په کلاسيک لرغونتوب کې پوهه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په کلاسيک لرغونتوب کې پوهه د نړۍ يا طبيعت د کارونو په اړه پلټنې رانغاړي، چې عملي موخې (لکه: د يوې باوري کليزې رامنځته کول يا د بېلابېل ډول ناروغيو د درملنې د څرنګوالي مشخص کول) او همدا راز د طبيعي فلسفې اړوند نورې ذهني پلټنې دواړه په نښه کوي. کلاسيک لرغونتوب په دوديز ډول له ميلاد څخه مخکې د ۸ او ۶ ز پېړۍ تر منځ دورې په توګه راپېژندل شوی دی او د دې دورې پر مهال د طبيعت اړوند نظریې چې د تيوري په بڼې رامنځته شوي دي، يوازې په ساينس پورې نه وې تړلې، مګر افسانه او دين يې هم په کې رانغاړه. هغه خلک چې اوسمهال لومړني پوهان ګڼل کېږي، ښايي ځانونه يې لکه د يو ماهر مسلک کارکونکي (لکه: ډاکتران) يا د مذهبي دود پيروان (لکه د معبد روغونکي) غوندې طبيعي فيلسوفان ګڼل. په دې دوره کې ځينې خورا نامتو پېژندل شوې څېرې هايپوکرات “Hippocrates”، ارستو “Aristotle”، اقليدس “Euclid”، ارشميدس “Archimedes”، هيپارخوس “Hipparchus”، ګالين “Galen” او بطليموس “Ptolemy” دي. د دوی ونډې او يو لړ تبصرې په ختيځ، اسلامي او لاتينۍ نړۍ کې خپرې شوې او د معاصرې پوهې په رامنځته کولو کې يې مرسته وکړه. د دوی کارونو د رياضياتو، نړۍ پېژندنې، طب او فزيک په ګډون زياتې بېلابېل ډولونه وپوښل.

لرغونی يونان[سمول]

د لاملونو پوهه[سمول]

د شيانو د طبيعت په اړه پلټنې په لومړي ځل د دلرغونو يونانيانو په منځ کې له عملي اندېښنو پرته پيل شوې. د بېلګې په ډول: د کليزې د رامنځته کولو هڅه په لومړي د يوناني شاعر هزيود “Hesiod” د «کارونه او ورځې:Works and Days» له لورې د بېلګې ورکولو په واسطه شوې ده، چې له ميلاد څخه نږدې ۷۰۰ کالونه پخوا کيې ژوند وکړ. د هزيود کليزه د ستورو د موسمي ښکاره کېدنو او نه ښکاره کېدنو او همدا راز د سپوږمۍ د پړاوونو له مخې د موسمي فعاليتونو د منظم کولو په موخه وه، چې نېکمرغه يا بدمرغه ګڼل کېدل. له ميلاد څخه نږدې ۴۵۰ کالونه پخوا موږ په متنونو کې د ستورو د موسمي ښکاره کېدنو او نه ښکاره کېدنو تاليفات وينو، چې د پاراپيګماتا “Paramegmata” په نوم يادېږي، چې د ستورپوهنيزو کتنو پر بنسټ د يونان د ښاري دولتونو د ملکي يا مدني کليزو د منظم کولو لپاره کارول کېدل. [۱][۲]

طب يوه بله برخه ده، چې د دې دورې پر مهال په کې په عملي ډول د طبيعت پلټنې وشوې. يوناني طبابت يوازې د يو روزل شوي مسلک سيمه نه وه او د اجازې يا جواز ورکولو د وړتيا منل شوې لاره نه وه. په هايپوکراتيک دود کې ډاکتران، د معبد روغونکي چې د اسکليپييس “Asclepius” د مذهبي باورونو په سيستم پورې تړاو لري، درملو کې د کارېدونکو بوټو راټولونکي، د درملو پلورونکي، دائې او د جمناستيک روزونکي ټولو ادعا وکړه، چې په ځانګړو برخو کې د روغونکو يا معالجه کوونکو په توګه وړ دي او د رنځورانو لپاره يې په فعال ډول سيالي وکړه. د دې سيالو دودونو په منځ کې دې سيالۍ د ناروغۍ د لاملونو او مناسبې درملنې او همدا راز د د دوی د سياليو د عمومي ميتودولوژيکو لارو چارو په اړه يو فعال عمومي بحث سره مرسته وکړه. [۳]

د سببي تشرېحاتو لپاره د څېړنې يوه بېلګه د «د سپېڅلې ناروغۍ په اړه:On the Sacred Disease» تر سرليک لاندې د هايپوکرات په متن کې موندل کېږي، چې د عصبي ناروغۍ (ميرګي) له طبيعت څخه بحث کوي. په دې متن کې ليکوال پر خپلو سيالانو (د معبد معالجينو) باندې د دوی د دې ناپوهۍ له امله بريد کوي، چې عصبي ناروغي د خدای په قهر پورې تړي او دوی يوازې له پيسو ګټلو سره مينه لري. که څه هم ليکوال ټينګار کوي، چې ميرګي يو طبيعي لامل لري، مګر کله چې د دې برخې تشرېح کولو ته راځي چې لامل څه شی دی او مناسبه درملنه يې څه کېدای شي، تشرېح يې د مشخص ثبوت په توګه لنډه او درملنه يې د خپلو سيالانو غوندې ناڅرګنده ده. سره له دې هم د طبيعي ښکارندې کتنو د دوی د لاملونو د مشخص کولو په موخه په يوه هڅه کې يو ځای يا تاليف کېدلو ته لکه د بېلګې په ډول د ارستو او تئوفراستوس په کارونو کې دوام ورکړ، چې د ژوو او نباتاتو په اړه يې په پراخه کچه ليکل وکړل. تئو فراستوس د منرالونو او ډبرو د ډلبندي کولو لومړنۍ منظمه هڅه هم وکړه، چې لنډيز يې د پليني “Pliny” په «طبيعي تاریخ:Natural History» نومي اثر کې موندل کېږي. [۴]

د يوناني پوهې ميراث په دې دوره کې د سترواکۍ څېړنې (د بېلګې په ډول په زولوژي، بوتاني، منرالوژي او ستورپوهنه کې)، د معلومه پوهنيزو ستونزو په ارزښت اهميت کې د پوهاوي (لکه: د بدلون ستونزه او لاملونه يې) او د حقيقت لپاره د معيارونو رامنځته کولو د ميتودولوژيکي اهميت د يوې پېژندنې (لکه: د طبيعي ښکارندو برخه کې د رياضياتو پلي کول) له امله په حقيقي پوهه، کې د پام وړ پرمختګونه راونغاړل، سره له دې چې په دې هره برخه کې د نړيوالو نظريو سمون (نړيواله اجماع) نه وه. [۵]

له سقراط څخه مخکې فلسفه[سمول]

ماده پلوي فيلسوفان[سمول]

پخواني يوناني فيلسوفان چې له سقراط څخه د مخه فيلسوفانو په توګه پېژندل کېږي، د مادې اصالت پلوي وو. دوی د خپلو ګاونډيانو په افسانه کې دې ورته پوښتنې ته بديل ځوابونه برابر کړل، چې «هغه منظمه نړۍ چې موږ په کې ژوند کوو، څه ډول رامنځته شوه؟». که څه هم پوښتنه خورا ورته ده، مګر د دوی ځوابونه او د ځوابونو په اړه يې چلند د پام وړ توپير لري. لکه څرنګه چې د ارستو غوندې د دې ډول وروستيو ليکوالانو له لورې راپور شوي، د دوی تشرېحاتو د شيانو پر مادي سرچينه باندې د تمرکز کولو هڅه کوله. [۶]

د ميليتس تاليس (له ميلاد څخه مخکې ۶۲۴ – ۵۴۶) فکر وکړ، چې ټول شيان له اوبو څخه رامنځته شوی او خپل خواړه له اوبو څخه تر لاسه کوي. اناکسيمېنډر ‘Anaximandaer’ (له ميلاد څخه مخکې ۶۱۰ – ۵۴۶) هغه وخت وړانديز وکړ، چې شيان د اوبو غوندې مشخص مادې څخه نه شي رامنځته کېدلی، مګر دا چې د نوموړي په اند له «بې بريده» څخه رامنځته کېږي. دا چې د هغه څه معنا وه، په کره ډول ناڅرګنده ده، مګر وړانديز شوې ده چې دا په خپلې اندازه يا مقدار کې بې پولې وه؛ نو هغه جوړښت چې ښايي په خپلو ځانګړتياوو کې بې پاېلې نه شي، د خپل مخالف له لورې يې په وخت کې ځواک ځکه نه شي ډېرېدلی چې پيل او پای نه لري او په فضا کې ځکه نه شي ډېرېدلی چې ټول شيان رانغاړي. اناکسيمينيس “Anaximenes” (له ميلاد څخه مخکې ۵۸۵ – ۵۲۵) د رښتينې مادي اصلي مفهوم (هوا) ته بېرته وګرځېد، چې د ترقيق او مايع ته د بدلولو عمليې په واسطه بدلېدلی شول. نوموړي د دې بيانولو لپاره د عمومي کتنو (د شرابو غل) بېلګې وړاندې کړې، چې هوا يوه ماده او اسانه ازمايښت و، چې وښيي چې د ترقيق او مايع ته د بدلون عمليې په واسطه بدلېدلی شي. [۷][۸]

د افسس هراکليتوس “Heraclitus of Ephesus” (له ميلاد څخه نږدې ۵۳۵ – ۴۷۵ کالونه مخکې) هغه وخت په پام کې ونيول، چې ياد بدلون د بلې هرې مادې په پرتله بنسټيز و، که څه هم د عنصر اور په دې بهير کې د مرکزي ونډې لوبونکی ښکارېده. په پای کې د اکراګاس امپدوکلس “Empedocles” (له ميلاد څخه مخکې ۴۹۰ – ۴۳۰) ګڼل کېږي، چې د خپلو وړاندينيو پوهانو نظريات يې يو ځای کړي دي او څرګندوي، چې څلور عناصر (ځمکه، اوبه، هوا او اور) دي چې د نوموړي په اند د مينې او جګړې د دوه مخالفو ځواکونو تر نفوذ لاندې د يو ځای کولو او بېلولو په واسطه بدلون رامنځته کوي. [۹][۱۰]

دا ټولې نظريې په دې معنا دي، چې ماده يو تل پاتې جوهر يا ماده ده. دوه يوناني فيلسوفانو ليوسيپس “Leucippus” (له ميلاد څخه مخکې د ۵ پېړۍ لومړی نيمايي) او ديموکرېتس “Democritus” دا نظريه لری، چې د اتومونو او تشولو په نوم دوه رښتينۍ هستۍ وې، چې اتومونه د مادې کوچنۍ او نه وېشل کېدونکې ذرې وې او تشول هغه تشه يا خالي فضا وه، چې ماده په کې پرته ده. که څه هم له تالس “Thales”  څخه تر ديموکريتس پورې ټول تشرېحات ماده رانغاړي او هغه څه چې خورا مهم دي، دا حقيقت دی چې دا سيالې څرګندونې د بحث د يو پرله پسې بهير وړانديز کوي، چې بديل نظريې په کې مخکې کېښودل شوې او نيوکه پرې شوې وه. [۱۱]

د کولوفون زينوفانيس “Xenophanes of Colophon” لرغونې ژوند پوهنه “paleontology” او جيولوژي وار له مخه ځکه اټکل کړه، چې نوموړي فکر کاوه چې ځمکه او سمندرګی سره ګډېږي او ټول په خاوره بدلېږي، چې نوموړی د سمندري مخلوقاتو له هغو بېلابېلو فوسيلونو څخه يادونه کوي، چې هغه په خپله ليدلي وو. [۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Lloyd (1970), p. 81; Thurston, p. 21.
  2. Thurston, pp. 111–12; D. R. Lehoux, Parapegmata: or Astrology, Weather, and Calendars in the Ancient World, PhD Dissertation, University of Toronto, 2000, p. 61.
  3. Lloyd (1979), pp. 38–9.
  4. Lloyd (1979), pp. 15–24.
  5. Lloyd (1970), pp. 144–6.
  6. Cornford, p. 159.
  7. Lloyd (1970), pp. 16–21; Cornford, pp. 171–8.
  8. Lloyd (1970), pp. 21–3.
  9. Lloyd (1970), pp. 36–7.
  10. Lloyd (1970), pp. 39–43.
  11. Lloyd (1970), pp. 45–9.
  12. Barnes p. 47, quoting Hippolytus Refutation of all Heresies I xiv 1–6