په یهودیت کې د اعدام جزا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په سنتي یهودي قانون کې د اعدام جزا په یهودي حقوقي ائینونو کې چې لرغونتیا یې منځنیو پېړیو ته اړوندېږي؛ په سپېڅلي کتاب او اورشلیمي تالمود کې د شته شفاهي قوانینو له مخې تعریف شوې چې د دې ټولو اصلي منبع عبري سپېڅلی کتاب دی. د یهودانو په سنتي قوانینو کې څلور ډوله د اعدام جزا شتون لري: الف) سنګسار، ب)د ویلي شوو مسو په خوړولو سره سوزول، ج) خفه کول (د ساه بندول)، د) سر غوڅول؛ دغه جزاوې ځانګړو جرمونو ته اړوندېږي. یوازې په ځانګړو مواردو کې چې پاچا کولای شي د چا د اعدام حکم ورکړي، نور د یهودو د قوانینو له مخې یوازې هغه مهال کېدلای شي د چا د اعدام حکم صادر شي چې د هغه جرم د دوه ذیصلاح شاهدانو له خوا لیدل شوی وي او په محکمه کې پر هغه د شاهدي ورکولو سربېره د مجرم کس په اړه لږ تر لږه ۲۳ قاضیان (سنهدرین) قضاوت وکړي او د رایو په اکثریت هغه ته د اعدام جزا وټاکي. له دې سره د یهودو د قوانینو له مخې تر هغه مهاله د اعدام جزا چاته نه ورکول کېږي تر هغه چې هغه محکمه چې د اړوندې دوسیې په اړه قضاوت کوي د اعدام حکم د اورشلیم ښار په معبد غره کې له ځانګړي ځایګي (مخکې Chamber of Hewn Stone په نامه شورا به دغه پرېکړه کوله) څخه ترلاسه کړي. [۱]

تاریخچه[سمول]

په یهودیت کې د اعدام جزا او بدني تنبیه پیچلی تاریخ لري چې د پراخو بحثونو موضوع ګرځېدلې. د دوی سپېڅلی کتاب او تلمود د محکمې په واسطه د شدیدو جرایمو لپاره د اعدام جزا «څلور ډوله» - سنګسار، سوزول، سرغوڅول او ساه بندول – او همدارنګه له منفي احکامو (د یهودیت له ۶۱۳ احکامو) څخه د عمدي سرغړونې لپاره چې د اعدام جزا ته اړوند نه بلل کېږي د قمچینې وهلو بدني جزا ټاکلې. د تلمود د قانون له مخې د دویم معبد په له منځه تلو سره د اعدام جزا پلی کوونکی ځواک له منځه لاړ. د میشنا کتاب له مخې د العازر بن آزاریا په خبره هغه سنهدرینان چې یو کس به یې په اوو کلونو – یا اویا کلونو کې اعدام کاوه د وینو تږي بلل شوي. د لرغونې دورې په وروستیو کې په یهودي محاکمو کې د اعدام جزا د نه ورکولو پر لور لیوالتیا زیاته شوه. په عمل کې د منځنیو پېړیو یهودي محاکمو کې چې د اعدام د حکم د صادرلو او اجرا کولو ځواک یې درلود دغې چارې ته یې د شدیدو جرایمو په صورت کې دوام ورکاوه خو د ټولو هغو جرایمو لپاره یې ترې کار نه اخیست چې د دوی قانون تعریف کول. په داسې حال کې چې دا تشخیص شوه چې د دویم معبد له ړنګېدو وروسته له اعدام جزا څخه ګټنه د سپېڅلي کتاب له احکامو څخه سرچینه نه اخلي خو هغو خاخامانو چې له دغې چارې ملاتړ کاوه باور یې درلود چې دغه چاره د نورو یهودي قوانینو له مخې د توجیه وړ ده. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د جزا ورکولو ډولونه[سمول]

د یهودانو سپېڅلي کتاب د یو شمېر جرمنو لپاره ټاکلې چې له کوم ډول اعدام څخه ګټنه وشي. د کفري ویناوو، بت پرستۍ، سبت (د یهوادنو ځانګړی دود دی) ماتونې، د نامزاد لرونکې باکرې زنا، مېړه ته په پاک لمنۍ چل ورکول (د تورات دویم کتاب یا Deut. ۲۲:۲۱) او یاغي زوی په سنګسار سره مجازات کېږي؛ د دوه ودونو کولو هغه هم د ښځې له مور سره واده او د کشیش د لور فحشا په سوزولو سره مجازات کېږي؛ جمعي مرتد کېدلو ته بیا په تورې سره د سرغوڅولو جزا ورکول کېږي.

نور لویو جرایمو ته په اشارې قانون ټاکلې چې مجرم باید په بې رحمانه ډول ووژل شي، آن ځینې مهال دغه عبارت هم زیاتوي چې: «خون یې پر خپله غاړه دی». دغه عبارت په سنګسار کولو باندې اعدام ته هم صدق کوي.

د یهودانو سپېڅلي کتاب همدارنګه د پانسي کولو اړوند هم ویلي (د تورات دویم کتاب. ۲۱:۲۲) خو (د خاخامي تفسیر پر بنسټ) د هغې نوم د اعدام په توګه نه دی راغلی بلکې له وژلو وروسته د راځړولو په معنی دی. [۱۲][۱۳]

لاندې د ابن میمون له خوا د جرایمو هغه نوملړ راغلی چې هر یو ته د اعدام ځانګړې جزا ورکول کېږي: [۱۴]

سنګسار (په ډبرو د ویشتلو جزا)[سمول]

په سنګسار باندې د وژنې حکم (סקילה، سکیلا) د اتلسو جرمونو څخه د یوه په ترسره کولو صادرېږي په دغو کې هغه کسان هم شاملېږي چې په قصدي ډول یې د سبت ورځې قوانین تر پښو لاندې کړې وي (هغه کسان په کې نه شاملېږي چې په ناپامۍ سره یې د سبت له قوانینو سرغړونه کړې وي) او هغه نارینه هم په کې شامل دي چې له بل نارینه سره یې د لواط عمل ترسره کړی وي. په دغه ډول سنګسار کې محکوم شوی مجرم تر دیوال لاندې کېږي او په ځمکه باندې د دیوال له راغورځېدو سره خپل ژوند له لاسه ورکوي.[۱۵]

  • د زوی او مور ترمنځ یوځای کېدل یا زنا.
  • د پلار له ښځې سره د زوی یوځای کېدل یا زنا (لازمه نه ده چې مور یې وي).
  • له نګور سره د خصر یوځای کېدل یا زنا.
  • د بل چا له ښځې سره د هغه د واده په لومړیو کې یوځای کېدل.
  • د دوه نارینه وو ترمنځ لواطت.
  • له حیواناتو سره جنسي اړیکه.
  • د خدای په نامه د خدای په نوم لعنت ویل.
  • بت پرستي.
  • مولخ ته د نسل ورکول (د مولخ لپاره د اولاد قرباني کول).
  • نکرومانسي جادو ګري.
  • پایتونکې جادوګري.
  • د بتانو عبادت ته د نورو اړو ویستل.
  • د بتانو عبادت ته د ټولنې تحریک.
  • جادوګري.
  • د سبت ورځې څخه سرغړونه.
  • خپل مور او پلار ته کنځلې کول.
  • بن سور اومره یا سرکش او بغاوت کوونکی زوی.

په سوزولو سره جزا ورکول[سمول]

په سوزولو سره د وژنې حکم (שריפה، سیریفه) د ۱۰ جرمونو لپاره صادرېږي چې په کې فحشا او د ښځې له مور سره په یوه وخت کې واده کول په کې شاملېږي. د جرم عاملین په اور نه سوزول کېږي بلکه ویلي شوي سرپ د مجرم په مرۍ کې تویول کېږي. له دې سربېره له سنګسار وروسته د سوزولو مورد هم ترسره شوی چې د اچان د سنګسار په مورد کې رامنځته شو. [۱۶][۱۷]

د هلاخا یا د یهودي مذهبي قانون له مخې دغه مجازات د مجرم په ستوني کې د ویلي شوي فلز (سرپ، یا د سرپو او قلعي مخلوط) په تویولو سره ترسره کېږي، نه دا چې هغه خپله اور ته واچول شي.  

  • د کشیش هغه لور ته چې د واده دویم پړاو یې بشپړ کړی وي او زنا وکړي.
  • د یو نارینه او د هغه د لور ترمنځ زنا.
  • د یو نارینه او د هغه د لور له لوري لمسۍ سره زنا.
  • د یو نارینه او د هغه د زوی له لوري لمسۍ سره زنا.
  • د ښځې له لور سره زنا (لازمي نه ده چې خپله لور یې وي).
  • د ښځې د لور له لور سره د نارینه زنا.
  • د ښځې د زوی له لور سره د نارینه زنا.
  • د نارینه او د هغه د ښځې د مور سره زنا.
  • د نارینه او د هغه د خواښې له مور سره زنا.
  • د نارینه او د هغه د خصر له مور سره زنا.

په تورې سره سرغوڅول[سمول]

په تورې سره د وژلو حکم (הרג، هېرېګ) په دوه مواردو کې صادرېږي: د عمدي قتل او جمعي ارتداد (بت پرستۍ) لپاره. د دغه جرایمو له عاملینو څخه سرغوڅول کېږي. [۱۸]

  • غیر قانوني عمدي قتل.
  • د ایرانیداچات وګړتوب، هغه «ښار چې ګمراه شوی و».

په ساه بندولو سره د وژنې حکم[سمول]

په ساه بندولو سره د وژنې حکم (חנק، چینېک) د شپږو جرمنو د ترسره کولو له امله صادرېږي چې په کې د بل چا له ښځې سره د یو نارینه حرامه اړیکه (زنا) او هغه کس چې خپل والدینو ته یې زیان اړولی وی (کوم ځای یې ورته ژوبل کړی وي) شاملېږي. [۱۹]

  • د بل چا له ښځې سره د زنا ترسره کول که چېرې په پورته یادو شوو شرایطو برابر نه وي.
  • د خپلو والدینو ټپي کول.
  • د یو بل اسرائیلي تښتونه.
  • ناسمه وړاندوینه کول.
  • د نورو خدایانو په نوم وړاندوینه کول.
  • هغه حکیم چې د هون سټون په نامه شورا د لویې محکمې پر وړاندې ګنهګار وي.

سرچينې[سمول]

  1. Jerusalem Talmud (Horayot 2a): "They do not make a person liable until such instruction comes forth from the Chamber of Hewn Stone. Said Rabbi Yohanan: The reason being is that there is a teaching that [explicitly] states, 'From that place which the Lord shall choose' (کينډۍ:Bibleverse)." Cf. Babylonian Talmud (Rosh Hashanah 31a–b; Avodah Zarah 8b), where the Sanhedrin intentionally removed themselves from the Chamber of Hewn Stone (לשכת הגזית) on the Temple Mount and sat in the Hanuth, and thence removed themselves to other places (known as the ten migratory journeys of the Sanhedrin) so that the court could not execute an offending Jew, since the 23 judges needed to condemn a man to die would formerly convene in the Temple Mount to decide on capital cases.
  2. Haim Hermann Cohn (2008). "Capital Punishment. In the Bible & Talmudic Law". Encyclopedia Judaica. The Gale Group. 
  3. "[A]t a time when there is no priest [serving in the Temple], there is no judgment [of capital cases]." Sanh. 52b.
  4. Louis Isaac Rabinowitz (2008). "Capital Punishment. In Practice in the Talmud". Encyclopedia Judaica. The Gale Group. “Similarly, the passage in Mishnah Makkot 1:10: "A Sanhedrin that puts a man to death once in seven years is called a murderous one. R. Eleazar ben Azariah says, 'Or even once in 70 years.' R. Tarfon and R. Akiva said, 'If we had been in the Sanhedrin, no death sentence would ever have been passed'; Rabban Simeon b. Gamaliel said: 'If so, they would have multiplied murderers in Israel.'” 
  5. Menachem Elon (2008). "Capital Punishment. In the State of Israel". Encyclopedia Judaica. The Gale Group. “This refers to the statement in the Mishnah (Mak. 1:10; Mak. 7a) that a Sanhedrin that kills (gives the death penalty) once in seven years (R. Eleazer b. Azariah said: once in 70 years) is called "bloody" (ḥovlanit, the term "ḥovel" generally implying a type of injury in which there is blood).” 
  6. Glen Warren Bowersock, Peter Brown, Oleg Grabar (1999). Late Antiquity: A Guide to the Postclassical World. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 400. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674511736. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)
  7. Dale S. Recinella (2015). The Biblical Truth about America's Death Penalty. Northeastern University Press. د کتاب پاڼې 93. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781555538620. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Menachem Elon (2008). "Capital Punishment. In the State of Israel". Encyclopedia Judaica. The Gale Group. 
  9. Jacobs, Jill (2009). There Shall Be No Needy: Pursuing Social Justice Through Jewish Law & Tradition. Woodstock, Vt: Jewish Lights. د کتاب پاڼې 200. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781580234252. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Goldstein, Warren (2006). Defending the human spirit: Jewish law's vision for a moral society. Feldheim Publishers. د کتاب پاڼې 269. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58330-732-8. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Moses Maimonides, The Commandments, Neg. Comm. 290, at 269-271 (Charles B. Chavel trans., 1967).
  12. Sanhedrin 6:4, 75b
  13. Marcus Jastrow, S. Mendelsohn (1906). "Capital punishment". Jewish Encyclopedia.  
  14. Mishneh Torah Hilchot Sanhedrin 15:10
  15. Marcus Jastrow, S. Mendelsohn, Jewish Encyclopedia, s.v. Capital Punishment
  16. Bar, Shaul (2012). "The Punishment of Burning in the Hebrew Bible" (PDF). The University of Memphis. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Marcus Jastrow, S. Mendelsohn, Jewish Encyclopedia, s.v. Capital Punishment
  18. Marcus Jastrow, S. Mendelsohn, Jewish Encyclopedia, s.v. Capital Punishment
  19. Marcus Jastrow, S. Mendelsohn (1906). "Capital punishment". Jewish Encyclopedia.