په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت د افغانستان په اسلامي جمهوري هېواد کې د متحده ایالاتو رسمي دیپلماتیکه استازولي وه. د دغه سفارت ودانۍ د پلازمینې کابل ښار د وزیر محمد اکبرخان سیمې د عامې روغتیا پر سړک موقعیت لري چې د شاوخوا ۸۰۰ میلیون ډالرو په لګښت جوړه شوې. د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۵ وروسته له هغه چې طالبان کابل ښار ته را نږدې شول د دغه سفارت کارکوونکي د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر (کابل هوايي ډګر) کې لنډ مهاله خو خوندي تاسیساتو ته کډه شول. کابل سقوط وکړ او دغه سفارت هم په رسمي بڼه د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۱۵مه وتړل شو. [۱]

په کابل کې د طالبانو د واکمنېدو پر مهال د سنا له خوا تائید شوي سفیر شتون نه درلود او په دې سره په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سیاسي ماموریت وروستی مشر، شارژدافیر راس ویلسون شو. د ۲۰۲۱ زکال د اګست په ۳۱مه دغه سفارت په افغانستان کې خپلې چارې وځنډولې او د افغانستان اړوند یې خپل ماموریت د قطر پلازمېنې دوحې ته ولېږدوه چې د دغه ماموریت پخواني مرستیال ایان مک کاري یې د شارژدافیر په توګه خدمت وکړ. سربېره پر دې د ډسمبر په ۳۱مه متحده ایالاتو په کابل کې د قطر د سفارت په اډانه کې خپلې یو شمېر سیاسي چارې پیل کړې.

تاریخچه[سمول]

په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سیاسي استازولۍ چارې په پیل کې ایران (فارس) ته د لېږل شوي پلاوي له خوا ترسره کېدلې چې مشري یې د یاد هېواد لپاره د متحده ایالاتو لومړني وزیر ویلیام اچ. هورنیبروک پر غاړه لرله. ورپسې په ۱۹۴۲ زکال کې په کابل کې د متحده ایالاتو یوه استازولي جوړه شوه چې د ۱۹۴۸ زکال په مۍ میاشت کې یې د سفارت کچې ته ارتقا وکړه. لوئیس جي. ډریفوس چې له ۱۹۴۱ زکال څخه یې تر ۱۹۴۲ زکال پورې د وزیر مختار په توګه خدمت کړی و په افغانسان کې د متحده ایالاتو سفیر شو او له ۱۹۴۹ زکال څخه یې تر ۱۹۵۱ زکال پورې خدمت وکړ. په ۱۹۷۹ زکال په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر اډولف ډوبس وتښتول شو او په ناڅرګندو شرایطو کې ووژل شو. دغه سفارت په ۱۹۸۹ زکال کې وړاندې له دې چې د افغانستان اوږد مهاله کورنۍ جګړه پیل او طالبان واکمنۍ ته ورسېږي وتړل شو. د ۲۰۰۱ زکال په وروستیو کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د دوامدارې آزادۍ له عملیاتو وروسته، وړاندې له دې چې متحده ایالات په ۲۰۰۲ زکال کې خپل سفارت پرانیزي، په کابل کې یې خپل یو ارتباطي دفتر پرانیست. له دې وروسته د سفارت لپاره د ۲۰۰۶ زکال تر لومړیو میاشتو پورې د ودانیو نوې ټولګه جوړه شوه چې د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش او افغان ولسمشر حامد کرزي افتتاح کړه. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هوډ درلود څو د سفارت د ودانۍ د لا پراختیا په موخه ۵۰۰ میلیون ډالر نور ولګوي او چارې یې باید تر ۲۰۱۴ زکال پورې بشپړې شي، خو وروسته یې د هغو د بشپړېدو نېټه د ۲۰۱۶ زکال تر جولای میاشتې پورې وغزوله. په دې سره د دغه سفارت د ودانیزو چارو لګښت په ټولیز ډول ۷۹۲ میلیون ډالرو ته ورسېد. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

د دوامدارې آزادۍ عملیات[سمول]

د دوامدارې آزادۍ د عملیاتو په پیلنیو پړاوونو کې د متحده ایالاتو د سمندري پوځ د ۱۰مې لوا د ۳مې ډلګۍ ډیر لږ شمېر سرتېري د ۶مې سمندري لوا د دریمې ډلګۍ له څلورو نښه ویشتونکو سره یوځای د ځانګړو سمندري ځواکونو د ۲۶م ټولي (26 MEU) له سرتېرو سره چې د سفارتونو د نیولو په برخه کې یې تخصص درلود یوځای شول او دنده ورکړل شوه څو د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر په لومړیو کې په کابل د متحده ایالاتو سفارت ونیسي. دغه واحد د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو په تاریخ کې اوږد مهاله ځمکني (خاورین) عملیات ترسره کړل. دوی خپل عملیات په پاکستان کې له یوې ال سي اې سي (LCAC) سمندري بېړۍ څخه پیل کړل او وړاندې له دې چې د بګرام هوايي اډه په بشپړه توګه د متحده ایالاتو او ائتلافي ځواکونو له خوا تصفیه شي، بګرام هوايي اډې ته ولېږدول شول. دغه ځواکونه په یوه تر کار لاندې ودانۍ کې ځای پر ځای شول او خپل وسایل یې د افغانستان د عادي موټرو پر مټ چې خپله همدغو سرتېرو چلول تر دغه ځایه رارسول څو په سفارت باندې برید ته چمتوالی ونیسي. دوی سهار وختي له دغه ځایه حرکت وکړ او د متحده ایالاتو سفارت یې ونیو؛ دوی تر هغه سفارت وساته چې د دیپلماتیکو څانګو امنیتي سروېس را ورسېد څو هغه حساس اطلاعات چې په سفارت کې دننه قلف و وګوري او دا و ارزوي چې آیا دغه ودانۍ د متحده ایالاتو د سیاسي مامورینو د کار لپاره خوندي ده او که نه. د دغه واحد ځواکونه لومړني هغه سرتېري و چې په ۱۹۸۹ زکال کې یې د سفارت د ودانۍ له تړل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره دلته د متحده ایالاتو بیرغ جګ کړ. دغه بیرغ هماغه بیرغ و چې په ۱۹۸۹ زکال کې د سفارت د تړل کېدو په ورځ را کوز کړای شوی و.

د ۲۰۱۱ زکال د سپټمبر میاشتې برید[سمول]

د ۲۰۱۱ زکال د سپټمبر په ۱۳مه یو شمېر طالب وسله والو چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه یې اغوستي و او په سمه توګه سمبال و، په کابل کې یې په یو شمېر ودانیو برید وکړ چې له امله یې شاوخوا ۷ تنه مړه او ۱۹ تنه نور ټپیان شول. د متحده ایالاتو سفارت هم د په نښه شوو ودانیو په کتار کې ځای درلود؛ د برید امله په سفارت کې دننه یو شمېر هغه کسان ووژل شول چې د ویزې اخیستو ته په تمه وو. په دغه برید کې د سفارت هېڅ کارکوونکي هم زیان وه نه لید. متحده ایالاتو د دغه برید پړه د پاکستان پر پوځ او د هغو په استخباراتي ادارې (ISI) واچوله. سربېره پر دې د دغې میاشتې په وروستیو کې بله وژونکې حمله د سفارت په بلې الحاقیې وشوه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د ۲۰۱۲ زکال د اپرېل میاشتې برید[سمول]

په هېواد کې د یو لړ همغږو بریدونو د برخې په توګه، طالب وسله والو د ۲۰۱۲ زکال د اپرېل په ۱۵ مه د سفارت پر ودانۍ برید وکړ. د دغه برید مخه افغان امنیتي ځواکونو ونیوله. په کابل کې د ایساف ځواکونو قومندان جنرال جان آلن وویل چې د افغان ځواکونو د غبرګون په ډول «ویاړ کوي». هغه زیاته کړه چې هېڅ څوک د دغو بریدونو جدیت له پامه نه غورځوي او موږ به شدیدې هڅې وکړو څو هغه شرایط مشخص کړو چې د نن ورځې د پېښو لامل ګرځېدلي دي. [۱۴]

د ۲۰۱۹ زکال د سپټمبر میاشتې برید[سمول]

د ۲۰۱۹ زکال د سپټمبر په ۱۱مه دغه سفارت یو راکټ وویشتل شو چې په دې سره یې د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د بریدونو یاد د هغو په اتلسمه کالیزه کې تازه کړ. [۱۵]

په ۲۰۲۱ زکال کې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو وتل[سمول]

د ۲۰۲۱ زکال د اپرېل په ۱۴مه د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې هوډ لري له افغانستان څخه خپل ټول منظم ځواکونه د ۲۰۲۱ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې وباسي. د اپرېل په ۲۷مه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د خپل سفارت مامورینو ته امر ورکړ چې که چېرې د هغوی «دندې [کېدلای شي] په بل ځای کې ترسره شي» له سفارت څخه دې ووزي. دا په دې معنی نه وه چې د سفارت چارې به را کمې شي. تر دغه مهاله پورې د طالبانو د ۲۰۲۱ زکال بریدونه لا نه و پیل شوي. [۱۶]

له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتو د پروګرام له مخې هوډ دا و چې شاوخوا ۶۵۰ سمندري سرتېري به تر نامعلومې مودې لپاره د دیپلماتانو او سفارت د خوندي ساتلو لپاره پرېږدي. سربېره پر دې به د دغو ځواکونو یو شمېر نور په کابل کې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر امنیت ساتي، چې دغه چاره په افغانستان کې د متحده ایالاتو د هر دیپلمات د ژوندانه د ساتنې لپاره اړینه ګڼل کېده. لومړنی پلان دا و چې د تخلیې څخه وروسته به د هوايي ډګر د ساتنې مسئولیت ترکي ځواکونو ته سپارل کېږي. خو وروسته له هغه چې طالبانو د څو ورځو په ترڅ کې تر کابل ښار پورې مخکې تګ وکړ د سمندري ځواکونو جنرال پیټر واسیلي د سفارت د ساتنې لپاره د ۶۵۰ کسیز ماموریت مسئولیت پر غاړه واخیست. [۱۷][۱۸]

د جولای په ۲مه د متحده ایالاتو دفاع وزیر لویډ آسټین په افغانستان کې د خپل سفارت او همدارنګه د هوايي ډګر د خوندیتوب په موخه د پاتې شوو سرتېرو لپاره نوې قومنداني جوړه کړه. واسلي په کابل د متحده ایالاتو تر ټولو لوړ پوړی پوځي افسر او د ټولو ځواکونو قوماندان شو چې په قطر کې د امنیتي او دفاعي همکاریو د دفتر له خوا یې ملاتړ کېده او د متحده ایالاتو د پوځ په مرکزي قومندانۍ کې د منځني ختیځ د قومندانۍ مسئول جنرال کنټ اف. مکنزي جونیور ته راپور ورکوونکی و. [۱۹][۲۰]

د اګست په اوومه سفارت د یو امنیتي خبرداري په خپرولو سره په افغانستان کې له ټولو امریکایانو څخه وغوښتل چې د طالبانو د بریدونو د ګواښونو د زیاتوالي او د سفارت د مامورینو د کمښت له امله له افغانستان څخه ووزي. همدارنګه یې خپلو وګړو ته د بېرته ستنېدو په موخه پورونه ورکړل څو د سوداګریزو هوايي شرکتونو پر مټ له هېواده بهر ووزي. د طالبانو د مخکې تګ په پراختیا سره د بهرنیو چارو وزارت د خپل سفارت په تخلیې فکر وکړ. د سفارت له تخلیې څخه د مخنیوي په موخه له طالبانو سره امریکايي مرکچیانو هڅه وکړه څو دا تضمین ترلاسه کړي چې د کابل د نیولو په صورت کې به په سفارت برید نه کوي. [۲۱][۲۲][۲۳]

دا راپورونه هم شتون لري چې په سفارت کې د چارواکو او همدارنګه د پنټاګون د چارواکو ترمنځ د پوځونو له ویستلو وروسته د امریکا د دیپلماتیک حضور په کمښت یا پای ته رسولو ناندرۍ شوې دي.  [۲۴]

د افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال[سمول]

د کابل له سقوط یو کال وروسته د ۲۰۲۲ زکال په اګست میاشت کې راپور ورکړل شو چې د دغه سفارت ودانۍ تر اوسه پورې قلف ده او اوس مهال هېڅ کس یا هېڅ بنسټ له هغو ګټنه نه کوي. [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. . America's trillion-dollar Afghan fiasco typifies its foreign policy.
  2. "William Harrison Hornibrook - People - Department History - Office of the Historian". history.state.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "About the Embassy". U.S. Embassy in Kabul. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Kent, Arthur (14 February 2019). "A 40-year-old murder mystery: the death of a US ambassador". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "History of the U.S. and Afghanistan". U.S. Embassy in Afghanistan. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "U.S. To Spend $500 Million On Kabul Embassy". Radio Free Europe/Radio Liberty (RFE/RL). November 4, 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Kabul Embassy Construction Costs Have Increased and Schedules Have Been Extended". GAO. July 8, 2014. د لاسرسي‌نېټه November 9, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Embassy Construction Cost and Schedule Have Increased, and Further Facilities Planning Is Needed". gao.gov. Government Accountability Office. د لاسرسي‌نېټه August 15, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 13 Sep 2011 باندې). Kabul US embassy attack: September 13 as it happened. telegraph.co.uk
  10. (په 14 Sep 2011 باندې). U.S. Embassy and NATO Headquarters Attacked in Kabul. The New York Times.
  11. (په September 22, 2011 باندې). U.S. blames Pakistan agency in Kabul attack. Reuters
  12. (په September 18, 2011 باندې). Clinton Presses Pakistan to Help Fight Haqqani Insurgent Group. Fox News
  13. (په 2011-09-26 باندې). C.I.A. Employee Is Killed in Attack on Kabul Compound. The New York Times.
  14. "Taliban launches largest attack on Kabul in 11 years". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2012-04-15. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Anna, Cara (2019-09-10). "Rocket blast at US Embassy in Kabul on 9/11 anniversary". AP NEWS. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 2013-10-16 باندې). US orders drawdown of government employees from Afghanistan embassy. CNN.
  17. (په July 2, 2021 باندې). U.S. Leaves Its Last Afghan Base, Effectively Ending Operations. The New York Times.
  18. (په June 24, 2021 باندې). US to keep about 650 troops in Afghanistan after withdrawal. The Associated Press.
  19. (په July 2, 2021 باندې). Pentagon to switch over U.S. military leadership in Afghanistan. The Hill.
  20. (په July 2, 2021 باندې). Afghanistan Forward command as drawdown nears early completion. Stars and Stripes.
  21. "U.S. urges Americans in Afghanistan to leave immediately". www.cbsnews.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په August 11, 2021 باندې). U.S. weighing possible evacuation of Kabul embassy, sources say. POLITICO.
  23. (په 2021-08-12 باندې). U.S. Asks Taliban to Spare Its Embassy in Coming Fight for Kabul. The New York Times.
  24. (په August 15, 2021 باندې). Rushed Evacuation in Kabul Highlights Disconnect in Washington. The New York Times.
  25. "Video: CNN's Clarissa Ward returns to Kabul one year after the Taliban's takeover - CNN Video". CNN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)