په کابل کې د 2016 جولای مياشتې چاودنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د 2016ز کال د جولای مياشتې په درويشتمه نېټه، د افغانستان د پلازمېنې کابل د «ده مزنګ» په څلور لارې کې غبرګې چاودنې وشوې، چېرته چې د روښنايۍ خوځښت لاریونوال، چې ډيری يې د هزاره توکمه څخه دي، د هغې پرېکړې پر ضد په لارون روان و، چې د دوی له سيمې څخه د TUTAP سترې برېښنا پراختيايي پروژې د لوري بدلولو په اړه شوې وه. لږ تر لږه 97 تنه وژل شوي او 260 نور ټپيان شوي وو. په عراق او شام کې اسلامي دولت تروريستي ډلې د دې چاودنو مسئولیت واخيست، په هر حال، وروسته همدې ډلې په دې بريد کې لاس درلودل رد کړل. ځينو هزاره لاريونوالو ادعا وکړه چې ولسمشر اشرف غني په دې بريد کې لاس درلود. دوی باور درلود چې د اشرف غني حکومت تروريستان هڅول، کومو چې د دې بريد مسئوليت منلی و. دوی همدا راز ادعا وکړه چې حکومتي چارواکو روغتون ته د ټپيانو وړلو مخه نيوله.[۱][۲][۳][۴][۵]

له 2001ز کال څخه وروسته دا په کابل کې تر ټولو خونړی بريد و، خو د 2017ز کال د مۍ په مياشت کې يو موټر بم بريد په خونړيوالي کې دا چاودنې تر شا پرېښودې. د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ژوندۍ بڼه يوه تلويزيوني وينا کې، له دې وروسته ورځ (د جولای 24) د ملي ماتم ورځ اعلان کړه او ژمنه يې وکړه چې د مرتکبينو پر ضد به اقدام وکړي. د دې پېښې قربانيانو ته د پيرزوينې وړاندې کولو په ترڅ کې، غني د ده مزنګ څلور لارې د روښنايۍ د شهيدانو څلور لارې په نوم ونوموله، چېرته چې دا بريد شوی و.[۶][۷][۸]

مخينه[سمول]

هزاره ګان د افغانستان درېيمه ستره قومي ډله ده، ډيری یې شيعه ګان دي، هزاره ګان د افغانستان د نفوس 19.25% برخه جوړوي، چې ډيری يې سنيان دي. په 1919ز کال کې د امير عبدالرحمن خان له خوا د اوسني افغانستان د دولت له جوړېدو وروسته هزاره ګان د توپيري چلند او ټولوژنې ښکار ګرځېدلي دي. هزاره وګړي د اوږدې مودې لپاره د طالبانو له خوا د ظلم نښه ګرځېدلي، څوک چې په 1996ز کال کې واک ته رسېدلي وو، په ټوليز ډول په زرګونه يې وژل شوي دي.[۹][۱۰]

TUTAP (ترکمنستان-ازبسکتان-تاجکستان-افغناستان-پاکستان) د برېښنا څو ميليوني ارزښت لرونکې پروژه ده، چې د اسيايي پراختيايي بانک او نړيوال بانک له خوا تمويل کيږي، تر څو په افغانستان کې زياتو خلکو ته برېښنا ورسېږي. د دې پروژې ابتدايي ارزونه کې د TUTAP مسير له باميانو ولايت څخه د تېرېدو وړانديز کړی و، کوم چې په مرکزي سيمو کې د هزاره وګړو د استوګنې ولايت دی، خو په 2016ز کال کې، د افغانستان حکومت دا مسير د سالګ تنګي لور ته بدل کړ.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د افغانستان هزاره ګانو د TUTAP پروژې د مسير بدلولو د پرېکړې پر ضد احتجاج وکړ. هزاره ګانو باور درلود چې د دې مسير د بدلولو پرېکړې تر شا سياسي محرکات درلودل، او موخه يې د يو شمېر ډېرو وروسته پاتې سيمو له پامه غورځول و، کومې سيمې چې تر ډېره بريده د هزاره ګانو تر واک لاندې وې. د کابل مدني فعالانو د مۍ مياشتې په لومړيو کې، د همغږۍ يوه ډله جوړه کړه، چې نوم يې د روښنايي خوځښت (دري: جنبش روشنايي) و، او له دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې خپله پرېکه بېرته واخلي. حکومت غوښتنه رد کړه، او د 2016ز کال د مۍ مياشتې په شپاړسمه نېټه په کابل او نورو سيمو کې لارښونونه وشول. له دې وروسته د معترضينو او حکومتي چارواکو تر منځ مذاکرات بې پايلې و. له همدې امله، د 2016ز کال د جولای مياشتې په درويشتمه نېټه يو دويم سويله يیز اعتراض تنظیم شو.[۱۵]

د 2016ز کال د جولای د مياشتې په درويشتمه نېټه شوي لاریون کې زرګونه کسانو ګډون کړی و. دا لاريون د سهار د اوو بجو په شا او خوا کې د کابل په لوېديځ کې پيل شو، او د ده مزنګ په څلور لارې کې پای ته ورسېد، چېرته چې دولت کانتينرونه او لارۍ موټرې درولې وې، تر څو د ولسمشرۍ ماڼې پر لور د لاريونوالو د تګ مخه ونيسي. لاریونوالو غوښتل چې د لاريون په پای کې په دې ځای کې خيمې ودروي.[۱۶]

له لاريون مخکې، حکومت لاريونوالو ته د بريد د شونتيا خبر هم ورکړی و. حکومت همدا راز د لاريونوالو مسير په انتقالي کانتينرونو هم بند کړی و. [۱۷]

په عراق او شام کې اسلامي دولت (ISIL) په سوريه کې يوه تروريستي ډله ده، کومې ډلې چې په يورواسيايي لويه وچه کې د ملکيانو پر ضد ګڼ دا ډول بريدونه تر سره کړي دي. د ISIL د افغانستان څانګه کوچنۍ ده، چې مرکزيت يې د هېواد په ختيځ کې د پاکستان له پولې سره نږدې دی. وروسته له دې چې دا ډله په خپله پراختيا او حکومت ته د جدي ګواښ پېښولو کې ناکامه شوه، د 2016ز کال د مارچ په مياشت کې، د افغنستان ولسمشر اشرف غني ادعا وکړه چې دا ډله له افغانستان څخه جارو شوې ده.[۱۸]

چاودنې[سمول]

په 14:30 بجو، دوه وسله والو خپل له چاوديدونکو توکو ډک واسکټونه هغه مهال وچاودول، کله چې لاریونوال د لاريون په پای کې خپلو کورونو ته ستنېدل. امنيتي ادارو ادعا وکړه چې دوی داسې استخباراتي راپورونه درلودل چې په دې خوځښت يې د چاودنو خبر ورکاوه. CNN د افغان پوليسو له خولې راپور ورکړ، چې يو درېيم بريدګر د خپل بم له چاودنې مخکې وژل شوی و، خو د مسئوليت اخيستلو په ادعا کې يوازې د دوه بريدګرو خبر ورکړل شوی و.[۱۹]

غبرګونونه[سمول]

بهرنۍ ادارې[سمول]

  • ملګري ملتونه- د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون، د افغناستان لپاره د سرمنشي ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموريت (UNAMA) مشر تداماچي ياماماتو، په کابل کې په يو سوله ييز لاريون دا ترورسيتي بريد وغانده، او دا بريد يې يو د کرکې وړ جرم وباله.[۲۰][۲۱]
  • ملګري ملتونه – د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د اومې ناستې رئيس (Mogens Lykketoft) هم په دې وژنو د صدمې څرګندونه وکړه او ويې ويل چې افغانستان لا هم د کورنۍ جګړې او سخت دريځي بنسټپالنې له ډېرو سختو پايلو سره مقاومت ته دوام ورکوي.[۲۲]

هېوادونه[سمول]

  • ايران-د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف دا بريد وغانده، او د افغانستان حکومت او خلکو ته يې تسلیت ووايه.
  • پاکستان- د پاکستان لومړي وزير نوازشریف په کابل کې دا بريد په سختو ټکو کې وغانده او د خلکو د ژوند پر ضیاع يې ژوره خواشيني وښوده، او د افغنستان له حکومت او خلکو سره يې د يووالي ښودنه بيا تازه کړه.[۲۳]
  • هندوستان- د هندوستان ولسمشر پرناب مکرجي د دې پېښې د مرتکبينو غندنه وکړه او په دې غبرګو چاودنو کې د وژل شويو کورنيو ته يې تسليت ووايه، او د ټپیانو د روغتيا ته دعا يې وکړه.[۲۴]
  • ترکيه- د ترکيې د بهرنيو چارو وزير دا تروريستي برید په کلکه وغانده او د مړيو روح ته يې د خدای له دبار څخه د رحمت دعا وکړه.[۲۵]
  • متحده ايالات – د سپينې ماڼۍ د رسنيو مسئول جوش ارنسټ وويل چې متحده ايالات په کابل کې دا بريد په کلکو ټکو کې غندي، ځکه چې په دې بريد کې په سوله ييز لاريون کې شريک خلک په نښه شوي دي.[۲۶]

کورني[سمول]

  • طالبانو، چې په افغانستان کې د حکومت مخالفه پیاوړې ډله ده، په دې بريد کې هر ډول ښکېلتيا رد کړه، او په يوه خبرپاڼه کې چې د دوی په ويبپاڼه خپره شوې وه، دا بريد د کورنۍ جګړې ته لمن وهلو يوه دسيسه وبلله. په غېر معمولي څرګندونو کې، طالبان د دې بريد په غندلو کې له افغان دولت سره يوځای شول.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

پايله[سمول]

د بريد په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور[سمول]

د 2016ز کال د اکتوبر په اتلسمه نېټه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموريت (UNAMA)، د دې بريد په اړه د څو مياشتو څېړنو څخه وروسته د "په کابل کې په سوله ييز لاریون بريد، 23 جولای2016" په عنوان، د بشري حقوقو يو ځانګړی راپور خپور کړ. په دې راپور کې ياد ماموريت دې پايلې ته رسېدلی و، چې په سوله ييز لاريون دې بريد کې نه يوازې دا چې په قصدي ډول ملکيان په نښه شوي دي، بلکې دا د نړيوال بشري قانون څخه هم سخته سرغړونه ده، کوم چې د جنګي جنايت مترادف بلل کېدای شي. په دې راپور کې د لاريون سياق او سباق، د افغانستان امنيتي ځواکونو طرحه او چمتوالي، د لاریون پر مهال د هغوی چلند او د بريد او له بريد وروسته سملاسي غبرګون ارزول شوی و. په دې راپور کې همدا راز په اړوندو برخو کې، افغان چارواکو لپاره د بشري حقوقو اندېښنې هم په ګوته کړې وې. په راپور کې د مذهبي او توکميزو ډلو د حقوقو په ګډون د ټولو افغنانو د بنسټيزو بشري حقوقو د درناوي، او تر څنګ يې د تاوتريخوالي څخه ډکې بنسټپالنې د مخنيوي لپاره د ستراتيژۍ د بشپړولو او پلې کولو په اړوند هم سپارښتنې شوې وې.[۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. "More madness, more bloodshed in Afghanistan". Pakistan Today. 23 جولای 2016. مؤرشف من الأصل في 24 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Kabul explosion: Islamic State 'admits attack on Hazara protest' but protester believed Afghanistan government is behind this attack, they believe government want to shout down the people of Afghanistan". BBC. 23 جولای 2016. مؤرشف من الأصل في 23 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "داعش مسئولیت حمله به تظاهرات جنبش روشنایی را به عهده گرفت" [ISIS claimed responsibility for the attack to protests lighting movement] (په پارسي ژبه کي). BBC Afghanistan. 23 جولای 2016. مؤرشف من الأصل في 25 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 23 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Attacks on Hazara Community Killing Political Efficacy in Afghanistan". The Globe Post. 29 April 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 4 August 2016 باندې). The bomb that killed 80 Hazaras in Kabul also upended their nonviolent reform effort.
  6. Rasmussen, Sune Engel (23 جولای 2016). "Isis claims responsibility for Kabul fatal bomb attack on Hazara protesters". The Guardian. مؤرشف من الأصل في 23 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 23 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Kabul explosion: Islamic State 'admits attack on Hazara protest' but protester believed Afghanistan government is behind this attack, they believe government want to shout down the people of Afghanistan". BBC. 23 جولای 2016. مؤرشف من الأصل في 23 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Kabul blasts: Afghan President Ashraf Ghani renames blast site Martyrs Square | Latest News & Updates at Daily News & Analysis". مؤرشف من الأصل في 29 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 31 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sharifi, Karim (24 جولای 2016). "Afghanistan marks day of national mourning after huge attack". The Seattle Times. Associated Press. مؤرشف من الأصل في 25 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ali, Saleem (16 جنوري 2012). "Helping the Hazara of Afghanistan and Pakistan". National Geographic. د اصلي آرشيف څخه پر 25 جولای 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The TUTAP Interconnection Concept and CASA-1000". Center for Strategic and International Studies. 6 جون 2014. مؤرشف من الأصل في 19 سيپټمبر 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Putz, Catherine (10 مې 2016). "TUTAP Energy Project Sparks Political Infighting in Afghanistan". The Diplomat. مؤرشف من الأصل في 19 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Technical Assistance Consultant's Report" (PDF). Asian Development Bank. مې 2013. مؤرشف (PDF) من الأصل في 17 اګست 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Putz, Catherine (10 مې 2016). "TUTAP Energy Project Sparks Political Infighting in Afghanistan". The Diplomat. مؤرشف من الأصل في 19 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Attacks on Hazara Community Killing Political Efficacy in Afghanistan". The Globe Post. 29 April 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "ISIL-claimed blasts kill dozens in Kabul Hazara protest". Al Jazeera. مؤرشف من الأصل في 24 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Attacks on Hazara Community Killing Political Efficacy in Afghanistan". The Globe Post. 29 April 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Ashraf Ghani: ISIL defeated in eastern Afghanistan - al Jazeera English". مؤرشف من الأصل في 27 مې 2016. د لاسرسي‌نېټه 31 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "ISIL-claimed blasts kill dozens in Kabul Hazara protest". Al Jazeera. مؤرشف من الأصل في 24 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Afghanistan: UN condemns 'despicable' terrorist attack that leaves scores dead in Kabul". UN News Center. 23 جولای 2016. مؤرشف من الأصل في 30 اګست 2017. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. PTI (24 جولای 2016). "UN Chief condemns "despicable" Afghan attack". The Financial Express. مؤرشف من الأصل في 31 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Statement on mass murders in Afghanistan and Germany". General Assembly of the United Nations. 23 جولای 2016. مؤرشف من الأصل في 12 اکتوبر 2017. د لاسرسي‌نېټه 18 اکتوبر 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Statement on mass murders in Afghanistan and Germany". General Assembly of the United Nations. 23 جولای 2016. مؤرشف من الأصل في 12 اکتوبر 2017. د لاسرسي‌نېټه 18 اکتوبر 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. ANI New Delhi (په July 23, 2016 باندې). 80 killed in twin explosions during Kabul protest, IS claims responsibility. Business Standard
  25. "Press Release Regarding the Terrorist Attack Perpetrated in Kabul". mfa.gov.tr. مؤرشف من الأصل في 27 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 23 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. AP (23 جولای 2016). "The Latest: 10-day ban on public gatherings in Afghanistan". Washington Times. مؤرشف من الأصل في 6 اګست 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 24 July 2016 باندې). Islamic State Attack Shows Growing Capability in Afghanistan - Bloomberg.
  28. Mirwais Harooni (24 جولای 2016). "Islamic State claims responsibility for Kabul attack, 80 dead". Reuters. مؤرشف من الأصل في 26 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "80 killed in twin explosions during Kabul protest, IS claims responsibility". Hindustan Times. AFP Kabul. 23 جولای 2016. مؤرشف من الأصل في 24 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 23 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. AFP (23 جولای 2016). "80 dead, 231 wounded as twin blasts strike Hazara demonstration in Kabul". Dawn News. مؤرشف من الأصل في 28 جولای 2016. د لاسرسي‌نېټه 24 جولای 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 18 October 2016 باندې). Afghanistan: July attack on peaceful demonstration in Kabul 'may amount to a war crime' – UN mission. UN News Service Section
  32. "Special Report: Attack on a Peaceful Demonstration in Kabul, 23 July 2016" (PDF). UN Assistance Mission in Afghanistan. UN Assistance Mission in Afghanistan. مؤرشف (PDF) من الأصل في 20 دسمبر 2016. د لاسرسي‌نېټه 18 اکتوبر 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)