Jump to content

په ۱۹۷۹ زکال کې د هرات پاڅون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د هرات پاڅون (دري: قیام هرات) چې تر ډېره د کب د ۲۴مې نېټې د پاڅون (په دري: قیام بیست و چهار حوت) په نامه پېژندل کېږي، د ۱۹۷۹ زکال په مارچ میاشت کې د افغانستان په لویدیځ هرات ښار او د هغو په شاوخوا سیمو کې څو ورځني پاڅون ته ویل کېږي. دغه پاڅون عامو خلکو او د افغان ځواکونو هغه سرتېرو وکړ چې د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت ته یې له وفادارۍ لاس واخیست. د افغانستان کمونیستي رژیم په پیل کې له خپلو شوروي متحدینو څخه مرسته وغوښته، خو د شوروي رهبرۍ په دغه پاڅون کې له مداخلې ډډه وکړه. پاڅون کوونکو د نږدې یوې اونۍ لپاره هرات ښار په واک کې درلود، خو دولت وکولای شول د خپلو ځواکونو پرمټ هغه بېرته ونیسي. د دغه ښار د نیولو په موخه په ځمکنیو عملیاتو او هوايي بمبارد کې له ۳۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰۰ تنه ووژل شول. دا په تېرو پنځوسو کلونو او همدارنګه له ۱۹۷۸ زکال څخه تر ۱۹۷۹ زکال پورې دوره کې چې د ثور له انقلاب څخه وروسته او د شوروي له اشغال وړاندې دوره وه، تر ټولو زیاته خونړۍ شخړه وه. [۱]

مخینه

[سمول]

د هرات پاڅون د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت د کمونېستي اصلاحاتو پر ضد چې په اصل کې ځمکني اصلاحات و، ترسره شو. دغو اصلاحاتو په داسې حال کې چې له اسلامي اصولو سره یې ټکر درلود په ډیری مواردو کې یې د دې پر ځای چې د بېوزله کلیوالي وګړو د ژوندانه وضعیت ښه کړي، لا یې پسې خراب کړ. د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت او د هغو د سیاستونو پر ضد پاڅونونه د ۱۹۷۸ زکال په مۍ میاشت کې له نورستان څخه را پیل شول او ورپسې یې ټول افغانستان ته پراختیا ومونده. [۲][۳][۴][۵]

پاڅون

[سمول]

هرات ښار ته په څېرمه برخو کې ځمکني اصلاحات له کوم مخالفت پرته ترسره شول، ځکه چې د کلیوالي بزګرانو او هغو لویو ځمکو لرونو ترمنځ ډیرې لږ همغږۍ شتون درلود چې په ښارونو کې یې ژوند کاوه. ورته مهال د واکمن خلق ګوند له خوا د پیرانو، علماوو او قومي مخورو په ګډون د مذهبي شخصیتونو ځپل د دغه پاڅون له حیاتي عواملو څخه بلل کېږي؛ سربېره پر دې د دولت له خوا د سواد زده کړې کمپاین او په ځانګړې توګه د نارینه او ښځینه وو لپاره د ګډو ټولګیو جوړولو پریمانه بحثونه راوپارول. [۶][۷][۸]

له دې وړاندې هم په هرات ولایت کې یو شمېر کمزوري پاڅونونه شوي و، خو دغه پاڅون د ۱۹۷۹ زکال د مارچ په ۱۵مه په جدي بڼه پیل شو. د ښار په چاپېره ولسوالیو کې پاڅون کوونکي د جوماتونو په شاوخوا راغونډ شول او د خپلو جوماتونو د ملایانو له وعظ اورېدو وروسته یې د ښار پر لور حرکت وکړ؛ دغه مهال د ښار ډیری اوسېدنکي هم ورسره مل شول او په دولتي تاسیساتو او د کمونېزم په سمبولونو یې برید وکړ. ورته مهال افغان دولت د پوځ اوولسمې لوا ته امر وکړ چې دغه پاڅون وځپي، خو دغه پرېکړه ناسمه وخته، ځکه چې په هغو کې ډېر لږ شمېر خلقیاتو شتون درلود او د پاڅون د ځپلو پر ځای یې له امر څخه سرغړونه وکړه او له پاڅون والو سره مل شول. له دغو څخه ډېر لږ سرتېري، چارواکي او د خلق ګوند فعالین د هرات ښار جامع جومات ته پر شاه شول. پاڅونوالو د نږدې یوې اونۍ لپاره د هرات ښار ونیو او دغه مهال په ښار کې ګډوډۍ رامنځته شوې. پاڅون کوونکي په ټول ښار کې ګرځېدل او د «الله اکبر» شعار یې ورکاوه، دوی د دولت په ملاتړو او سرلوڅانو (هغو چې سرونه یې نه پټول) پسې ګرځېدل ځکه هغوی دغه چاره د هغو له بې دینۍ ګڼله؛ کمونېزم پلوه چارواکي په ځانګړې توګه ښوونکي ووژل شول. بازار لوټ شو او په دې کې د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت څو تنه شوروي سلاکاران هم ووژل شول، په داسې حال کې چې له نورو بهرنیانو سره یې غرض وه نه کړ. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په دغو پېښو کې د وژل شویو شورویانو کره شمېره ناڅرګنده ده: یو شمېره موثقې سرچینې د هغو شمېر له ۲۰۰ تنو څخه زیات ګڼي، خو د شوروي رسمي سرچینو یوازې د دوه کسانو مړینه تائید کړه. د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت سرچینو بیا څرګنده کړه چې ۳ یا څلور شورویان په ډېر احتمال له خپلو کورنیو سره یوځای وژل شوي. د موثقو سرچینو په خبره د وژل شویو شوروي سلاکارانو مړي د پاڅون کوونکو له خوا په ښار کې کش کړای شول، خو یو شمېر نورې سرچینې بیا دغه موضوع دروغ بولي. پاڅون واحده رهبري نه لرله؛ له پوځي اړخه د سرغړونکو پوځیانو مشري سردار جګړن او رسول بلوڅ کوله چې د اسلامي جمیعت ګوند ته اړوند اسماعیل خان او علاالدین خان یې هم ملتیا کوله. اسماعیل چې وروسته بیا په هرات ولایت کې د اسلامي جمیعت د ګوند د ځواکونو امیر او د مجاهدینو مخکښ قوماندان شو په دغه پاڅون کې یې په هغه کچه مخکښ رول نه درلود، په کومه کچه چې د هغه ملاتړو یې بیا وروسته ادعا کوله. د ملکي پاڅون کوونکو ترمنځ وضعیت ډېر ګډوډ و، په داسې حال کې چې یو شمېر سیمه ییزو مخورو په کې مهم رول ولوباوه؛ د ګزرې ولسوالۍ بارکزایانو ته اړوند ګل محمد او دوه پخوانیو محکومینو، کمر دزد او شیراغا شونګر د پاڅون کوونکو لویې ډلې رهبري کولې. دغه پاڅون د پښتون زرغون او اوبې ولسوالۍ پرته چېرې چې حکومتي پوځي مرکزونو شتون درلود د هرات ولایت ټولو لرې پرتو ولسوالیو ته پراختیا ومونده، ورته مهال د څو ورځو په ترڅ کې پاڅون بادغیس او له هغو وروسته نورو ګاونډیو ولایتونو ته پراختیا ومونده. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د یوه لوی ښار له لاسه وتل او د یوې بشپړې لوا تېښته لامل وګرځېده څو د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت بې رحمانه غبرګون وښيي. له پلچرخي څخه ۴مه لوا او د زرهدارو قواوو ۱۵ ټولی د پاڅون د ځپلو په موخه ولېږل شول، خو حفیظ الله امین له دې امله چې لار اوږده وه د قندهار د ځواکونو قوماندان جنرال سید مخرم ته یې امر وکړ چې د زرهدارو قواوو یو ټولی هر څومره ژر چې کېږي هرات ته ولېږي. د مخرم ځواکونه له ۳۰ ټانګونو او ۳۰۰ سرتېرو سره د مارچ په ۲۰ مه هرات ته ورسېدل، دوی شین بیرغ او قران کریم له ځانه سره درلود څو پاڅون کوونکو ته وښيي چې د دوی پاڅون ټول هېواد ته خپور شوی. په دې ترتیب خلقي ځواکونو ښار ته لار ومونده او بېرته یې ښار ونیو. دولتي ځواکونو له دې وروسته د ایلیوشن ال-۲۸ الوتکو پر مټ چې له شینډنډ هوايي اډې څخه یې پرواز کاوه په ښار باندې بمباري شروع کړه، د دغو بمباریو له امله ښار ته شدید زیان واوښت او په زرګونو تنه په کې ووژل شول. په داسې حال کې چې د مړو کره شمېره مالومه نه ده خو د اټکل له مخې حد اقل له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ او حد اکثر ۲۵۰۰۰ تنه ووژل شول. په ۱۹۹۲ زکال کې یو ډله ییز قبر وموندل شو چې په هغو کې د دولت له خوا د دغه پاڅون د ۲۰۰۰ وژل شوو غړو جسدونه وموندل شول. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

پایلې

[سمول]

د هرات پېښو د شوروي رهبري دې ته متوجه کړه چې د هغوی افغان متحدین په کړکېچ کې ښکېل دي. د پاڅون د ځپلو په موخه له شوروي اتحاد څخه د افغانستان د دیموکراتیک دولت د ولسمشر نور محمد ترکي له خوا د پوځي مرستو مکررې غوښتنې لامل وګرځېدې څو د شوروي د کمونېست ګوند سیاسي کمېټه یو لړ پټې ناستې وکړي. یو له دغو ناستو څخه د مارچ په ۱۷مه نېټه ترسره شوه چې په دغه غونډه کې د شوروي د بهرنیو چارو وزیر ګرومیکو څرګنده کړه چې د افغانستان دیموکراتیک دولت له «زرګونو» یاغیانو سره مخ شوی، خو د بریژنف له دوکتورینو سره په مطابقت باید دغه «اساسي موضوع» مطرح کړو چې «موږ په هېڅ ډول شرایطو کې افغانستان له لاسه نه ورکوو». د سیاسي کمېټې بل غړي الکسي کاسیګین د افغان دولت پر رهبرۍ د بې باورۍ څرګندونه وکړه او وه یې ویل چې «امین او ترکي په یو ډول نه یو ډول له موږ څخه د چارو واقعي وضعیت پټوي». ترکي راتلونکې ورځ له کاسیګین سره د تلیفوني خبرو پر مهال شکایت وکړ چې نور نشي کولای د افغانستان په وسله والو ځواکونو، آن په هغو ځواکونو باندې اتکا وکړي چې په شوروي اتحاد کې یې زده کړې کړې دي او له هغه څخه یې د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه: هغه غوښتنه وکړه چې د مرکزي اسیا د شوروي جمهوریتونو څخه شوروي سرتېري (ګڼ شمېر له هغو څخه په افغانستان کې د میشتو قومونو سره د ورته قومونو څخه وو) افغانستان ته د افغان سرتېرو په جامه کې ولېږي. ورته مهال دغو غوښتنو کومه فایده نه لرله او سیاسي دفتر په پیل کې د نه مداخلې د سیاست پر لور ګام واخیست چې وروسته بیا د بریژنف له خوا هم دغه سیاست تائید شو. هغه مهال چې ترکي د مارچ په ۲۰مه مسکو ته سفر وکړ، کاسیګین هغه ته د افغانستان اړوند د شوروي سیاست توضېح کړ:[۲۳][۲۴]

...موږ د دغه اقداماتو ټول اړخونه په دقت سره څېړلي او دې پایلې ته رسېدلي یو چې که چېرې موږ هلته خپل ځواکونه ولېږو، نه یوازې دا چې ستاسو د هېواد وضعیت نه ښه کېږي بلکې له دې نور هم خرابېږي. موږ له دې څخه انکار نه شو کولای چې زموږ ځواکونه به نه یوازې هلته له بهرنیو تجاوز کوونکو سره جګړه کوي بلکې باید ستاسو له یو شمېر خلکو سره هم جګړه وکړي او خلک هم دغسې څه نه شي بخښلی. [۲۵]

ورته مهال، شوروي اتحاد په راتلونکو میاشتو کې له افغان دولت سره خپلې پوځي مرستې زیاتې کړې او پریمانه تجهیزات یې ورته ولېږل، په دغو کې ټي-۶۲ ټانګونه، میګ-۲۱ جټ الوتکې او مي-۲۴ جګړه ییزې چورلکې شاملې وې. سربېره پر دې یې ګڼ شمېر سلاکاران ورته ولېږل څو له هغوی سره په چارو کې مرسته وکړي. [۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Roy, p.108
  2. Roy, Olivier (1992). Islam and resistance in Afghanistan. Cambridge: Cambridge University Press. pp. 86–92. ISBN 978-0-521-39700-1.
  3. Dorronsoro, Gilles (2005). Revolution Unending. Afghanistan: 1979 to the present. London: Hurst. p. 97. ISBN 1-85065-703-3.
  4. "Afghanistan Chronology of Events January 1995-February 1997" (PDF). February 1997. Archived (PDF) from the original on 2017-10-12. نه اخيستل شوی 2018-01-01.
  5. Coll, Steve (2004). Ghost wars : The secret history of the CIA, Afghanistan, and bin Laden, from the Soviet invasion to September 10, 2001. ISBN 9781594200076.
  6. Dorronsoro, p.98
  7. Urban, Mark (1990). War in Afghanistan. London: Palgrave MacMillan. p. 30. ISBN 0-333-51477-7.
  8. Roy, p.93
  9. Dorronsoro, p.98
  10. Urban, Mark (1990). War in Afghanistan. London: Palgrave MacMillan. p. 30. ISBN 0-333-51477-7.
  11. Giustozzi, Antonio (2009). Empires of mud Wars and warlords in Afghanistan. London: Hurst & Company. p. 64. ISBN 978-1-85065-932-7.
  12. Dorronsoro, p.102
  13. Urban, Mark (1990). War in Afghanistan. London: Palgrave MacMillan. p. 30. ISBN 0-333-51477-7.
  14. Giustozzi,p.212
  15. Giustozzi, Antonio (2009). Empires of mud Wars and warlords in Afghanistan. London: Hurst & Company. p. 64. ISBN 978-1-85065-932-7.
  16. Dorronsoro, p.99
  17. Dorronsoro, p.100
  18. Dorronsoro, p.100
  19. Urban, Mark (1990). War in Afghanistan. London: Palgrave MacMillan. p. 30. ISBN 0-333-51477-7.
  20. Dorronsoro, p.101
  21. Joes, Anthony James (2004). Resisting Rebellion: The History and Politics of Counterinsurgency. Lexington, Ky: The University Press of Kentucky. ISBN 0-8131-2339-9.[۱]
  22. Dorronsoro, p.100
  23. Maley, William (2002). The Afghanistan wars. Palgrave Macmillan. pp. 30–31. ISBN 978-0-333-80291-5.
  24. Harrison, Selig; Cordovez, Diego (1995). Out of Afghanistan: The Inside Story of the Soviet withdrawal. New York: Oxford University Press. pp. 36–37. ISBN 0-19-506294-9.
  25. Maley, William (2002). The Afghanistan wars. Palgrave Macmillan. pp. 30–31. ISBN 978-0-333-80291-5.
  26. Urban, pp.31–32
  27. Rubin, Barnett (1995). The Fragmentation of Afghanistan. New Haven: Yale University Press. p. 120. ISBN 0-300-05963-9.
  28. "Timeline: Soviet war in Afghanistan". BBC News. Published February 17, 2009.