په کاناډا کې د جنین سقط

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په کاناډا کې د جنین سقط د امیدوارۍ په هر حالت کې قانوني چاره ده او په عمومي بڼه د یوې طبي کړنلارې په توګه د کاناډا د فدرال روغتیايي قانون او د ایالتي روغتیايي پالنو د سیسټم پر مټ یې مالي چارې تامین کېږي. ورته مهال دغو خدمتونو او منابعو ته لاسرسی د سیمې له مخې له یو بل سره توپیر لري. په داسې حال کې چې یو شمېر محدودیتونه شتون لري، خو بیا هم کاناډا یو له هغو کم شمېر هېوادونو څخه دی چې د جنین د سقط اړوند هېڅ ډول جرمي محدودیتونه نه لري. د جنین سقط د ډاکټرانو لپاره د ایالتي روغتیايي پالنو د قواعدو او لارښوونو څخه پیروي کوي. هېڅ ایالت هم د غوښتنې په صورت کې د امیدوارۍ له ۲۴ اونیو وروسته د سقط ترسره کولو اجازه نه ورکوي، خو په یو شمېر ځانګړو روغتیايي حالاتو کې بیا استثناوې لري. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د جنین سقط چې په رسمي ډول په ۱۸۶۹ زکال کې منع شو، تر راتلونکو ۱۰۰ کلونو پورې د کاناډا په قوانینو کې همداسې بې بدلونه پاتې شو. په ۱۹۶۹ زکال کې د ۱۹۶۸ – ۱۹۶۹ زکال د جزايي قانون تعدیل د درملنې په موخه سقط قانوني کړ، دا چې د ډاکټرانو یوه کمېټه دا تائید کړي چې د امیدوارۍ دوام په ډېر احتمال سره د امېدوارې ښځې ژوند یا روغتیا ګواښي. په ۱۹۸۸ زکال کې د کاناډا سترې محکمې د یوې قضیې (R. v. Morgentaler) اړوند حکم ورکړ چې موجود قانون د اساسي قانون سره په ټکر کې دی او ۱۹۶۹ زکال ته اړوند دغه قانون یې لغو کړ. دغه حکم څرګنده کړه چې ۱۹۶۹ زکال ته اړوند د جنین د سقط قانون، ۱۹۸۲ زکال ته په اړوند د کاناډا د حقونو او آزادیو په منشور کې د ښځو د «ژوند، آزادۍ او شخصي امنیت» تضمین شوي حقونه نقض کوي. [۹][۱۰][۱۱]

په کاناډا کې جراحۍ ته اړتیا لرونکي ټول سقطونه د ډاکټرانو په واسطه ترسره کېږي او همدارنګه نرسان، درمل جوړونکي او قابلې کولای شي د امیدوارۍ په ۹ اونیو (۶۳ ورځو) کې د جراحۍ عمل ته د نه اړتیا په صورت کې د سقط درمل امېدوارې ښځې ته ورکړي. په کاناډا کې وروسته له هغه چې د جنین د سقط جرم له منځه ولاړ د سقط کچه په کې نسبتا ثابته پاتې شوه. د امېدوارۍ په عمر (۱۵ – ۴۴ کاله) د هرو زرو ښځو د حساب له مخې د سقط کچه په ۱۹۷۴ زکال کې ۱۰.۲٪ وه چې په ۱۹۹۷ زکال کې یې ۱۶.۴٪ ته زیاتوالی وموند، خو په ۲۰۲۰ زکال کې ۱۰.۱٪ ته راښکته شوه. ورته مهال د جنین د سقط دغه کچه د کلنیکونو او روغتونونو له خوا د راپور ورکړل شویو سقطونو د کچې پر مټ ده او هغه موارد په کې نه دي محاسبه شوي چې راپور یې نه دی ورکړل شوی او یا هم د یو شمېر درملو لکه میفپریسټون او میزوپروسټول پر مټ په کورونو کې ترسره شوي. له همدې امله دغه ښوول شوې رسمي کچه د اصلي کچې څخه په پام وړ توګه لږ ده. ورته مهال په ټولیزه توګه د نورو هېوادونو په پرتله په کاناډا کې د سقط کچه لږ ده چې په ۲۰۲۰ کال کې یوازې د ۷۴۰۰۰ مواردو راپور ورکړل شوی و. نږدې نیمايي برخه دغه سقطونه د ۱۸ څخه تر ۲۹ کلونو ښځو له خوا کېږي او همدارنګه ۹۰ سلنه یې د امیدوارۍ په لومړیو دریو میاشتو (۱۲ اونیو) کې ترسره کېږي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

لاسرسی او لارې چارې[سمول]

په کاناډا کې جراحۍ ته اړتیا لرونکي او نه اړتیا لرونکي د جنین ټول سقطونه د هر ډول غوښتنې پر مټ ترسره کېدای شي، دا د هر ډول عمر لرونکو ښځو لپاره محرمانه چاره ده او لګښتونه یې د هغو کسانو لپاره چې د ایالتي روغتیايي پالنو د پروګرام تر پوښښ لاندې دي د کاناډا د روغتیايي سیسټم له خوا ورکول کېږي (هر ایالت یا قلمرو ته په اړوندتیا دغه موضوع د کاناډايي وګړو او دایمي استوګنو کسانو لپاره تل یو شان ده، خو کېدای شي د نړیوالو زدکړیالانو، کارګرانو، کډوالو او همدارنګه تر ملاتړ لاندې کسانو لپاره توپیر ولري). د هغو کسانو لپاره چې روغتیايي بیمه نه لري (د بیلګې په توګه په هغو ایالتونو کې استوګن امریکايي وګړي چې د جکسون روغتیايي بنسټ پر وړاندې د ډابس قضیې د حکم پر بنسټ په کې سقط منع دی)، فدرال دولت ژمن دی چې هغوی ته له کوم محدودیت پرته د کاناډا په نورو برخو کې د سقط کولو اجازه ورکړي. دغه چاره یوازې دا شرط لري چې هغوی وکولای شي د خپل سفر او د دغې چارې لګښت ورکړي. [۱۸]

په ملي کچه د جنین سقط د امیدوارۍ په ټولو ۹ میاشتو (۴۰ اونیو) کې قانوني چاره ده، خو په کاناډا کې د دغو خدمتونو هېڅ وړاندې کوونکی د امیدوارۍ له ۲۳ اونیو او ۶ ورځو وروسته دغه چاره نه ترسره کوي. دغه محدودیتونه د حرفوي طبي کړنلارو، موجودو منابعو (تجهیزات او روزل شوی پرسونل) او همدارنګه فردي تسهیلاتو پر مټ دي چې لامل ګرځي په هر ایالت او قلمرو کې خدمتونو ته لاسرسی له یو بل څخه توپیر ولري. هر ایالت او قلمرو خپل ځانګړی روغتيایي سیسټم تنظیم او مالي امکانات یې برابروي. فدرال دولت له هر ایالت او سیمې سره مالي مرستې کوي، په دې شرط چې چارې یې د کاناډا د روغتیايي قانون له الزاماتو سره مطابقت ولري. یو له دغو شرایطو څخه پېچلې بڼه لري، په دې معنی چې د قانون له مخې په بیمه کې شامل ټول روغتیايي خدمتونه باید هر ایالت او سیمې ته د اړوندې ایالتي یا سیمه ییزې روغتیايي طرحې تر پوښښ لاندې وي څو فدرال بودیجه ترلاسه کړي. سقط په ځانګړې بڼه د کاناډا د روغتیا په قانون کې نه دی یاد شوی. خو دغه چاره په سادګۍ سره د نورو درملیزو چارو په څېر «د بیمه شوو روغتیايي خدمتونو» په پراخ تعریف کې ځای پر ځای شوې ده. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د کاناډا یو په دریمه برخه روغتونونه د جراحۍ پر مټ د سقط چارې ترسره کوي او دغه روغتونونه په ټول هېواد کې د جراحۍ پر مټ د سقطونو دوه په دریمه برخه ترسره کوي. پاتې نور د جراحۍ پر مټ سقطونه د عامه او خصوصي کلنیکونو پر مټ ترسره کېږي. ورته مهال په کاناډا کې د میتوترکسات، یا میزوپروستول او یا هم د میفپریسټون د درملو پر مټ د جنین سقط هم لاسرسي وړ دی. د ۲۰۱۵ زکال د جولای په ۲۹مه د ډاکټر په تجویز له میزوپروستول سره د میفپریسټون د ترکیب (چې سوداګریز نوم یې میفیګیمیزو) څخه د ګټنې اجازه ورکړل شوه. په ۲۰۱۷ زکال کې دغې چارې لا پراختیا ومونده او د ایالتي مقرراتو پر بنسټ نرسانو، قابلو او درمل جوړونکو هم د هغو د تجویز اجازه ومونده؛ آن دا چې کېدای شي درمل پلورونکي یې په مستقیم ډول هم ناروغ ته ورکړي. [۲۹][۳۰]

په کاناډا کې د سقط د حقونو د ائتلاف او د سقط د ملي فدراسیون په څېر له دغې چارې څخه د ملاتړ کوونکو بنسټونو له خوا په ملي کچه اطلاعات وړاندې کېږي؛ په دغو اطلاعاتو کې د ایالتونو پر بنسټ د جنین د سقط ترسره کوونکو کلنیکونو نوملړ او همدارنګه دا چې دغه کلنیکونه د امیدوارۍ تر کوم مهاله د سقط خدمات وړاندې کوي، شاملېږي. دغه مراکز همدارنګه طبي سقط ته د اړوندو درملو، د سفر/استوګنې لپاره د مالي امکاناتو، له درملنې وروسته اړتیا وړ وسایلو، د ماشوم پالنې خدمتونو او نورو اړتیاوو ته د لاسرسي د لارې چارو معلومات وړاندې کوي. [۳۱][۳۲]

سیاستونه[سمول]

اوس مهال (۲۰۲۳ زکال) په کاناډا کې ټول فدرال سیاسي ګوندونه او همدارنګه د هغو رهبران د جنین سقط ته له قانوني لاسرسي څخه ملاتړ کوي. په داسې حال کې چې د نوي ډیموکراتیک ګوند د کبکوا بلاک/څانګې غړي، د کاناډا لیبرال ګوند او د کاناډا شین ګوند نږدې په نړیواله بڼه د جنین د سقط له حقونو ملاتړ کوي او تمه کېږي چې د دغو ګوندونو ټول غړي به د ټولو هغو فرضي لایحو پر ضد رایه ورکړي چې د جنین سقط منع او یا هم محدود کوي. د کاناډا په محافظه کار ګوند کې بیا د جنین د سقط موافق او مخالف غړي شتون لري؛ همدارنګه دغه ګوند څرګندوي چې غړي یې کولای شي د سقط اړوند د خپل وجدان پر مټ رایه ورکړي. په تېر کې د یاد ګوند ډېری غړو د جنین له سقط سره مخالفت درلود. [۳۳]

محافظه کار ګوند د خپلو متضادو ټولنیزو سیاستونو سره لاس او ګرېوان دی ځکه چې په ۲۰۰۳ زکال کې دغه ګوند له خپلو دوه پخوانیو ګوندونو، معتدل محافظه کار ګوند او همدارنګه د کاناډا ښي اړخی ګوند له ادغام څخه جوړ شو او له امله یې د سیاستونو یو پیچلی ترکیب رامنځته شو. د دغه اتحاد ډیری ټولنیز محافظه کاره ملاتړي د بیلېنډا ستروناخ له لیدوري څخه په غصه و چې د جنین د سقط د حقونو یو له پلویانو څخه وه او د ۲۰۰۴ زکال په لومړیو کې یې د ګوند د رهبرۍ ټاکنې وګټلې په داسې حال کې چې پر وړاندې یې د مترقي محافظه کارانو یو شمېر ملاتړو د ۲۰۰۴ زکال په فدرال ټاکنو کې د جنین د سقط په برخه کې د حقونو د محدود کوونکو قوانینو اړوند د ګوند ترمنځ په درز اعتراض وکړ. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. J. Cherie Strachan; Lori M. Poloni-Staudinger; Shannon Jenkins; Candice D. Ortbals (2019). Why Don't Women Rule the World?: Understanding Women's Civic and Political Choices. SAGE Publications. د کتاب پاڼې 115. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5443-1727-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Sethna, Christabelle; Doull, Marion (2013). "Spatial disparities and travel to freestanding abortion clinics in Canada". Women's Studies International Forum. Elsevier BV. 38: 52–62. doi:10.1016/j.wsif.2013.02.001. ISSN 0277-5395. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sally Sheldon; Kaye Wellings (March 2020). Decriminalising Abortion in the UK: What Would It Mean?. Policy Press. د کتاب پاڼي 104–105. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4473-5401-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Christine Ammer; JoAnn E. Manson (February 2009). The Encyclopedia of Women's Health. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8160-7407-5. د لاسرسي‌نېټه November 28, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Shannon Stettner; Kristin Burnett; Travis Hay, المحررون (1 December 2017). Abortion: History, Politics, and Reproductive Justice after Morgentaler. UBC Press. د کتاب پاڼې 224. OCLC 1013541249. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7748-3576-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Sheldon, Sally; Wellings, Kaye, المحررون (23 March 2020). Decriminalising Abortion in the UK: What Would It Mean?. Policy Press. د کتاب پاڼي 107–. OCLC 1145588167. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4473-5402-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Abortion Coverage by Region". National Abortion Federation Canada. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Access at a Glance: Abortion Services in Canada | Action Canada for Sexual Health and Rights". Action Canada for Sexual Health & Rights. While abortions after 20 weeks are statistically very rare (<2.5% of all abortions), there are people in Canada who require abortion beyond 20 weeks for serious and important reasons. There are only three service locations in Canada that offer abortion up to 23 weeks and 6 days (one in British Columbia, one in Southern Ontario, and one in Quebec). No providers in Canada offer abortion care beyond 23 weeks and 6 days. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Victoria Bromley (2012). Feminisms Matter: Debates, Theories, Activism. University of Toronto Press. د کتاب پاڼي 26–32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4426-0502-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. R v Morgentaler, [1988] 1 SCR 30.
  11. Radha Jhappan (2002). Women's Legal Strategies in Canada. University of Toronto Press. د کتاب پاڼي 335–338. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8020-7667-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Love4Life, Methods". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Dunn, Sheila; Brooks, Melissa (2018). "Mifepristone". Canadian Medical Association Journal. 190 (22): E688. doi:10.1503/cmaj.180047. PMC 5988520. PMID 29866894. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Government of Canada, Statistics Canada (2010-10-25). "Pregnancy outcomes (live births, induced abortions, and fetal loss)". www150.statcan.gc.ca. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Canadian Institute for Health Information. "Induced Abortions Reported in Canada in 2020". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Shaw, Dorothy; Norman, Wendy V. (2020). "When there are no abortion laws: A case study of Canada" (PDF). Best Practice & Research Clinical Obstetrics & Gynaecology. 62: 49–62. doi:10.1016/j.bpobgyn.2019.05.010. PMID 31281015. S2CID 181481915. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Statistics - Abortion in Canada" (PDF). Abortion Rights Coalition of Canada - Statistics Canada. 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Canada abortion clinics will be open for Americans", CBC National, June 24, 2022.
  19. "Love4Life, Methods". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Access at a Glance: Abortion Services in Canada | Action Canada for Sexual Health and Rights". Action Canada for Sexual Health & Rights. While abortions after 20 weeks are statistically very rare (<2.5% of all abortions), there are people in Canada who require abortion beyond 20 weeks for serious and important reasons. There are only three service locations in Canada that offer abortion up to 23 weeks and 6 days (one in British Columbia, one in Southern Ontario, and one in Quebec). No providers in Canada offer abortion care beyond 23 weeks and 6 days. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Access at a Glance: Abortion Services in Canada | Action Canada for Sexual Health and Rights". Action Canada for Sexual Health & Rights. While abortions after 20 weeks are statistically very rare (<2.5% of all abortions), there are people in Canada who require abortion beyond 20 weeks for serious and important reasons. There are only three service locations in Canada that offer abortion up to 23 weeks and 6 days (one in British Columbia, one in Southern Ontario, and one in Quebec). No providers in Canada offer abortion care beyond 23 weeks and 6 days. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Arthur, Joyce. "List of Abortion Clinics in Canada (and some hospitals)". Abortion Rights Coalition of Canada (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) PDF
  23. "Abortion Coverage by Region". National Abortion Federation Canada. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. کينډۍ:Cite canlaw
  25. کينډۍ:Cite canlaw
  26. "RU-486 abortion pill approved by Health Canada". CBC News. July 30, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Ubelacker, Sheryl (November 7, 2017). "Health Canada eases restrictions on abortion pill Mifegymiso". CTVNews. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Dunn, Sheila; Brooks, Melissa (2018). "Mifepristone". Canadian Medical Association Journal. 190 (22): E688. doi:10.1503/cmaj.180047. PMC 5988520. PMID 29866894. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Abortion Coverage by Region". National Abortion Federation Canada. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Arthur, Joyce. "List of Abortion Clinics in Canada (and some hospitals)". Abortion Rights Coalition of Canada (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) PDF
  31. Arthur, Joyce. "List of Abortion Clinics in Canada (and some hospitals)". Abortion Rights Coalition of Canada (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) PDF
  32. "Abortion Coverage by Region". National Abortion Federation Canada. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Anti-abortion Candidates need not apply". MSN. د اصلي آرشيف څخه پر May 30, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Conservative Party of Canada Policy Declaration" (PDF). 2021. مؤرشف (PDF) من الأصل في May 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په December 5, 2012 باندې). MP's motion on sex selection stirs abortion debate. CBC News.
  36. "Motion 312: How MPs And Ministers Voted". The Huffington Post Canada. September 27, 2012. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Taylor, Stephanie (2021-06-02). "Majority of Conservative MPs vote in favour of defeated sex-selective abortion bill". CTVNews (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)