساسات او همدارنګه له افغان ولسمشر څخه ناخوښي څرګنده کړه؛ رسنیو هم د هغو شعارنه لکه «مرګ پر امریکا، مرګ پر اوباما او مرګ په کرزي» خپاره کړل. د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او په افغانستان کې د ایساف او امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جان آر. آلن له خوا له بخښنې غوښتلو سربېره لاریون کوونکو د فرانسوي، نارویژي او امریکايي ځواکونو پر اډو بریدونه وکړل چې په دغو اډو کې په مهترلام او کاپیسا کې اډې هم شاملې وې. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د دغو اعتراضاتو او لاریونونو په لومړیو دریو ورځو کې د ۲۳ تنو د مړینې راپورونه ورکړل شول چې په دغو تلفاتو کې د متحده ایالاتو ۴ تنه سرتېري هم شامل و؛ په وژل شوو امریکايي سرتېرو کې دوه تنه یې د افغان امنیتي ځواکونو د یو سرتېري له خوا ووژل شول؛ له دې سربېره ۵۵ تنه نور ټپیان شول. د بهرنیو ځواکونو قوماندان جان آلن ننګرهار ته ولاړ او هلته یې له خپلو سرتېرو څخه وغوښتل چې د غچ اخیستو هڅه ونکړي. د فبروي په ۲۵ مه طالبانو د څلورو امریکايي سرتېرو د وژنې مسئولیت پر غاړه واخیست په داسې حال کې چې د راپورونو پر بنسټ دوه تنه یې یو افغان سرتېري وژلي و. له دغو څلورو امریکايانو څخه دوه یې لوړ رتبه لرونکي امریکايي پوځي سلاکارن و چې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت دننه وژل شول. طالبانو ادعا وکړه چې د دوی له یو غړي سره مرسته شوې وه چې وزارت ته دننه شي او تر امریکایانو ځان ورسوي. قوماندان آلن د کورنیو چارو وزارت دننه په دوه لوړ پوړو امریکايي افسرانو باندې برید «بزدلانه» عمل وباله. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په شمالي کندز ولایت کې د فبروري میاشتې د ۲۶مې نېټې په لاریون کې یو لاریون کوونکی ومړ، د متحده ایالاتو اووه سرتېري د یو لاسي بم د چاودنې په پایله کې ټپیان شول؛ ورته مهال لاریون کوونکو د لاسي بمونو، تفنګچو، چاقوګانو، لرګیو او ډبرو څخه په کار اخیستو د کندز پر امنیه قوماندانۍ برید وکړ او له امله یې دلته هم ۱۶ تنه ټپیان شول. لاریون کوونکو هڅه وکړه په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو ودانۍ ته اور واچوي. د فبروري په ۲۷مه نېټه یو ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توک ډک موټر ته د جلال آباد د هوايي ډګر په دروازه کې چاودنه ورکړه او له امله یې ۹ تنه مړه او ۱۲ تنه ټپیان شول. طالبانو د دغه برید پړه ومنله او هغه یې د قرآن کریم د سوزولو اړوند «غچ» وباله. افغان وګړي دې ته متوجه شول چې د دوی له احساساتو څخه د طالبانو او د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب د وسله والو یاغي ډلو په څېر نورې ملیشه ډلې ناوړه ګټنه کوي. د دویچه وله د راپور پر بنسټ: [۲۴][۲۵][۲۶]

په هرات ولایت کې لاریون کوونکي احمد جاوید وویل، د قرآن کریم د سوزولو ځواب ویل په تاوتریخوالي سره تېروتنه ده. هغو کسانو چې په تېرو ورځو کې یې له تاوتریخوالو ګټنه کړې تر ډېره یې افغان وګړو ته زیان رسولی. په خواشینۍ سره یو شمېر ډلې چې سیاسي موخې لري زموږ له سوله ییزو موخو ناوړه ګټنه کوي. هغه په غصې سره وویل: موږ نه یوازې امریکا د قرآن کریم د سوزولو له امله غندو، بلکه هغه کسان هم غندو چې د قرآن کریم او هغو ته د سپکاوي په نامه جنایات ترسره کوي. په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي یونس فکور وویل چې راډیکال مذهبي ډلې د خپلو موخو لپاره په اور تېل اچوي. دا له ایمان څخه دفاع نه ده، دوی د خلکو له دیني احساساتو ناسمه ګټنه کوي. [۲۷]

څېړنې[سمول]

د دغې پېښې اړوند د متحده ایالاتو او افغان دولت ګډه څېړنه او همدارنګه د متحده ایالاتو د پوځ ځانګړې څېړنه د ۲۰۱۲ زکال په اپرېل میاشت کې بشپړه شوه. د متحده ایالاتو د پوځ د څېړنې پر بنسټ چې د ۲۰۱۲ زکال د اګست په ۲۷ مه یې راپور خپور شو؛ د نظامي پولیسو او د اطلاعاتي برخو افسرانو موندلې وه چې د بګرام بندخونې بندیانو د کتابتون له کتابونو څخه یو بل ته د یاددښتونو په لیکلو او پیغام لېږلو کې ګټنه کړې؛ له همدې امله د ۲۰۱۲ زکال د فبروري په ۲۰ مه د قرآن کریم څه باندې سل نسخې او نور مذهبي کتابونه وسوزول شول. [۲۸][۲۹][۳۰]

د بګرام هوايي اډې په څنډه کې د پروان د بندخونې افسران اندېښمن و چې یو شمېر بندیان د کتابتون په کتابونو کې د یاددښتونو په لیکلو له یو بل سره اړیکه نیسي څو د یوه پیاوړي برید چمتوالی ونیسي. له همدې امله دغو افسرانو دوه افغان- امریکايي ژباړونکو ته دنده ورکړه څو د کتابتون کتابونه وګوري او په هغو کتابونو کې چې لیکنې شوې او کولای شي امنیتي ګواښ رامنځته کړي راغونډ کړي. هغه مهال چې د دغو ژباړونکو کار پای ته ورسېد، دوی د دغه کتابتون نږدې ۲۰۰۰ کتابونه چې د قرآن کریم نسخې او همدارنګه په کې یو شمېر دیني کتابونه هم شامل و راغونډ کړل. د دغې څېړنې پر بنسټ یو له دغو ژباړونکو څرګنده کړې چې په کتابتون کې د موجود کتابونو نږدې ۷۵ سلنه کتابونو یې افراطي موضوعات لرل. ورته مهال د افغانستان د لوړ پوړو علماوو څېړنې بیا څرګنده کړه چې دوی شک لري چې په دغو کتابونو کې شوې لیکنې دې له شخصي نښو نښانو پرته بل څه وي، په یو شمېر دغو لیکنو کې د بندیانو نومونه او د هغو د پلرونو نومونه لیکل شوي و؛ یا به هم د هغوی د نیولو ځای او وخت لیکلی و. ورته مهال امریکايي پوځي چارواکو بیا دغه کتابونه «د حساسو موادو» په ډله کې بللي و او پرېکړه یې کړې وه چې هغه وسوزوي ځکه چې د هغو د ساتلو ځای یې نه درلود. [۳۱][۳۲][۳۳]

د څېړنو پر بنسټ، هغه مهال چې د دغو نږدې ۲۰۰۰ ټوکه کتابونو چې قرآن شریفونه او نور مذهبي کتابونه په کې شامل و د له منځه وړو هوډ وشو؛ د افغان ملي اردو یو سرتېري او یو ژباړن امریکايي سرتېرو ته خبرداری ورکړ چې د مذهبي کتابونو له سوزولو ډډه وکړي، خو بیا هم دغو سرتېرو شاوخوا ۱۰۰ ټوکه کتابونه د سوزولو ځای ته یووړل. هغه مهال چې کارکوونکو د کتابونو په سوزولو پیل وکړ او اور یې ورته واچاوه، یو افغان کارکوونکي د مرستې وړاندیز وکړ – خو هغه مهال چې پام یې شو په دغو کتابونو کې قرآن شریفونه هم شامل دي چیغې یې پیل کړې. هغه یو لوډر را مخکې کړ او د هغو په مرسته یې د اور لمبې را کمې کړې. افغان کارکوونکي له نورو کارکوونکو مرسته وغوښته څو په اوبو د اور مخه ونیسي. امریکایانو له ځنډ پرته له دغې چارې لاس واخیست خو تر دغه مهاله څلور ټوکه قرآن شریفونه په زیاته کچه سوزېدلي و. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. "Koran Burning by US troops in Afghanistan provokes outrage and revolts". National Turk. 21 February 2012. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Obama forced to apologise to Karzai for Koran burnings in Afghanistan". Agence France-Presse (AFP). The Australian. 24 February 2012. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Interfax-Religion". Interfax-Religion. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Quinn, Patrick; Faiez, Rahim (3 March 2012). "Official: Mistakes led to Afghan Quran burnings". News.yahoo.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Kuz, Martin. "Afghanistan suffers deadliest day of protests". Stripes.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Rocket Attack on U.S. Base in Afghanistan Kills 2 Troops, Wounds 6 Americans". Foxnews.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Quinn, Patrick; Faiez, Rahim (3 March 2012). "Official: Mistakes led to Afghan Quran burnings". News.yahoo.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "U.S. apologizes for Koran burning as Afghans storm Bagram airbase | News | National Post". News.nationalpost.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 1 March 2012 باندې). Obama Prosecuting U.S. Soldiers for Koran Burning? – Koran – Fox Nation. Fox News.
  10. Kuz, Martin. "Afghanistan suffers deadliest day of protests". Stripes.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 2 March 2012 باندې). Apology for Quran burning not enough, Muslim scholars say. CNN.
  12. Obama apologizes as Afghan Quran protests rage [مړه لينکونه]کينډۍ:Cbignore
  13. "Riots over Koran burning end in death in Afghanistan". Thespec.com. 22 February 2012. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Anti-US protests rage on in Afghanistan". Dw.de. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. AFP (24 February 2012). "Obama apologises over Quran burning – The Express Tribune". Tribune.com.pk. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 24 February 2012 باندې). Newt Gingrich rips President Obama's apology to Afghanistan's Hamid Karzai over Koran burnings.
  17. (په 24 February 2012 باندې). Twelve killed in protests across Afghanistan.
  18. Afghan soldier kills two NATO troops in Qur'an protests: ISAF[مړه لينکونه]
  19. "Obama forced to apologise to Karzai for Koran burnings in Afghanistan". Agence France-Presse (AFP). The Australian. 24 February 2012. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اپرېل ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Kuz, Martin. "Afghanistan suffers deadliest day of protests". Stripes.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ فبروري ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 26 February 2012 باندې). Afghan protesters angry over Quran burnings attack US base with grenades.[مړه لينکونه]
  22. (په 25 February 2012 باندې). 2 American officers killed in Afghan ministry.
  23. (په 25 February 2012 باندې). Britain withdraws civilians from Afghanistan.
  24. (په 2 March 2012 باندې). Apology for Quran burning not enough, Muslim scholars say. CNN.
  25. King, Laura (په 2 March 2012 باندې). In Afghanistan, two more U.S. troops killed over Koran burning. Chicago Tribune.
  26. (په 26 February 2012 باندې). U.S. service members wounded in protest over burned Qurans.
  27. Hasrat-Nazimi, Waslat (24 February 2012). "Extremist propaganda and illiteracy fuel Afghan protests". Deutsche Welle. Deutsche Welle. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Starr, Barbara (4 April 2012). "Quran burning investigations completed". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 19 April 2012 باندې). The U.S. Military Is Struggling to Police Itself in Afghanistan.
  30. Miklaszewski, Jim; Kube, Courtney (27 August 2012). "Military punishes soldiers for Quran burning, Marines for urinating on Taliban corpses". NBC News. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Bumiller, Elisabeth (28 August 2012). "US troops punished for Quran burning, urination video". The New York Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Miklaszewski, Jim; Kube, Courtney (27 August 2012). "Military punishes soldiers for Quran burning, Marines for urinating on Taliban corpses". NBC News. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Bumiller, Elisabeth (28 August 2012). "US troops punished for Quran burning, urination video". The New York Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Miklaszewski, Jim; Kube, Courtney (27 August 2012). "Military punishes soldiers for Quran burning, Marines for urinating on Taliban corpses". NBC News. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Bumiller, Elisabeth (28 August 2012). "US troops punished for Quran burning, urination video". The New York Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 27 August 2012 باندې). U.S. military: No charges in Quran burning, video.
  37. (په 27 August 2012 باندې). U.S. military: No charges in Quran burning, video.