په ۱۹۹۸زکال کې د متحده ایالاتو په سفارتونو بریدونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۹۹۸ زکال د اګست په ۷مه نېټه د متحده ایالاتو په دوه سفارتونو بریدونه شول. دغه شاوخوا هم مهاله بریدونه د ختیځې افریقا په دوه ښارونو کې له چاودېدونکو توکو ډکو موټرونو څخه په ګټې اخیستنې ترسره شول چې له ۲۰۰ څخه زیات کسان په کې ووژل شول؛ بریدونه د تانزانیا په دارالسلام او د کینیا په نایروبي کې د متحده ایالاتو په سفارتونو ترسره شول. [۱]

فضل عبدالله محمد او عبدالله احمد عبدالله د دغو بریدونو د اصلي طراحانو په توګه وبلل شول. [۲][۳][۴]

انګېزه او چمتوالی[سمول]

باور دا دی چې دغه بریدونه د مصر د اسلامي جهاد د ډلې د څلورو هغو غړو د نیولو او استرداد غچ و چې له بریدونو دوه میاشتې وړاندې په مصر کې د یو لړ وژنو تور ورباندې و او په البانیا کې ونیول شول. د همدغه کال د جون او جولای میاشتو ترمنځ په وژنو کې تورن کسان، احمد اسماعیل عثمان صالح، احمد ابراهیم السید النګار، شوقي سلامه مصطفی عطیه او محمد حسن تیتا د متحده ایالاتو په همکارۍ له البانیا څخه مصر ته ولېږدول شول. په دغو کسانو باندې د مصر د ولسي جرګې د مشر رفعت المحجوب د وژنې او همدارنګه په قاهره کې د خلیل الخلیلي په مارکېټ باندې د احتمالي برید د پلان جوړولو تور و. راتلونکې میاشت یوه بیانیه ورکړل شوه چې په کې متحده ایالاتو ته ګواښ وشو او څرګنده یې کړه چې متحده ایالات به د خپلې دغې مداخلې ځواب ترلاسه کړي. له دې سره د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د بریدونو څېړونکي کمیسیون ادعا کړې چې د دغو بریدونو پیلني اقدامات د ۱۹۹۸ زکال په فبروري میاشت کې د بن لادن په فتوا پیل شول. [۵][۶][۷][۸]

د خبریال لارنس لایټ په خبره د نایروبي عملیات په مکه کې د کعبې شریفې په نوم او په دارالسلام کې برید بیا په اسرائیلو کې د بیت المقدس جومات په نامه و؛ چې «دواړو نومونو په افریقا کې د امریکا له سفارتونو سره کومه څرګنده اړیکه نه لرله. بن لادن په پیل کې وویل چې دغه سفارتونه یې په سومالیا باندې د برید له امله په نښه کړي؛ وروسته یې بیا توضېح کړه چې په نایروبي کې د متحده ایالاتو سفارت د سوډان د تجزیې پلان طراحي کړی و. هغه همدارنګه خپلو پیروانو ته وویل چې په روانډا کې د نسل وژنې پلان هم د دغو دوه سفارتونو دننه جوړ شوی و». رایټ له دغو څخه دې پایلې ته ورسېد چې د بن لادن واقعي موخه دا وه څو «متحده ایالات افغانستان ته راکش کړي، هغه هېواد چې له ډېرې مودې راهیسې د سترواکیو هدیره بلل کېږي».[۹]

د ۱۹۹۸ زکال په می میاشت کې په نایروبي کې یوه ویلا د بم جوړونکو له خوا وپېرل شوه څو د هغو د موټرو له تم ځای څخه د بم جوړونې په موخه ګټنه وکړي. شیخ احمد سلیم سویډان په نایروبي کې یو ټویوټا ډاینا موټر او په دارالسلام کې یې د ۱۹۸۷ زکال ماډل نیسان اطلس یخچالي موټر وپېره. [۱۰]

د ۱۹۹۸ زکال په جون میاشت کې خلفان خمیس محمد په دارالسلام کې د متحده ایالاتو له سفارت سره په نږدې ۴ مایلي (۶ کیلومتره) فاصله کې ۲۱۳ نمبر کور کرایه کړ. دوی له یوه سامورای سوزکي موټر څخه په ګټنې چاودېدونکي توکي د وریژو په بوجیو کې دغه کور ته راوړل. [۱۱]

په نایروبي او دارالسلام دواړو کې محمد عوده د ۲۰۰۰ پونډي (۹۰۰ کیلويي) لویو بمونو په جوړولو څارنه کوله. د نایروبي په بم کې د څښاک توکو د ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ بوتلونو په اندازه ټي ان ټي، امونیم نایتریت، د المونیم پوډر او چاودېدونکې پلیته کارول شوې وه. چاودېدونکي توکي چې د موټر په باډۍ کې ځای پر ځای شوي و په ۲۰ لرګینو قطیو کې په ځانګړې طراحۍ برابر او سرونه یې په سمه توګه تړل شوي و. محسن موسی متوالی عطوه بمونه له لین څخه په ګټنې ونښلول او هغه یې د موټر په شا کې بټرۍ ته ورسول همدارنګه یې د هغو سوچ د موټر په سوچ بورډ کې ځای پر ځای کړ. د دارالسلام بم لږ توپیر لرونکی جوړښت درلود؛ ټي ان ټي چاودېدونکي توکي د اکسیجن او غازو له پنځلس ډبو سره وصل و او پر هغو باندې یې د امونیم نایتریت څلور بوجۍ اېښې وې؛ ورته مهال یې د ریګ څو بوجۍ د هغو یوې خواته اېښې وې و څو د چاودنې اړخ یې پر مټ هدایت کړي. [۱۲][۱۳]

چاودنې د اګست په ۱۷مه نېټه پلان شوې وې؛ دا د خلیج د جګړې په لومړنیو پړاوونو کې سعودي عربستان ته د متحده ایالاتو د ځواکونو د ننوتو اتمه کلیزه وه چې ښکاري دغه نېټه خپله اسامه بن لادن غوره کړې وه. [۱۴]

هغه مهال چې د بن لادن ساتونکي له بریدونو وروسته ترې وپوښتل چې آیا دا دومره تلفات ضروري و، هغه د ۱۹۹۶ او ۱۹۹۸ زکال پر مهال له امریکا او اسرائیلو سره د جګړې په اړه د القاعدې فتواوو ته اشاره وکړه: «موږ ټولې نړۍ ته ګواښ کړی چې د امریکا په دوستانو به څه حال راوړو. موږ له هماغه مهال څخه دغو هېوادونو ته ګواښ کړی و او له همدې امله یې موږ د تلفاتو مسئول نه یو». د ۱۹۹۹ زکال په دویمه نیمايي کې اسامه بن لادن په افغانستان کې د یو پوځي کمپ څخه فارغېدونکو ځوانانو ته د نایروبي د سفارت د برید اهداف توضېح کړل. بن لادن وویل چې په سومالیا کې د هیلو بېرته رامنځته کونکي عملیات (Operation Restore Hope) په نایروبي کې د متحده ایالاتو سفارت طراحي کړي و چې له امله یې ۳۰ زره مسلمانان ووژل شول، د سویلي سوډان د یاغي مشر جان ګارنګ ملاتړ هم له دې ځایه کېده او دا د افریقا په ختیځ کې د متحده ایالاتو تر ټولو لوی استخباراتي مرکز و. [۱۵][۱۶]

بریدونه او تلفات[سمول]

د اګست په اوومه د سیمه ییز مهال د سهار د ۱۰:۳۰ او ۱۰:۴۰ بجو ترمنځ ځانمرګو برید کوونکو له چاودېدونکو توک ډک موټرونه په دارالسلام او نایروبي کې د سفارتونو له ودانیو بهر پارک کړل چې نږدې هم مهاله یې چاودنه ورکړه. د نایروبي په چاودنه کې ټولټال ۲۱۳ تنه او د دارالسلام په چاودنه کې ۱۱ تنه ووژل شول. ورته مهال د نایروبي چاودنه د ۴۰۰۰ تنو او د دارالسلام چاودنه د ۸۵ کسانو د ټپي کېدو لامل وګرځېده. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په داسې حال کې چې عزام له محمد راشد داوود العوهلي سره یوځای ټویوټا ډاینا موټر د نایروبي د سفارت پر لور په چټکۍ سره زغلاوه، سیمه ییز امنیتي ګارد بنسون اوکوکو باوکو ته یې غږ وکړ چې په چټکۍ سره لار پرانیزي، هغه مهال چې نوموړي له دغې چارې انکار وکړ، ډزې یې پرې وکړې. العوهلي له موټر څخه له وتو او تېښتې وړاندې یو بیهوښه کوونکی لاسي بم د سفارت د ساتونکو پر لور ګزار کړ. اسامه بن لادن وروسته دغه چاره داسې توضېح کړه چې د العوهلي پلان دا و چې بېرون ته ځان واچوي او په ساتونکو ډزې وکړي څو د موټر چلونکي لپاره لار خلاصه کړي. خو له هغه څخه تمانچه په موټر کې پاتې وه او همدا و چې له بم غورځولو وروسته وتښتېد. هغه مهال چې باوکو د ملاتړ لپاره لومړنۍ پوځي پوستې ته مخابره ورکړه، موټر وچاودېد. [۲۵][۲۶]

چاودنې د سفارت ودانۍ ته شدید زیان واړوه او په څنګ کې یې یوفوندي نومې ودانۍ ونړېده؛ په دغه ودانۍ کې ډیری قربانیان زده کړیالان او د سکرټریل کالج مامورین و چې همدلته ځای پر ځای شوي و. د چاودنې څخه رامنځته شوې تودوخه د ودانیو له منځه د هایلي سلاسي واټ پر لور هدایت شوه او له امله یې د سورلۍ یو بس موټر اور واخیست. د نیم مایل (۸۰۰ متر) په شعاع کې ټولې کړکۍ ماتې شوې. ډیری کسان د سترګې له ناحیې ټپیان شوي و، ځکه چې د چاپېرو ودانیو اوسېدونکي د لاسي بم او ډزو د غږ له اورېدو وروسته د اصلي چاودنې تر مهاله په خپلو کړکیو کې ولاړ و، څو وګوري څه پېښ شوي. [۲۷][۲۸]

ورته مهال اطلس موټر چې په ۳۶ لایبون سړک کې یې د متحده ایالاتو په سفارت باندې چاودنه وکړه، د حمدن خلیفه الله عود له خوا چلول کېده چې د ژیړو وېښتانو د لرلو له امله په «جرمني احمد» مشهور و او څو ورځې وړاندې هېواد ته را ګرځېدلی و. په دغه برید کې د وژل شوو شمېر له نایروبي لږ و ځکه چې د متحده ایالاتو سفارت د ښار له مرکز څخه بهر په اویستربای لوکسه سیمه کې و او د اوبو یو ټانکر مانع وګرځېد چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر سفارت ته ښه نږدې شي. [۲۹][۳۰]

له بریدونو وروسته، هغه ډلې چې ځانونه یې «د سپېڅلو ځایونو د آزادۍ پوځ» باله د دغو بریدونو مسئولیت پر غاړه واخیست. د متحده ایالاتو څېړونکي په دې باور دي چې دغه اصطلاح د مصر د اسلامي جهاد د ډلې له خوا په پوښښ کوونکې توګه وکارول شوه، او په اصل کې دوی دغه بریدونه ترسره کړل. [۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Lifting the Veil — Understanding the Roots of Islamic Militancy | Harvard International Review". hir.harvard.edu. مؤرشف من الأصل في ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په June 12, 2011 باندې). Al Qaeda operative key to 1998 U.S. embassy bombings killed in Somalia. Los Angeles Times.
  3. "Al-Qaida timeline: Plots and attacks – World news – Hunt for Al-Qaeda". NBC News. April 23, 2004. د لاسرسي‌نېټه January 21, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Читать онлайн 'The Black Banners' автора Soufan Ali H. - RuLit - Страница 83". مؤرشف من الأصل في January 15, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mayer, Jane (2008). The Dark Side: The Inside Story of How The War on Terror Turned into a War on American Ideals. New York: Doubleday. د کتاب پاڼې 114. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-385-52639-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Advocate, Victoria (August 13, 1998). "Bombings connect to mysterious arrests". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  7. (په November 20, 2001 باندې). A CIA-Backed Team Used Brutal Means to Crack Terror Cell.
  8. 9/11 Commission Report Archived November 23, 2015, at the Wayback Machine. p. 69
  9. Wright, Lawrence (2006). Looming Tower: Al Qaeda and the Road to 9/11. New York: Knopf. د کتاب پاڼې 272. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-375-41486-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Benjamin, Daniel; Simon, Steven (2002). The Age of Sacred Terror. New York: Random House. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-375-50859-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hamm, Mark (2007). Terrorism As Crime: From Oklahoma City to Al-Qaeda and Beyond. NYU Press. د کتاب پاڼې 65. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780814737453. د لاسرسي‌نېټه June 23, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Hamm, Mark S. (2007). Terrorism as Crime: From Oklahoma City to Al-Qaeda and Beyond. NYU Press. د کتاب پاڼې 66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8147-3696-8. د لاسرسي‌نېټه September 13, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Benjamin, Daniel; Simon, Steven (2002). The Age of Sacred Terror. New York: Random House. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-375-50859-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Gunaratna, Rohan (2002). Inside Al Qaeda. New York: Columbia University Press. د کتاب پاڼې 46. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-231-12692-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bergen, Peter (2021). The Rise and Fall of Osama bin Laden. New York: Simon & Schuster. د کتاب پاڼې 114. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-9821-7052-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Soufan, Ali; Freedman, Daniel (2020). The Black Banners (Declassified): How Torture Derailed the War on Terror after 9/11. New York: W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼې 96. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-54072-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Frontline: The trail of evidence - FBI executive summary". PBS.org. مؤرشف من الأصل في جنوري 21, 2015. د لاسرسي‌نېټه مې 2, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "U.S. Embassy Bombings". U.S. Department of State website. د اصلي آرشيف څخه پر August 5, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 4, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Accountability Board Report: Nairobi-Tanzania Bombings -- Anti-US Mass Casualty Incidents". fas.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Some Practical Applications of Forensic Seismology" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في October 29, 2013. د لاسرسي‌نېټه November 3, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په August 13, 1998 باندې). Profiles of Americans killed in Kenya embassy bombing. CNN.com
  22. Associated Press, "Bin Laden raid avenged secret CIA deaths", Japan Times, May 30, 2011, p. 1.
  23. "Jesse Nathanael Aliganga". د اصلي آرشيف څخه پر March 3, 2016 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Fil-Am hero guard killed in Nairobi". highbeam.com. د اصلي آرشيف څخه پر نومبر 2, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه دسمبر 24, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Ressa, Maria (2003). Seeds of Terror. New York: Free Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7432-5133-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Katz, Samuel M. (2002). Relentless Pursuit: The DSS and the manhunt for the al-Qaeda terrorists. New York: Forge/Tom Doherty. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7653-0402-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "www.washingtonpost.com: E. Africa Bombings Report". www.washingtonpost.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Kenya's Blinded, Near-Blind Wait, Pray". Los Angeles Times (په انګلیسي ژبه کي). 1998-08-30. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Benjamin, Daniel; Simon, Steven (2002). The Age of Sacred Terror. New York: Random House. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-375-50859-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Accountability Board Report: Nairobi-Tanzania Bombings -- Dar es Salaam". irp.fas.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Global Briefings, Issue 27, "Osama bin Laden tied to other Fundamentalists", September 1998.