په چین کې د مرګ سزا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د مرګ سزا په چین کې قانوني جزا ده. که څه هم د نورو بېلابېلو جرمونو لپاره هم قانوني جزا ده، خو په عمومي بڼه د وژنې او د مخدره توکو د قاچاق په برخه کې کارول کېږي. د چين زیاتره خلک د مرګ د سزا ملاتړ کوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د مرګ سزا د ختیځ آسیا په ډېرو هېوادونو او سیمو کې، د جاپان، شمالي کوریا، مالیزیا، تایلنډ، اندونیزیا، ویتنام، سنګاپور او تایوان په ګډون، شتون لري. د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، چین د نورو ټولو هېوادونو په پرتله زیات خلک اعداموي. د اعدامونو او د مرګ د سزاز کره شمېر د چین له لوري یو دولتي پټ معلومات ګڼل کېږي، او عامه وګړو ته د لاس رسي وړ نه دي. د ډوي هوا (Dui Hua) بنسټ په وینا، چې په یو امریکایي سازمان دی، په یوویشتمه پېړۍ کې د اعدامونو اټکل شوی شمېر په پراخه کچه کم شوی، یعنې په کلني ډول له ۱۲۰۰۰ څخه ۲۴۰۰ ته را ټیټ شوی دی. د چين حکومت د مرګ د سزا د محدودولو لپاره اغېزمن ګاومونه پورته کړي او وایي چې دا کار د دې لپاره کوي چې دا جزا په بشپړه توګه له منځه یوسي.  [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په چين کې د مرګ سزا بايد د مرګ د سزا له ځنډ سره ګډه نشي، چې دا يوه نرمه سزا ده چې په مکرر ډول د چين د محکمو له لوري او يا هم زیاتره د مرګ له واقعي سزا څخه زياته ورکول کېږي. له ځنډ سره د مرګ سزا د جرم د جديت او د محکمې د مهربانۍ پر بنسټ ورکول کېږي، چې ځینې وختونه په غلط ډول د حقیقي اعدامونو شمېر لوړ ښیي. [۱۶][۱۷]

تاریخي شالید[سمول]

د اعدام سزا د چین د سلطنتي دورې د پنځو پخوانیو مجازاتو له ډلې وه. د اعدام سزا د قانون پوهانو لخوا په چینایي فلسفه کې ملاتړ کېده، خو د هغې پلي کول د کنفوسیانو له لوري نرمه شوه، چې د اعدام د سزا پر ځای یې اصلاح، تربیت او رحم غوره ګڼل. کنفیوس په بشپړه توګه د اعدام د سزا مخالفت نه کاوه، خو په دې اند و چې د اخلاقي هڅونې پر بنسټ په یوه ښه تنظیم شوې ټولنه کې، به د اعدام سزا ته اړتیا نه وي. [۱۸][۱۹][۲۰]

د چین د لومړیو سلطنتونو په اوږدو کې، د پنځو جزاګانو له ډلې د مرګ جزا او د بدن د غړو پرې کول مشهور وو. وروسته، پرې کولو لږ شهرت خپل کړ، خو د مرګ سزا او بدني جزا پاتې شول. د وخت په تېرېدو سره د مرګ د سزا وړ سرغړونو په ډولونو کې پراخ بدلون راغئ. د لو (لو ژېنګ) مجازات تر نوم لاندې اثر کې چې په جنګ کې د ښکېلو هېوادونو (له میلاد نه مخکې د ۴۷۵ – ۲۲۱) په دوره کې لیکل شوی، د مرګ د سزا وړ ۲۰۰ جرمونو شتون درلود. د تانګ په قانون (۶۵۳ ز کال) ۲۳۳ د مرګ د سزا وړ جرمونه لیست کړي او د سونګ لړۍ (۹۶۰ – ۱۲۷۹) دا لیست وسات او د وخت په تېرېدو سره یې شپېته نور په کې ډېر کړل. د یوان کورنۍ د واک پر مهال، د "د مرګ د سزا د جلا احکامو شمېر" په چټکۍ راټیټ شو، چې شمېر یې ۱۲۵ جرمونو ته ټیټ شو. د مینګ سترواکۍ (۱۳۶۸-۱۶۴۴) په اوږدو کې د مرګ د سزا وړ سرغړونو شمېر یو ځل بیا زیات شو، چې ۲۸۲ جرمونو ته ورسېد او د چینګ کورنۍ (۱۶۴۴-۱۹۱۱) د واک په اوږدو کې کې له ۸۰۰ څخه لوړ شو.  [۲۱]

له تاریخي اړخه، بې وزله او د ټیټې کچې چینایان زیاتره د اعدام له سزا سره مخ وو. خو چارواکي او نور لوړ رتبه کسان د جګړې، کورنۍ ګډوډۍ، یا شخړو په وخت کې د ټولنیز کنټرول د یوې لارې په توګه د مرګ کندې ته برابرېدل. د بېلګې په توګه، د لوېديځ ژاو پاچا وو امر وکړ چې هغه چارواکي چې د شاهي مقرراتو څخه سرغړونه کوي، د خپلو دندو په ترسره کولو کې، يا "حکم شوو نوښتونو" کې پاتې راځي د مرګ په سزا محکوم کړي؛ د بزګرانو له پاڅون وروسته ۳۹ پوځي چارواکي د تانګ د سلطنت پر مهال اعدام شول. د سلو ورځو د اصلاحاتو شپږ تنه ښاغلې چې د چينګ سترواکۍ په وروستيو کې يې د ټولنيزو اصلاحاتو پلوي کوله، اعدام شول.[۲۲][۲۳]

د پخوانیو مجازاتو لومړۍ بڼه د شکنجې یو سیستم و چې د مجرم د څېړنې په بهیر کې ترې ګټه اخستل کېده. د شکنجې پر مټ د مجرم څېړنه د کین دکورنۍ په واک کې هغه وخت پیل شو کله چې قاضیانو له لومړیو اورېدنو او څېړنو وروسته، د بامبو او د پښو په تلو له وهلو څخه کار واخیست ترڅو مجرم د جرم اعتراف ته اړ کړي. دوهم، د ګډ مسؤلیت سیستم شتون درلود چې د کین دولت د ډوک وین له لوري پیل شوی و؛ د دې سیستم پر بنسټ، کله چې یو مجرم په اعدام محکوم کېده، د کورنۍ نور غړي هم په مرګ محکوم کېدل. پدې کې د مېرمنې کورنۍ یا د وروڼو/خویندو کورنۍ ګډون درلود. په ځینو وختونو کې، حتی د یو سړي د صیغې/دوهمې مېرمنې کورنۍ هم وژل کېدل. دریم، د کنفوسي فلسفې پر بنسټ د غچ اخیستنې یو سیستم موجود و چې مشرانو د احترام پر بنسټ و. د غچ اخیستلو حق د کېنګ سترواکۍ (۱۶۴۴ – ۱۹۱۱) په قانون کې تصویب شوی و، چې له مخې یې د کورنۍ د هغو غړو لپاره چې د خپلو خپلوانو له قاتل یې غچ یې اخیسته او هغه یې واژه، قانوني اجراآت او مجازات تشرېح شوي وو. د مجازاتو څلورم ډول نظام د چور، لوټ او غارت بر بنسټ جوړ شوی و. د دې جرمونو له ثابتېدو وروسته، سزا له پنځوسو وهلو تر  دار ځړولو غزېده. بلآخره، د جزا پنځم کلاسیکي سیستم د بښنې، مشروطې آزادۍ او مشروطې عفوې ملاتړ کاوه. خو د مجازاتو دا سیستم اکثرا نه عملي کېده ځکه چې د چین حقوقي سیستم د مجازاتو غچ اخیستونکې نظریه تاییدوله. [۲۴]

د اعدام کچه[سمول]

د تایید شوو او اټکل شوو معلوماتو پر بنسټ، په چین کې د اعدام د سزا کچه د نورو هېوادونو په پرتله خورا لوړه ده، په داسې حال کې چې د سړي پر سر شمېرې د ویتنام او سینګاپور سره د پرتله کېدو وړ دی او د سعودي عربستان، ایران او عراق په ګډون د نورو هېوادونو په پرتله کمې دي. په ۲۰۰۰ کال کې اعدامونو شمېر په کې په دوامداره توګه زیات ټيټولی راغی، او همدارنګه له ۲۰۰۷ کال راهیسې هغه وخت د پام وړ ټیټ شو، کله چې ولسي سترې محکمې د ټولو اعدامونو د بیاکتنې واک ترلاسه کړ؛ د بېلګې په توګه، د دو هووا بنسټ اټکل کوي چې چین په ۲۰۰۲ کال کې ۱۲۰۰۰ کسان اعدام کړي، په ۲۰۰۷ کال کې یې ۶۵۰۰ کسان او په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې یې نږدې ۲۴۰۰ کسان اعدام کړي دي. په چین کې د اعدامونو په اړه محافظه کاره او ډول ډول اټکلونو ته په پام سره، دا هېواد د نړۍ د اعدامونو ۵۸٪ په ۲۰۰۹ کال کې او ۶۵٪ په ۲۰۱۰ کال جوړوله.  [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

په چین کې د اعدام شویو کسانو کره شمېر د دولتي راز په توګه ګڼل کېږي. ډېر لږ د اعدام د سزا قضیې، لکه په ځینو لوړ پوړو قضیو کې، د قضا له لوري په عامه توګه خپرېږي. د دې یوه بیلګه د دولت د خوړو او درملو د ادارې د پخواني رییس ژینګ ژیاویو اعدام و چې د دولتي تلویزیون او د ژینهوا رسمي خبري اژانس له خوا تایید شو. نورې رسنۍ، لکه د انټرنېټي پیغامونو ډلې، معمولا د سزا له ترسره کولو وروسته د مرګ د سزا د قضیو د تایید سرچینې ګرځېدلي دي. [۳۴]

د اعدامونو د شمېر رسمي شمېرو ته چې د اعدام د سزا په سیستم کې واقع کېږي د لاسرسي د نشتوالي له امله، علمي څېړونکي باید د غیر دولتي بنسټونو لکه د بښنې نړوال سازمان له لوري راټول شوي معلومات وکاروي، چې د اعدام د شمېرو د کچې په اړه د راپورونو ترټولو زیاته ذکر شوې سرچینه ده. د ټولو معلوماتو پر بنسټ، د بښنې نړیوال سازمان په ۲۰۰۹ کال کې وویل چې په ۲۰۰۸ کال کې ۱۷۱۸ اعدامونه ترسره شوي (چې د ۰.۰۰۰۱ سلنې سره مساوي دي، یا د چینایي نفوس په پرتله له ۱۰۰۰۰۰۰ کسانو څخه ۱ کس دی). د بښنې نړیوال سازمان په دې باور و چې مجموعي شمېرې ښایي ډېرې لوړې وي. "په چین کې د اعدام سزا: اصلاحات او د هغې راتلونکې" د څېړنې پر بنسټ، "په چین کې د اعدام د سزا او د اعدام خورا محافظه کار اټکل د دا د لاندې محاسبوي قواعدو له امله څرګندوي: ۱) کله چې د کروالي په اړه شک موجود وي، ارقام خارج شوي؛ ۲) چېرې چې دوه متضاد راپورونه شتون درلود، د ټیټو ارقامو راپور په اند کې نیول کېږي؛ ۳) کله چې د اعدام او زندان سزاګانو ګډې شمېرې ورکړل شي، یوازې د مرګ سزا ثبت کېږي؛ او ۴) کله چې یوې ډلې ته د مرګ سزا ورکړل شوه، یوازې د یوې سزا په بڼه ثبت کېږي." [۳۵][۳۶]

میلیاردر لیو هان په ۲۰۱۵ کال کې، د یوې جنایي ډلې مشرې کوله او لږ تر لږه د دریو قتلونو د امر له امله اعدام شو. دا اعدام د یوان باوجینګ له اعدام نهه کاله وروسته ترسره شو چې، یو بل میلیاردر او د لیو هان د اوږدې مودې سیال و او په ۲۰۰۶ کال کې د قراردادي وژنې په تور اعدام شو. [۳۷][۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. (په September 1, 2018 باندې). EU condemns Taiwan's use of death penalty after man's execution for double murder.
  2. Miao, Michelle (June 2019). "Defining Death-Eligible Murder in China". The American Journal of Comparative Law. 67 (2): 327–382. doi:10.1093/ajcl/avz017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "中华人民共和国刑事诉讼法 (the Criminal Procedure Law of the People's Republic of China)". www.gov.cn (په چينايي ژبه کي). 2012-03-17. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جنوري ۲۰۱۸. 死刑采用枪决或者注射等方法执行 (A death sentence shall be executed by such means as shooting or injection) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "中华人民共和国刑事诉讼法(英文版) [the Criminal Procedure Law of the People's Republic of China (English Version)]". 中国人大网 (National People's Congress of China) (په انګلیسي ژبه کي). 2011-08-23. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ جنوري ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۸. A death sentence shall be executed by such means as shooting or injection. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Cornell Center on the Death Penalty Worldwide". Cornell Law School. June 20, 2018. مؤرشف من الأصل في January 17, 2019. د لاسرسي‌نېټه January 16, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په December 29, 2014 باندې). China's Death-Penalty Debate.
  7. (په July 6, 2018 باندې). EXPLAINER-Japan death row executions: hangings secretive, backed by public. Reuters.
  8. (په September 1, 2018 باندې). EU condemns Taiwan's use of death penalty after man's execution for double murder.
  9. (په October 16, 2018 باندې). South Korea has 61 people currently on death row.
  10. (په October 28, 2018 باندې). Singapore executes six men over drug trafficking despite international pleas.
  11. (په 15 January 2019 باندې). Canadian's death sentence in China 'horrific', family says. BBC.
  12. (په 25 February 2011 باندې). China ends death penalty for 13 economic crimes. BBC.
  13. Nikkei Asian Review. "Beijing calls for an international "fox" hunt". Nikkei Asian Review. Nikkei Inc. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مارچ ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The Status Quo of China's Death Penalty and the Civil Society Abolitionist Movement". World Coalition Against the Death Penalty. 22 February 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Zhou, Zhenjie. "The Death Penalty in China: Reforms and Its Future". 早稲田大学高等研究所紀要. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Trevaskes, Susan (May–June 2008). "The Death Penalty in China Today: Kill Fewer, Kill Cautiously". Asian Survey. 48 (3): 393–413. doi:10.1525/as.2008.48.3.393. hdl:10072/26121. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Scobell, Andrew (September 1990). "The Death Penalty in Post-Mao China". China Quarterly. 123 (123): 503–520. doi:10.1017/S0305741000018890. S2CID 154380257. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Cheng, Chi-Yu (1949). "The Chinese Theory of Criminal Law". J. Crim. L. & Criminology. 39: 464–65. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Børge Bakken, "The Norms of Death: On Attitudes to Capital Punishment in China" in Capital Punishment: A Hazard to a Sustainable Criminal Justice System? (ed. Lill Scherdin: Ashgate, 2013), p. 199.
  20. Peimin Ni, Understanding the Analects of Confucius: A New Translation of Lunyu with Annotations (SUNY Press, 2017) pp. 293-94.
  21. Hong Lu & Terance D. Miethe, China's Death Penalty: History, Law and Contemporary Practices (Routledge: 2007), pp. 32-33.
  22. Lu & Miethe, China's Death Penalty, pp. 31-32.
  23. Lu & Miethe, China's Death Penalty, p. 32.
  24. Cheng, Chi-Yu (1949). "The Chinese Theory of Criminal Law". J. Crim. L. & Criminology. 39. مؤرشف من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Executions Around the World". Death Penalty Information Center. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Overview: We know that, together, we can end the death penalty everywhere". Amnesty International. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Johnson; Miao (December 2015). "Chinese Capital Punishment in Comparative Perspective". The Death Penalty in China. د کتاب پاڼي 300–326. doi:10.7312/columbia/9780231170079.003.0011. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780231170079. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 24 December 2008 باندې). China's Capital Cases Still Secret, Arbitrary.
  29. "INFOGRAPHIC: Capital punishment in China". South China Morning Post. 4 November 2014. مؤرشف من الأصل في ۰۵ جولای ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. zh:中华人民共和国死刑犯列表کينډۍ:Circular reference
  31. Dui Hua Foundation. "Criminal Justice: Death Penalty Reform". Dui Hua Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 2008-12-24 باندې). China's Capital Cases Still Secret, Arbitrary.
  33. Zhou, Zhenjie. "The Death Penalty in China: Reforms and Its Future". 早稲田大学高等研究所紀要. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 2007-07-10 باندې). China Executes Ex-Food and Drug Chief. NPR
  35. "China population". مؤرشف من الأصل في ۰۵ جولای ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Abolish the death penalty". Amnesty International. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اگسټ ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 18 March 2006 باندې). Billionaire executed for contract murder.
  38. Blanchard, Ben (February 9, 2015). "Chinese billionaire mining tycoon Liu Han is executed over his links to a 'mafia-style' gang". The Sydney Morning Herald. مؤرشف من الأصل في July 25, 2019. د لاسرسي‌نېټه July 25, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)