په کور کې جوړه شوې الوتکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په انګرېزۍ کې ورته (amateur-built aircraft or kit planes) نومونه هم اخلي. د هغه کس جوړې کړې الوتکې ته وایي چې له الوتکو سره مینه لري خو مسلک یې نه وي.


په استرالیا، برازیل، متحده ایالتونو، نیوزلنډ او سوېلې افریقا کې کور کې جوړه کړې الوتکه راجستر کیږي او د الوتنې لپاره تجربوي جواز ورکول کیږي. ځینې محدودیتونه هم لري او د جوړونکي موخه باید یوازې خلاقیت او د الوتکو په اړه پوهه وي په ځینو هیوادونو کې یې سوداګریزه موخه غیرې قانوني ده. په متحده ایالتونو کې جوړونکی د الوتکې د تنې د ترمیم لپاره د سند غوښتنه هم کولای شي.


په کور کې زیاتې جوړې شوې الوتکې له یوې تر څلورو پورې چوکۍ لري، زیاتې یې سپورتي دي. د جوړونې میتود یې ساده وي. تنه یې له لرګي، وسپنې او د لرګي له تختو جوړه وي خو په ځینو الوتکو کې فایبري ښیښې، کمپوزیټ او د المونیم تخنیکونه کارېدلي.


په کور کې له لرګي الوتکه جوړول

په کور جوړه شوې الوتکه له داسې توکو جوړیږي چې د الوتنې لپاره سپک خو کلک وي. تر ټولو لمړۍ کور کې جوړې شوو الوتکو کې لرګی کارېدلی وو. په الوتکه کې تر ټولو عام کارېدونکی لرګی د نښتر لرګی دی. د لرګیو نښلولو لپاره اېپوکسي (epoxy) سریښ کاریږي. کله چې چوکاټ جوړ شي د الوتکې په پولي اېسټر (aircraft-grade polyester) پوښل کیږي. د دې ډول دیزاین ګټه دا ده چې جوړونکی ډېرو پېچلو او پرمختللو وسایلو ته اړتیا نلري او په ډېرو ساده ابزارو لکه اره، سوان، رېګمال او داسې نورو یې جوړولی شي.


له لرګي او کمپوزیټ کور کې الوتکه جوړول

په دې ډول الوتکه کې وزن لرګی په ځان اخلي، لرګی یې په سپنج پوښلی وي. ښیښه او کاربني فایبر هم پکې کارېدلې وي.


په کور کې له وسپنې الوتکه جوړول

په کور کې له وسپنې جوړې شوې الوتکې کې د الوتکو تخنیکونه کاریږي. جوړونه کې یې د وسپنې پرې کوونه، وسپنې ته شکل ورکوونه، د مفصلونو لپاره ځای جوړونه او نښلونه شامل دي. ځینې شرکتونه یې مخکې له مخکې جوړ چوکاټونه هم پلوري کوم چې یوازې نښلولو ته اړتیا لري. کومې الوتکې چې له کمپوزیټ جوړې وي هم دې ډول تخنیکونو ته اړتیا لري. له وسپنې جوړې شوې الوتکې یا د المونیم له څادر جوړې وي، یا د المونیم له تونل جوړې وي او یا هم د فولادو ویلډ شوی تونل وي. کومې چې د تونل جوړښت لري په پولي اېسټر یا نورو توکو پوښ ته اړتیا لري.


له کمپوزیټ توکو کور کې جوړه شوې الوتکه

له کمپوزیټ توکو جوړ شوی جوړښت ډېر وخت فایبري ښیښه، کاربن فایبر او کم وخت کېولر (kevlar) وي، له جوړښتي پلاستیک سره ترکیب کې وي ډېری وخت اېپوکسي یا وینیلسټر (epoxy or vinylester) وي. جوړښتي پلاتیک یې د مایع شکل کې وي او د پرزو د نښلونې لپاره کاریږي.